(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شمشاد تلویزون

څوک خو زما غوندې ساده نه دي چی زیار وباسي
پښتو مښتو خلک په تندر ولي کار وباسي

درنو لوستونکو!
څو موده وړاندې ښاغلي  مشعل د هیواد په ریښتینو بچود جاسوسۍ تور ولګاوه،په ډیر افسوس چې غلیبل پاڅیږي او کوزې ته وایي چې تا کې دوه سوري دي.
زه نه غواړم په دې وغږیږم چې د مشعل صاحب شاه لید څه وه او دا زما د لیکنې موخه هم نه ده ،خو لاندې یو څو بیتونه ستاسو په درانه حضور کې وړاندې کوم
د پښتو په نوم ځان ورسوي واک ته
سمدلاسه د پښتو نه روی ګردان شي

 

 

د اغیار خوشالیدو لپاره هڅاند وی
یو ناڅاپه په فارسۍ باندی ګویان شي
د قدرت بقا لپاره خپل ځان پلورې
خوشامند ی کړی د نورو جاسوسان شي
په حرامه په حلاله بسیا نه کړي
چې ټلواله کړي خوشاله غلامان شي
افغان ضد ته تملق کاندي بیشماره
له هویته ورتیریږي غلامان شي
ځانته اخلي کریدیتونه په درواغو
خادمان تورنوی او غداران شي

قدرمنو دوستانو!
ښاغلي مشعل څو کاله وړاندې په یو څو ټکو کې چې ګویا شمالي ټلواله کاغذي پړانګان دی دومره وستایل شوه ، چی په پای کې داسې لوړو څوکو ته ورسیده، خو وروورو څرګنده شوه چې هغه ټولې فرمایشي خبرې وی.        مونږ نه پوهیږو چې ښاغلي مشعل په کوم جرت او په کوم استناد د هیواد په ريښتینو بچو
په هغو بچو چې ډیرکلونه یې د افغان ملت او خپلې ژبې لپاره نه هیریدونکي خدمتونه  کړي دومره نه بخښونکي  تورونه لګوي او ټول له دې لپاره چی بل  خوشاله کړي .
دوستانو ! که چیرته د شمشاد چینل چوپړ  د دوستانوپه حضور کې وړاندې کړو نو زما په اند د نوموړې تلویزون د همکارانو او په ځانګړې توګه ددغه چینل د مشر ښاغلي حاجي صیب فضل کریم خدمتونه دومره بیشماره او نه هیریودونکي دی چې زما قلم به یې له لیکنې څخه عاجز وی، خود بیلګې په توګه یو څو خبرې لیکم.  په دی اوو یا اته کلونو کی شمشاد هغه مثبت کارونه کړی چی زمونږه ډیر درانه مشران یا اتلان د وخت د ستم له لاسه په دی نه وه توانیدلی.
لمړی .زمونږ د سکه ورونویانی د وجود نه بیلیدونکی حصه یانی  د لرو او برو پښتنو تر مڼخ هغه دیوالونه چی دا ډیر کلونه موجود وه ونړول او د دوی تر منځ یی هغه د ورور ولۍ او سکه ولۍ او الحمدالله د مینې او محبت فضا رامنځ ته کړه دا ټول د ښاغلي حاجی صاحب فضل کریم برکت دی ،ځکه په فرهنګي برخه کی اوس بیلتون نه احساسیږی او دا لړی به د هغوئ په مرسته نوره هم پیاوړې شي.
دوهم.شمشاد تلویزون هغه چینل دی چې خپرونې یې هم د هیواد دننه او هم د هیواد بهر ډیرپښتانه وینی او په ریښتا سره سوچه افغانی  او د سړی پری هغه تنده ماتیږی، کومې ته چې نن په میډیا کی اړتیا شته ،او په خانګړی توکه په بهر کی د افغانی ماشومانو لپاره دومره ګټوری دی چې د ګټی اندازه یی زما په اند دهیڅ شی او د میلیاردونو سره نه شی پرتله کیدی . نو ایا دوستانو خدمت نور څه ته ویل کیږی
نو راځئ په دی دعا سره چې شمشاد ته دی خدای نور هم دومره قوت ورکړی چې د دی څخه لا ستر خدمتونه وکړی او مونږ مطمن یو چی حاجی صیب فضلکریم د لوی خدمت لپاره ملا تړلی ده او خدای دی ده ته ډیر عمر ورکړی
د افغان د کاڼو بو ټو افتخار دی
د شمشاد د تلویزون اساس ګذار دی
په میډیا کې د پښتو ډیوی کړی بلی
هم دننه هم بهر کې یې ګفتار دی
که خدمت ته یی په صدق یو څه ځیر شو
د بابا مومند نه وروسته دی حقدار دی

