(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په تاڅه تيريږى ګران وطنه.؟

د پښتونخوا يا د شمالى پښتونخوا د اطلاعاتو او خپرونو وزير ښاغلي ميا افتخار حسين چي هميش و خپل ولس ته رښتني خبرى ور په ګوته كوي په رښتيا هم د سيمي او د پښتنو په سياست ډېر ښه پوه دي او زياتره په سره او په زړورتيا خپله خبره تر خپل ولس پوري رسوي كه څه هم ډېري داسې خبري به وي چي د دوى په زړه كښې به وي خو دوي نه شې كولي چي په دي نن حالاتو كښې دوي خوندي كړي چي په وخت به يې و ولس ته وړاندى كوي ولي چى عوامي نيشنل ګوند د دوي په حكومت او د دوي په مشرانو او په دي ولس چي څه تېر شو يا تيريږي هغه هر څوك اټكل كوي شې چې لږ او ډېر په سياست پوه وي چې پخپله ميا افتخارحسين هم د يوه لوئى ناورين او غمجني پيښې سره مخامخ شو چي دهغه ډول غمجني يواځى هغه څوك وړي شې چې هغه د سرشندني د سياست د كوري څخه وتلي وي چې ټول وخت يې د سختو سره ژوند تېر كړي وي د ميا افتخار حسين په اړه موږ ارومرو داسې خبره كوي شو.تېره ورځ ايالتى وزير ميا افتخارحسين وويل چي ځيني ځانګړو خلګو ځموږ خاوره د ناوړه هدف او مطلب دپاره كار كړي او پښتانه يې د تهره ګرو سره وتړل او عوامى نيشنل ګوند او پښتنو ډيرى سرشندني وركړي چي اوس هم رواني دي په يوه بله وينا كښې ميا افتخار حسين وويل چي دوران كاري او تهره ګري جګړه د مينځ څخه نه د تللې بلكې لږ نهم شوي ده.كه څوك سياست په سپيڅلي او صداقت باندى كوى هغه كه ولې نه وي هم ولي وي او د خپل سياست په رڼا كښې د را روان وخت په اړه وړاندوينه كوي شې باچا خان غفارخان چې د ۱۹۴۷ء د مخه كوم سياست په مخه كړي وو په رښتيا هم ارواښاد ته دا څرګنده وه چې فرنګيانو كوم سياست روان كړي دي هغه د يوه تګ لارې او ايجنډي دلارې په ضد تر يا په ودريدي ددي سره سره چې دوى ته دا څرګنده وه چي فرنګى به په خپل عمل كښې بريالى كيږى ولې چې فرنګي هغه وخت يولوئى قدرت وو بله دا چي د هند زياتره مسلمانان باندى را ټول وو او پخپله په لوئى شمير د انګريزانو ملاتړي وو باچا خان او ملګرو چې څومره و انګريزانو ته نزدې شوي وي خو بيا به هم هغه څه ورسره كيدل چې څنګه بدورسره وشو ولې چې فرنګيانو ته د پاچا خان وارو سړو اړتيانه وه بلكې و دوي ته د لاس پوڅو ضرورت وو خو انګريزانو د باچا خان او ملګرو څخه دا هيله نه لرله لكه نورو چې ورته كوي شو ځكه چې باچا خان به هميش داخبره كوله چي په پښتنو يو سيلاب را روان دي كه دوى و سيلاب ته تياري ونه كړي نو به د خاښو او خاښاك وارو د سيلاب شومه شى.