(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په شګوکې دپښتونخوادګلونو غږ!

دا د عربو د دوبۍ تودې شګې دي، عرب باداران دي او د غريبو هېوادونو خلک د هغوى غلامان.

په عربو کې د اۤقا او غلام تصور اوس هم نه دی ختم.

عرب کفيلانو سره د پښتنو مزدورانو او مسافرو پاسپورټونه په ضمانت کې پراته دي. عرب کفيل بادار دی او پښتون افغان غلام!!

دلته ما ته دا راياد شي چې کلم مسلم اخوة، ټول مسلمانان وروڼه وروڼه دي. خو څنګه پښتانه د عرب بادار ورور کېدای شي!!؟؟

په اروپا کې ټول انګرېزان انسانان او وروڼه وروڼه دي. په ټول يورپ (اروپا) کې هر ځای ازاد ګرځېدلی شي. زه خو د خدای کور ته هم د کل مسلم اخوة په مانا نه شم تللى.

څوک چې تللي دى هغوى شېطانان په کاڼو ويشتي دي او د حاجي صاحب مرتبه يې تر لاسه کړې ده.

وس په کاڼو د شېطان د ويشتو قيمت هم ګران شوی دی. د پاکستان د حج اوقافو وزارت د خدای د کور په غلا کې اوس هم ککړ دی.

زه نن د پښتونخوا په غږ کې د دوبۍ د مسافرو مينه والو غږ خپروم!!

زما مينه وال نظار علي په مينه غږ راوکړ!!

"موږ له بي بي سي پښتو نه په پښتونخوا کې خپل غږونه، اوازونه او د زخمونو تصويرونه وينو. موږ ټول مسافر پښتانه دغه غږ نورو ته ليږو".

"عرب کفيلانو سره د پښتنو مزدورانو او مسافرو پاسپورټونه په ضمانت کې پراته دي. عرب کفيل بادار دی او پښتون افغان غلام!!"

اوس ستا غږ فقط په پېښور کې ډوب نه دی، د ټولې دنيا د ټول پښتون لپاره غږ دی.

زما د پښتو کالم عمر ۲۲کالو ته ورسېده، په دې ۲۲کالو کې را سره ډېر خواږه ترخه ټول شوي!!

څه عجيبه ده زه بوډا کيږم، زما کالم نو نور ځوان کيږي. د حمزه بابا د غزل په شان!!

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړمه

نن زه د يو مينه وال نظار علي په غږ کې د ټولو مسافرو مينه والو پېغام په مينه اخلم.

لکه چې د تودو دشته په شګو کې تږى ريدي ګل ولاړ دی. په خپله تنده کې هم پښتو پښتو کوي. د خپل زړه داغ ته نه ګوري خو د خپلې پښتونخوا او ټول افغان وطن په مخ داغونو ته ګوري. پوښتنه کوي چې دا مو په سپين مخ خالونه وو نو د خالونو نه داغونه چا جوړ کړل!!؟؟

څومره ګرانه پوښتنه ده خو د اوږدو جنګونو پوښتنه او ځواب اوس په يو بل کې ورک شوى دى ځکه چې:

چا ويل چې په کجوره کې ثواب دی

خلکو چغې کړې جهاد دی، انقلاب دی

څه عجيبه ټوکه وشوه په دا وخت کې

چې زموږه هغه پوښتنه زموږ جواب دی

زه چې د عربود دوبۍ له رنګينو شګو نه د خپلو تږو تږو مينه والو پېغام اخلم نو غواړم چې دلته ترې د پښتونخوا د ګلونو غږ جوړ کړم!!

مينه وال وايي چې:

"موږ ستړي او د ديدنونو تږي مسافر ضرور يو خو پښتانه يو. په پښتو وياړو او چې پښتو مو کچه کيږي نو شرميږو. دلته د پښتونخوا هنرمندان راشي، د پښتو تږي ورته کښيني چې دا زما د کلتور شونډې چې اوس وسپړل شي نو څه به وايي"!!؟؟

""موږ ستړي او د ديدنونو تږي مسافر ضرور يو خو پښتانه يو. په پښتو وياړو او چې پښتو مو کچه کيږي نو شرميږو. دلته د پښتونخوا هنرمندان راشي، د پښتو تږي ورته کښيني چې دا زما د کلتور شونډې چې اوس وسپړل شي نو څه به وايي"!!؟؟"

خو هغه ګل پاڼه چې د پښتو سندره شروع کړي نو دا وايي!!

''يارانې ته مې زړه کيږي''

يا دا ډول د پښتو نورې ډېرې سندرې چې په ژوندۍ بڼه په په سټېج وي او يا په سي ډي ګانو کې دې خوا راځي نو پښتانه ترې وشرميږي، حيا ورشي.

د وطنونو نه لرې پښتانه حېران شي چې دا شاعر څنګه پښتون دی!!؟؟

دا موسيقار څوک دی!!!؟؟

دا سندرغاړى څه دى!!؟؟

زموږ د پښتو فوک، زموږ ټپه، چاربېته، لوبه، سندره، بدله، نيمکۍ زموږ بوډا او زلمي غزل را واخله چې په مخونو کې به درته وينه توده کړي.

د غوږونو پوسکۍ به درته سرې کړي، مينه اور غورځنګ به درکې راپېدا کړي، وطن، لارې کوڅې، بورجلونه، محفلونه، پولي پټي، دشتې مېدانونه، غرونه، سيندونه، ګودرونه به درته جوړ کړي.

خو خدای خبر چې د پښتو په شاعرۍ کې دا جوج ماجوج له کومې خوا راغلی چې د پښتو دېوالونه يې وخوړل او اوس ټول پښتون کلتور خوري.

دا د ښکلو اوازونو ښکلي خلک، د فن په نوم د پښتو په نوم څوک خرڅوي؟؟

"دا د ښکلو اوازونو ښکلي خلک، د فن په نوم د پښتو په نوم څوک خرڅوي؟؟"

دا څنګه موسيقار دی چې د پښتو سازونه يې د کمپيوټر په دنيا کې ورک کړل، زما منګی او رباب يې مات کړل، سيتار يې انګريزى کړ، شپېلۍ يې بې سُره کريکه کړه.

طبله کې يې د طبله مار د زړه درزا ودروله، د باجي پردې يې په نوي ماشين کې ورکې کړې.

دمېدان سندرغاړي يې په کېسټ (پيته) کې بند کړل. فنکارې شونډې يې دروغجنې، دوکه مارې کړې، غږيږې پيتې او هنرمندان هسې شونډې رپوي.

دا د پښتو سوداګر څوک دی، چې پښتو او پښتون دواړه په شګو کې خرڅوي!!

دا څوک دى چې زموږ د پښتو سره د پنجاب شونډې خوزوي او ګډا کوي. زموږ پښتو د پردۍ ډمې په بربنډ توب کې ولې شرموي!؟؟

موږ د دوبۍ په تودو شګو کې خپله پښتونخوا غواړو وګورو. موږ يه قربان او يکه زار غواړو. تږي يو خو تنده راته په پښتو ماته کړئ په شرميدلې ادا نه!

نورالبشر نويد

- بېرته شاته