(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حبيب الله رفيع سره ناسته

 ليكونګى:عبدالجبار كاكړ

ملك امان الله كاسي دي لوئى څښتن (ج) ژوندي لري چي كله هم يو څوك پوهاندليك وال سياست مداراورڼ انده دلراوبرد يو ې خوا څخه كوټى ته راشي دوي يې نه يواځي ميلمتياورته كوې بلكي هغه ټول دده سپيژندونكې ودهغه ميلمتياته راغواړي چي په هراړ خيزه حالاتو باندي څه وا وري يې نورو ته واوروي پخلپه ملك امان الله كاسي ډيره اوږده سياسي مبازره لري چي درست يو كتاب باندي ليكل كيدي شې دخپل وړوكوالي څخه نيولي بياتراوسه دوي خپله خبره ټينګى كړي ده او په هغه باندي ولاړ په ځان يې ډيري خواري وړي دي خو دخپلى خبري څخه نه دي اوښتى دنامتو حيدرآباد كيس څخه نيولي چي څو كاله يې دحيدر آباد په بندي خاني كښې دوخت دلويو سياست مدارانو لكه خدائى بخښلۍ خان عبدالولى خان خدائي بخښلي ميربخش برنجو سردار عطاء الله مينګل نواب خير بخش مري ډاكټر عنايت الله خان ميرګل خان نصيرداسي يو شمير سياسي لارښودانو او سياسي ملګروسره تيركړي دي په وارو وارو هم په دهغه سياست كښې وبندته اچول شوي دي دخان عبدالصمدخان اڅكزي سره په لومړيو وختو كښې ډير نز دي پاته شوي او په هره جلسه جلولس كښې ګډون ورسره كړي دي ددي وروسته بياپه ډيرو سياسي ګوندوكښې ديوه رښتنى سياست مدار په حيث پاته شوي دي خو دلته درښتنى سياست مدار دپاره كله ځائي وي نو ځكه چي اوس دخان محمد افضل خان په ملګري كښې په عوامى نيشنل ګوند كښې هم شته هم نشته ځكه چي دوي دپښتونقام ديواوالى ږغ پورته كونكي دي نو ځكه چي د داسي غوښتونكو شمير دپخوا په پرتله دومره نه دي پاته نو ځكه چي اوس ډير ملګري نه لري داسي هم په ټول پښتون كښې داسي ګوندداوخت نه دي پاته چي دملك امان الله كاسي دهغه سياسي تنده وروښكوى خو نوموړي دسروي داونۍ غوندي سخ ولاړي خوكتابونه ډير لولي نو ځكه  چي ديوه عالم او پوه غوندي خپله خبره وړاندي كوي او د پښتنو دپاره هم دهغه يواځني لاره دخلاصون او نجاب بولي په سياسي ګوند كښې ځكه چي ځائي نه لري چي ملك امان الله كاسي رښتياوائي خو په سياست كښې ورښتيا او اصول ته په او سنېو حالاتو كښې دومره ارزښت نه وركول كيږي داسي هم موږ ګورو چي چاپه تيرو وختو كښې دخپل مرام دپاره خواري او ناخوالي ګاللې دي هغه وشاته كړل شوي دي او هغه څوك چي يوه ورځ يې دبندي خانى مخ نه وي ليدلي هغه نن دمخ په ليكو كښې ولاړدي او دملك  امان الله كاسي وارو رښتني وشاته ناست دي يا ګمنامه دي ددي وشاته هم لويه فلسفه ده چي دا هم چيړنه غواړي ځموږ وارو وګړو په لاس كښې بيله دده چي دا خواست وكړو چي لوئى څښتن دي ملك امان الله كاسي ته اوږد ژوند وركړي لوئى څښتن دي دده د زړه مرام تر سره كړي او لوئى څښتن دي په خپل امان كښې وساتي او ځموږ د لوئى رب(ج) څخه داده چي دي به په خپل امان كښې ساتي ولي چي دده نوم امان الله دي.

