(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون / افغان قامي جرګي بلنلیک

عزتمنده  ...
د ۲۰۱۲م کال د مئ  په ۲۹مه او ۳۰ مه نېټه دسهار په لس بجودپېښور په نشتر هال کې د دوه ورځنۍ قامي (ملي)  جرګي د جوړولو  تابيا شوی ده.
جرګه به په دوه ټکو خبري کوی
۱ـ  په دونیا کې دوه سوپر پاور ؤ ،چی یوئی شوروی USSRاوبل  امریکا  USAؤ، یو  یو غورځاوه  او بل بل.  شورویUSSR وغورځید او امریکا USAسوپریم پاور شو.
 باید چې داکوشتي او کبړي د هغوۍ په خاوره شوی وائی ، پښتانه /افغانان نه سوپر پاور ؤ اونه د سوپر پاور دعویدار ؤ.
داکوشتي او کبړي دافغانانو په  خاوره ولی وشوه چی تر اوسه پوری د دیرش لکه افغانانو وینه توی شوه؟ .
۲ـ دا وینه خو  روانه ده، ددې مخ نیوی به  اوس څنګه کیږی؟ .
له تاسی څخه په درناوی  هیله کیږی چی پدی  قامي جرګه کېله مونږ سره ګډون وکړئ.
ستاسي د شرکت په برکت به دا جرګه په حقیقت کې قامي جرګه شی.

په درناوی ستاسی ورور محمدافضل خان
[lift]Date: 29th and 30th May 2012 at  10 am   Nashter Hall, Peshawar
اړيکي:
Contact Number: 
Mohammad Afzal Khan
(Swat):0092 946 795333       Mobile: 0092345952433
E-mail: [email protected]  
M.S. Gerdeawal:  00491799892913      
Nasir Stori:  00491635606732
 یادونه : خپلی لیکني د ایمیل له لاری هم رالیږلی شئ

 

