(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ابو ريحان البيروني


البيرونى په يوه غريبه کورنۍ کې پيداشوي ؤ اوپوره نوم يې  ابوريحان محمد بن احمد البيرونى  دى ، هغه په ٣٦٢ هجرى او ٩٧٢ ميلادې کال د ايران اړونده ښار خوارزم په خيوا سيمه کې پيداشوي دى . کوم چې له ښآر څخه بيرون پرته سيمه ده اوله همدې امله هغه ته البيرونى ويل کيږې .
هغه په يوه وخت فيليسوف ، مابعد التبعيات ، مذهب ،  تاريخ ، تقويم ، تهذيب ، آرټ ، ليسانيات ، شاعرى ، ارضيات ، ځمکه پيمانه کول ، جغرافيه ، علم الابدان ، طب ، معدنيات ، طبعيات ، کيميا ، د بريښنا علم ، رياضى ، علم نجوم او هيئت ، دلاس پيژندولو ، د علم جعفر او يوشميرنورو علمونوکې يوځانګړى ځاى لرې ، نه يوازې داچې په يادو ټولو علمونوکې يې جوره مطالعه لرله بلکې د هغې  په اساسى اصولو کې يې ډير والى رامنځته کړى اوهغه اصول چې هغه وضع کړيدې ترننه پورې د جديدو علمونو اصل  بنياد دى .
البيرونى په اصل کې د مشرق په تاريخ کې يو ځلانده ستورى بلکې د نړۍ يوه ځلانده  حيثيت دى په پيړيو د تيريدلو وروسته هم دهغه وضع کړاى شوې فنون لوستل کيږې .
ابوريحان البيرونى په يوه غريبه کورنۍ کې پيدا شوې ؤ اود علم د زده کړې عادت ورته له قدرت لخوا ورکړاى شوې ؤ په کوم وخت کې چې هغه پيداشوي دى هغه وخت د اتش پرستو زمانه وه ، په کلو او بانډو کې د اور عبادت کيده ، اود اور دعبادت کونکو زور شور ؤ ، پردغه مهال د مسلمانو شمير ډير لږ ؤ هاالتبه  حکمرانان يې مسلمانان ؤ اوله همدې امله هغوى ډير لږ ؤ خو په خپله عقيده ( اسلام ) باندې کلک ولاړؤ . البيرونى په همدغه مهال په خپل مذهب سره په تړاو لرلو سره له نورو مذهبونو وګړو سره روابط زيات کړل ، اوعلم لاسته راوړه اګر که په چين کې وې عمل يې وکړ ، هغه هرهغه ځاى پورې ورسيده چې د علم د لاسته راوړلو لپاره اړين ؤ .
هغه له هرهغه عالم څخه سره ليدل وکړل چې د علم د لاسته راوړلو توقع ترينه کيدله ، او هر هغه کتاب يې  ولوست له کوم کتاب څخه چې د هغه په علم او زده کړه کې ډيروالى رامنځته کيداشو ، هغه دعلم غوښتونکى او خوښونکى و اوپه پايله کې هغه ته بريا په لاس ورغلى ، هغه پرنړيواله ورورولۍ او دوستى ټينګار وکړ ، اود مذهب په اړه  اختلاف يې تريوه حده ياد کړل ، په کلک اسلام لرلو سربيره يې د فکر جمود  لويه ګنا ګڼلى ، هغه د ټولو مذاهبود کتابونو   مطالعه کړى وه ، ديونان وړاندنى فسلسفه يې هم لوستلى وه ، په هندى فسلسفه کې يې هم مطالعى ترسره کړ ى ، په کوم ځاى کې چې د علم د خوبۍ اړتيا رامنځته شوى هغه خوبي يې نړۍ والو ته وړاندى کړى ده ، دهغه د لويو کارونو څخه يوه يې چې څه يې زده کړى هغه يې نورو ته رسولى دى ، دعلم په مسئله کې هغه له بخل څخه کار نه دى اخيستلى ، اوددې خبرې ګواه د هغه تصانيف او داهم يو حقيقت دى چې نورو خلکوته د خپلو خبرو درسولو سليقه يې هم ځانګړى ده .