د پخوا وارو ځه په خپل كور كښې ماځيګر ناست وم چي ملك امان الله كاسي ټيلي فون راته وكړي چي ماښام له به ځما كور چشمي ته دوو درو ملګرو سره راشې ولي چي يو ميلمه راغلي دي خو د ميلمه نوم يې ونه خستي ما ورته وويل چي ته داوږدي مسافري وروسته راغلي يې موږ د مخه هم دا نيت سره كړي وو چي ستارو غبړته درشو دا خوښه شوه چي تا خپله حال راتېر كړي كه خدائى(ج) كول ارومرو به ځان درورسوو ځه ته كوره څخه ووتلم ولي چي ځه نن اوږګاروم د ځلاند ورځپاڼى نن ناغه وه نو دا يوه ښه موقعه وچي په لاس راغلي وه ځما ملګري جان محمد صافى موولټوي خو چيري مي ونه موندي د وكيل (ايډوكيټ) محمد اجمل خان كاسي دوكالت دفتر ته ورسيدم څځه وختي هم وو چي په دفتر ورننوتم اجمل خان ناست وو زړه مي په پشتي شو چي دادي ده خو ناست دسلام اوروغبړوروسته مي ورته وويل چي ملك امان دهغه وينا كړي ده چي چشمي ته به راشې ده هم وويل چي سمه ده ولي چي اجمل خان هم دا غوښتو چي داوږدي مسافري وروسته دملك امان روغړ ضروري دي په لاري باندى مي د اجمل خان ورور جمال خان كاسي او سيد محمدحسن آغا هم راسره ملګري كړل ولي چي د مخه موږ دوي ته په ټيلي فون حال وركړي وو د ملك امان كاسي كلي دومره ليري نه دي نو ژر هم الته ورسيدو.

لومړى موږ د ملك امان كاسي و كور ته ودريدو خو الته راته وويل شو چي ټول ميلمانه د ملك عنايت الله خان كاسي په كور كښې دي چي د نوموړي كشر ورور دي او وكيل يا ايډوكيټ دي چي و ميلمستون ته ور ورسيدو او وخونه ته ورننوتو خو نه دميلمنو او كورنيو څخه ډكه وه سلام موورواچوي او د يوه سره څخه روغبړ پيل شو ملك امان الله كاسي ځموږ د ټولو پيژندګلوي يوپه يوه ورسره كوله نور خو ټول ځموږ پيژندونكي وو خو درې په كښې موږ نه پيژندل موږ روغبړ وكړي د ټولو سره دټوډ سره سم پوښتني وشوي لږګړي وروسته ما د ملك امان كاسي څخه دا پوښتنه وكړه چي مړيه ځموږ پيژندګلوي خو دي د ټولو سره وكړه خو د دهغه درو ناولدو پيژندګلوي (معرفى) د موږ ته ونه كړه ملك صاحب وويل چي د اماته نزدي ناست حبيب الله رفيع دي ځه خپله هك پك شوم چي كوم څوك موږ په آسمان غوښتي دا خو دا دي لوئى څښتن (ج) موږ ته د ملك صاحبانو په كور كښې په راوليدي يووار به مي بيا د محترم رفيع صاحب څخه پوښتنه سره دده ملګرو څخه كړي وي خو رښتيا خبره داده چي ځما په ګډون ځما ټوله ملګري ددوي وليدني ته ډير ليواله وو او دا يوه قدرتي موقعه وه چي موږ ته په لاس راغله او بيا په داسي ځائي كښې چي ټوله يو بل ته ورته سړي ناست وو.

