(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو بازار

پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده او لکه د  هرې مهربانې مور پښتو هم موږه کله  لوږې  ته نه ورکړي  او نن سبا چې د  مور په حرکت(دعا) او د پښتو په برکت په  موږ  څومره د پیسو باران دی  دومره باران به په  پشکال کی هم نه وی شوی.
خو دې باران دپاره لږ د بام سر ته ختل هم غواړي او هلته د باران سره سره ږلۍ هم زغمل غواړي. که  څوک لاندې په زمکه ولاړ وي او قد ې هم ټیټ وي نو  د یو بل   چا اوږو بام ته  خیژي یا د هغه چا لاس نیسي چی  تیار بام ته ختلی وی او  د پښتو د پیسو په باران لوند خیشت شوی وي.
دا باران دا لس یولس  کاله کیږي چی  د  نیویارک د ودانیو نه د  ختلي لوگي نه  جوړو شو وریځو  را شیوه کړی دی.  د دې باران تندر په یو چا غورځیدلی او د بریښنا رڼا ې د بل چا کور  روښانه کړیدی. په چا ې دلته امریکا کی څاڅکي وریدلي دي او څوک ې په چپو چپو  باران  کی لمدیدو دپاره افغانستان ته رسیدلی دی.
 ترجمانان،مشاورین،مبصرین،ماهرین،خبریالان،ژونالستان،لیکوالان، نطاقان او داسې ډیر نومونه دي چې نن سبا د پښتو په بازار کی خپل نرخ لگوي او بیه اخلي.
 بیا د هر چا د پښتو خپل خپل قیمت دی . که په  خارج  کی ې خرڅوي نو لږه بیه لري او ورسره به  ټیکس  هم ورکوي او نورې خرچې به هم  پرې راځي .خو که همدا پښتو په  خارجیانو باندې خپل وطن کی حسابوي نو بیا ې  نرخ هم زیات دی او مالیه هم نه لري . خو ژبه به د سر په بدل خرڅوې. نو هغه دا واي خدایه  د عزت سر او مال  پرد ه  می وکړې. نو دوی کې به ډیر کم داسې وي چی اخر  به ورته  خپل دریواړه شیان سلامت پاتې شي .اوس د هر چا خپله خوښه چې کوم  ورته ډیر گران دی. سر مال او که عزت .
مشران واي چې  خیټه خالي  شي نو بیا دماغ کار نه کوي یا غرض چې ډیر  شي نو  په مرض بدل شي او د مریض سړي نه دا طمعه مه کوه چې  یا به ستا پروا وکړي یا د ځان یا د جهان یا د افغان یا دافغانستان .
د پښتو بچیانو خپله مور پښتو   بازار ته راویستې ده  او هرچرته  چې یو څو ډالر پونډ یا یورو وویني نو بولي ې  لگوي  او بیا چا ته ویلی هم نشي چې چرته ې خرڅوم او په څو ې خرڅوم. نه خپل ټیلی فون نمبر درکوي نه درته خپل اصلي ادرس  ښاي .
 ویل کیږي چې دا وخت په دنیا کې د پښتو په نوم هره میاشت په میلونو ډالر مصرفیږي. دی کې  څوک د میاشت سل ل ډالر اخلي او څوک سل زره.خو داسې هم شته چی دپښتو تلویزوني او نورې شبکی لري چې همدا  غریبه پښتو  ورته لکونه ډالر راوړي.
  چا ته خپله پښتو لنگه شویده . څوک د بل د پیو مجنون دی. داسې هم شته چې ټول عمر ې  پښتو په  دې پوختو پوختو کې وهلې ده ، خو چی کله پوه شول چی ډالر یوازې د پښتو په ویلو ورکول کیږي. نو ورغلی دی او په ماته  گډه ه ژبه ې ویلي. زما ته هم  په پښتو درځي. یا چی په  خارج  کی واړه لوی شوي او بس دا دعوی لري چې مور پلار مې پښتانه وو او د اقتصادي بحران دلاسه  د نورو امریکاي کارونو نه وتلي دي ،  نو هغوي بیا  د انگلسي  دا جمله چی  ای نو پشتو. په پښتو کی داسی وایي.  زه  پشتو پیژنم .
