(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو څنګه نړۍ واله شې

  ليكونكى:عبدالجبار كاكړ

موږ ټول په دي پوه يو چي په دولتي كچه د پښتو دپاره دومره زيار يا هڅه نه د شوي لكه د نورو ملكو د قامى ژبو سره دولتونو څومره خوارى او زيار كښلې دي دا ولي..؟ د يو اوږد بحث دي او دهغه ارومرو چيړنه غواړي آن دا چي پخپله پښتنو افغانانو چي پخپلو كښې په خپلو دربارونو كښې په پښتو خبرى سره كولي خو دوي نه كړل شول چي پښتو د خپل دولت دولتي ژبه وګرځوي او د پخوانيو پاچانو څخه نيولي بيا د نن ورځي د باچانو دولتي چارواكو پوري دوي به د پښتو دپاره كار كړي وي پخپله پښتانه افغانان خپلواك د پښتو لوئى شاعران پاته شوي دي خو دوي په دي نه دي تيار شوي چي پښتو د خپل دفتر ژبه وګرځوي او په دي هم موږ ټوله خبر يو چي پښتو تر هغه وخته پرمختيانه شې كولې چي پښتو دفتري ژبه نه وي شوي د حكومتو لخوا بشپړه پاملرنه نه وي شوي او د لومړيو زده كړو څخه نيولي بيا تر لووړو زده كړو پوري و پښتو ته وار او موقعه نه وي وركول شي او ددي د څنګه پښتو د عام وګړى د اقتصاد چاري نه وي وركړي مطلب دا چي پښتو و عام وګړي ته ډوډي وركړي نه وي ژبه وده نه شې كولي د بيلګي په ډول كه پښتو د ښوونځي ژبه شې نو به وګړي هڅه كوي چي و پښتو ته مخه كړي نو ډاكټري انجنئرنګ كرهنه او ټيكنالوجى كښې ګاريږى نو به نه يواځي ژبه وده كوي بلكې هغه نوي نوي توري او ايجادانو چي ورځ تر بلې كيږي د هغو به پښتو ټكي راووځي ددي د څنګه چي بيا پښتو دفتري ژبه وګرځول شې نو د پرمختيا ورونه به باندى پرانستل شې خو د بده مرغه په بشپړه ډول د پښتنو خپله ژبه نه دفتري شوي دي نه د ښوونځي ژبه شوي ده او نه د لوړو زده كړو ژبه جوړه شوي ده خو پښتو ولي په ځينو پښتني سيمو كښې د ښوونځي ژبه نه شوه په ځينو سيمو كښې د لوړو زده كړو او دفتر او اقتصاد ژبه نه شوه..؟ ددې پړه موږ په پخوانيو پښتو افغانانو پاچاهانو واچوو يا د اوسنې وخت په حكمرانانوواچوو يايې په خپل ولس او ګران پښتو واچوو..؟ كه په رښتيا ورته ځير شو نو ټوله پړه په پخوانيو پاچاهانو چي اوسنې حكمرانان او سياست مداران هم په كښې راځي دهغه ټول د هري لاري پړدي كښې ولس خو پخپله هڅه او په ډېرو خواريو پښتو ودي اوسنې پړاو پوري را رسولي ده كه څه هم خپلو اوپره دوددوي مخ نوي په هر ځائى باندى كړي دي تر كومه چي د پښتو خبره ده پښتو يوه لرغونى تاريخى پر مخ تللې او مترقى ژبه ده او د هري لاري بشپړه ده كه دولت او حكومت لخوا و پښتو ته د نورو ژبو وارو كار كيدلي نو به نن پښتو د نړۍ د پرمخ تللو ژبو څخه يوه ژبه وي. خو د بده مرغه ځموږ د هغه د حكمرانانو او سياست مدارانو كهول خبري ډيرى كوي خو عمل يې په صفر كښې ضرب دى.

