(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو باچيانو د پښتو لپاره څه وکړه؟

د پښتو ژبي تاريخ ته چي ګورو نو ترا وسه پوري د پښتو ژبي ژوند او پر مخ تګ د خپل تاريخ ډېر درد ناکه او غمجن دوره لري. په دغه دوره کښي د پښتو په ضد چي نړۍ څومره زياتوبونه او د پښتو په خلاف کار کړی دی د هغه نه زيات د پښتو ژبي څخه پښتنو حکمرانانو غير سياسي فکر لرونکي شاعرانو او اديبانو کړی دی. څومره چي بېروني قوتوو د پښتو په خلاف کار کړی دی د هغه څو چنده پښتنو حکمرانانو  ظلم کړی دی. د اويستا او سنسکرت په شان پښتو هم پخوانۍ او زړه ژبه ده. چيري چي پښتو ژبه راځي هلته پښتون قام راځي په دغه کښي هيڅ شک شبه نشته چي پښتو تش يو ټکی نه دی. بلکه دغه د پښتنو دود، کلتور ، روايات او د تاريخ يوه مجموعه ده. د انساني معاشرې ارتقاهي عمل ته چي ګورو  انسانانو د موسمي حالات خوراک او د ځان حفاظت لپاره په مختلفو پړاوونو کښي سفرونه کړي دي. د نړۍ په نقښه کښي يې اېجاداد کړي دي. د مارکولو پولو يا نورو خلګو د خپل سفر يا د اېجادات په ترڅ کښي يې چي کم لټون کړی دی. بيا يې هغه لټون د خپل قام برخه ګرځولې ده. په دغه شان پښتنو هم د خپل تاريخ ډېر لوی سفرونه او منزلونه سر کړي دي. خو هلته اېجاد کم فتوحات يې زيات کړي دي. او دا هم د تاريخ يو جبراو الميه ده چي پښتنو حکمرانانو مصلح فتوحات کړي دي. هغه يې صرف د فتح ترحده ساتلي دي. او بيرته يې پريښي دي.که د هند ديلي تخت نسي، که د فارس اصفهان نسي خو بيرته ځيني راځي. فتح خو يې کړې ده خو پښتو ژبه يې نه ده په لاګو کړې بلکه د ژبي په معامله کښي  د خپل غلام په ژبه شوي دي. په دغه خبره ډېر خلګ خوا بده وي چي د پښتنو په غلطی باندي څوک به  څه نه وايي. صرف د هغو د فتوحاتو سندري به واياست، بالکل به د خپلو مشرانو د فتوحاتو سندري به وايو خو پخپلو غلطيوباندي څه بحث کوو. حقيقت حقيقت وي په هغه به سترګي  نه پټه وو بلکه د هغه غلطۍ ازاله به کوو چي بيا هغه غلطۍ ونسي موږ په خپلو مشرانو باندي وياړ کوو. پښتون شاعر وايي:
بد خوبونه وينم چي رښتيا نه شي
بيا مي ارامانونه نيمه خوا نسي
څو وارې ګټلې موږ بايللې ده
بيا مو دغه ګټلې د بل چا نسي

  پښتنو حکمرانانو چي څومره د پښتو خدمت کړی دی هغه په اووړو کښي د مالګي برابر هم نه دی. پښتنو حکمرانانو باچاهي ګټلې ده، حکمراني يې کړې ده خو د پښتو خدمت يې نه دی کړی. يو حکمران يا رياست چي د خپلي ژبي دپاره څومره خدمت او کار کولی سي هغه په زرګوونو ليکوالان ، اديبان نه سي کولی رياست يو ډېر لوی . طاقت او تحفظ وي چي مثال يې د پاکستان پخوانی صدر اعظم ذولفقار علي بهټو دی. هغه په خپل دور حکومت کښي په سندهـ کښي سندهي ژبه لازمي وګرځوله او شناختي کارډ يې په سندهي ژبه کړ حتی که عدالتي کاروايي ايف ائي ار په سندهي ژبه کښي کړی په ټوله سندهـ کښي ليک لوست نن په سندهي ژبه کښي دی. د هغه نتيجه ده چي نن سندهي په يو ژوندي قام د پاکستان په حکمرانۍ کښي د برابر حق داره ګڼل کيږي. دلته د پښتو ژبي په حواله پښتنو حکمرانانو چي څه کار کړی دی يا يې نه دی کړی هغه موږ په لاندي څو برخو کښي ويشلی دی.
