(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتون ولس او افغان دولتونو ترمنځ د ډیورنډ...

دپښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره  کرښه

لیکوال   :  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

( لومړۍ برخه)

سریزه  :

د ډیورنډاستعماري سره کرښه دیوې پیړۍ راهيسې په نړیواله کچه یوه ایدیالوجکه،ستراتیجکه،جګړه یزه  خونړي کرښه ګرځیدلي ده .دپښتون ولس ترمنځ  د ډیورنډ کرښې نامالوم نړیوال حقوقي ارزښت ،سیاسي حالت په ملي دولتي کچه افغان ملي دولتونواوافغان ولس ته برخلیک ټاکونکې بنسټیزکړکیچونه رامنځته کړي دي .

دډیورنډ کرښه یا دپښتونستان نړیواله مسئله نږدي دیوې پیړۍ راهیسې دافغان ولس ملي داعیه دافغانستان  دملي دولتونو دبهرني سیاست په اجندا کې ځای لري .ډیورنډکرښه دیوې پیړۍڅخه د لر اوبرافغان په منځ کې     (  مانا : یو ملي لږکي یا دیوستر ولس یوه برخه له خپل تاریخي  پلارني هیواد سره او خپلي Irredentismus   

مورنۍ خاورې سره یوځای کیدل  غواړي ) رامنځته کړي دی . ديورنډ کرښې ته نږدي  دیوې پیړۍ څخه یوو ریښتني ملي  لر او بر افغان پښتون ديوې قانوني نړیوالي پولې په څیر نه دي کتلي .

افغان دولتونوته  کله هم د خپل پرله پسې ناورینونو،یرغلونواو نړیوال سیاسي شرایطو نه برابریدو له کبله دغه فرصت په لاس نه دی ورغلي چې د ډیورنډ کرښې په اړه یوه ملي ستراتیجۍ لراوبر افغان ولس ته وړاندې کړي .

که څوک  دلوی افغانستان ،پښتونخوا  او ازادو قبایلي په پټاره کې پاڅونونه،جهادونه ،بغاوتونه،مقاومتونه ،منظمه انارشې ، داسلامي سختدریزو ډلو رامنځته کیدل او د یرغلګر  پوځونوپه وړاندې دجګړو په لاملونو باندې ځان پوهول غواړي ،دی باید لومړۍ دافغانستان په قبایلي سیمه یا منځني پښتونخوا کې د برتانوي هنداو برتانوي پاکستان حکومتي استعماري سیاسي جوړښتونو اوتاریخي  خونړې بهیر ته کتنه وکړي .               څنګه دپښتنوپه سیمو کې دانګریزانو دښکیلاک له مهاله تر اوسه  په مسلسل ډول  خونړي جګړې روانه دي .  په څه ډول  پښتون ولس باندې دانګرېزانو،روسانونړیوالوسترو امپراتوریوسیاسي لوې لوبې اغیزه کړي ده . په څه ډول انګرېزانو دپښتنو په قبایلي سیمه کې دملک سیسټم  او پولیټیکل ایجینټ  نوي ځانګړي ځواک  رامنځته او پلي کړي دی ،د همدې استعماري  نوي سیسټم له لارې انګرېزانو، بیا ورسته دپنجاب استعماري ، ډیکتاتوري  پوځې رژیمونو دپښتنو قبایلو  په برخلیک باندې لوبي کړي  او قبایلي وګړې دخداي ورکړي  بشري بنسټیزو حقوقوڅخه بي برخي کړي دي . ددوی دخپل منځې تبربګنیو،بدیواو نالوستیتوب څخه  څومره  ناوړو ګټه اخیستل شوي ده . څنګه دپنجاب پوځ او دپنجاب ای ایس ای د انګرېز انو کولونیالیستي استعماري یرغلګر سیاست کټ مټ دپښتنو په سیموکې د پښتنو په وړاندې اودپښتنوویش کې کارولوي دی . څنګه انګرېزانولوی  افغانستان  دتزاري  روسیي او پاکستان څنګه د پښتنو قبایلي سیمه دافغانستان  ملي حکومتونو په وړاندې په خپلو ستراتیجکو پلانو کې د بیلونکې سیمي په څیر کارولي ده . څنګه د پښتنو قبایلي سیمې د روسانو،انګرېزانو،پنجابیانواو امریکایانو د یرغلګر پوځونو  پرمهال  د اسلامي بهرنیو جهادیانو د جګړو  ډګرنوپه مرکز نو بدلي شوي  دي .څنګه دقبايلو د پښتونوالې له ميلمه پالني  لرغوني دوداوژور پاک  دودیزه اسلامي احساس څخه  بهرنیو جهادیانواو پنجابي بي رحمه جنرالانوناوړه ګټهاخیستي ده.

د انګرېرانو، روسانو او اوس د پنجابي پوځ په وړاندې دپښتني قبیلو د مبارزو تاریخ ډیر اوږد دی .  دې حالت څخه خلاصون او دخپلواکۍ مبارزه په  خپلواکه  قبایلي  پټاره کې د ازادوملي ولسواکه ځواکونو او د اسلامي  بنسټپاله  او ملتپاله ځواکونو لخوا پیل شوي   

قبایلي سیمه کې د پنجابي پوځ په وړاندې جګړې  موږ ته دانګرېزانو د کولونیال  دور نښتي یا جګړې رایادوي .

 هیواد پال پښتون قام تل په خپل ملي تاریخي  پلارني ټاټوبي کې دښکیلاکګرو په وړاندې  چې هرڅوک وي، په ګده سره  هر ډول بلهارۍ ورکړي  او ورکوي  .

دالیکنه د نړۍ هغي سیمي ته  لیکل شوي ، چې د نړۍ یرغلګروپوځونودظالم سیاست  په  وجهه  ددولتي قانون تشه ، دمدني ټولنې اوټولنیز ژوندتشه  په کې رامنځته شوي ده ،قبایلي سیمې ته  نه دکابل حکومتونو، نه داسلام اباد او نه  دنړۍ بشردوسته  هیوادونو پام کړي دی .قبایلي سیمه  د نړۍ څخه ویره شوي او په  انذوا کې پاتي شوي ده. داسي مالومیږي چې په قبایلي سیمه کې وخت له پیړیو  پیړیوڅخه ولاړل دی . د کرښې دواړو خواوته له پیړیو، پیړیو راهیسې ګډې کورني اوسیږي ،ډیورنډ استعماري کرښې دیوې کورنۍ غړې په دوو برخو وېشلي . ښه بیلګه یي زما  کورنۍ ده،همدا اوس زما دکورنۍ یوه برخه د یوې پیړۍ څخه په وزیرستان کې اوسي او هلته  له یوې پیړي څخه خپلوي لري .

  دغه حالت لراوبر پښتون افغان ولس ته تر ټولوډیر دردونکې،ستړي ستومانکونکې او دنه زغملو حالت دی .

۱ . داسیا په زړه افغانستان کې دانګرېزي،روسي امپراتوریوسیاسي لویه لوبه

افغانانوپښتانه  پوهیږي چې د دوی ترمنځ  او خاوره کې د څولسیزو راهیسې استعماري ،د پردیو جګړو اور بل شوي او ا صلي لامل  یي د ډیورنډ  استعماري توره کرښه ده .

 څوک به اسیا کې  دروسانواو انګرېزانو دښکیلاکګرو ځواکونود سیاسي لویي لوبي  په وړاندې  دپښتنو پرلپسي پاڅونونه او دخپلواکۍ اوږده خونړي جګړه دغبرګون یوه  نګه  ښکارنده یا پدیده  ونه مني ؟  .                       څوک به  د پښتنو دملي خپلواکۍ جګړه، دپښتنودملي یوالي جګړه او دپښتنوداسلامي بنسټپالني پاڅوني جګړې  دانګرېزانو ،روسانو،امریکایانواو پنجابیانو  دتور استعمار ي پلانو په وړاندې د پښتنو ورستي جګړه ،چې موخه د پښتون ولس  پر  وجود د ډیورنډ تپل شوي استعماري کرښې لمنځه وړل  دي   و نه پیزني ؟ .

