(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعر، هنر، ادب او ښکلا

د شعر، هنر، ادب او ښکلا په باره کې له لرغونې زمانې راهيسې هڅه کېږي چې که کوم کوټلی تعريف يې وشي. خو خبره لا د تعبير او تفسير له حدودو او دايرې څخه نه ده وتې. په لاندې کرښو کې په دې باره کې د کورنيو او بهرنيو کره کتونکيو او اديبانو له نظره ځينې تعريفونه وړاندې کېږي چې په حقيقت کې هماغه تعبيرونه او تفسيرونه دي. خبره زړه په زړه ده. البته، د ادبياتو د حوزې د ځوانو شاګردانو د مطالعې له پاره بې ګټې نه دي
استادان شعر د هغه رياضت ثمره ګڼي چې نتيجه يې د حسي- مفهومي بريا او غبرګون پنځول او بيانول دي چې په يوه ډول د ژوند د تفسير، مکاشفې او ورسره ورسره د ټولو حواسو او ادراکاتو د ګډون هڅه کوي. ژبه په دې پړاو کې د عالي حواسو او مفاهيمو د تحليلولو او ارائه کولو د اختياري او بياني عامل په توګه کار کوي. بناء، هر حسي او فکري اثر چې د کلمو په قالب کې واچول شي، خيال او مجاز ورسره ملګری شي، او اروايي تأثر او هيجان ايجاد کړي، هغه شعر دی.
ارسطو وايي چې د شعر پيدايښت له دوو علتونو سره چې د انسان په خټه او خمير کې دننه دي، تړاو لري. يو د تقليد غريزه ده او بل د وزن او آهنګ موندلو ځانګړتيا. شعر له لومړي علت (د تقليد له غريزې) څخه زېږي او خوند يې له دوه يم علت (د وزن او آهنګ موندلو له ځانګړتيا) څخه.
هارليت وايي چې شعر د تصوراتو او تأثراتو د اظهار ژبه ده او شيلې يې يوازې د تصوراتو اظهار ګڼي.
فرويډ وايي چې شعر او هنر د لاشعور وړانګې يا کرشمې دي. دی زياتوي چې هنرمند واقعيت نه ګوري او له جنون څخه چندانې لرې نه دی.
افلاتون وايي چې شاعر د انساني نفس يوازې غير عقلاني اړخ خوشالوي: هغه اړخ چې د لوی او واړه توپير نه شي کولی او عين شی کله لوی ويني او کله وړوکی. د افلاتون درسته نظريه دا ده چې شعر خطرناک شی دی. ځکه چې پر ځوانانو اغېز کوي او ډېر احتمال لري چې له لارې يې وکاږي. دی وايي، شعر له جدي مسألو سره کار نه لري. ځکه چې د شعر ‌‌‌ذاتي لوازم افسانه او داستان دی. دی زياتوي چې نور خلک تر شاعر د هغه پر شعر زيات پوهېږي. ځکه چې شعر د پوهې او معرفت له کبله نه ليکل کېږي. د افلاتون په مکالماتو کې تر ټولو مهم او مثبت تعليم مثل او تذکر دی. د تذکر نظريه وايي چې کله څه شی يادوئ، په حقيقت کې هغه معرفت له ذهن څخه استخراجېږي چې تر تولد له مخه مو درلود. د ده په وينا، پخوا تر دې چې دنيا ته راشئ، دغه معرفت درسره و.
ويکټور هوګو وايي چې هنر که د ښکلا پر ځای د نور څه په باره کې فکر وکا نو هغه بيا هنر نه دی.
سارتر د هنر له پاره د تعهد او التزام يا رسالت او اصالت د نظريې د وړاندې کولو له پاره استدلال کوي. هغه غواړي چې شعر له ادبياتو بېل کړي. هغه د ادبياتو له پاره تعهد او التزام ضروري ګڼلی دی.
استاد الفت ليکي چې د انسان په وجود کې دوه شيه ډېر ګران دي: يو زړه او بل دماغ. د هغه په وينا، له زړه نه شعر او ادب پيدا شوی او له دماغ نه علم او فلسفه. استاد الفت زياتوي چې شعر له زړه نه الهام اخلي. ځکه خو شعر د عواطفو او احساساتو ظهور او تجلي ته وايي.
زموږ د عصر شاعر پيرمحمد کاروان شعر د خبرو جوهر ګڼي- وايي چې له کمره يا غټې ډبرې څخه موملايي راوځي خو ځينې خلک يې د کاڼي اوښکې ګڼي. دی شعر دغه وړ تعبيروي. د ده په وينا، شعر د خبرو د ونې بوټي هغه يو ګل دی چې تر شا يې خوږه او خوندوره مېوه پټه وي.
مسيمويندس وايي چې شاعري د پټې خولې نقاشي ده او نقاشي د پټې خولې شاعري.
احسان طبري وايي چې شعر له څلورو ضروري عناصرو: فکر، احساس يا عاطفې، تخيل او آهنګ څخه رغېدلی دی.
فکر: قضاوت، پيغام او حکمت دی چې معرفت ځنې کېږي؛
احساس: د شاعر مجذوبوالی په شعر کې احساس پيدا کوي او څه شی چې له احساس څخه زېږي هغه سرايت دی. که شاعر مجذوب وي- خپلې جذبې ته سرايت ورکولی شي.
تخيل: د شعر د شخصيت مؤجد دی. ځکه چې شعر د خيال او فکر ګډه پديده ده. تخيل د تشبيهاتو، استعارو او څېرو په بڼه څرګندېږي او شاعرانه بيان پيدا کوي
