(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی

 

«  » به د خپل پلار پوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي؟!

لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرکیار

 ما زیرکیار دغه چغه ( بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی) نـږدې ۱۹ کلونه وړاندې د ۱۹۹۳ په شاوخوا کې ویستلې وه او په پیښور کې  د کـره پښتـو د ښـوواند  محمد آصف صمیم له خوا په ټیـنګار سره  منل شـوې وه  او د نـورو سـره یې  شـریکه کړې وه

په افغانستان کی دشاهــي دوری په وروستـني اساســي قانـون کې (تلــه  ۱۳۴۳لمریز= اکتوبر۱۹۶۴م) راغلي ووچی دافغانستان دنورو ژبوله منځ نه«پښتواودري رسمي ژبې» دي. (دریمه ماده). دهمدغه اساسی قانون په پنځه دېرشمه ماده کې پښتوملي ژبه ګڼل شوې وه اودولت موظف شوی وچې دهغې دپالنې، پرمختیااوزیات استعمال لپاره «اغیزمن» پروګرام راوباسي اوعملي یې کړي. له دینه یوکال وروسته(تله ۱۳۴۴یانی اکتوبر ۱۹۶۵) پارلمان ته دهغه مهال لومړی وزیرډاکټرمحمدیوسف ورغی. دحامد کرزي پلارعبدالاحدکرزي چې د ولسي جرګې غړی وپه ډاکټریوسف نیوکه وکړه چې ولې  یې داساسي قانون د پنځه دیرشمې مادې سره سم دملي ژبې پښتودپرمختیا او ترویج لپاره پروګرام نه وجوړکړی. ډاکترمحمدیوسف ورغبرګه کړه چې دژبو قانون به جوړکړي اوپارلمان ته به یې ولیـږي.

د ۲۰۰۱ زییز په اکتوبر کې  د امریکې په مشرۍ  د لویدیزې امپریالیستي نړۍ جنګي سازمان ناټو په افغانستان یرغل وکړ او خپله وحشي تنده یې د ټول( لر او بر) پښتون په وینه ، ژبه او سیاسي کلتور ماته کړه.د امریکې مرکزي استخبارات(سي.آی.أی) د هر کال په جولای کې «د نړۍ د معلوماتو کتاب» خپروي. د ۱۹۹۱زییز(۱۳۷۰ لمریز) پورې، د مرکزي استخباراتوپه دغه کتاب کې پښتنو د افغانستان د وګړیو پنځوس سلنې(۵۰٪)جوړولولې او د پښتو ژبې برخه هم پکې پنځوس سلنې ښودل شوې وه.خو یوکال وروسته ،د  سي آې أی په ذکــر شــوي کتاب کې( ۱۹۹۲م=۱۳۷۱ل)  د پښتنو شمیر آته دېرش سلنې(۳۸٪)او  د پښتو ژبې برخه یې پنځه دېرش سلنې(۳۵٪)معرفي کړل.له دېــنه دوه میاشتــې وړاندې(اپریل ۱۹۹۲=ثور ۱۳۷۱)شمالي ټلوالې او پرچمیانو په کابل کې سړک الطوایفي پیل کړې وه. یانې د پښتنو او پښتو ژبې شمیرنې د سي آی أی په کتاب کې  د هغه کال په جولای میاشت کې ټیټې وښودل شوې چې د اپریل په  میاشت کې یې د مسعود- رباني- پرچم  دوهــمه سقـاوي رامنځته شـوې وه.  دغه ډول شمیرنې په څه نا څه بدلون سره لا تر اوسه(۲۰۱۰) چلن لري.  د ۹۱۱ بخولې سره جوخت، له اکتوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکې د روسیې، ایران او پاکستان د خوښۍ لپاره ټول پښتون اود پښتو ژبه ژوبل کړل،او  د افغانستان په  استعماري اساسي قانون کې یې د ډیـورنډ لیکې وویستلې. پرون (۱ می ۲۰۱۲)  حامد کرزي په کابل کې د امریکې ولسمشر بارک اوباما ته خپله رسمي وینا په فارسي کې واوروله، نه په خپله پلارنئ ژبه پښتو کې . اوس پوښتنه داده چې جلالت چـپن حامد کرزی به د خپل پلارپوښتـنـې ته ( چې له صدر اعظم  ډاکټر محمد یوسف نه یې کړې وه) څـه ډول ځواب ووایي؟!ــ

- بېرته شاته