(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بابړه د هېرولو نه ده!

ليک:  سليم رازځنې ورځې دقومونواو ملکونو په تاريخ کښې خصوصى اهميت لرى او دخپل اهميت له کبله کال په کال په ډيراحترام اووياړ نمانځلی شى.  دپښتونخوا دجغرافيې هره خطه اودپښتون قام دتاريخهره پاڼه دداسې تاريخى پيښو اوکارنامو نه ډکه ده لرې به نه ځو دماضى قريب دازادۍتحريک ته چې پام وکړو نو پښتون اولس دازادۍ په جنګ کښې دهرچا نه مخکښې ولاړ ليدۀ شى ميرويس ميدان دی که ټکر دی، سپين تنګی دی که هاتى خيل دی، قيصه خوانۍ ده که بازار کلان دی او دازادۍ دجنګ که هر ډګر دی دپښون په وينو سور دی.

لاله زار دی-لکه دنورو ازادیخوښو  اوغيرتى قومونو پښتنو هم دخپلې ازادۍ د تحفظ، دخپلې خاورې دناموس او دخپل قاميوجود دبقاء دپاره تل سرپه تلى ايښی او دمبارزې ميدان ته ئې دنګلى دي – دغسې د ننګاو غيرت ميدان دبابړې دۍ او دغسې سرتيرى دبابړې شهيدان او د ١٢اګست ١٩٤٨ په جلوس کښې شامل خدائى خدمتګار وو چې دپاکستان د جمهورى قافلې وړومبي سالاران او وړومبي شهيدان وګرځيدل – په ١٤اګست ١٩٤٧ دانګريزانو دغلامۍ څخه ملک ازاد شو پاکستان جوړشوخو حقيقى ازادى رانغله دسياسي ازادۍ جنګ خلقو وګټلو خو د سياسي او جمهوري حقوقونعمتونه داولس نصيب نه شو دانګريز سامراج خلاف په جنګ کښې چې اولس کومه سياسي ازادي ترګوتو کړه دپاکستان حکمرانانو هغه ترې وتروړله. مسلم ليګى حکومت دخلقو دجدوجهد اوقربانو دا صله ورکړه چې دخبرې کولو حق ئې هم ترينه واخست او داختلاف رائې دجمهورى حق نه ئې محرومه کړل . او ددې جمهورى حق د حصول دپاره وړومبی جنګ پښتنو وکړو هغه وخت په صوبه سرحد کښې دقيوم په قيادت کښې دمسلم ليګ حکومت ؤ قيوم دخپلې کرسۍ دتحفظ په خاطر دخپلو سياسي مخالفينو خلاف غيرسياسي، غير جمهوري اوامرانه هتهکنډې استعمالکړې – په سياسي جمهوري سرګرميو ئې ناروا پابندۍ ولګولې داولس ددغو بنيادي ، سياسي او جمهوري حقوقو دبحالۍ اوتحفظ دپاره خدائي خدمتګارو اواز پورته کړو مسلم ليګي حکومت دخدائى خدمتګار تحريک دختمولو منصوبه جوړه کړه. او دسرليډران ئې ګرفتار کړل .چې پکښې دتحريک بانى باچاخان، ډاکټر خان صيب، قاضى عطاء الله ، ارباب عبدالغفور خان او ځنې نور مشران شامل وو. ددغو ګرفتاريو اوغير جمهوري پاليسيو خلاف خدائى خدمتګارود يواحتجاجيجلوس ويستلو پروګرام جوړکړو کوم چې دهغوى يوسياسى اوجمهورى حق ؤ اويوپرامن سياسى عمل ؤفيصله وشوه چې په ١٢ اګست به دچارسدې نه جلوس ووځى او دبابړې پهميدان کښې به يوه عامه جلسه کولی شى . ددې جلوس اوجلسې څو هفتې مخکښې باقاعده پهاخبارونو کښې اعلان شوی ؤ او حکومت پرې هيڅ قسم پابندى نه وه لګولې او تراخروختهدحکومت له طرفه څه حکم جارى نه شو خومسلم ليګى حکومت سازشى انداز کښې دپښتون اولس ملى طاقت ختمولو او دجمهوريت دوړومبى غږ دخاموشه کولو دپاره عين دپروګرام په ورځ مليشا فورس او پوليس دبابړې ميدان نه ګير چاپيره واچول او هرطرف ته ئې ارمرډګاډىاوټينکونه ودرول . په ١٢اګست سحر نهه بجې دخدائى خدمتګارو جلوس دعدم تشدد دفلسفې مطابق تش لاس دبابړې کلى ته دچارسدې بازار په لاره دبابړې ميدان پله روان شو په دېجلوس کښې دپښتونخوا دهرې علاقې خدائى خدمتګار شامل وو په کومه ډيرۍ چې جلسه کيدونکې وه هلته پوليس وسله نيغه کړې ولاړوو . څنګه چې جلوس دبابړې ميدان ته ورداخل شو اوجلسه ګاه ته نزدې شو نو بغير د څه وارننګ نه پرې ډزې شروع شوې ګولۍ وريدې ،سينې غلبيل کيدې دوينو