************************************************************

د پښتنوقامي او روحاني مشر  او د پښتون قامي وحدت ستر لارښود محمدافضل خان (خان لالا) د ۲۰۱۲م کال د مئ  په ۲۹مه او ۳۰ مه نېټه دسهار په لس بجودپېښور په نشتر هال کې د دوه ورځنۍ قامي   جرګي  د رابللو پریکړه کړی ده.
افضل خان لالا  د ۲۰۰۸ميلادي کال راهیسي  پښتنو/افغانانو ته د داسي جرګي دبلني خبره کوي او  اوسني حالات داسی يوې جرګي جوړولو ته مناسب ګڼي. 
ددی قامي (ملي) جرګي موخه او هدف به دا وي چې څنګه د پښتون / افغان قوم بیلابیل نظرياتي قشرونه او طبقي  د پښتون د قامي وحدت  د شعاراوهويت لاندي په يوه ټغر راغونډکړي .
د پښتون / افغان  قوم تاريخ او هويت  دتيروڅو لسیزوڅخه راپديخوا د داخلي او بهرني  دښمنانوله لاسه داسي يو حالت غوره کړي چې د يو شاعر په قول  تيار د ليوني شليدلي ګريوان دي .
 تر څو چې پښتون د قوم په حيث ديوه قومي تشخص،هويت او پيژندګلوئ   جوګه نه شي، نو ددي قوم درست تعريف  نشي کيدلي ؟.
 دا د پښتون /افغان طبعي حق دي چې  د يوويشتمي پيړۍ په پيلامه کې خپل تشخص او هويت  څرګندکړي .
دغی جرګي ته  به د فاټا(قبائیلې علاقو)، خيبر پښتونخوا، افغانستان ، د بلوچستان ايالت (سهيلي پښتونخوا) ميشت پښتانه،
هغه پښتانه چې بی کوره شوی او د زیاتیدونکي منتشر شوی ابادئ برخه جوړه شوی،اودغه رازله هیواده بهر، اروپا،امريکا او استرالیاکې ميشته پښتانه  به  دسیاسي تړاو او نظریاتې اختلاف نه پرته رابللي شي .  
د جرګي خبري به  د ورورولۍ او پښتونولۍ په چوکاټ کې وي  او هيڅوک به داحق نلري چې خپل فکر او نظر په زور په بل چا قبول  او يا وروتپي !
جرګه به په دوه ټکو خبري کوی
۱ـ په دونیا کې دوه سوپر پاور ؤ ،چی یوئی شوروی USSRاوبل  امریکا  USAؤ، یو  یو غورځاوه  او بل بل.  شورویUSSR وغورځید او امریکا USAسوپریم پاور شو.
 باید چې داکوشتي او کبړي د هغوۍ په خاوره شوی وائی ، پښتانه /افغانان نه سوپر پاور ؤ اونه د سوپر پاور دعویدار ؤ.
داکوشتي او کبړي دافغانانو په  خاوره ولی وشوه چی تر اوسه پوری د دیرش لکه افغانانو وینه توی شوه؟ .
۲ـ دا وینه خو  روانه ده، ددې مخ نیوی به  اوس څنګه کیږی؟ .
  پدي هکله کوټلو، علمې،عملې او سالمومعقولو نظريو او وړانديزونو ته اړتيا ده، له همدي کبله ښاغلی  محمدافضل خان لالاپدی اهمه جرګه کې  ټولو پښتنوعالمانو، پوهانو،ملي او قومي مشرانو، ديني  او مذهبي مشرانو،سياستوالو،د زده کونکو  (طالبعلمانو) نماېندګانو، د مزدورانو مشرانو، کسبګرو،سوداګرو، ژورنالستانو،د پښتنو/افغانانو دسيمواوعلاقو عامو مشرانو ته  د ګډون  بلنه ورکوي .
دلته دا خبره په ډاګه کول اړينه ده او هغه داچې  د پښتون قام  د علاقائی(سیمه ایزو)  اونړیوالو قوتونو  سره په تضاد او ټکر کې ندي ،او نه په چا دخپل فکر مسلط کولو څه نړیواله  ایجنډا لري او نه دوئ د علاقائی او نړیوالو قوتونو د مقابلې کولو څه طاقت لري نو له همدی امله د پښتون او  سیمه ایزو( علاقائی) او نړیوالوقوتونو تر منځ هیڅ ټکرنه شته.
  مذهبي انتها پسندي يا افراطيت   د پښتون د اکثريت  د فکري ، رواجي  او عملي   څرګندونو استازيتوب او نمايندګي نه کوي.
د نړۍ دنورو ځايونو څخه راغلو اکسټريمستانو،سخت دریزو او تشدد پسندو،مونږ ه په خپله خاوره  هرکلي نه شوکولي .
 افضل خان لالا  د همدغي جرګي په  واسطه سره  ټولو امن غوښتونکو  نړيوالو قوتونو او ملتونو  او په  ځانګړي ډول  افغانستان، پاکستان او امريکا نه  هيله کوي چې د پښتون / افغان  قوم ددي مهمي قامې(ملې) جرګي  ملاتړ وکړی. ددوئ  په ملاتړ داجرګه  په علاقي او سيمي کې د سوکالئ   اوبشپړ امنيت  په راوستلوکې مهم کردار لوبولي شي.
  ددی جرګي په تسلسل دی بله جرګه په نوبت سره په کابل ،  قندهار ، ننګرهار  او کويټه  کې راوه غوښتل شي .
هیله ده چی پدي قامي(ملي) جرګه کې دخپلې ونډې،ګډون اونظر څرګندولو لپاره په پورتنیو خپلي اړيکي  ټينګي کړئ.

PESHAWAR, May 24: Provincial Minister for Information Mian Iftikhar Hussain has welcomed convening of a two-day jirga of all Pakhtun political forces from Pakistan and Afghanistan on May 29 to deliberate on the continuous massacre of Pakhtuns and Afghans for last 35 years and restoration of peace on their soil.

The minister on behalf of the Khyber Pakhtunkhwa government assured the jirga, convened by veteran politician Afzal Khan Lala, of their full support.

Mr Hussain was presiding over a meeting in his office wherein arrangements for the jirga and responsibilities of the provincial government concerning reception, transport, boarding and security of the delegates were discussed.

The participants were informed that delegates from Pakistan, Afghanistan and other countries would be participating in the jirga being held in Peshawar.

The minister said that being the government of the hosting province they would provide hospitality to the delegates
according to the traditions of Pakhtuns and Afghans.

He said that the recent wave of terrorism had claimed the lives of over 750 staunch workers and office-bearers of the Awami National Party. He said that the provincial government was taking all possible steps for peace and security in the region.

He regretted that despite being a peaceful nation the Pakhtuns and Afghans had hardly been spared a 100 years in last 5,000 years known history for peaceful existence, as they had always been victims of foreign conspiracies.

Mr Hussain said that restoration of peace remained their goal and whosoever coming forward in this regard would be welcomed.

With regard to the initiative of Afzal Khan Lala, the minister praised perseverance of the veteran politician for upholding the cause of Pakhtuns and Afghans. He said that Chief Minister Ameer Haider Khan Hoti would also participate in the opening
ceremony of the jirga.

The meeting was also attended by secretary information Azmat Hanif, additional secretary administration Qaiser Alam, director information Shuaibuddin, director culture Pervez Suabatkhel, ANP’s vice-president Tajuddin Khan, general
secretary Arbab Tahir and secretary information Ghulam Mustafa. — APP

- بېرته شاته