د افغانستان  دیرش کلنه اوږده جګړه او پښتونخوا کې کورني جګړه له یوبل سره مستقیم تړو او یوالي لري .     

نه یواځي د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړوکې  بلکې ټول  لروبر پښتانه   افغانان د انګرېزي،روسي، پنجابي او امریکایي  یرغلګرو پوځونو ته  د نفرت په سترګه ګوري . پښتون ولس ان د ځینو ګوډاګې پښتانو افغانانوڅخه هم کرکه لري، کوم چې په پوهه او یا ناپوهي کې  دښکیلاکګروځوکونو  په چوپړکې دریدلي اوخپل  مظلوم ،بي ګناه  ولس د پردیو په دسیسو کې  ښکار او په سیاسي  پردیو لویو لوبو،  جګړو کې وژني .                                            

ټولو یرغلګرو پوځونو له یوې پیړۍ څخه پښتانه  په پرلپسي ټوګه د نړۍ  له پرمختګ څخه  محرومه کړي دي . د نړۍ یرغلګرو کولونیالیستو ځواکونو پښتون ولس ته  د سر او مال ستر  جبرآ نه کیدونکې زیانونه اړولي دي . پښتانه يې  داسیا په زړه کې په خپل سولیز کورکې  په خونړي ویر او ماتم   کې  ویشلي کینولي او پښتانه یي   له یوې پیړۍ څخه په جګړیزه  خونړي چا پیریال کې  ساتلي دي .

له بله خوا که د پښتنو د تیرو څولسیزو جګړیز،خونړي سیاسي تاریخ  په ځیر سره ولوستل شي، په داګه څرګندیزي چې پښتانه دخپلو لنډ فکرو ګوندي سیاسي مشرانو له لاسه دخپلو  روا ملي ګټولپاره نه، بلکې  په خپل پلارني هیواد کې د پردیو یرغلګرو دناروا استعماري ګټو ساتلو لپاره په دغه  سیاسي لویه لوبه کې  چې  تر اوسه راونه ده استعمالیږي ،بي ګناه،بي موخي  وژل کیږي .                                                                                                                دغو مشرانو ونشو کړي چې پښتون  افغان ولس له دغي ویشلي حالت  اودجنګ  بل شوي اور څخه راوباسي . هیچ څوک  له د غو ګوندي مشرانو څخه پوښتنه نه کوي چې پښتون افغان ولس مو په دغه ناپایه،بي موخو  خونړیو جګړو کې چیرته  اوپه  څه  ډول دولت پسي روان کړي دی  ؟ .

۲ .  انګرېزانوپه څه موخه قبایلي سیمه رامنځته کړه .

د انګرېزانو کولونیالیستي دولت  د قبایلي علاقي  په رامنځته کولو سره غوښتل ،تر څوبرتانوي هند ته  د قبایلي سرحدي سیموله پيچلو لارو څخه تزاري روسان او د پښتنو له نورو سیموڅخه د سیاسي، ټولنیزو او دخپلواکۍ غوښتونکې غورځنګونو ورننوتلو مخنوي لپاره یومیکانیزم  وګرځي .

دپښتنو سیمې  ویش په قبایلي اومیشتو پښتانو باندې د انګرېزانود کولونیالیستي ترمینالجۍ  برخه وه .

انګرېزي کولونیالیستي دولت  غوښتل  په  ارزانه  بیه یواغیزمن سیاسي جوړښت  رامنځته کړي، تر څو د برتانوي هند پولې او لري پرتي سیمې امنیت  پرته د برتانوي هند له مستقیمي ادارې څخه هم  کنټرول کړي . انګرېزانو دقبایلی سیمي  په رامنځته کولو سره  ونه توانیدل د پښتنو او انګرېزانو ترمنځ  د اخ او ډب مخه  او دپښتنو د خپلواکه  پاڅونونو مخه  ونیسي . پښتنو د همدې ترپ او خرپ جګروپه ترڅ کې دنړۍ  ستر کولونیال ځواک ته  هم ډیر درانه ګوزارونه ، زیانونه ورواړول .

د انګرېزي امپراتورۍ وجود لپاره پنجاب دوست اود پښتنو پښتونخوا سیمه  (صوبه سرحد)د دښمن سیمه ګڼل کیدي . دانګرېزي  نړیوالي امپراتورۍ  لپاره په اسیا کې ددغي دوو ستراتیجکو سیمو امنیت خورا ډیر  مهم وو. افغانستان کې د پښتنوسیمې  په وړاندې د انګرېزانو ستراتیجيک  سیاست  موخه  اسیا کې د روسانو د پوځي پرمختګ مخه ډبول  وو،انګرېزان مجبور شول  د روسانو د پوځې ګواښ په وړاندې یوه بیلونکې سیمه  رامنځته کړي . کڅه هم انګرېزانو  په پیل کې  هڅه وکړه ،چې پښتانه د پوځې ځواک  له لاري  په ګوندو کړي .    په ۱۸۴۱ کال د دسامبر په میاشت کې د افغان ـــ انګلیس لومړۍ جګړه  د سختي ماتي سره پای ته ورسیده . په نړۍ کې دافغان ــ انګلیس درې تاریخي جګړو ماته دانګریزانو امپراتورۍ  ته په نړیواله کچه یو تاریخي جبرا نه کیدونکې ناورین  بلل شوي دی .

په ۱۸۷۶ کال کې انګرېزانو په سیمه کې دخپل ښکیلاک لپاره د کلوز باډر پالیسۍ یا دتړلي پولې سیاست پلې کړو.انګرېزانو  د ۱۸۵۷ څخه  تر ۱۸۸۱ کالونو کې  په ختیځ افغانستان یا پښتونخوا  کې درویشت ځله پوځې عملیات ترسره کړل، ورسره  انګریزانو په پښتنو باندې اقتصادي بندیزونه هم   لګول او کله ناکله د پښتنو قبیلو د خپل منځي شخړو کې د منځګړيتوب   دنده  هم  ترسره کوله  .

په ۱۸۸۰  کال کې کله چې انګریزانو  د افغان ــ انګلیس دوهمه جګړه هم د سخت ماتې سره وبایلله، انګرېزانو د فورود پالیسي یا دپرمخ تګ سیاست غوره کړه .   ( ۱ )

په ۱۸۹۳ د نوامبر ۱۲ نیټه انګرېزانو د دپښتون ولس اودافغان شاهي دولت  ترمنځه د ډیورنډ استماري کرښه ویستله . کافر پیرنګي  ښکیلاکګرو د کندهار، پیښور،دکابل اوکویټي ښارنو ترمنځه  دکاغذ پرمخ هوایي کرښه ویستله . دبریتانیه نیواکګر سیاست  د پښتنو په وړاندې له چلونواوسپین سترګیو څخه ډګ سیاست وو

۳  .  قبایلي سیمه کې د انګرېزانو پولیټیکل ایجینټ او د ملک سیسټم

د۱۸۷۲ څخه تر ۱۹۰۱ کالونو کې په درسته  پښتونخوا او قبایلي سیمه  کې دانګرېزانو تور استعماري قانون ایف ،سي،ارچلیده  .         FCR )  Frontier Crimes Regulation

په ۱۸۹۰ کالونو کې  انګرېزانو په لومړۍ ځل په منځني پښتونخوا یا قبایلي سیمه کې  د ملک سیسټم رامنځ ته کړو. انګرېزي کولونیالیستي ځواک  داسي  یونوي  قانون  چې نه  دپښتنو دودیزه  نه لیکول شوي قانون  « پښتونوالې » ، نه  د نورو ولسونوعادتي قانون او نه برتانوي قانون  سره پرتله کیده، له همدې سره انګرېزانو یو نا انسانه ، نا مدني اود بشریت ضد قانون  دقبایلو په سیمه کې رامنځ  ته کړوچې تر نننه په قبایلو کې  دوام لري .     

په ۱۹۰۱ کال کې د انګرېزانو د کولونیالیستي  ښکیلاک پر مهاله  دغه غیر مستقیم ډول د حکومت کولو قانون د قبایلي وګړو دغیر مستقیم اداره کولو لپاره  نافذ شو.انګرېزان پوهیدل چې قبایلي ولس  به هیچ  کله د یو یرغلګر   پردي پوځ او نا پښتون حکومت دبشپړ کنټرول لاندې نه راځي .