كه موږ هغه ټولى كړي چي فرنګيانو ځموږ په سيمه كښې پاشلي وي يو بل ته سره واچوو نو دا په ارومرو راته څرګنده شې كوم څه چې ځموږ په دي سيمه كښې روان دي او دا به راته څرګنده شې چې د فرنګيانو او لويديځ مخه او هدف څه وو او څه دي او د تېرو نزدي شپږ نيمو لسيځو څخه چي دوي څه كول يا يې د نورو په لاسو كول دا هم دهغه ګټو دپاره وو و كومو ګټو ته چې اوس د دوي لاس ورنزدې شو خو د بده مرغه خوار پښتون، افغان په بشپړه تباه او برباد شو او په يوه داسې شخړي كښې راګير شو چي ځان د دهغه ناورين څخه د وتلو هڅي كوى خو برياليتوب ته نه رسيږى بلكي د هري خوا په سر سر باندى وهل كيږى لويديځو ملكو د ځائى لاس پوڅو په مرسته چي د اسلام سپيڅلي دين او نوري چاري وګارولي او دوي ودهغه هدف ته ورسول نن دهغه د لويديځ لاس پوڅو ته درك لګيدلي دي خو اوس وخت تېر شوي دي ځكه چې پښتانه وائى چى ځوي هغه وخت وهه چي ميږليوانونه وي خوړلي باچاخان هم هغه وخت دهغه ږغ په مسلمانانو او پښتنو كړي وو خو ددي چي دي په بيلو بيلو نومونو ونوموي بل څه نه شو په برخه آن دا چي د باچاخان جنازه كښې هم ورانى او تهره ګري وكړه دا ځكه چې د دوي وګټو ته خطر رابرسيره كيدي شو.د تېرو ۳۵كلو په زياته بيا د تېرو لسو كلو څخه چې كوم ناورين په پښتنو جوړ دي ددي څخه داخبره څرګنده شوه چي نه يواځي د لويديځ بلكي د سيمى د ملكو تر مينځ د ګټو جنګ دي خو د ګټي ودي جګړى ته بيل بيل نومونه وركول كيږي دوى په خپلو ګټو بوخت دي خو خوار پښتون افغان هر څه په كښې وران شوي او ورانيږي خو د بده مرغه پښتون په حيث د يو ملت تراوسه په دي نه دي پوهيدلي چي دا لوبه ولي دده دوژلو او دده خاوره د ويجاړولو دپاره روانه ده د ګټو دهغه ناوړه جګړه چې كله داسلام او اشتراكيت په نامه او كله د تهره ګري په نامه او كله د طالب او القائده په نامه د څو لسيځو څخه را روانه ده او څوك چې دهغه جګړه مخ ته وړي كه څه هم دوي وخلګو ته يو د بل دښمن ځان ښكاره كوي خو د دوي مخه او هدف يو دي كه موږ و ګورونو هر يوه د پښتون، افغان كور او خاوره په يوه او بل نامه ورانه كړي ده دا نه چي موږ د يو او بل لوري ملاتړي يو بلكى ځموږ دا ايمان دي هر ليري او نزدې خپل او پريدي د پښتون افغان د سر د وهلو په نيت ناست ځكه چې دا ملت په يوه داسي خاوره باندى پروت دي چي و ټولي نړۍ او سيمى ته ډېر ارزښت ليرى ځكه چي په نړۍ واله كچه ددي ملت او خاوري په ضد د سيسې او طوطيې جوړي شوي او جوړيږي خو د بده مرغه پښتون افغان ملت ددي دپاره د تاريخ په اوږدو كښې داسي تګ لاره او ايجنډا نه د لرلي چي دا پياوړي ملت او ارزښنا كه خاوره په نړۍ كښې روښانه او وځلوي ددي سره چي دونى ننګوني يې كړي دي چي دهغه وخته څخه نړۍ وال ګوته په غاښ ورته پاته دي خو د بده مرغه ددي ټولو سرشندنو ګټه دوي و خپل قام وخپلې خاوري ته نه دور په برخه كړي بلكې نورو په دي ګټه لاس تېر كړي دي په يوه او بل نامه موږ په حيث د يوه ملت مسلمانان وو او مسلمانان په لحمدالله يو خو ددي څنګه موږ د وخته څخه افغانان او پښتانه وو او بيا به هم يو او موږ هم دي نامه په نړۍ كښې پيژندل كيږو او ځان ته پښتون، افغان ويل څه كفر نه دي نه د اسلام څخه سرغړونه ده ولي چي په اسلام كښې مسلماني خپل ځائى دي او