1.     هغه پښتانه حکمرانان چي نسلاً خو پښتانه وو خو د پښتو څخه يې هيڅ تعلق نه وو.
2.     هغه پښتانه حکمرانان چي نسلاً خو پښتانه وو او پښتو يې ويله خو خپله مورنۍ ژبه يې تر پښو لاندي کړې وه.
3.     هغه پښتانه حکمرانان څوک چي په خپله هم پښتانه وو پښتو يې هم ويله او په رياستي سطح باندي يې خپلي د مورنۍ ژبي لپاره يې کار کاوه.
 دا هم يو حقيقت دی چي پښتنو حکمرانانو د خپلي حکمرانۍ لپاره يې په پښتو باندي يې سترګي پټي کړي دي ډېر څه يې حاصل کړي چا به لږ اختيار درلود چا به ډېر چا به نظرياتي سوچ درلود يا به نه خو تاوان د پښتو ژبي وسو .
حالانکه د سياست په ډګر کښي پښتانه ډېر خوږې او ترخې خاترې لري. ډېر درد ناکه او لړځېدلی شپې او ورځي يې ليدلي دي. خو وس دا وخت د حقيقت د ويلو دی چي پښتانه ليکوالان د خپلو غلطيو رابرسېره کولو بيا د هغه لپاره کړنلاره ټاکلو کښي خپل قلم او فکر پکار راولي په افغانستان کښي د امير کروړ څخه نيولي تر اوسني حامد کرزي، هندوستان کښي سلطان شهاب الدين غوري تر شيرشاه سوري، په ايران اصفهان کښي ميرويس نيکه نيولې تر شاه محمود هوتک ، په پاکستان کښي فيلډ مارشل ايوب خانه نيولې تر غلام اسحاق خانه رياست سوات کښي   سيد اکبر شاه تر ميا عبدالودود او رياست قلات کښي والي مير احمد يار خان نيولې تر خان قلات مير احمد يار خان پوري دغو شپږ باچاهي او حکمرانانو پښتو لپاره چي کوم کار کړی دی. يا دهغو په حکمرانی کښي چي پښتو کوم ځای ته رسېدلې ده . هغه د يو ډېر ژور تحقيق ضرورت لري دلته موږ په ډېر اختصار او په لنډو پلټنو باندي څه پلټنه کوو چي د پښتو ژبي په قسمت او ژوند باندي څه تر قلم لاندي راوستلي دي. دا به هر څوک مني او حقيقت ته به غاړي ايږدي. او په رښتيا باندي سترګي نه پټه وي چي هر پښتون حکمران چي په هغه کښي ډېر د پوی او د قلم خاوندان هم وو د پښتو پر ځای په فارسي، اردو او په نور و ژبو باندي ډېر مهربانه پاته سوي دي په پښتو او پښتانه باندي په مختلفو بانو د نورو ژبو نصاب مسلط کړی دی. دربار ، سرکار، دفتر او په نورو حکومتي چارو کښي د پښتو پر ځای نورو ژبو ته اهميت او ځای ورکړل سوی دی. په پښتو ژبي باندي بنديز لګول شوي . پښتو ژبي ته يې په خپل حکومت کښي د همسايه ژبي اهميت هم نه دی ورکړی . پښتو د سرکار او د دفتر څخه لري ساتلو باوجود پښتو لا هم وس ژوندی ده. چي دغه پخپله د يوې معجزې سره کم نه دی. يو پښتون ليکوال چي په علامه اقبال باندي پي ايچ ډي کړي ده ډاکټر عبدالرؤف رفيقي د خپلي پلټني په جريان کښي چي په پښتنو ليکوالانو، شاعرانو باندي تحقيقي مجموعه (شکرستان روه) په نوم کتاب کښي ۴۱۳پښتانه فارسي ګو شاعران راټول کړي دي چي په هغه کښي لوی احمد شاه بابا، تېمور شاه درانی، شاه شجاع الملک ، رحمان بابا، خوشال خان خټک، دوست محمد مومند(کامل مومند) علامه حبيبي صاحب ، بايذيد انصاري، صديق پسرلی، سلمان لائق ، کاظم خان شيدا ، حافظ رحمت خان پړيچ،ګل باچا الفت، مجاور احمد زيار او نور نوموړي شخصيات دي چي په فارسي کښي يې ليک او شاعري کړي ده. دومره اعظيم پښتون هستياني په فارسي ژبه کښي يې شاعري کړې ده او فارسي يې د