دانګرېزانو د ایف، سي ،ار،دسلسلي مراتبو زوړ ،توراستعماري سیسټم  رامنځ ته کړو،تر څو پښتانه قومونه ، قبیلې  او د دوی  سیمې په خپل کنټر ول  کې ولري . ورسره د پښتنو قومي،قبیلوي لرغوني  ارزښتونه او جوړښتونه  د ملک بر لاسي سیسټم   له لارې په  قبایلي ټولنه کې  ټیټ وساتل شي . انګرېزانو د دې سیسټم په رامنځ ته کولو سره د پښتنو خانانو،قومي مشرانو ، مخورور ،د قام دسپین ږیرو  واک او ځواک په ولس کې رالنډ کړو  او ملکان يي  د خپلو ښکیلاکګرو مخو لپاره په ولس کې د قوم اختیار لرونکې ځواکمنو کسانو په څیر رامنځ ته کړو. ملکان مجبور  کړل شول چې دبرتانوي هندحکومتي ادارې ته قبایلي وګړي  وڅاري او کنټرول کړي .                

د برتانوي هند حکومتي ادارې د ملکانو په مرسته  قبایلي سیمه کې  له خلکو سره تړونونه لاسلیکول او کله چې دوی خپلې ځانګړي ورسپارل شوي دندې تر سره کړي،انګرېزانو به ملکانو ته مکافات اونقدي پیسې وړکولي . (  ۲ )  

ملک او د ملک سیسټم ، پولیټکل ایجنټ  تراوسه  دقومونو ترمنځ  په قبایلي ایجنسیو کې په شخړو او دعوو کې راګیر  سیسټم  دی .

انګریزانو او برتانوي پاکستان په قبایلي سیمه کې  تر نننه  هیڅ ډول اقتصادي ،ټولنیز او سیاسي بنسټیز ه سیسټم رامنځته  نه کړو . 

په فاټا یا قبایلي سیمه کې دولتي قانون، قضايي قانون،محاکم، پولیس اومحابس نشته . په قبایلو کې سیاسي ګوندونو ته  تر اوسه اجازه نشته چې سیاسي فعالیت وکړي . د پنجاب پوځي رژیمونو لخوا قبایلي وګړي په سیتماټیک ډول دخپل  سیاسي او ټولنیز ژوند له برخه اخیستلواو حقونو څخه محرومه کړل شوي دي .

له همدي لاملونو په وجهه  قبایلي سیمه ورو  ورو په نړی کې یو تور سوري او دقانون تشي په سیمه  بدله شوه  . له همدې سره په قبایلي سیمه کې د پښتنو ترمنځه  د شخړو او کړکیچونو کولتور برلاسي شو. قبایلیان له پامه وغورځول شول ،قبایلي سیمه  کې چاه چې د برتانوي حکومت خبره نه منله، په ډیرو سختو او ظالمانه  ناروا جزاګانو به مجازات کیدل .دانګرېزانو لخوا په قبایلي سیمه کې جوړ شوي سیاسي او ټولنیزه استعماري  نظم د ښکیلاکګر او د ښکیلاک شویوخلکو ترمنځ هیچ توپیر نه کاو، انګرېزانو دملکانوڅخه  په پيسو رانیول شویویا د ښکیلاکګرو  سره دکولابراتور  لاسپوڅې  کسانو په څیر کاراخیستلو .

د انګرېزانوغیر انساني او ظالمانه سیسټم په وړاندې دقبایلیانو لخوا تل پاڅونونه شوي دي . دپښتنو پرلپسي پاڅونونه  د انګرېزانو نړیوال  ښکیلاکګر زبرځواک ورو ورو بي ثباته او له  نړیوالي  شرمونکې ماتي سره مخامخ کړو .

د اافغانستان په غرونو او درو کې د منځي پښتونخوا قبایلي وګړې  له کوم وخته چې انسان او بشریت فکر کوي یا د انسان او بشریت تاریخ لیکل شوي دی،دوی یواځي اویواځي یو پښتون  افغان  ملي دولت  ته چې د دوی پښتني لرغوني ارزښتونه ، اراده  او سیاسي ټولنیز  حقونه په کې څرګند شي سر تیټ کړي او ټیټوي  .

۴  . ازادو قبایلوپټاره کې د انګرېز او پنجاب ښکیلاکګر پوځونو سیاسي پلانونه

  فاټایواځي دنړۍ په نقشه کې پاکستان پور اړه لري . Federally Administered Tribal Areasدقبایلو سیمه 

 دننني افغانستان په څنګ کې د دولتي واک او دقانون تشه د پاکستان رژیمونو کمزوري ښایی .په قبایلي سیمه کې دقانون  تشه،د افغانستان  په تاریخ  کې د هر دولت د تلپاتې سولې او ثبات لپاره تل ستر ګواښونه رامنځته کړي دی . په فاټا یا دازادو قبایلو پټاره کې  د پنجابي پوځې رژیمونوستعماري  اودبشر ضداوامر  لکه د انګرېزانو کولونیالیستي اوامر د ځانګړو مراحلو له لارې  پلي کیږي . دپنجاب  حکومتي اوامر  کټ مټ  لکه د انګرېزانو د استعماري ځواک په څیرد هري قبیلې د خپلواکه   پرنسیب له لارې  پلې کیږي .

قبایلي سیمه په اوو اداري واحدونه یا ایجنسيو  باندې په لاندې ډول ویشلي شوې ده ،دشمالي اوجنوبي وزیرستان ایجنسې،اورکزیایجنسۍ،باجوړایجنسۍ،خیبرایجنسۍ،کورم ایجنسۍ،مومندایجنسۍ. د  اوو ایجنسیو سربیره فاټا شپږ سرحدي سیمې  یا ولسوالې هم  لري، د بنوسیمې،دکوهاټ سرحدي سیمه،دلکي مروت سرحدي سیمه ،دیره اسماعیل خان سیمه، دپیښور سرحدي سیمه او ټانک سرحدي سیمه د  فرانټیر  ریجنز په نوم هم یادیږي .  دغه سیمې د پښتونخوا او قبایلي ایجنسیو ترمنځ پرتي دي .  دازادوقبایلوسیمه  یا  اوو سیاسي ایجنسې   دپاکستان  پوځي ډیکتاتورانو او د پولیټکل ایجینټانو لخوا اداره کیږي . پولیټکل ایجینټان د پښتونخوا د والي لخوا  ټاکل  کیږي .       

پولیټکل ایجینټان په قبایلي سیمه کې د پوځي ډیکتاتوري رژیمونو استازي دي . پولیټکل ایجینټان کوم  مستقیم دولتي یا اداري صلایت نه لري . دقبایلو په وګړو کې د پولیټکل ایجینټانو اوامر  او اغزه  دملکانو له خواپلي کیږي . قبایلو کې پولیټکل ایجینټان  ولسي ملکان  قومي مشران د  ډول ډول فشارنو له لاري ګواښي . دوی ملکان   دپیسې یا نورو مادي مکافاتو  له لارې راخپلوي . بیاکه څوک  دپنجابي  پوځ خبره یا اوامر نه مني، دوی د پنجاب پوځیانو او پولیټیکل ایجینټ  لخوا  په ډلیز ډول  یا ټولې قبیلي ته  مجازات  یا د پیسو نقدي  جریمي  مجازات ورکول کیږي ،یا قبیلي  ته  دنورو لارو څخه ډول ډول  ګواښونه  کیږي . تر څو خپلواک پښتانه د خپلو استعماري اوامرو تابع کړي .پيل کې انګرېزانو اوس پنجابي  پوځیان  د دغي سیسټم له لارې قبایلي وګړي د پیسو پریکولو جریمه او دنورو سختو  ډلیزو  مجازاتو له لارې  همکاري  ته مجبور وي  .

