(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناتاربى خپله څښتن نه راګرځي

 

ليكونكى:عبدالجبار كاكړ

پښتانه مشرانو ډير پخواويلى وو چي ناتاربى خپله خاونده نه راګرځي نن داخبره يادوينايو وار بياد ډبري د كرښي وارو څرګنده شوه موږ چي زياتره داخبره كوو چې پښتو په كت او يواځي يوه ژبه نه ده بلكې د ژوند يو بشپړه لاره هم ده ځكه چې نن په دي ناورين كښې هر رښتني پښتون داهڅه او مبارزه كوي چي پښتو خوندي كړي ولى چى ځموږ دښمنان داهڅه كوي چي ځموږ پښتو سره راګډه وډه كړي چي كله پښتو ګډه وډه شوه پښتونولي به دېر ژر سره ګډوډه شې او بيا به پښتون پخپله پاش پاش شې دا څه هوائى او جذباتي خبرى نه دي بلكې دا رښتيا دي او د ډېره وخته څخه دښمن په دهغه ناوړه كار لاس پوري كړي دي خو نيكه مرغه رښتني پښتون رڼ انده ليكوال ودي ته بيداره دي او د بې چارګى او مفلسي په حالت كښې په تشو لاسو ددي جواب وركوي كه څه هم په ډېره لويه كچه د پښتو او پښتونولى په ضد په ډېره لويه كچه روپى تمن لګوي خو د بده مرغه ځموږ پښتانه چي شمير يې لږ نه دي د دښمن په دهغه چل ول نه پوهيږي دوي هم هغه څه د پښتو سره كوي چي د پښتو او د پښتون دښمنان يې غواړي خو داخبره بايد په يا دوساتل شي چي د يوه سړي يا د يوې ډلي د اقتصادي ګټي دپاره يو پښتون ودي ته تيار نه دي چي په پښتو او پښتونوالي دي وړوكى داغ هم راشې د بيله خبره ده چې ځينى پښانه به د نورو دپاره دهغه ناوړه عمل كوي خو په اوسېنو حالاتو كښې به دومره وس نه لري چي دهغه لاس ورغوڅ كړي.

     تېره ورځ يو كتاب په يوه پلورنځي كښې ځما تر سترګو تېر شو چي نوم يې پښتو كښې تنقيدي ادب وو باور وكړي چي ما په هغه ځائى دا سوچ وكړى چې په كار وو چې دهغه كتاب د پښتو په ځائى په اردو ليكل شوي وي يو ځو به هغه چاچلى دا كتاب يې ليكلي وو هغه به ډېري روپى ترلاسه كړي وي ولې چې د پښتو په پرتله د اردو ژبى په كتاب خلګه پيسې وركوي بله دا چي د چا اردو ژبه نه ويزده هغه ددي كتاب څخه ګټه نه شې اخستلى او بيا به  اردو ژبو ته ددې لويه ګټه هم رسيدلي وي خو خير دا خو د كتاب د ليكوال كاردي چي ده په كوم نظر دهغه كتاب ليكل دي ځما د دهغه كتاب په اړه خپل نظر دي ځه غلط هم كيدى شم.

     اصل كښې ځموږ ددي ليك عنوان بل څه دي لكه چې سر ليك يې دي نن ټول پښتون افغان د يوه لوئى ناتار څخه تېريږي چي داخبره ځه د خپلې خوا نه كوم بلكې ټوله پښتانه په دي خبر دي چي ولې ټولي نړۍ په موږ باندى راتاو شوي او ځموږ وراني كوي او دهغه وراني په ډېر زور سره د تېروم ۳۵ كلو څخه را روان دي په ځائي ددي چي دهغه ناورين ځموږ په ټاټوبى د منځ څخه ولاړشې خو د بده مرغه دهغه اور ورځ تر بلې نور پراخيږي او ټيل باندى اچول كيږي او موږ ورته ګورو چې د دهغه درې نيمو لسيځو څخه ځموږ وګړي شهيدان كيږي بې كوره كيږي معذوره كيږي كډوال كيږي بې وياړه كيږي آن دا چې په سرسر وهل كيږي او ټول ټاټوبى داور په لمبو كښې سوځل كيږي دهغه ټول اوږد جنګ د جهاد په نامه وشو چې يوه خواته پنګواله نړۍ وه و بلې خواته شتراكى نړۍ وه يوې ډلې و جهادي لوري ته په لويه كچه وسلې او ډالري وركولي او بلې خواته اشتراكي نړۍ و خپلو ملګرو ته نه يواځي مالي مرسته وسلي وركولي بلكې خپلې سره لښكري هم و افغانستان ته دننه كړي نزدې لس كاله خپله افغانانو پخپلو كښې جګړه پخپله خاوره وكړي څومره ځائى او مالى زيانونه د افغانستان ولس او خاوري وشو څومره افغانان ددي جګړى څخه ګاونډي ملكو ته كډه شول چې تراوسه هم په دهغه ملكو كښې ژوند كوي او څنګه ژوند كوي په كاردي چي ودي پوښتنو ته جواب وركول شي مرګ او ژوبله اقتصاد د افغانانو د وران شو خو ګټه چا يووړه ددي سره سره چي جهاديانو دهغه جهادو ګاټي خو هغه چاته څه ترلاسه شول چي برخه يې په جهاد كښې ډېره وه او بيا د كابل خلګو او د افغانستان نورو خلګو ته څه ورته په برخه شول په دي ټوله ښه خبر دي خو د دهغهخواړو په غم چا ويرو كړي دا خو يو اوږدتاريخ دي چي دلته ليكنه ډېره زياته ګرانه ده.