     موږ خو خپل ټول وخت د سياست سره تېر كړي دي نو ځكه موږ پټه خوله نه شو پاته كيدي او بيا چي پښتون په يوه داسې ناورين كښې دري نيمو لسيځو څخه راګيردي نو هر پښتون دا هڅه كوي چي كيدي شې چي يوه داسې ښه خبره واوري چي هغه د پښتون افغان ددي ناورين څخه د خلاصون په اړه وي او بيا چي د حبيب الله رفيع وارو سياست وال ليكوال اديب چيړونكي او د رسنېو د لاري په بيلو بيلو چارو خپله خبره هر وخت و ولس ته وړاندي كونكي لوئى پوهان ناست وي نو څنګه څوك پټه خوله پاته كيدي شې ما لومړۍ پوښتنه دا ځيني وكړه چي د پښتو نړۍ وال كانفرنس مي وكړي په هغه كښې څه پريكړي وشوي يا داسې تګ لاره د پښتو دودي په اړه وټاكل شوي چي په هغه به ارومرو عمل كيږي خو رفيع صاحب وويل چي داسې ځانګړي پريكړه نه د شوي نو موږ ورته وويل چي دا هم د هغه  يو شمير غونډو ياچيړن غونډو وارو تېر شو لكه نور چي تېر شو چي د دوي جواب ودي ته نزدې وو دا ښه خبره ده چي داسې غونډي په ټول پښتون افغان وطن كښې كيږي چي موږ يو بل ته نزدې كوي چي په واهمه سپڼي موږ يو د بل څخه ښكول شوي يو خو ددي د څنګه په كاردي چي هر وخت دا غونډي كيږي يو مخه وټاكل شې او د هغه مخه او هدف و هر چاته وسپارل شې چې د بلې دي ته ورته غونډي ته وړاندي شې چي هم دهغه پرمختيا يې د ولس او د ژبى په اړه شوي ده كه د لومړى شوى غونډي څخه د ۶ او ۷ اپريل د شوي غونډي پوري يوه يوه ډنډه موږ په غاړه باندي اخستي وي نو به تراوسه ډېر څه موږ تر سره كړي وي هغه د پارسبان خبره ده چي نشتن برخاستن او مشاعره ځه خپل دا وړانديځ د پخوا وارو يوواربيا وړاندي كوم چي په كاردي چي د يوې او بلې غونډي تر مينځ موږ و هري خوا ته ډنډه وروسپارو او په هغه كښې راپور ځيني وغواړو دا ډول به يو خواته د پښتو او بلې خواته د پښتون قام ناخوالي لږ و ډېري سپكي شې خو كه دا ډول غونډي كيږي او څه نه ترلاسه كيږى نو بۀ هر يو داخبره كوي چي ددي غونډو څخه څه نه ترلاسه كيږي نو د ګډون نه ګډون څه ارزښت نه شته ددي وروسته د پښتون افغان په بشپړه ناخوالو باندي خبري اتري پيل شوي چي تر كله به دا خوار ولس په دهغه اور كښې سوځل كيږي خو په دي خبره ځموږ خبره وه وه چي د پښتون افغان مشرتوب هغه پوه او صلاحيت نه لري چي دهغه خوار قام او ملت د دهغه ناورين څخه وباسي دانه د نن وخت خبره ده بلكي دا ډېره وخته څخه را روانه او او ځموږ مشرتابه ودي قام ته داسې بشپړه مرام نه دي ورته ټاكلي چي په هغه باندى دا ملت ولاړشې او يوې مخې او هدف ته ځان ورسوي او دڅه چي د سياست په نامه وشول دا هم په تياره او بې مخي او بې مرامه وشول ځكه چې د درې نيمو لسيځو څخه موږ په دا ناورين اخته يو چي يوه رڼا ښكاره كيږي بله دا چي داخبره هم ځموږ د يوه ده چي د پښتون افغان په ضد يو نړۍ وال سازش او د سيسه روانه ده ځكه چې هر ځائى پښتون افغان ځپل كيږي خو چې دوي داخبره وكړه او موږ ورسره هوكړه نو ما د فرانسي(فرانس)داتلسمي پيړي بيلګه او مثال ورته راوړي چي دهغه قام هم د داسې