پولټیکل ایجینټان او قومي ملکان یو بل ته اړتیا لري .قبایلي ملکان  په قوم کې دخپل واک ،ځواک او  اغیزه لپاره د پولیټیکل ایجینټ مادي مرستو اونور سیاسي مرستي چې د ده اغیزه په قوم کې ټینګه کړي اړتیا لري . د قوم ملک د پولیټکل ایجنټ د مرستو څخه ستفاده کوي  تر څو دی په قبیله کې یوه کوچني ځاله جوړه کړي . پولیټیکل ایجینټ ملک ته د دې لپاره اړتیا لري تر څو دې د حکومت سیاسي استعماري   توري  موخې په سیمه کې پلې کړي .   

اوس قبایلي سیمه کې دملک سیسټم اودپولیټیکل ایجنټ   ځانګړي واک   دغه دوه  استعماري لاملونه د اسلامي سختدریو وسله والو ډلو  او دطالبانو غورځنګ د رامنځ ته کیدولواو شتون په وجه تر ډیره بریده لمنځه تللي دي .                                                                        

په ۱۹۸۰ کال کې د افغانان جګړه  دپخواني شوروي اتحاد په وړاندې پیل شوه . ملایان او طالبان د پخوا څخه دقبایلي ټولني یوه  مهمه برخه وه، دوی په سیاسي  او ټولنیزه کچه د خانانو،قومي مشرانوترشا ولاړ خلک  وو.

په قبایلي سیمه کې قومي  قبایلي جوړښتونه  د دوو ټولنیزو  ډلو لخوا  چې اوس یې  ډیر واک تر لاسه کړي ، تر خاورو لاندې شوي . 

لومړۍ ،نه پیژندل شوي  وسله والې اورپکې ډلې  چې  ورو ورو په سیمه  کې په ځواکمني څیرې بدلي شوي .        

دوهم، دپخواني شوروي اتحاد پر وړاندې  د جهاد پرمهال ملایانو او دیني مشرانو په قبایلي سیمه کې ستره سیاسي اغیزه ترلاسه کړه .                                                                                                                                                                                                له همدي سره قبایلي جوړښت او قبایلي ټولنه  دسیاسي ټولنیزو او اقتصادي   کمزوریو سره مخامخ شوه . قبایلي وګړو او قبایلي  قومي  خپلواک مشران  مجبور شول چې سیمه  دغو نویو رامنځته شویو ځواکونو ته پریږدي . ملایانو او جهاديانو خپله سیاسي  اغیزه په سیمه کې ورو ورو وغزوله .د پاکستان پوځیانو، استخباراتو او جهادیانو د سیمیزو وګړو دپاکو ژور مذهبي احساس څخه  د شوروي اتحاد دجهاد پر وړاندي ګټه واخیستله . د پاکستان داستعماري پټو  تور پلانونو لارې په سیمه کې نیمه پوځي جوړښتونه رامنځته شول . د شوروي اتحاد له ماتي څخه ورسته دغه  قومي زاړه جوړښتونه بیرته ونه رغوشول . له یوخوا دغه وسله والي اورپکې  ډلې او ځالې  پرته له کوم ځند او خند څخه د امریکې او ناتو یرغلګر پوځونواو دپاکستاني پنجابي یرغلګر پوځ   اوسیاست په وړاندې  وسله وال مقاومت پیل کړي، له بلخوا اورپکې ډلې د نړیوال جهادیزم  او القاعدي  تروررستي ډلې په چوپړ کې پریوتي  . دوی  ورو ورو دپاکستاني طالبانو تحریک په نوم   ځانانونه ونومول . دغه غورځنګ  له یوخواد قبایلي ټولني  او بهرنیوجنګیالیو ترمنځ  اړیکې او پل جوړوي ،له بلي خوا د پښتونو د زرګونو کلونو  ټولنیز جوړښت او دودیزه ارزښتونو ځواک   په خپله سیمه کې چې دجګړو له امله  کمزوري شوي دي تر خاوري لاندې کوي .

 طالبانو اوس په قبایلي  سیمه کې حکومتي جوړښتونه  ورته جوړښتونه رامنځته کوي ،تر څو قومي  مخورو مشرانو، د ملک سیسټم  اود پښتونوالې ایدیالوجۍ ځواک د ترور او وژنو له لارې خفه کړي او په سیمه کې د پاکستان  د پولیټیکل ایجینټانوکمزوري واک نوره په شا وتمبوي . سیمیزو جهادیانو  دقبایلو په ځینو سیمو کې د غلو، لوټمارانو اوجنایي مجرمینو  په تعقیب او عدامولو هم لاس پوري کړي دی . دوی خلک د خپلو  شوراوي له لارې تر فشار لاندې راولي، دوی خلک مجبوري چې ژیري پریږدي ،د نايي دوکانونه په بمونو الوځوي، دموزیک ،ټلویزیون اودفلم پلورنځې داسلامی قوانینو په نامه  لمنځه وړي . نړیوالي مرستندویه ټولني بې وزلي خلکومرستو ته نه پریږدي . د فاټا  قبایلي وګړي  او قومي مشران نه یواځي د جهادي اورپکو ډلو  لخوا تر مرګوني ګواښ لاندي دي ،بلکې دوی دپاکستان  د اي ایس اي، یرغلګر پوځ  له خوا  هم هره ورځ  بي ګناه ځورول،کډوال   او وژ ل  کیري .

دملګروملتونو د کډوالو ټولنه یو، این،ایچ، سي، ار، وايي،د پاکستان پوځ اوطالبانو ترمنځ د نښتو او جګړو دډیریدو له امله د قبایلو ځايي   نیم میلیونه  وګړي د خپلو کورونو او سیمو  پرېښودو ته اړ کړل شوي دي

  پاکستان  دقبایلي سیمو د کنټرول لپاره  د انګرېزانو له تور ایف، سي ،ار  قانون څخه کاراخلي ،د پاکستان پوځ   کله چې یو متهم  یا تورن سړي نیسي، دوی ټول کلي  یا  قبیله  په ډلیزه توګه رانیسي ، کله چې یوه قبیله ونتوانیږي  او نشي کړي یو متهم یا تورن سړي حکومت ته په لاس کې ورکړي ، د دوی سیمه یا کلي محاصره کیږي ،په  ټول کلي باندې چاپه وهل کیږي  اوپه ډلیزه مجازاتو مجازات کیږي . ازاد قبایلو کې دا ډول  مجازات  دیو تورن  یامتهم سړی درانیولو لپاره   تر سره کیږي،چې د نړیوال منل شویو  بشري  حقونو خلاف ، دانسان لوړ مقام ته نه درنښت  او دبشریت ستر سپکاوي دی .

کله چې قبایلي قومي جوړښتونه  کمزوري وي ، دکلي خان، دکلي مشر، دکلي سپین ږیري ، مخور   اتوریتي او خبره   د ټولو لخوا یوشان نه منل کیږي ، یوتورن سړی او یا یوه ډله چې په ښو وسلو سمباله وي د ایف ،سي،ار  تور انګرېزي  استعماري قانون ته  سر نه تیټوي  .         

په قبایلو کې وسله والې  اورپکې دلې څښت ډیري ځواکمني شوي دي .ناشوني ده  دا ډول ډلیزه مجازات خپله موخه تر لاسه کړي . دا ډول مجازات   د انګرېزانو او پنجابي ډیکتاتوري پوځي رژیمونو لخوا د یوي پیړۍ څخه په قبایلي وګړو  باندې پلي کیږي . جوته  خبره ده چې  خلک د انګرېزانواو دپاکستان پوځ ، پولیټیکل ایجنټانو او دولتي ادارو څخه نفرت لري . پوځ په سیمه کې د ډلیزو مجازاتوپلي کولو لپاره د پوځې عملیات   څخه  هم کاراخلي  . دپاکستان پوځ  ته په دې ورستیو کالونو کې  له همدې امله ډیر ځیانونه  هم اوښتي دي . دپنجاب څارګرې ادارې په قبایلي سیمه کې ډیرې  وسله والې ډلي رامنځته کړي ، دوی په سلګونه دپښتنو قومي ملي مشران وژلي دي، تر څو د پښتنو د ملتپالني او د پښتنو دملي یوالي روحیه په پښتنو کې ووژني .                         