خپل وطن ژبه ګڼلې ده. خو بلي خوا ته په ډېر افسوس يو فارسي زبان شاعر يا ليکوال نه سو پيدا چي چيري يې په غلطي کښي هم پښتو ته يې هم شيرين زبان يا پښتون قام ته يو مهذب قام ويلی وي. که پښتونو شاعرانو او ليکوالانو په خپله شاعري يا ليک کښي نوري ژبي نه وې ګډي کړې تحقيق او تخليق لپاره  سوچه پښتو يې خپله کړې وه نن به پښتنو کښي هم خليل جبران ، ټيګور ، ميکسم ګورکي يا شيکسپيئر غوندي نړۍ وال شخصيات پيدا کړي وای . پښتون شناخت به په ژوندي اونړۍ واله کچه به يو مهذب تعليم يافته د علم د پوهي په وجه خلګو پېژندی نن په نړۍ کښي پښتون خود کشه  ترهګر په نوم په نه يادې دی . که پښتونو شاعرانو او ليکوالانو لږ احساس کړی وای ولي به درباري غلامانه فرسوده او بوسيده فارسي به په پښتنو مسلطه کيده زه د فارسي څخه هيڅ بنده  نه لرم بلکه هغه پښتانه چي خپله کړې ده  پر هغو صرف افسوس کولی سم.
که د خپل ملت په خپله غمخور نه شي
هرګز نه که په پردي مړي ژړا څوک
       قربان د هغه اعظيم هستي علامه عبدالحی حبيبي صاحب چي په خپل علمي فکر او پوهي يې پښتو ژبه د پټي خزانه په ښکل کښي ثابته کړه چي پښتو د فارسي نه زياته خوږه لویه او پخوانۍ ژبه ده او د فارسي څخه يو نيم سل کاله مشره ده. نن فارسي د رياستي سرپرستۍ په وجه مسلطه ده ، چيري چي دپښتو ژبي ذکر راځي هغه پښتانه هېر ول ملي خيانت ګڼم چا چي د خپلي مورنۍ ژبي خدمت کړی دی . د علم و ادب کښي يې تحقيق کړی دی په هغه کښي لومړی معلوم  شاعر امير کروړ، لومړی پښتنه شاعره زرغونه کاکړه، لومړی نثر نګار ابو محمد هاشم اولنی سفر نامه خوشال خان خټک ، لومړی نقاد اخوند در وېزه ، لومړی ناول نګار سيد راحت زاخيلي، لومړی ډرامه نګار عبدالااکبر خان اکبر، لومړی افسانه نګار سيد راحت زاخيلي ، اولنی فلم رائټر امير حمزه شينواری او ترقي پسند ادب باني کاکا صنوبر حسين مومند تاريخ د هيچانه پټ نه دی . پښتو رسم الخط سلطان محمود غزنوي په دور حکومت  کښي وزير احمد حسن مېوندي په هدايت سيف الله د پښتو رسم الخط قام ته ورکړل که څه هم په هغه حواله څه ابهام سته د هغه لپاره مورخين او تحقيق  کونکو ته پلټنه پکار ده . افغان ملي رهبر ميروائس نيکه چي کله په
۱۶۷۳ – ۱۷۱۵کښي د ايران لښکر ګورګين ته ماته ورکړه دلته پښتو ژبي او د پښتنو تر مينځ نور نزدېکت پيدا شو . پښتو برته ژوندی سوه ځکه ميروائس نيکه په خپله د  پښتو علم او ادب څخه مينه درلوده او د هغه دورې خواږه شاعران چي په هغه کښي د ميروائس نيکه خپله مور نازو انا ، سپه سالار سيدال خان ناصر ، او سپه سالار داؤد خان هوتک ، ملا پيرمحمد مياجي او بابو جان بابئ وو چي په پټه خزانه کښي يې ذکر موجود دی د ميروائس نيکه د مرګ نه پس د هغه زوی شاه حسين هوتک د پښتو ژبي خدمت جاري وساتی او د پښتو ژبي ليکوالان و اديبانو څخه يې ښه اړيکي ساتلې دغه پښتون حکمران دور د پښتو خدمت په حواله ډېره ښه دوره وه او په دغه دوره کښي يې پښتو ادب و تاريخ ته يې تحريري شکل ورکړ او هغه تاريخ ژوندی کړ. هوتکي دورې وروسته احمد شاه بابا دورد پښتو لپاره ډېر کار وکړ او لومړی ځل يې "پير محمد کاکړ"پښتو ګرائمر صرف و نحو (معرفته الافغاني) ورکړ هم د په دغه د جريان کښي د روهلکنډ ښار لوی پښتون نواب حافظ رحمت خان پړيڅي علمي و ادبي خدمات د چا سره پټ نه دي او د هغو کورنۍ نواب مستجاب خان او نواب محبت خان فتوحات او په خاصه توګه د مورنۍ ژبي خدمت ته د قدر په سترګه ګوري او په دغه ډول د رياست هندوستان شير شاه سوري (فريد خان) هغه واحد پښتون حکمران وو چا چي پښتو زده کونکو او ويونکو ته جلا بونس ورکوی (وظيفه) د هوتکي دور څخه نيولې تر غازي امان الله خان پوري دغو پښتنو حکمرانانو څه نا څه د پښتنو لپاره څه کار کړی دی. خو  هغه وخت د پښتو ژبي د تباهي او بربادۍ اغاز وسو چي کله فرهنګي  دې خاوري ته د راتلو اراده وکړه او د پښتنو قوت منتشر کولو او د افغان خاوره نيولو لپاره په خپلو سازشونو باندي پيل وکړ په لومړی ځل يې د حبيب الله کلکاني (بچه سقاو)څخه نيولې د شاه د دورې پوري په پښتنو او پښتو باندي چي څه تېر سوي دي هغه به د تاريخ ليکونکي به په خپل ليک کښي راوستلي دي پروفېسر ډاکټر مجاور احمد زيار ليکي چي د غازي امان الله خان د تحقيق او د خدمت لار نيولي لپاره په لومړي ځل په اهل قلم او د پوی په خاوندانو باندي حمله وسوه دغه معلومه ده چي د نادر خان تعليم و تربيت چا او چيري وکړ. شاهي خاندان په سياسي کارکنانو صحافي او په اهل قلم باندي کم کم جبرونه وکړ څوک يې په پانسۍ راوزړول محب وطن خلګ يې د وطن څخه ويستل . په شاهي خاندان کښي ولي پښتوويونکي يو نر او ښځه نه سو پيدا د دغو ټولو خبرو جواب ډاکټر صالح محمد زيري په خپل کتاب د نيمي پېړۍ خاطرې او مجايد بريلوي افغانستان کل او آج او بيا په خاص توګه مير غلام محمد غبار په خپل کتاب په دويم جلد افغانستان د تاريخ په اږدو کښي په ډېر تفصيل بيان کړي دي چي هغه ويل د لوستونکو دپاره ډېر ضروري دي. د پښتو ژبي د خدمت په حواله هوتکي دور د تاريخ يوه شانداره دوره وه په دغه دوره کښي د پښتو ژبي علم او ادب او تحقيق لپاره ډېر کار وسو او فرنګي دور د تاريخ ډېر دردناکه او پښتون ژبي او علم ادب باندي توره تياره ده. د نادرخان په وخت کښي د قلم او د پوهي خاوندانو څخه چي کوم ظلم او زياتوبونه سوي دي د هغه نه زيات ظلم  د ظاهر شاه په دور کښي د ويش زلميان او د خلق د ملګرو څخه وسو په دغه دوره کښي په قلم او پوهي باندي بنديز وليګېدی د علم و ادب د تحقيق دروازې بندي سوې د جهالت پسماندګۍ او د ظلم دغه دوره د پښتون تاريخ ډېر دردناکه او بې رحمه دوره وه. خو بل اخر چي کله ظلم خپل انجام ته ورسېږي بيا په خپله په انقلاب بدل سي . په د ويش زلميانو باندي د فکر خورلو او سياسي فعاليت باندي پابندي يا بنديز لګېدو باوجود دغه زلميانو خپله مبارزه جاري وساتله تاريخ د دې خبري ګواه دی چي هټلر د يهوديانو سره دومره ظلم نه وکړی سومره ظلم چي د ويش زلميانو سره وسو. خو نن هغه فکر ژوندی دی او ظالمانه فکر خپل انجام ته ورسېدی.


خپلي ژبي خپل تهذيب وته چي شاکه
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه که
اول خپله ژبه پسته نو
ري ژبي
بې بنياده عمارت خو سمون نه که


نذر محمد بړيچ،جنوبي پښتونخوا، کوټه
[email protected]

 

- بېرته شاته