ناخوالو سره مخامخ وو او ټولي اروپا په داسرسره باندى ټكوي چي بيا رڼ انده شاعران ليكوالان جنرالان اوسياست مدارانو لاس سره يو كړي او د خپل هيواد څخه داوږدي مبارزي وروسته دهغه باندني لاسونه غوڅ كړل اوهيواد يې د دهغه ناخوالو څخه وځغوري آيا موږ نه شو كولي چي دهغه د ليكوالانو رڼ اندو سياست پوهانو پخوانيو جنرالانو جهادي كمندانانو او نورو مخورو په ګډه يوه داسې كړنلاره وټاكو چي هغه كه څه كولي نه شې خو و دهغه ځپل شوي قام ته خو يو داسې لاره وي چي يوه اسره وي يا خو بيا ده چي موږ سرور ته ټيټ كړو او دوي موږ په داسرسروهي هم په دهغه دوو لارو كښې به يوه لار موږ ته پاته وي داسې هم چې كله سياست مداران پاته راغلي دي تاريخ دا ښوولي ده چي بيا رڼ انده پوهان او دانشوران راولاړشوي دي او وخپل قام او ملت ته يوه تګ لاره ټاكلي ده او ملت يې په هغه لاره روان كړي او د خلاصون او نجات لياريې موندلي ده آيا دا ځموږ ډنډه نه جوړيږي..؟ خو په مينځ كښې يو چا خبره وكړه چي حبيب الله رفيع صاحب يو رڼ انده او اديب او ليكوال او شاعر دي دا كار خو د سياست مدارانو دي چي رواني خبري اتري او بحث څه شاته ولاړي چي ځه دلته خبره دخپلې خواڅخه زياتوم چي د پښتانه هغه خبره چي دا هر څه د پرتوګه څخه راپيښه ده چي كله په ملت او قام باندي داسي وخت راشې لكه نن چي په ټول پښتون افغان راغلي دي نو هر پوه رڼ انده او باسواده دهغه غم د ځان غم بولي او څومره وس چي لري هغه د قام سره ګډ او شريك كړي چي خپل قام او ولس د دهغه ناورين څخه راوباسي يواځي په بل باندي پيټى اچول او داخبره كول چي دا ځما دنده نه ده بلكي د فلانكي ده نو به هيڅكله موږ ددي ناورين څخه ونه ووځو بلكې كه ځموږ په سرشندنه دا ځپلې ولس د دهغه ناورين څخه وتلي شي په كاردي چي په خپل سرسر په ونه كړو كه ځه څومره هم لوئي سړى يم او ځموږ د پاتي ورځي علت يو دا هم دي ولسونه قامونه او ملتونه چي په داسي ناورين كښې راګيروي لكه پښتون افغان ولس چي راګيردي نو يه هره بيه چي وي په كاردي چي هغه بيه موږ وركړو او يواځي ځانګړي سړي ودي ته ټاكل چى دوى به دا هر څه كوي دا ځموږ تېروتنه ده بل څه نه....؟وروسته د افغان د ثور پيښه رامخ ته شوه چي دا يوه لويه تېروتنه وه تېروتنه خوارومرو وه ولي چي ټوله شوي هڅه نه يواځي پاته راغله بلكې ټول ملت يې د ناروين سره مخامخ كړي چي دادي اوس يې هم موږ ګالو خو موږ ورته وويل چي دا به ارومرو كيدل كه نور محمد تركي يا دهغه ملګرو دهغه او وښتون نه وي كړي نو به بل چا دا كار تر سره كوي ولې چې دشهيد داودخان په دور كښې ګلبدين حكمت يار پوهاندبرهان الدين ربانى، احمدشاه مسعود او دوي ته ورته نور ډېرو په خپل هيواد كښې څه كركټ كاوي كه د يوه رښتيا خبره داده چي د افغانستان په زياته بيا د ټولو پښتنو دپاره زبرځواكو يوه تګ لاره او ايجنډا يوه پيړي د مخه تراشلي وه چي په هغه باندي عمل دهغه وخته څخه روان دي پښتون افغان ددي سيمي يو لوئى ځواك جوړيدي شې كه دوي لاس سره وركړي