 د پاکستان  پوځ د قبایلي ولس په وړاندې  اوس دهوایي ځواک او بمباریو څخه  کاراخلي، چې  ملکې بې ګناه خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړول کیږي . قبایلي وګړي دپنجاب  ډیکتاتوري رژیمونو،دپنجاب  یرغلګر پوځ او استخبارات  ای ایس ای  ته  د دریوخونړیو ناورینونه په څیر ګوري . سیمیزه  قبایلي خلک دپنجاب پوځ ته د یرغلګر پوځ په څیر ګوري ، سیمیزه خلکو دپاکستان  پوځ  په وړاندې بغاوت  او پاڅون پیل کړي دی . د دې سربیره  د امریکايي دروڼد الوتکو لخوا په قبایلي سیمو باندې  د ړندو  هوايي بریدونه کیږي . خلک اوس داسي انګیري او احساس وی چې دپاکستان پوځ د امریکا په اشاره د مسلمان  پښتون ولس په وړاندې جګړه پیل کړي ده. له همدې سره د پاکستان دولت مشروعیت  تر خاوري لاندې کیږي . له همدې امله قبایلیان د نړیوال جهادي اورپکو ډلو غیږته ورلویږي .  وسله وال ځوان  قبایلیان  دسیمه یزو سختدریز وبڼسټپالو ډلو سره همکاریو ته مجبوريږي  .

له همدې امله د پښتون  معصوم او بي وزلي ولس  په ځیرلي ناروغه  تپي وجود کې  د القاعدې  ډیر ګواښمن وایروس ننوتلي دي .

دلومړۍ برخي پای

لمنلیک 

1.Vgl.Akbar S.Ahmed, Pukhtun Economic and Society—Tradition Structure and Economic Development in a Tribal Society, London 1980 .

2. Vgl. C.C. Davies, The Problem of the North-West Feontier 1890- 1908 London 1932,S.24f

 
لیکوال   :  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
  دوهمه برخه 
 
۵   . د پنجاب پوځي  ډیکتاتوري رژیمونه  او ازاد قبایلې پښتانه  
پاکستان پنځه شپیته کاله مخکې په لومړۍ  ځل د نړۍ په نقشه کې راښکاره شو . دغه هیواد تر اوسه دپښتنو په وړاندې دانګرېز ي ښکیلاکګر دوومخي تورسیاست ،منافقت اوسپین سترګېتوب څخه لاس په سرشوي نه دی .
نړیوال پوهيږي چې پاکستان په ورستیو شپیتوکالونوکې ونشواي کړي،خپلواکه قبايلي سيمه تر خپل دولتي کنټرول لاندې راولي .که قبایلي وګړو غوښتلي، دوی به په شپیتو کالونوکې دپاکستان  دولتي قوانینو ته سر ټیټ کړي وي .نړیوال هم په دې پوهیږي چې قبایلي سيمه  دیوې پیړۍ څخه ددولتي قانون تشه او ناامني ځوروي . موږ ټول په دې پوهیږو چې ازاده قبایلوسیمه  يواځې او یواځي د يو پښتون افغان ملي  دولت  په اداري چوکاټ کې، چې د دوی سیاسي اراده په کې جوته  شي،ټولنیز امنیت ،کولتوري ارزښتونه په کې خوندې او تظمین شي، دغه سیمه د پنجاب یرغلګر پوځ ،دبهرنیوترهګرو اوسختدریز واسلامي بنسټپالو د جګړو له اور څخه دتل لپاره  خلاصيدی شي . قبایلي سیمه  ۲۷ ۲۲۰ کیلومتر مربع مساحت لري ،اټکل څلورمیلیونه  پښتانه په کې مېشت دي . دقبایلي سیمې سره  د افغانستان پنځه ولایاتونه لکه  نورستان ،کنر، ننګرهار ، خوست، او پکتیا لګیدلي دي .                                                                                                                                                                                            قبایلي سيمه  د پاکستان په اساسي قانون کې ځانګړي ځای لري . دپاکستان په اساسي قانون  کې  دقبایلو یا فاټا په اړه داسي لیکل شوي دي . د پاکستان د ولسي جرګې لخوا تصویب شوي قوانین هیچ وخت په قبایلي سیمه او یا  دقبایلو په ځینو برخو کې نه تطبیق کیږي . تر څو د پاکستان ولسمشر  لخوا امر  ورکړي  شوي نه وي او داسي امر د پاکستان په دې لڼد تاریخ کې  هیچ وخت ورکړل شوي نه دی . (  ۳ )  
پاکستان د خپلي ستراتیجکۍ پالیسي پربنسټ  غواړي،افغانستان ، پښتونخوا اوقبايلي سیمه کې د پښتنو او قبایلې مشرانو نه هيريدونکي،نه ماتيدونکي هود چې موخي  دډيورنډ کرښې  رسمې ټولول، دخپل پلارني هيواد اوخپلي مورنۍ خاورې افغانستان  سره يو ځای کيدل دي، خنډ جوړ کړي .                                                                پنجابي جنرالان  او د ایران  لیوني شیعه اخوندان په خپل ګاونډ کې د يو ځواکمن،خپلواک  او یوموټي پښتون افغان ملي دولت جوړولو مخه ونيسي . پنجابي او ایراني رژیمونه  په سیمه کې د پښتنو افغانانو اټکل پنځوس میلیوني خپلواک  باثباته ملي دولت رامنځته کیدل زغملي نشي ،دوی پوهیږي دافغان ملي دولت  رامنځته کیدلو سر په سیمه کې د دریو ګاونډیو هیوادنو ترمنځ دقواو توازن  نوې تنظیم کیږې . دایران او پنجاب استخباراتي او بربندې خیرنې لاسوهنې په یو نوي سیال خپلواک، ځواکمن  ملي دولت  کې ناشوني کیږي  .           له همدې امله دپاکستان پنجابي پوځ  لخوا دپښتنو هيواد پالنې، دپښتنود يووالي پاک احساسات ،دپښتنو ملي اوخپلواکي خوښونکي غورځنګونه په اسلامي بې نامه او بې نشانه احساساتي،سختدریزه کانالونوکې  راټيټ ،ويشل ،نستل  او ورک کيږي . د پنجاب واکدارانو تل هڅه کړي  دکرښې په دواړو خواو کې د پښتنو تاریخي اړیکې، د افغان ولس ولسي يووالي  او ناسیونالیستي ويښتيا  وځپلي  . 
د افغانستان او د پښتنو په اړه د پاکستان په ستراتیجۍ کې هغه مهال بدلون راغي ،کله چې مجاهدینو د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جهاد پیل کړو . دپاکستان نوي ستراتیجۍپه افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو د جګړو بنسټ کیښود. د امریکې لخوا په میلیاردونه ډالر د اسلام  ځواکمنیدو لپاره سیمې ته راولیږل شول .د دغو مرستو  یوه ډیره برخه دپښتنو په سیمو کې پر زرګونو دیني مدرسو جوړولوکې ولګیدي .قبایلي سیمو کې امریکایي مرستې او پاکستانې دیني مدرسو جوړول د پښتنون  ستر ولس دځوان نسل څخه د دوی روا برحقه  دبیا یوالي  افغاني او پښتني پاک احساسات واخیستلو .
داباید ویر نشي،چې پښتنوپه خپل اوږد ستړي ستومانه تاریخ کې تل د یرغګرو  پوځونو په وړاندې  د خپلو پوځي تجربو څخه کار اخیستي دی . دوی تل په خپل تاریخ کې دخپلو کولتوري لرغوني  ارزښتنونو او په ځانګړي توګه د پښتنو د عزت کوډکس پښتونوالې څخه دفاع کړي ده .
پاکستان د خپلي نوي ستراتیجۍ په بهیر کې دملک سیسټم او پولیټیکل ایجنټ  کولونیالستي جوړښت  ورو ورو لمنځه  یوړو.  دپاکستان  پوځ   قبایلي سیمه کې دپولیټیکل ایجنټ  دولتي واک  خپل سیاسي ملا ته په لاس کې ورکړو .سیاسي ملا ورو ورو د ډیورنډ  په نه کنټرول کیدونکې کرښې باندې  د وسلو اومخدره توکو قاچاق او ترافیک له مله  هم د اقتصادیو ځواکمن سمبول وګرځیدو. 
پنجابي پوځ اوای ایس ای  دپښتنو قومي ملي مشرانو څخه ولسي  واک واخیست،ځیني قومي مشران ووژل شول اوځیني قبایلي مشران  کدوالي ته مجبورکړل شول . قبایلي  ملکان مجبور کړل شول چې د سیاسي ملا واک ومني،ترهغي چې د ملکانو څخه ټول واک  په یو وار واخیستل شي .
دبرتانوي کولونیالیزم  د انګرېزانو نیواکګر سیاست  دپښتنو په خاوره کې ویش  رامنځته کړي وو، دانګریزانوظلم  سیاست په وړاندې د پښتنوغبرګون  د دوی تاریخي  یوالي ،ناسیونالیستي احساس اوملي  ویښتیا په ځواکمنیدوکړي وه .پاکستان  د خپلي نوي ستراتیجي دعملي کولوسره د پښتنودبیا یوالي احساس ،د پښتنو دبیا یوالي  تاریخي حق او غورځنګ  په اسلامي سختدریځي  او بنسټپالنه کې ورمات کړو .  (  ۴   ) 
پاکستان تل په افغانستان کې په سياسي،پوځي، اقتصادي کچه يوکمزور او په کورنيو چارو کې بوخت د دوی پلوی کمزوري حکومت غوښتی دی . چې له يوې خوا د خپل زورور مشر ورور هند ته ارامه وي . له بلې خوا پاکستان پرته  له افغانستانه  په سيمه کې ډېر يواځی دی . پاکستان نږدي خپل ټول عمر  له همدې  امله په پوځې رژیمونو کې تېر کړی دی .
پاکستان  نه یواځي د نړۍ یوګواښمن ،ناکامه  او منظوي شوي هیواد دی،بلکې پاکستان نړۍ ته یوګواښمن  او ویره اچونکې هیواد ګرځیدلي دی .پاکستان له پيدايښته په نړۍ کې د جبهواوکړکيچو دولت پيژندل شوی دی . د هندسره په پوله د کشمير لانجه له افغانستان سره د ډيورنډ لاين لانجه چې تر اوسه پاکستان ونشوای کړی حل کړي .
پاکستان  اوس هغه پاکستان نه دی اونوره نشي کولي دپښتون افغان سترولس دبیا یوالي ویښ ځواک  په چل  او دوکوکې وځپي .ځکه پښتانه افغانان  اوس هغه  پښتانه نه دي چې دپنجابي جنرالانوپه خبرو  دتل لپاره  غولیږي . اوس ان غولیدلي پښتانه دخپل  هیواد او ستر ولس دوست اودوښمن ډیر ښه  پیږني .  
دډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته له پيړيو راهيسې پښتانه اوسيږي ،د دوی  په منځ  کې له يو بل سره ژورې کلتوري،تاریخي او ژبنۍ نه شليدونکې اړيکې په ډیردو دي . د ډيورنډ  اوږدې کرښې په دواړو غاړو کې  ګډې کورنې اوسيږي،  له همدې سره په سیمه کې د پښتون ولس  دبیا یوالي احساس  یوځلي بیا  د لروبر یو افغان   چیغه او غورځنګ په ځواکنمیدو دی .
۶  . قبایلو کې د انګرېزانو ښکیلاکګر ټولنیز  تور تړون باندې پاکستان خپل استعماري څادر وغوړولو
 د انګرېزانوله ماتي او وتلو سره سم د قبایلو ادارې سیسټم کنټرول پاکستاني پوځي رژیمونوته په لاس ورغي . دغه نوي په پښو نه ودریدلي دولت له خپلي لومړۍ ورځي څخه دافغانستان سره په سرحدي کړکیچ  د ډیورنډ کرښې  کړکیچ  باندې اخته شو. د ډیورنډاستعماري کرښې د پاکستان نوي  دولت راتلونکې سیاست په سیمه کې وټاکه . 
د۱۹۴۷ کال په پیل کې پاکستان کوم منظم پوځ نه درلود، پنجاب د وزیرستان د ازادو قبایلو څخه یو لښکر دکشمیر نیولو لپاره  ولیږدو. له همدې سره د هند او پاکستان لومړۍ جګړه پیل شوه .پاکستان د خپلي لومړۍ ورځي څخه پښتانه قبایل د خپلو سیاسي   تورو موخو لپاره استعمال کړل .                                                                           پاکستاني دولتونواو رژیمونوتل  پښتانه قبایلیان ته د اړتیا په صورت کې دیوې سیاسي اله په څیر کتلي دي . پاکستاني  پوځې رژیمونولکه انګریزانود دې اړتیا نه ویني چې په قبایلو کې سیاسي ،ټولنیز او پرمختیایي وادې پروګرامونه پلي کړي . پنجابي رژیمونو لکه انګرېزانو دپښتنوقبایلي سیمې ته د ټولنیز پرمختګ او ولسواکۍ مخه نیولي ده  .
تر ۲۰۱۰ کاله پاکستان  په خپلي ستراتیجکې لیوالتیا کې د پښتنو سیمي  ته  لکه انګریزان  پښتونخوا  ته (  د صوبه سرحد )  او قبایلي سیمې ته  (د فاټا ) په څیر کتلي دي.
په ټولیزه ټوګه پاکستان  په قبایلي سیمه کې دانګرېزانو د کولونیالیستي ادارې میتودونه  څخه کار اخیستي دی . دغه ټولنیزه ښکیلاکګرسیاسي سیسټم د پولیټیکل ایجینټ ، دملکانو سیستم، صوبه دار او خصدار  په منځ کې را څرخي .  (  ۵ )  
 