بیا دا کسان چی کله د ترجمان په صفت  په لومړي ځل خپل وطن ته لاړ شي. نو که څوک ورته ووایی چی یو رکعت مونځ مې کړیدی.  دوه  رکعت نور کوم. نو دی ې ترجمه داسې کوي. دوه راکټه مې وار  کړیدي .دوه راکټه  لا پاتې دي. نو بیا دې نه پس د هغه مونځگزار به څه حال شوی وي. دا څه پټه خبر نه ده.
 که انټر نیټ گورې او که اخبارونه او که لارو کوڅو کی لوحې او اعلانونه  . همدا وایي چې  که پښتو مو ذده وي نو بیا مو د کال دوه لکه ډالره  تنخا مبارک شه. خو دې  سره شرط  دا دی چې انگریزی به ورسره راوړې.پښتو په وزن د انگریزۍ تلل کیږي. تشه پښتو یوازې هلته گټه کوي ، چې  د بل چل لیکلی  خبر درکړل شی  او ته ې په خپل زنانه غږ کی ولولې.
خو دی کی مشکل دا دی چې  په یوه  پښتنه چی په پښتو ویلو کې هم مشکل لري نو بیا به ې  کړکیچو ته  غوږ شه . هغه څنگه واي چې   نقل  خو به درته زه در کړم . عقل دې خدای درکړي.
ځیني نور چې  بیا  د پښتو تلویزوني  چینل چلوي . نو بیا پښتو لکه  اوړو کې د  مالگی په توگه استعمالوي. باقی مواد ې اردو فارسي او انگریزی وي. لکه چی یو کوربه په تلویزون داسې ویل.
گرانو ویوریز ته سلام پیش کووم.  ای هوپ چې تاسو به دا پروگرام انجوای  کوئ. زموږ نیکسټ سونگ چې  د  جیم خان  په غږ کی دی. تاسو ناظرینو ته یی ډولۍ کوومخو اول یو فون کال اخلو. بلې بفرماین.
بیا په فون کال کی چی کوم پښتون مخامخ شی .نو راشه که خبریږې.
څومره چې جنگ تودیږي. دومره د پښتو بازار گرمیږي. نوي نوي تلویزني او راډیوي شبکې پیلیږي . هغه پښتانه چې د پښتو د پیسو باران ته بام ته ختلي دي ، هغوی یو دوه کی حیران دي، چی تا ته شم که تا ته شم ،یوازې زما ځان دی.  یو طرفته ډانگ دی بل طرفته پړانگ.  هغه چې په کابل او پیښور کې   موسیسه په موسیسه   او دفتر دفتر خپله پښتو گرځوي او د نرخ خبرې کوي، هغوي هم  غواړي چې  د خارج بام ته وخیژي او د نیویارک د بلډنگونو نه د تورې بورې  د خبرو ترجمه وکړي.خو دا فرصت ډیره خواری زاري او آشناي غواړي  . اول به یو کال توره بوره کی تیروې . نو بیابه د نیویارک بازار ته راځې ، خو کله کله دا سودا د سر په بدل تمامه شي. یا به سر اوخورې یا به کامران شې.
هغه چا څه ښه ویلي  دي  چې پښتو یوه داسې ونه  ده چی یو تعداد   بچي ې لاندې اوبه ورکوي  او نور ې ې پاس د  څانگې  نه میوه اخلي . خو هغه چې  میوه ې خوري . هغوي ې د اوبو غم نه خوري  او هغه چی د خپلو وینو ، خولو او اوښکو اوبه ورکوي  هغوی ته ې یوازې  چینچو خوړلې میوه رسیږي.
 لایق زاده لایق وايي چې
چې  شي قربان په مینه هغه  یاران چرته دی
وخت دی بدل لایقهاوس  صادقان چرته دی
  چا د پښتو په نامه  چا په  پښتو وخوړه.
چا په فریب وخوړه .چا په دهوکو وخوړه .
چې حیا نه پیژني دنیا هغو وخوړه

- بېرته شاته