دالبيرونى د وړه کتوب پرمهال د خوارزم په رياست باندې د احمد بن محمد بن عراق حکمران ؤ اوله همدې له ياد هيواد ته عراق ويل کيږې ، هغه به د خپل د تره ځوى ابونصرمنصوربن عراق يادونه هروخت کوله ، اوکله چې دغه حکومت له زوال سره مخ شو پدې باندې البيرونى ډير خواشينى شو اودخپل هيواد د پريښودلو پريکړه يې وکړه او جرجان ته وکوچيده ، البيرونى په ٩٩٥ ميلادې کال جرجان  ته ورسيده ، پردغه مهال شمس العلماء قابوس بن دشګير قابوس حکمران ؤ قابوس د البيرونى ډير عزت وکړ او البيرونى څو کاله په جرجان کې تيرکړل ، هم دغه ځاى کې البيرونى خپل لومړنۍ عظيم تصنيف آثارالباقيه پاى ته ورساوه ، اوکله چې يې دهيواد حالات د ورتللو جوګه شول خپل وطن ته راستون شو اوپه ډير ا طمنان سره يې خپل ژوند پيل کړ ، هغه ٤٠٠ هجرى کال باندې خپل هيواد ته ستون شوي ؤ او تر ٤٠٧ هجرى کال پورې د خوارزم له دربار سره يې تړاو لره ، همدغه ځاى کې دهغه ملاقات له بوعلى سينا سره وشو د على بن مامون د بادشاهۍ پرمهال کوم چې د علم ښوونکى او ښه بادشاه تيرشوى دى ، د خوارزم بادشاه په دربارکې په علم طب کې د امام بوعلى سينا او البيرونى په څير د کمالونو شخصيتونه يوځاى شول ، اود خوارزم په دربارکې دهغوى د حيثيت اندازه لدې واقعى څخه کولاى شو يوه ورځ د خوارزم بادشاه چيرته روان ؤ اوپه هغه لارکې د البيرونى کور هم ؤ کله چې د بادشاه سوارلۍ دالبيرونى د کور مخې ته ورسيده بادشاه ټول خلک ودرول اوهغه يې راوباله ، البيرونى له کور څخه په راوتلوکې لږ وخت ډير تيرکړ ، نو بادشاه خپله سورلۍ تاوه کړه اود کوزيدو په حال کې ؤ چې البيرونى راښکاره شو او بادشاه ته يې قسم ورکړ چې تاسو مه کوزيږئ اوپدې باندې بادشاه يوشعر ولوست :
ژباړه : علم په خپل ځان کې يوه لوړه رتبه ده + اوخلک دهغې د لاسته راوړلو کوښښ کوي مګر علم پخپله د چاله خواله نه ځې بلکې دعلم لپاره تګ ته اړتياده .
لدې وروسته ورته بادشاه وويل چې چيرته د نړۍ رواج نه واى نومابه ته لدې ځايه څخه   د تيريدو پرمهال نوى راغوښتى بلکې زه به خپله درغلاى وم اوعلم يوه لوړه رتبه ده اوهغې دپاسه کومه بله لوړه رتبه نشته دى
په ٤٠٧ ه کال باندې سلطان محمود غزنوى خوارزم فتح کړ اودهغه ځاى ټول عالمان او پوهان يې له خپل ځان سره عزنى ته بوتلل ، اوپه هغوې کې البيرونى هم شتون درلود . اوپه غزنى کې د اوسيدو لو پرمهال هغه د بادشاه د دربار پورې تړاو لره ، سلطان محمود غزنوى د هغه لپاره يوه اداره جوړه کړي وه چې له هغې ځاى نه  البيرونى د ستورو مطالعه کوله ، البيرونى په عزنى کې دوه کلونه تيرکړل ، سلطان محمود عزنوى چې کله هندوستان فتح کړ نوهغه هم ورسره هندوستان ته ولاړ هغه د ځاى خلکو سره روابط زيات کړل دهغوى فرهنګ او کلتور او رواجو او مذهبونو جوره مطالعه وکړه ، سنسکرت بآندې يې عبور حاصل کړ او د هندوانو فرهنګ اوکلتور او مذهبى کتابونه يې لکه ، ديد ، پران ، راماين ، مها بهارت ، بهګوت ګيتا ، منو سمرتى ، برهمن سدهانت ، پتانجلى ، کبلاکې سنکها او ځينې د نورو کتابونو يې ولوستل ، او مشاهدات او د مطالعى لاسته راوړنى کې د قلم له خولى ويستلى ،  هغه په خپل تصنيف کتاب الهند کې دهغه ځاى ټولى واقعى ليکلى دى ، په کتاب الهند کې د ځاى خلکو د عقائدو او رسم په رواج په اړه بيلابيلې ليکنى کړى .
دسلطان محمود غزنوى څخه وروسته د هغه ځوى سلطان مسعود غزنوى پرتخت کيناست او هغه هم يو علم خوښونکى بادشاه ؤ اود البيرونى به يې ډير عزت او احترام کاوه ، او په بيلابيلو مسايلوکې به يې ترى مشورى اخيستلى

- بېرته شاته