په ۱۹۷۱ کال کې کله چې بنګلدیش  له پاکستانه بیل شو،له یوې خوا پاکستان  ټوته او بي ثباته شو، له بلي خوا کله چې ستر افغان هیوادپال، میړني  مسلمان  شهید سردار محمد داود خان  لر او بر پښتنو  افغانانو ته د بیا یوالي  ملي بلنه ورکړه،تر څو خپل تاریخي هیواد لوی افغانستان  په نړۍ کې بیا را ژوندي  کړۍ  .
داسلام اباد پوځ  او دای ایس ای مشرانو د افغان ولسمشر په غبرګون کې له یوې خوا ځیني ساده ،لند فکره،ناپوهه،کم تجربه ،احساساتي،د پردیو په قوماندو ولاړ بي احساسه خلک او دنړیوال حقوقو،سیاست ، حکومتوالي ،دافغان ملي توریالي تاریخ څخه بي خبره افغانانو ته  پاکستان کې ځای ورکړو، له بلي خوا پنجابي رژیمونو  د پښتنو په قبایلي سیموکې  په مذهبي وسله د پښتنو د ځپلو لپاره  په  زرګونو دیني مدرسو کې ځښته ډیره پانګونه  وکړه . 
دپنجاب ای ایس ای ملایانو د پښتنو د یوشمیر مذهبي ګوندونو مشرانو او مخکښانو مغزه د اسلامي انترناسونالیزم  یا جهادي ایدیالوجې په نامه  ومنیځل .تر څو پښتني خاوره ویشلي اوپه وینو لړلي وي او تل پښتانه ځوانان  دپنجابي ای ایس ای  له شرمه ډک او تور پلانونه د عملي کولو لپاره دارلحرب  افغانستان ته د تاوتریخوالي  لپاره ولیږل شي . وزیرستان د افغانستان پولې ته څیرمه هغه قبایلي سیمه ده، چې د لویدیزو هیوادونو او رسنیو د راپورونو له مخې په زرګونو سخت دریزي وسله وال په دیني مدرسو کې روځل کیږي  او  په  سیمه کې فعال شتون لري او له دې ځایه په افغانستان کې پر کورنیو و بهرنیو ځواکونو بریدونه پلانوي .
 پاکستان د همدې لارې د پښتنو دخداي ورکړي   دملي یوالي حقه حقو ق د ملي دولت جوړولو مخه ونیسي .
پنجابي جنرالانود نړۍ مسلمانان دکشمېر دجهادپر نامه تیر ايستلي دي . اوس دنړۍ مسلمانان دځینو پښتنو مذهبي مشرانو څخه پوښتنه لري ، هغه داچې اول ځان بیا جهان  دی ، ځیني پښتانه مذهبي مشران له یوي خوا خداي ته د خپل لر اوبر افغان مسلمان ویشلۍ  ولس یوالي ته دوعا نه کوي  او نه يي یادونه کوي ، هغه ستر ولس چې انګرېزي استعمار ویشلي دی او له بلې خوا  دغه  ملایان  بیا د نړۍ  دمسلمانانو یوالي غواړي ؟  
 