آهنګ: له موسيقۍ سره د شعر خپلوي او خېښي د شاعرانه کلام په آهنګينوالي کې ده. باک يې نشته که دغه آهنګ له سجعې زېږېدلی وي او که د شعر د اجزاوو له موزونوالي څخه.
ايوان استاخوف وايي چې ښکلاپېژندنه هم زموږ تصور دی او هم زموږ د تصور عيني موضوع. د ده په وينا، هغه څه چې د ښکلاپېژندنې د خوند په توګه تجربه کوو، داسې يو حالت دی چې زموږ د احساس او عيني موضوع د متقابل اغېز په نتيجه کې ايجاد شوی دی. نو د استاخوف له نظره د ښکلاپېژندنې احساس عيني دی.
شفيعي کدکني وايي چې که د پخواني شعر ښکلا له تناسب او همآهنګۍ څخه پنځېدلې، نو د اوسني يا نوي شعر ښکلا د تناقضاتو له غوټه کولو څخه ايجاد شوې ده.
دوديزو منتقدانو ادبيات د مؤلف قدنما هنداره ګڼله. دوی د هر ادبي اثر په لوستلو سره د مؤلف شخصي احوال روښانه کاوه. د نقد دغه روش د محتوا اهميت جوتاوه. خو پخپله دغه محتوا هم په نهايت کې د بهرنيو عواملو تابع ګڼل کېده. لکه د مؤلف يا شاعر فلسفي مکتب يا اخلاقي نظام يا ارواپوهنه. خو فورمالسټانو په ادبي نقد کې د شکل د ځای ځايګي په محوري کولو سره ادبيات داسې يوې حوزې ته ورداخل کړل چې اوس يې خپل ذات او جوهر پيدا کړی دی.
فورمالسټان وايي چې شکل د محتوا مظهر يا ترجمان دی. دوی محتوا ته د رسېدا له پاره متفاوته شېوه لري- داسې شېوه چې له متن څخه بهرني عوامل (تاريخ، ژوندليک، او نور) د متن د تفسير او تعبير په برخه کې بې ربطه ګڼي. له متن څخه د بهرنيو عواملو بېلګه د شاعر قصد او د شعر هغه اغېز دی چې پر لوستونکي يې لري. د فورمالسټو تيوريسينانو (ويمسټ او بيرډزلی) په نظر له شعر ويلو څخه د هر شاعر مراد فقط تر هغه ځايه اهميت لري چې په متن کې يې تجلي پيدا کړې ده.
ټي. ايس. ايلټ چې د فورمالسټانو د نظرياتو په ترتيب او تدوين کې يې لوی نقش لرلی، وايي: د شاعر ذهن چې د شعر ليکلو له پاره لازمې وړتياوې ولري، نو مدام متفاوتې نظريې پخپلو کې سره مدغموي. دی د عادي انسان مثال ورکوي چې ميېنېږي او د سپينوزا آثار لولي. خو دغه دواړه تجربې هېڅ ګډه وجه نه سره لري. دغه راز، دغه تجربې د ليک د هغه ماشين له آواز سره چې دی ورباندې کار کوي يا د هغو خوړو له بوی سره چې دی يې پخوي، هېڅ ګډه وجه نه لري، خو د شاعر په ذهن کې چې عادي انسان نه دی، دغه وړ تجربې د نويو کليو او مقولو په بڼه رامنځ ته کېږي.
د ايليټ د وينا نتيجه دا ده چې کوم شی په ادبياتو کې واقعيت د واقعيت له بيا پنځېدا څخه بېلوي، هغه په دغه هره يوه تجربه کې د تضاد او تباين همدغه متفاوت نقش دی. په واقعي ژوند کې ډول ډول داسې ګډوډۍ دي چې انسان حيرانوي. خو په شعر کې بيا غوټه يا اضطراب د داسې يوې نړۍ د انسجام او پيوستون تومنه ده چې شاعر يې د تخيل په مرسته جوړوي.
د ايليټ او فورمالسټانو نظريات د شعر د ژبې باره کې تر څه حده د کالريج په نظرياتو کې جرړې لري. کالريج د ۱۹مې پېړۍ رومانټيک شاعر دی. دی وايي: د شعر ژبه داسې يوه ژبه ده چې متضاد يا متناقض کيفيتونه سره پخلا کوي او تعادل په کې راولي. د ده په باور، د شعر ژبه له ورځنۍ ژبې سره تفاوت لري.
کالريج چې فورمالسټان ځنې الهام اخلي، د ارګانيک مفهوم خبره کوي. هغه د شعر شکل د جزء او کل ترمنځ د ارګانيک پيوند ثمره ګڼله. د شعر بېلابېلې برخې او عناصر د شعر د محتوا او مضمون په مقتضا رامنځ ته کېږي او ورسره تناسب لري. د دغو اجزاؤو اغېز يو پر بل باندې کاملا همآهنګ دی او د همدغه اغېز په نتيجه کې شعر انسجام پيدا کوي. د فورمالسټانو له نظره د ادبي منتقد دنده په شعر کې د همدغه انسجام يا ارګانيک وحدت راسپړل دي.
kha lage khwaga lage
sta kata pa zra lage
.نور نظر مې نه لګي
sta pa wada sa bawar
sta pa wada sa lage

ta aw pa rehtia mena
da darogh me na lage

hagha sare haga shan
ase pama kha lage

da da muhabbat nasha
kofar she hala lage

da kata di her ma sha
da kata di kha lage

http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=2347

- بېرته شاته