     په منځ كښې كورنيو جګړو دوام وكړي چي د طالبانو د دور په ګډون تر لس كاله هم اوږدوو خو بيا د نهم ستمبر پيښه رامخ ته كيږي دا پيښه څنګه وشوه ددې سره ځموږ اړه نه شته خو د دهغه پيښې وروسته يو بله اوږده جګړه پيل شوه چي تراوسه دوام كوي خو باندني لوبغاړي هم هغه دي خو دا بيله خبره ده چي داتيا په لسيځو كښې د جهاديانو ملګري د دوي دښمنان دي خو ددي سره سره چي د شوروي په ضد ولاړ جهادي مشران هم دهغه چا سره لاس يو كړي دي چي نوريې خپل دښمنان ګڼې او د دهغه روانى جګړي هم تر لس كاله رسيدونكى ده خو يوواربيا موږ و ګورونو بيرته دا ټول مالى زيان او ځانې زيان د افغانانو او د پښتنو د شوي او كيږي او كه دهغه جګړي دوام وكړي تر دي به هم زياته مالى او ځانې زيانونه كيږى او هغه به هم په ځانګړي ډول د پښتنو وي خو د جګړى هغه لوبغاړي چي وشاته ناست دي هغه مخ په وړاندى روان دي خو بشپړه افغان ټاټوبى د ناورين سره مخامخ دي خو دلته په كاردي چي هر يو په دي خبره پوه شې چې دا د نړۍ والو د ګټو جګړه ده كه څه هم ډېر سپيڅلې طالبان د جهاد په نامه مبارزه كوي خو داخبره اړنه ده كه پښتانه په يوه ټغرنه شې دا ټول كه يو توري دهغه جنګ يا جهاد و ګټي يو لوري بشپړه واكمني نه شې ترلاسه كولي خو د جګړي په صورت كښې به هر اړخيزه وراني د پښتون افغان او د دوي د ټاټوبى روان وى.

     نه په دي زمانه كښې نه په دي خلګو كښې بيا پيغمبر پيدا كيدي شې نه د خدا(ج) لخوا په چا باندي آيايتونه نازل كيدي شې خو په هر څه قدرت لرولو د كبله ځموږ ستر پيغمبر(ص)د كافرانو سره په شپږمه هجري پيړى كښې ضلع حديبيه وكړه او مصلحت او جوړي جاړي لاره يې خپله كړه چي د حضرت عمر (رض) هم وويل چي ددي صلع څخه ناخوښه وو او نور هم ډېره صحابه دا نظر لرلي خو لوئىڅښتن(ج) دهغه امباركى خپل پيغمبر ته وركړى.

آيات انافتغالكه فتعا مبينا(فتح ع اپ۲۶)

ژباړه:... صلع حديبيه دلارى تا(ص) ته مخامخ فتح په برخه دركړه او پخپله رسول(ص) د صلع حديبيه د كولو د مخه فرمائى.

     الان نغزو هم ولايغزو ننانعن نسيرالهيم (بخارى)

ژباړه:.... اوس به موږ په (دوي)كافرانو بريد كوو دوي به په موږ بريدونه كوي او موږ به د دوي خواته ور روان يو.

     چي نه بل پيغمبر راتلي شې نه په چا باندى آيات نازل كيدي شې نو به موږ يواځي او يواځي د قرآن او حديث څخه لاره غواړو خو د بده مرغه د قرآن او حديث حوالى خو موږ ډېري وركوو په زياته بيا ځموږ ديني علماء او طالبان خو عمل يو نه باندي كوو د بده مرغه ځموږ سپين بګړى وال داسې په سياست اخته  شوي دي چي دهغه پخوانيو كيمونسټانو به دا تور وو چي دوي توله ورځ سياست او سره كتابونه لولي د كومه ځايه خوري او د كومه ځايه څښې.

     ټولو ته دا څرګنده ده چي ځموږ خوار ولس زياتره نالوسته دي او دوي نه قرآن لوستي شي نه حديث دوي ساداره وګړى خو د بده مرغه دلته يو شمير مذهبى ګوندونه دي چي يو ډله بله ډله نه منې نو يو نالوسته وګړى به څنګه خپله لاره پيدا كوي نه موږ و چاته دښه او بدسند وركوي شو نه بل څه خو دومره خبره كوو و هر لوري ته چي د لوئى څښتن(ج) او د سترپيغمبر (ص) روحي دركوو چي نور نو دهغه ولس او دهغه خاوره د نوري جګړي څخه وځغوري خوار ولس د دېرو ناخوالو سره مخامخ دي كه هغه اقتصاد دي يا د ژوند چاري دي نن چي ټولنه په كوم لوري روانه ده او د رسنېو او ميډيا د لارې چې ځموږ اسلامى او پښتنى او افغاني دود دستور او وياړ ځائي د نورو بې شرمي په لور روان دي كه موږ په دهغه اوږده جنګ يا جهاد بوخت وو چي اوس يې هم ډېر مخالفت كوي چي د جګړه وګټى او مالى ته ورسوو چي هغه موږ د ټولني وشوي بدلون ته هغه وخت و ګورونو هر څه به موږ د سلاسه وركړي وي ښه به داوي چي موږ ټوله سره جرګه شو او پخپله يوه داسې لاره وسنجوو چي هغه ځموږ ديني او دينوي غوښتنى راپوره كوي شې نه پريدي او باندنيان ځكه چي ځموږ مشرانو ويلي دي چي نا تار د بې خپله خاونده نه راګرځي.. 

 

- بېرته شاته