د پښتو نوالي او افغانيت خپل ځائى دي خو ځموږ يو بله نيكمرغي داده چي موږ پښتو اسلام بولوو او دا د تاريخ په اوږدو كښې ليدل كيږى. اوس پوښتنه داده چې موږ به ټول وخت هم په دهغه نړۍ وال او سيمه ايزه ناتار كښې راګيريو او نور به ځموږ او خاوره په يوه او بل نامه ورانوي كه به موږ هم د نړۍ د نورو ملتو غونډي د خپلې خوښې د خپلې سوكالي او د پرمختيا لاره تراشو يا د نورو په لارښودنه (ليري او نزدي) به روان يو په كاردي چي هر پښتون افغان په دي اړه د خپل ځان سره فكر وكړي ځكه كه موږ خپله د ملت د ځغورلو او د په اړه پريكړه ونه كړه نو به ارومرو د نورو شخړو سره مخامخ كيږو او دا ويره هم شته چې د نړۍ د دريم جنګ ډګر هم دا ځموږ خاوره وګرځول شې نو ځكه دا د هر پښتون، افغان چي د خپلې خاوري او ملت او اسلام سره اړه او مينه لري او د نورو لاس پوځي نه وي په دي خبره يواځى او ګډون غور وكړي په زياته بيا هغه رڼ اندي چي هر چيري د هر سوچ وي په دهغه د خاوري او ملت په سباون خپل ولس ته په ليكلي ډول څه وړاندي كړي په دي پنځه ديش كلو كښې چي په دي ملت او خاوره باندى څه تېر شول په ډېرو هيوادو به په پيړيو پيړيو نه وي تېر شوي خو په كومو ولسونو چې داسې ناخوالي تېر شوي وي هغه پياوړي او منظيم ملتونه دي هغو هر څه د خپل ولس ته وړاندى كړى دى او هغه ناخوالي هم په ګوته كړي دي چي دوى ولي ددي ناورين سره مخامخ شول او څه وكړى چې بيا د داسې شخړو او ورانيو سره مخامخ شې ځموږ ملت او خاوره چي په دي ۳۵ كلو كښې د كومو بدو څخه تېره شوه داسې توري نه شته چې موږ يې ګار كړو په كاردي چي دهغه من مائي پريږدو هر چا كه ډېري ننګوني كړي دي ډېر تېروتني هم ځيني شوي دي تر ټولو لويه تېرو شنه داده چي موږ و نورو ته موقعه وركړه چي په خاوره كښې لاس وهنه وكړي كه څه هم ودي مرستو ته د مرستو نوم وركول كيدي خو دوي يواځي خپلې ګټي څارلي تر هغه وخته چي پښتانه افغانان په يوه ټغرنه سره كنينې او د خپلې خاوري او خپل ملت دپاره يوه لاره وته تراشي هيڅوك د دوي شخړي نه شې اوارولي نه يې اواروي دوى ته د خپلو ګټو و لاس ته د بل خاوره او ولس په لاس ورغلي دي او پښتون افغان ملت يې سره ويشلي دي اوس ددي ملت كار دي چي دوي ددي لګيدلي اوروژنه كوي او اوبه په اچوي يا كه تيل ور باندى تويوي دا هر څه د دوي په لاس كښې دى...؟

دوو پخوانيو شاعرانو په شعرونو خپل دا ليك رانغاړم..

بې علمې دوني بلا سوه بل تر ې پورته عذاب نسته
په دنيا په آخيرت كښې تر ې بلنده عقاب نسته
زه افغان چې تور كودي سوم كل د جهل له ظلمته
سيه روي به رب درومم دا سوال ئې جواب نسته
                                              ملاعبدالباقى افغان

زړه زما ډك دي له مينې د وطن
خپل وطن ماته عزيز دي تر خپل تن
هر يو ګل مي د وطن پرما ډېر ګران دى
تر كشميره تر پاريسه تر لندن

                     غلام محى الدين افغان

- بېرته شاته