چي دا نه د ګاونډيانو ربليږي نه د نوروزبرځواكو ځكه چې موږ په زياته بيا افغان مشران او پوهان په هغه وخت په دي پوه نه شو چي ددي سازشو نو يوه لاره چاره ولټوي او مخ نوي يې وكړي د پاكستان د جوړيدو وروسته چي كله جناح صاحب د تورخم په لكه ودريده د شمالى پښتونخوا يو مسلم ليګي سياست مدار غلام محمدلونډ خور په خپله يوه مركه كښې وائي چي ماجناح صاحب ته وويل چي دهغه د پاكستان او افغانستان د ويش پوله ده دوي راته په جواب كښې وويل چي نه دا سرحد نه دي او لاس يې د افغانستان و خاوري ته ډېر ليري ونيوو چي هغه د دواړو ملكو سرحددي خو د بده مرغه نه افغان واكمنانو نه د دوي مخالفو مذهبى ګوندو د خپل ملك چاري وتراشي او يو د بل و مخ ته په يوه او بل نامه ودريدو چي ګټه هغه چاته ورسيده چاچي د افغانستان دپاره لوبه لوئى يا د دوي په ژبه د GREAT GAMEمخه او ايجنډا تراشلي وه چي ګلبدين حكمت يار او دده وارو نورو ته هيڅ په لاس ونه لوبرهان الدين ربانى او دده ملګري بيا هم ښه شول چي وپستو چوكيو ته ځان ورسوي ولوئى لوبى ته هغه وخته نوره وده وركول شوه چي د ثور د مياشتى پيښه وشوه او په مليونونو افغان كډوال په سمه او چپه و پاكستان ته راكډه شول هم دهغه ورځى څخه كورني جګړه وښنته چي دادي د نن پوري دوام كوي او ډېر نورو ملكو ته ولاړو خو نورو سياست وكړي او په نه څه يې هر څه ترلاسه كړو او لويه ناښونى داده چي ډيركى د لږكيو څخه سرټكوي چي داراسره كيږي او هغه راسره كيږي كه د چا دا خيال وي چي په غاب كښې به هر څه راته ايښوول كيږي داخبره عبث ده كه ته په پاكستان او لويديځ كښې ناست يې او دهغه ځايه چغاري او كوكي كوي دا هيڅ ځائى نه نيسي يا په هيواد كښې دننه ناست يې دا نو بيا ستا بې همتي ده بلې همتي څه چي پيغور دي ځكه چي شاعر ويلي دي...

حق حق دارته به غوښتلو نه رسيږى څو چې وانجلي په موټو د فولاد.

دلته بې شميره پوښتني په ټول پښتون افغان كښې بې جوابه پرتي دي كه ددي جوابونه ورنه كړل شې او ځان ترواړول شې نه يواځي به دهغه اوسني ناورين روان وي بلكې دهغه ناورين به بل تردي بد ناورين ژيږوي نو په كاردي چي هغه ټوله چي ددي لوئى لوبى لوبغاړي دي كه هغه هر څوك دي چي ودي ځپلى ولس ته رښتيا ووائي اويو په بل د نيوكوكولو په ځائى يو بل ته لاس سره وركړي او ټول پښتون افغان سره يو موټي كړى او په ګډه يوه تګ لاره وټاكي او په هغه باندي روان شې كه غواړي پښتون افغان دي دنړۍ د سيالو قومو په ليكه كښې ودريږي بله لياره نه دپاته كه هر څومره وژني او وراني وشې هم د حبيب الله رفيع په دي خواست او دعا باندي د دوي سره د يو څو ساعتو داناسته وپائى ته ورسيده چي كله داخبره وشوه چي استاد سهار وختي دباړي په موټر كښې و كندهار ته روان دي دا ځموږ هيله هم ددي وينا سره ختم شوه چي د ډوډي خوړولو وروسته موږ بالشتوته د نور مجلس دپاره ډه ډه وهلي وه يا دا چي استاد به څو ورځې هم په دي كوټه كښې پاته وي چې نورې خبرى ورسره وكړو د بلې ليدني په هيله..

- بېرته شاته