۷  . د پاکستان  کورنۍ جګره او خونړي کړکیچونه 
پاکستان کې یو نه بلکې درې خونړي جګړیز  کورني کړکیچونه شتون لري . دغو کړکیچونه اوس  پاکستان د کورني جګړي کچې ته رسولي دی .د پاکستان  کړکیچونه له یوبل سره مستقیم او غیر مستقم اړیکې  لري او د کړکیچونو ځواک د افغانستان پر جګړې ستره اغیزه  شیندلي ده . دپاکستان  په تاریخ کې څلور صوبې  یو بل ته نږدې شوي نه دي ، بلکې له یو بل څخه  دخپلواکې په لور  په واټن کې رواني دي . 
پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنواو بلوڅوپاڅونونه  د مرکزي حکومت په وړاندې  په ګډه  سره روان دی .
۱ .  د پاکستان  د جوړیدو څخه ترنننه دبلوچستان ایالت،د بلوچو حقوقو ،اقتصادي ، ټولنیزو پرمختیا  او ودې ته  پاکستان کې هیچ پام نه کیږي .له همدې امله  بلوچستان کې مقاومت او پاڅون  د پنجاب یرغلګرو پر وړاندې یوتوکمي نیشلیستي  یا ملتپالني رنګ اخیستي دی .د بلوڅو دخپلواکۍ غورځنګ  موخه  مساوي حقوق  او دپاکستان څخه خپلواکۍ  ده .
دبلوچستان  ایالات  دخپلي پلازمېنه کوټه ښار سره  د ډیورنډ کرښې په څیرمه  کې  پروت دی او ډیورنډ کرښي څیرمي ته دبلوچستان   دکویټي ښاراکثریت وګړي پښتانه دي .په بلوچستان کې  بنسټپال  سخت دریځ   سني مذهبه پښتانه او بلوڅان دڅو کلنو راهیسي په ګډه سره  د پاکستان څخه د خپلواکۍ  او دخپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه مبارزه کوي .پښتانه او بلوڅان دتیر څو کلونو راهیسې له پنجاب  څخه د خپلو حقوقو او خپلواکۍ ترلاسه کولولپاره مبارزه کوي .پاکستان کی له بلوڅانو څخه  وروسته  اوس سندیانو هم د خپلواکۍ  غږ پورته  کړي دی .                                                                                                                                                                                                    
د امریکا ملي شورا یو وړاندیز لیک وړاندې کړي ،چې بلوڅان په تاریخي ډول دیوخپلواکه  هیوادحق لري ، ځکه پاکستان کې د بلوڅانوله حقوقو سره زور زیاتي کیږي او پرته له محاکمي څخه  دوی وژل کیږي .                      د همدي لاملونو پر بڼسټ  پښتونخوا او بلوچستان کې جګړه د افغانستان له جګړې سره نشلیدونکې تړاولري . اوس قبایلي سیمه یا منځي پښتونخوا،دخیبر پښتونخوا او بلوچستان   یاسهلي پښتونخوا د خونړیو جګړو ډګرونه  ګرځیدلي دي . د ازاد قبایلو کورنيو او  لروبر پښتانو قبیلو  ترمنځ د انګریزانو لخوا  د کاغذ پر مخ  د ډیورنډ  دبیلتون کرښه ایستل شوي،  ازاد قبایل د ډیورنډ کرښي  په بله خوا کې دافغانستان له پښتنو او قبایلو سره دپړیو پړیو څخه نږدي ،نشلیدونکې  د خپلوي او وررګلوي  اړیکې لري .
۲. د ۱۹۸۰ کالونو را په دیخوا د پنجاب مرکزي حکومت لخوا  د شعیه او سني  سختدریزه  اورپکو ډلو ترمنځ  د تشدد اودترهګریزیو ډک کړکیچونو اور ته لمن ووهل شوي .
۳ .اوس د دغو خونړیو کړکیچونو  توکمي او کورني جګړو اور لمبې د کراچي  ښار چې میلیونه وګړي لري،بلي شوي دي .دکراچي ښار  خونړي کړکیچونه د افغانستان له کړکیچ سره غیرمستقیم تړاو نه لري . د پاکستان  سند ایالات د اقتصاد په مرکز کراچې ښارکې کورنۍ جګړه د سندیانو او د هند څخه راغلي  اکثریت مهاجرو ترمنځ راوانه ده . کراچې ښار ته راغلي   ښاري مهاجر پنجابیان د پاکستان له بنسټ څخه ځان  له کلیوالي سندیانو څخه اصلي پاکستان جوړونکې  بولي .                                                                                                                                                                    دپاکستان د کورنیوستونزو د ډیریدو اصلي لاملونه د امریکا پر مرستو ډډه لګول ، پر پوځ او استخباراتو د حکومت د کنترول نه شتون، د لږکیو نه خوندیتوب ،د طالبانو  او د نورو وسله والو ډلو تر کنترول لاندې سیمو کې د ثبات  او امن نه راوستل  دي .
 
۸ . د پاکستان یرغلګر پوځ
په ۱۹۴۷ کال کې دپنجابي پوځ  د برتانوي  کولونیالستي  نیواګر پوځ څخه  وزیږیدو.د پاکستان  کولونیالستي پوځ  دومره پوهه نه لري چې په سیاسي  چارو  او سیاست کې ځان  ورګد نه کړي، د پنجاب پوځ د ملکې ادارې اوامر او هدایات په  ملکې خلکو باندې  په زور عملي کوي   .د دولت بنسټ ایښودونکې د علي جنا ح  پوځ داکار په وضع ډول  هم تر سره کړي دی  . 
د څو لسیزو څخه دهند او پاکستان د امنیتي چارو  ادارو او  کړیو کې دا فکر بر لاسي وو،چې افغانستان کې د دولتي واک تښه اوجګړې ، ددوی سیاسي،اقتصادي، پوځې ستراتیجیکو پالیسیو اولیوالتیاوو په ګټه دي .   هند او پاکستان  د افغانستان  اوږد تاریخ ته په کتو سره دوواړو هیوادونه په خپلو سیاسي  او امنیتي چارو کې  دافغانستان په اړه  په ستراتیجکې  ډول په یوه خوله شوي ول  . پاکستان  تل په افغانستان کې اوبه دومره خټولې یا جوشولي تر څو دی پري و نه سوځي .اوس دافغانستان دجګړو اور لمبې په ټول پاکستان کې خپري شوي دي .
ظاهرآ  د پاکستان پوځې مشران په دې ان دي ،د هند پو ځي بریدپه صورت کې به پاکستان دخپلو پوځونو لپاره افغانستان څخه دپنا ځای په توګه کار واخلي .
دهند دولت هم  دخپلي سیمه یزه ستراتجیکي لیوالیا  په چوکاټ  کې افغانستان کې د واک تشه ته لیواله  دی . دهند پالیسي د افغانستان او پاکستان په اړه  په دې لټه کې ده چې پاکستان په افغانستان کې  باید دومره  بوخت  وي،تر څو  د پاکستان پام د کشمیرخوا ته  ورو نه اوړي .له همدې امله هند شمالي ټلوالې ته  سياسي،  نظامي مرستي  ورکړلي .تر څو په افغانستان کې د جګړمارو ډلو ترمنځ تعدل وساتل شي  . افغانستان کې په ورستیو څوکالونوکې  د دواړو هیوادنو ستراتیجکو ژورې  اولیوالتیاووي ناکامه  ثابته شوي .اوس دهنداو پاکستان ستراتیجې او پالیسي د افغانستان  په اړه دبدلون په حال کې دي .  دهند دولت پوهیدلې چې د دوی ستراتیجکې موخې د لږکیو څخه د ملاتړ لارې نه ترلاسه  کیږي .
پاکستان  په سیمه کې یوناکامه دولت دی . پاکستان د یوه ناورین په درشل کې دی . پاکستان د ګډودي او انارشي پر لور روان دولت دی .پاکستان ټول هغه سیاسي فرستونه ، ظرفیتونه له لاسه ورکړي دي ، چې دی خپل مجهوله سیاسي جغرافیایي  جوړښت وساتي . پاکستان د ګډودیو او انارشیو او کورني جګړو په لوري روان هیواد دی . پاکستاني سیاسي چارواکې نوره نشي کولې ،پاکستان له دغي ناورین څخه راوباسي،پاکستان ډیري زوري کندې ته ورنږدي کیږي او دیوګوسلاویا په برخلیک باندي اخته کیږي . د دغی هیواد  د پوځي ‌ډیکتاتورانو مورال   او ځواک ورستي کچي ته راټيټ شوي  دی .پاکستان  کې د کورنیو  ستونزو جګړو ډیریدو له امله  د دولت واک ،کنټرول  په ټول هیواد کې نشته .  په پاکستان کې وسله والې سختدریزه ډلې ډیر کنټرول تر لاسه کړي دی .دولت پر پوځ او څارکرې اداره کنټرول نه لري .د پاکستان هیواد د دولت  په دنننه کې په دریو دولتونو باندې ویشلي شوي دی .
 