رودونه بهيدل او خدائى خدمتګار د بارودو په اور او لوګى کښې پهمخه روان وو- پوره پينځه څلويښت منټه دالوبه جارى وه خونه دپوليس په ډزوکښې څه فرقراغی او نه دخدائى خدمتګارو پښې ورپيدې . ددې پاؤ کم يوه ګينټه فائرنګ او بمبارۍ په نتيجه کښې ديوې اندازې مطابق پينځه شپږ سوه کسان شهيدان او زر دولس سوه کسان زخميانشول . دځينو عينى شاهدانومطابق په فائرنګ کښې ديارلس سوه کسان ووژلى شو چې په هغوکښې داووۀ نيم سوه کسانو لاشونه درياب کښې لاهو کړی شول . دفائرنګ په دوران کښېدکلى تور سرو اوسپين ږيرو زنانه ؤ داسلامى رواياتو مطابق قران شريفونه په سر دکوټوچتونو نه چغې سورې وهلې او دډزو بندولو زارۍ ئې کولې خو هغوى هم چا معاف نکړلې .
اوډيرې بې ګناه ښځې شهيدانې او زخمى شوې او قران شريفونه هم په ګوليو سورى سورىاوشهيدان شول . وروستو بياپوليس لاشونه راټولول او نزدې ډنډې ته ئې غورځول اوبېشميره لاشونه اوزخميان ئې دريائى کابل کښې لاهو کړل دپوليس دتلونه پس خلقو باقى پاتې لاشونه اوزخميان په کټونو کښې راپورته کړل دچغو سورو او فريادونو يوه غوغا وه لاشونه دچارسدې بازار کښې کښيوی شول دشهيدانو په وارثانو اودزخميانو په رشته دارانواو عزيزانوکښې سخت اشتعال پيدا شوی ؤ او دانتقام اخستو نعرې اوريدی شوې خواکښې دمسلم ليګيانو کورونه وو اوددې خبرې خطره وه چې خلق به په اشتعال کښې په مسلم ليګيانوحمله وکړى په دې دوران کښې سالار امين جان خان مشتعل هجوم ته په خپل تقريرکښې ووې چې ((داظلم حکومت کړې دی ، تاسو انتقام دخپلوخلقو نه اخلئ داغلط کاردی دبدل اخستو ښه طريقه داده چې داحکومت بدل کړئ او دعدم تشدد په ذريعه دظلم اوتشدد مقابله وکړئ )) دسالاراعظم دې تقرير خلقوته حوصله ورکړه دهغوى اشتعال کم شو اودجنازو جلوس دبابړې ميدان پله روان شو چرته چې دشهيدانو دجنازې نمونځ نه پس خلقوخپل خپل شهيدان او زخميان ځان سره يوړل شهيدان خاوروته وسپارلی شول اوزخميانو ته په کورونو کښې پټۍ او دارو درمل ورکړی شو ځکه چې دحکومت په حکم اسپتالونو کښې ډاکټران هغوى ته داخلې ورکولونه انکارى وو کومو پرائيويټ ډاکټرانو چې دانسانى همدردۍ په بنياد د زخميانو علاج وکړو هغه بغير مقدمې چلولو ګرفتار او نظربند کړی شول اوقسماقسم سزاګانې ورکړی شوې . دبابړې په ډزو کښې چې کوم خلق زخميان شوى وو هغوى سره لابل شانې ناروا سلوک وشو کوم کور کښې به چې پوليس ته څوک زخمى په لاس ورتلو نودهغې کورسامان، جائيداد تردې چې کور به ئې نيلامولی شو ، دشهيدانو دوارثانو څخه دې((جرم)) کښې جرمانې وصول کړی شوې چې دهغوى په وژلو دحکومت ګولۍ خرڅ شوې وې دپښتوژبې مشهور قومى او انقلابى شاعر عبدالمالک فدا نه دوه سوه روپۍ جرمانه وصول کړی شوه ځکه چې دهغوى خور بى بى په فائرنګ کښې شهيده شوې وه او په هغې کښې زياتې ګولۍ خرڅ شوې وې

د سالار امين جان په قول تش دچارسدې اوبابړې نه دفائرنګ خرڅ ١١٣٩٥ روپۍ دجرمانې په توګه وصول کړی شوې – د ٢٥روپو نه واخله تر ٥٠٠ روپو جرمانه وصول شوه اوکومو خلقو چې دجرمانې اداکولوطاقت نه لرلو نو دجرمانې په بدل کښې دهغوى بچى په جيلونو کښې واچولی شول وئيلی شى چې دجرمانې په شکل کښې حکومت د ٥٢ زره ګوليو قيمت يولک روپۍ دخلقو نه واخستې دې نه علاوه دګرفتاريو وهلوټکولو اوبې عزتۍ کولوسلسله ترډيره وخته جارى وساتلی شوه حقيقت دادی چې دبابړې سانحه دپښتنو دقومى اوسياسى تاريخ لويه الميه ده اوددې ملک دجمهورى تحريک داسې تاريخى واقعه ده چې دهيرولو نه ده

- بېرته شاته