(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانانو ته د پي اېچ ډي فلبرایټ سکالرشیپونو اعلان

بشیر ګواښ، مشال راډیو
-په افغانستان کې د امريکا سفارت يو ځل بيا د فل برايټ سکالرشيپ(Fulbright Scholarship)  اعلان کړی خو دا ځل په کې د لومړي ځل لپاره درې تنه زده کوونکي د پي، ایچ، ډي يا ډاکټرۍ ډګري د حاصلولو لپاره امريکا ته استوي.
همداراز ۷۵نور کسان د ماسټرۍ اخیستلو لپاره امريکا ته لېږدوي
د ماسټرۍ ۷۵سکالرشیپونه
په کابل کې د امريکا د سفارت د معلوماتو او اړيکو د څانګې مرستيالې سارا ايوانز مشال راډيو ته وويل، دا ځل فل برايټ ته د غوښتنلیک استولو نېټه د راتلونکې مې مياشتې لومړۍ هغه ده:
((
موږ د فل برايټ له لارې د ماسټرۍ ډګريوو د ورکولو پروګرام  ۲۵فیصده زيات کړی دی. ۷۵کسان به امريکا ته لېږدوو. ۲۵کسان به داسې وي چې که په حتمي ۷۵کسانو کې څوک د کوم لامل له وجې لاړ نه شي، نو بيا د هغه پر ځای له دوی څخه يو کس استوو. او دا لومړی ځل دی چې د پي ايچ ډي يا ډاکټرۍ ډګري لپاره درې کسان امريکا ته استوو. تمه ده چې ۲۰۰۰کسان به غوښتنليکونه راولېږدوي. په فل برايټ کې د زياتوالي وجه ساده ده او هغه دا چې، دا پروګرام ډېر زيات بريالی دی.)) 
ساره ايوانز وايي زده کوونکي کولای شي په کابل کې د امريکايي سفارت د ویب سايټ(kabul.usembassy.gov) له لارې درخواستونه ورکړي.
د جګړه ځپلو سیمو اوسېدونکي زیات چانس لري
د زده کوونکي بايد انګرېزي زده وي، د لېسانس د کچې زده کړې یې کړې وي،  او که په کوم دفترکې د کار تجربه ولري نو ښه ده.
د غوراوي په مرحله کې د انګرېزۍ ازموینه اخیستل کېږي او د زده کړو په اړه ورسره مخامخ انټرويو يا مرکه کېږي.  
ايوانز زياتوي، د جګړه ځپلو سيمو زده کوونکي د انتخابېدو ډېر چانس لري: ((موږ يو کس ته پر بل ترجیح نه ورکوو خو کوشش کوو چې له هغه سيمو څخه د کسانو لېږدولو ته ډېر پام وکړو چې په تېرو کالونو کې ترې څوک نه وي تللي. زه به دا ووايم هغه زده کوونکي چې له داسې ځايونو څخه دي چې هلته تعليم کم دی يا ځينې ښځينه زده کوونکې دي چې د طالبانو له وجې يې تعليم ته پوره لاس رسی نه درلود او يا يې هم په ډېرو سختو شرایطو کې زده کړې کړي وي، نو دا دې موږ ته وليکي. دا په انټرويو کې ناست کسان په پام کې نيسي.))   
د هغې په وينا، که د فل برايټ له لارې چا مخکې يوه ډګري اخيستې وي نو نه شي کولای چې بل فل برايټ واخلي.
په امریکا کې مذهبي، کلتوري ازاديعبدالصبور وايي، په امریکا کې د خپل فرهنګ پر پالنې هیڅ بندیز نشته

​​​د بغلان ولايت عبدالصبور جواد د فل برايټ له لارې د امريکه په مونټانا پوهنتون کې د لېسانس يا بيچلر اخيستي، هغه د امريکا د تعليم د ستاينې ترڅنګ هلته د ورځني ژوند په اړه وويل: ((اول کې زده کوونکو ته د امريکا د کلچر، د هغه ځای له خلکو او پوهنتون سره د اشنا کولو لپاره معلومات ورکوي. هلته نه په مذهب پابندي شته او نه هم  د خپلو کلتوري هلو ځلو په کولو. د مثال په ډول، ما په نيويارک کې خلک ليدل چې د حلالو خوراکونو د خرڅولو په وخت به يې قران شريف په لوړ غږ لګولی وو او اورېده به يې. ورسره به يې په ګڼ بازار کې په جمع لمونځونه هم کول.))تر ټولو معتبره بورس
د نوموړي په وينا فل برايټ په نړۍ کې تر ټولو معتبره سکالرشيپ دی او که څوک يې ولري، په دفترونو کې ورته د نورو په پرتله کار ژر پيدا کېږي:  ((هغه کسانو چې په بهر کې يې زده کړې کړي، هغوی ته دا ډېره اسانه ده چې کار پيدا کړي. موږ د فل برايټ زده کوونکي چې بيرته راستانه شوي يو، يوه اتحاديه لرو چې له لارې يې نور ورستنېدونکو، زده کوونکو سره د کار په برخه کې مرسته کوو. دوی ټول په يوه يا دوه مياشتو کې په ښو دفترونو کې ښه کارونه پيدا کولی شي.)) 
په افغانستان کې فل برايټ او ورسره تړلی هيمفري پروګرام اوږده تاریخچه لري، خو يو وخت د نامناسبو شرایطو له وجې بند او په ۲۰۰۴کال کې بيا پيل شو چې تراوسه يې د لېسانس يا بيچلر، د ماسټرۍ او يا هم د استادانو د پروګرام له لارې ۳۱۸افغانان امريکا ته ليږدولي.
په دوی کې هغه کسان هم دي چې په امريکا کې يو کال د پښتو او دري ژبور د درس کولو لپاره تللي

Source: Mashaal radio.

- بېرته شاته