۹ . قبایلي سیمه کې د عربې جنګیالیو اغیزه 
افغانستان سره  د عربو سیاسي  لیوالتیا دشوروي سور پوځ له یرغل سره ډیره شوه . عربي دولتونو او دعربوخیرښیګڼي مرستندویه ټولنو  په  پښتونخوا او قبایلي سیمه کې افغان کډوالوته د میلیارډو نو ډالرو مرستې پيل کړي . عربي هیوادوافغان مجاهدینو ته د جګړو لپاره مرستي هم  پیل کړي . د سعودي عربستان  پاچاملک فهدپه خپل یو سیاسي اعلان  کې وویل ، مجاهدینو ته د امریکا دهر ډالر سره به زموږ  ډالر هم مل وي . داپیسې دوسلو په پریدولو او لږدولو کې هم ولګیدي . مجاهیدینو ته  یواځي د سعودي عربستان مرستي  د شوروي اتحاد تر  وتلو پوري د څلور میلیارډو ډالرو څخه ډیري وي . (   ۶  )           
د ۱۹۹۰ کال څخه را په دېخوا شهزاده تورکي بن فیصل د افغانستان لپاره د عربي مرستود یو دفتر مشر کوله ، ده افغانستان کې د سعودي عربستان  ددومره ډیرو مالي ،اقتصادي ، سیاسي  ستراتیجکو مرستو او موخو دپښتني په ځواب کې وویل . درې لاملونه  وو، چې  زموږ  یاد سعودي عربستان کورني او بهرني  سیاست  لاس په لاس  تللو .  
لومړۍ،د ۱۹۵۰ کالونو څخه دکمونیزم پر وړاندې مبارزه د سعودي عربستان  د بهرني سیاست منځ زړي جوړولو، له همدې امله  سعودي عربستان د افغانستان او اسلامي نړۍ سره دغه بیساري مرستي  پیل کړي .        دوهم،  په خاصه توګه  سعوديانو  د جمال عبدالناصر  پان عربي نشنلیزم  ته  دخپل سعودي پاچا  السعودکورنۍ مشروعیت  اوسعودي واکمنه ته د لمنځه تللو په څیر کتلو.سعودي عربستان  پان اسلامیزم   د پان عربیزم  نشنلیزم په  وړاندې دیوې ایدیالوجې په توګه  وکارلو .
دریم . په اسلامي نړۍ او منځني اسیا کې د شیعه ایران د اغیزي مخه نیول وو.  (   ۷ )  
 
د افغانستان په جهاد کې د ځوانو عربي جنګیالیو شمیر ه د پام وړ وه، قبایلي سیمه کې په یوه وخت کې د دریو څخه تر څلور زرو پوري عرب جنګیالیو شتون درلود.(   ۸ )  دغو عربي جنګیالیو د سخت دریزي او بنسټپالنې ایدیالوجۍ یا اسلامیزم د سپیځلې دودیزه اسلام  په بدل کې  د پښتنو  په سیمه کې خپره کړه .
پاکستان  دسعودي عربستان  دپان اسلامیزم  ایدیالوجۍ څخه د پښتنو  دبیایوالي  او ناسیونا لیزم  په ځپلو کې د یوي ښې  مذهبي وسلي په څیر کار واخیست . سعودي او پاکستان په ډېرو ښکاره او پټو چینلونو کې یو د بل سره  د ګټو لپاره کار کوي . 
 د مصر  جمال عبدالناصر پان عربي ناسیونالیزم   ایدیالوجۍ ته دپښتنو د بیا یوالې د ویرې له مله  پاکستان کې ځای نشته .
په ټولیزه توګه که قبایلي  یا فاټا سیمې ته  په سیمه یزه توګه  او جیو ستراتیجک ډول له  بهرڅخه وکتل شي ، دغه سیمه  د یوکړکیچن  چاودیدونکې کړکیچ  او د زلزلو ګواښمن مرکز جوړوي . قبایلي سیمه د نړې یوه ګواښمنه سیمه ګڼل ګیږي .دغه سیمه د افغانستان ، بلوچستان او کشمیر  ترمنځ  پرته  سیمه ده ،چې په کې د څولسیزو راهیسې ماتیدونکې، نه اټکل کیدونکې سیمه یزه  خونړي  کړکیچونه  روان دي  . په دغو دریواړو کوکیچونو کې پښتانه یو ډول رول  لري .
 د قبایلي سیمي ځانګړي ځانګړتیا په دې کې ده،چې دغه سیمه د پنځو اټومي ځواکونو پاکستان ، متحده ایالات،چین،هند او دروس امنیتي سیاسي کانسپټ  له ګواښ سره مخامخ کړي دی . په  جیو سیاسي کچه  ایران  ته هم  له دغه سیمې څخه ګواښ شته دی . ( ۹ )  ټر ټولو لومړۍ د پاکستان اتومي وسلې او اتومي تاسیسات  تر جدي ګواښ لاندې دي 
اخیځلیک   :
3. Constitution of Pakistan, Part 12, Chaper 3, Paragraph 247   
4. Zur Diskussion der komplexeem Beziehung zwischen paschtunischem Nationalisum und islamischem Universalisum siehe:Oliver Roy, The Taliban: strategie Tool for Pakistan in : C.Jaffrelot,Nationalisum without a Nation, London 2002,S.149
5. Oliver Roy , The Talibn : Strategic Tool for Pakistan, in C.Jaffrelot, Nationalism without a Nation, London 2002, S. 149-160 .
6. Vgl. Ahmed Raschid, Taliban, Islam,Oil and the New Great Game in Central Asia, New York 2000,S.197
7 . Robert Lacey, Inside the Kingdom. Kings, Clerics, Modernists, Terrorists, and the Strugglle for Saudi Arabia, London 2009, S.66
8. Mohammed Hafez,Jihad after Iraq. Lessons from the Arab Afghans, in: Studies in Conflict & Terrorism, 32 ( 2009) 2,S.76 .
9. Zentrum für Entwicklungsforschung (ZEF) Universität Bonn- Conrad Schetter:        Die letzte Grenze : Die paschtunischen Stammesgebiete zwischen Taliban und NATO, 2006 .
دپاکستان وسله وال پوځ او هوايي ځواک نه دي توانیدلي چې په قبایلی سیمه کې برلاسي تر لاسه کړي .
روسي او انګیزانو امپراتوریو په اسیاکې  افغانستان  ته د خپلو ښکیلاګر کولونیالستي  سیاستونو لپاره  د کلی په څیر کتلي دي .

 

- بېرته شاته