(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خدای بښلی ډاکتر کبیرستوری

مبارز څاپی جرمنی ـ بن یوناني نامتو پوه اوفیلسوف « ارستو » وائي هر سیاسي ګوند یا ډله ټپله له آره دروغجن او ولس غولوونکی ده. دغه خبره چې د عمل په ډګر کې تل رښتیا ختلی په تاریخ کې هم د هغه د رښتیا توب په هکله د ټولو سیاسي ګوندونو چال چلند ګواهی ورکوي. د نړۍ په هیڅ یوه ګوټ کې به تر اوسه پوری داسې کوم سیاسي ګوند یا ډله ټپله ونه لیدله شي چې هغه به د مبارزی په مهال کې خپل ولس ته کومه وعده ورکړی وي بیا پر هغی وعدی به دواکمنۍ په مهال کې ټینګ ولاړ پاتی شوی وی. او همدارنګه هیڅ چیرته هم څوک داسې سیاسي ګوند یا ډله نه شي په ګوته کولی چې هغه به د خپل ولس د ګټو په لیاره کې ځان قربان کړی وي. مګر دغو سیاسي ګوندونو او ډلو ټپلو هر کله او هر چیرته د خپلو ګوندي او سیاسي ګټو او موخو لپاره خپل ولس د قرابانۍ د ګډي په څېر ونډ ونډ کړی دی. مونږ په دی تیرو شل دیرشو کلونو کې د خپل ګران هیواد افغانستان د پیښو دعا ملینو په چال و چلند کې په پرانیستو سترګو ولیدل چې هر سیاسي ګوند او تنظیم د خپلو ګوندي او تنظیمی ناوړو موخو او ګټو د تر لاسه کولو په لیاره کې ئې د خپل هیواد او ولس ټول انساني ، مادې او منعوي شتمني تباه او د خپل منځیو دښمنیو په اورکې وسوزل. مونږ ولیدل د کیڼ لاسو ډلو ټپلو تر منځه د څوکۍ او واکمنۍ پر سر جګړو کې څومره انسانان ووژل شول او بیا څرنګه اړ شول څو د شوروي اتحاد د پوځونو په رابللو د خپلو سیاسي موخو د تر لاسه کولو په لیاره کې هلی ځلی وکوي. او په هماغه توګه مو هم د ښي لاسو تنظیمونو او ډلو ټپلو ځان پلورل ، وجدان پلورل او ایمان پلورل ولیدل او په پای کې مو دا هم ولیدل چې د دین ، ایمان، اسلام او د خدای د لیاری مجاهدینو څنګه وکولای شول چې د اشتی نامنوونکو دښمنا نو سره یو ځای شي او بي ګناهو انسانانو پر سرونو میخونه ټګ وهي، د مړیو پر نڅا او د بي ګناهو ښځو او نجنو د تیو پر پریکولو فلمونه جوړ کړي. دا مو هم ولیدل چې هماغو د مذهب پتنګانو ، د جهاد د لیاری سر تیرو او د اسلام یو نیم زر کلن ټیکه دارنو د څوکۍ او پر هیواد باندی د نیمه واکمنۍ د تر لاسه کولو په موخه څنګه وکولای شول د امریکا ئي 52 ډوله بمي الوتکو تر سیوری لاندی په کابل کې راټول او یو ځل بیا د ولس پر لوټولو او د هیواد پر چورولو بوخت شي. دا ؤ د سیاسي ګوندونو او تنظیمونو د چال چلند کاذب اړخ او دروغجنه څهره، خو مونږ په داسې حال او لا په داسې چاپیریال کې د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند په نامه هم په جرمنې کې یو سیاسي ګوند لرلو، چې دغه ګوند د خدای بښلي ډاکتر کبیر ستوری تر مشرۍ لاندی خپلی چاری سمولی او پر مخ بیولې. دا یواځنی سیاسي ګوند ؤ چې په هیواد کې د ټولو ګوندونو او تنظیمونو غیر انساني چال چلند به ئې غندلو او د هغوی پام به ئې په ورځنیو چارو کې انساني اړخ ته را اړولو. او دا یواځنی سیاسي ګوند ؤ چې د سیاست په تاریخ کې په لومړي ځل د خپلو هیواد والو لپاره د انساني او اخلاقي مرستو درسولو په لیاره کې له خپلو سیاسي موخو سترګی پټی کړلی. یعنی د سیاست په ډګر کی خدای بښلی ډاکتر کبیر ستوری یواځنی سیاسي سړیتوب ؤ چې د سیاست په تاریخ کې ئې د دروغو او دوکو پر ځای د رښتیا ویلو او انساني کړنو کلک ملاتړ او پلوي وکړله. ډاکتر ستوری یواځنی سیاسی سړیتوب ؤ چې وی نه غوښتله لکه د نورو سیاسي ډلو ټپلو په څیر خپل ولس له خپله ګونده قربان کړي. مګر دا ئې په عمل کې وښودله چې ګوند باید د ولس د ګټو په لیاره کې ځار شي. هغه چې په سیاست کې د انساني کرامت او شرافت د خوندي ساتلو پلوی ؤ د تل لپاره به يې د انسانیت د ارزښتونو د خوندي ساتلو په ملاتړ د سیاست د پلي کولو پر پلوي ولاړ دریځ لاره، او دابه ئې نه لوروله چې د چا انساني حقوقوته د بل چا د سیاسي ګټوله امله تاوان ورسیږي. په اروپا کې به داسې څوک پښتون ونه لیدل شي چې د پښتنو ټولینز ولسولیز ګوند له انساني او اخلاقي مرستو او لاس نیوی څخه بي برخی یا بي خبره پاتې شوی وي. او داسې پښتون به هم څوک ونه ویني چې هغه ته به ددی ګوند له خوا انساني مرسته نه وي رسیدلي. دغه کار د سیاسي ګوندونو په تاریخ کې یواځي بي مثله او بي ماننده پیښه ده چې باید ارومرو له هیرولو وژغورل شي ، هر کله ولمانځل شي و هر چیر ته و ستا یل شي. له دی امله زما وړاندیز دا دی چې لکه څنګه چې زمونږ د پښتنو په تاریخ کې خدای بښلی باچا خان د عدم تشدد د پیغمبرپه توګه د لمانځلو وړ سړیتوب خاوند دی، ډاکتر کبیر ستوری هم د هغوی د رښتينی لاروي په توګه په سیاست کې د انساني اړخ د سوچه سړیتوب د پلوي په نامه ولمانځل شي. دا ځکه چې خدای بښلی ستوری خپل ګوند د خپل ولس په چوپړ کې وساته او دا ئې په ډاګه وښودله چې نه ښائی ولس د ګوند له ګټو ځار شي، بلکه باید هر کله او هر چیرته ګوند د ولس له ګټو ځان قربان کړي. - بېرته شاته