قدرمنو لوستونکو د ژوندون تلویزون او یا د ښاغلی اسمعیل یون په باب د لیکلو په اړه
هیڅ اړتیا نشته ځکه تاسی ټول د هغه د نامه سره بلد یی او ټول پوهیږئ چی هغه یو هیوادپال او د پښتو ژبې کلک خواخوږی دی ، هغه په دغه ځو کلونو کی په سیاسی برخه ګی نه هیریدونکی خدمتونه کړی او ځان یی تل قربانی ته ورکړی دی
په درناوی 
اورنګ امین

 

جرمنی ...وهاب ګلالی

ټپوس د خپل ډیران جرګان نیسي

ډیرو محترمو لوستونکو!

پښتانه تل د خپلو پښتنوپښی وهي.

په خادمانو تورونه لګول ستره جفا ده.

دوې اونۍ ترمخه د امنیت ویاند ښاغلي مشعل د دې لپاره

چې افعان ضد کړۍ خوشاله کړي وي، د هیواد په خادمانو

د حسد او کینې نه ډک تور ولګاوه. یو متل دی..

د شیطان به خپل نه شې خو الله ته به دې مخ تور شي

محترمو!

د شمشاد تلویزون  مشران هغه خادمان دي چي د پیل څخه

يي تر اوسه پورې  د خپل قام ، کلتور ژبې اسلام او افغانیت لپاره هغه

هغه څه ګړي چې کلونه کلونه پری د هیواد پاک او سپیڅلي اتلان د و

د وخت او استعمار له لاسه په دی نه دی توانیدلی، او د شمشاد

دغه تلپاتې چوپړ نه هیریدونکی او تل به د افغانانو په زړونو

کی تر قیامته وی.

وایی،، د هر قام په ژوندو قدردانی وی

پښتانه چی کله مړه شی قدردان شی

لکه څنګه چې مې وویل د شمشاد تلویزون مشر د دغه تلویزونه په مرسته هم د هیواد

دننه او هم د هیواد بهر د افغانانو لپاره ستر فرهنګي خدمتونه کړي دي.

ښاغلي حاجي فضلکریم ډیر کلونه تر مخه په هغه ناوړه شرایطو کې لومړڼې د پښتو

چینل د ډیرو ستونزو په ګاللو سر ه چې هم داخلی او هم بهرني دشمنانو نه غوښتل

لومړنی تلویزون پرانیسته او له بل طرفه اقتصا دی او نور شرایط هم ښه نه وه.

او له بله اړخه د یو پښتو تلویزون جوړول خو د پښتون ضد کړیو له خوا یو جرم ګڼل کیده ، خو نوموړی په ډیر متانت او جرت خپل سر په لاس کې ونیواو د پښتنو خدمت ته یې ملا وتړله ، او دا چې هر څوک هر ډول قضاوت کوي  دا دهغوی ځپل کار دی

ډیرو محترمو لو ستونکو!

د شمشاد تلویزون خدمتونه په هره برخه کې لایتناهي دي، ځکه هغه د سوچه او افغانی چوپړ لپاره تل لګیا دی. او که په تله یی وتلو نو زما په فکر ه د سلو کالو د خدمت سره

برابر دی، بی له شکه ښاغلی فضل کریم هم انسان دی هرو مرو به ځینی نمګړتیاوی وی

، ځکه یو الله پوره دی .‎، خو نوموړی ثابته کړی ده چی دی  په وطن ،ولس ،اسلام او افغانیت مین شخصیت دی.

که څوک دا نیوکه کوی چی په نوموړی چینل کی بهرني یا په بله مانا پاکستاني وګړی

 کار کوی ، نو دا خبره له بنسټه ځکه غلطه ده،‎‎،،

لومړی/هغو ی زمونږ د خپلی مور بچی یانی زمونږ ورونه دی ځکه پښتانه دی ، په اصلی پښتنو کی لر او بر نشته،

دویم/ هغوی د تخنیک او نورو انجینری برخو متخصیصین دی ، شمشاد لا څه کوی چی حتی په افغانستان کی نن صبا داسی ساحه نشته ، حتی تر بانکونو پوری چی هلته دی خارجی اتباع شتون ونه لری نو راځۍ په دی هیله چی پښتانه نور د خپلو پښتنو پښی ونه وهی امین یا رب العلمین

خوشال بابا وایی ،،

اتفاق په پښتانه کې پيدا نشه

ګڼه ما به د مغل ګریوان پاره که

په ډیر درنشت

- بېرته شاته