     تېره اونې په انټرنيټ باندي يو ليك پښتو د انټرنيټ ژبه د ښاغلي رحمت ديوان ولوستي چي د نورو معلوماتو د څنګه دا ټكي هم راغلي وو چي پښتانه يووالي او اتفاق نه لري او ددي د څنګه يې يو ټيكنيكل خبره هم كړي وه چي پښتانه پخپله پښتو په بيلو بيلو تورو كاږي او يو توري لس رنګه ليكل كيږي نو به څنګه نو به ايم ايس ورډ پروګرام به څنګه سم كړي لكه دا چي موږ يوتوري په څو څو ډول ليكو لكه مونږ، موژ، موز، كښې،كښي،كشې،كشي ،كي،كې، طمع، طمه، تمه او داسي نور ډېر توري دي چي هر يو يې پخپله خوښه ليكي اوګاره وي يې چي د دوي داخبره ډېره په ځائىده.

     پوهاند وائي چي يو قام كښې د منځه وړل غواړي نود دوي ژبه د منځ څخه وباسه او دا خبره بشپړه په ځائى ده چي د پښتنو او پښتو د مينځ څخه د وړلو دپاره ډېري هڅي شوي او اوس هم رواني دي دا اوسنې ناورين چي د څو لسيځو څخه چي په پښتنو او افغانانو كوم ناورين دي دا څه دي..؟ چي د پښتنو افغانانو په وژلو باندي يوه سر په نه كوي كه د وخت شوروي اتحاد وو او كه اوسنې د سولي په نامه راغلي دي د دواړو لورو مخه هم داوه هم ده چي پښتانه څنګه د مينځ څخه واستل شي چي په دهغه كښې خپله پښتانه اوافغانان شامل دي او دهغه ګاونډيان دي چي دا ټولي چاري ورته برابري كړي دا بيل اړخ او بحث دي چي په دي ليك كښې ځائى نه لري داخبره چي پښتانه يووالى او اتفاق نه لري د دوي خبره پخپل ځائي سمه ده خو كه د نړۍ په يوه بل قام باندى د كركي او نفرت او بې اتفاقى او نوري ناخوالي تېري شي نو به داسې قامونه د مينځ څخه ولاړشې خو بيرته هم دهغه پښتون دي چي ځان يې ورته ټينګ كړي دي كه څه هم ډېر يې لړځولي دي خو بيرته هم دهغه ګرانه پښتو ده چي د پښتانه شمله يې جګه ساتلي ده نو ځكه چي ځموږ دښمنانو اوس د پښتو و ګډوډي ته ملاتړلي ده چي په دوي كښې ځموږ ځيني نا پوه پښتانه ليكوالان هم راځي چي دوي د نورو سازشو ته وده وركوي.

     كه دنن څخه ديش څلويښت كاله د مخه موږ دپښتو ژبى ليكني او كتابونه و ګورونو يو ډول توپير د پښتو په ليك دود كښې نه ليدل كيږي خو د دا درې لسيځو څخه ولي دومره لاس وهنه شوي يا كيږي دا هر څه هم ددي دپاره روانه ده چي پښتو سره ګډوډه شې چي يوه خواته د پښتنو په مينځ كښې د لهجي په سرتوپير راشي او بيا ورو ورو يې په پښتو لاس بر كړي زه دهغه ليكوالانو څخه په ډېره درناوي پوښتنه كوم چي  دوي پښتو په لهجو ويشي دوي د چا دپاره كار كوي يا دوي دوني ناپوه دي..؟ نوديش څلويښت كاله د مخه چي ځموږ خدائى بخښلو ليكوالانو څه ليكلي وو هغه سم نه وو خو خبره داده چي ځموږ تېرو ليكوالانو پښتو ته ګټه رسولي وه يا اوسني ليكوالان ګټه يا زيان رسوي..؟ د تحليل او شته دي خپله وكړي او بيا دي د خپل وجدان سره سم و پښتون افغان ولس ته وړاندي كړي ددي سره سره چي ټولو پښتنو افغانانو په ګډه په وارو وارو غونډي كړي دي او وروسته پريكړه يې په نتهياګلي كښې كړي وي هغه څوك دي چي د شوي پريكړو څخه سرغړونه كوى.

     دا د منلو وړخبره ده چي د نورو ژبو وارو پښتو په بيلو بيلو ږغونو (لهجو) كښې ويل كيږي كه موږ پښتو ليك دودوږغونو او لهجو ته واړوو نو به پښتو ليك دود په څومرو برخو و ويشل شي اود پښتو ځانګړي ټكى چي د نورو ژبو سره توپير لري دابه موږ څه په كوو د بيلګي په ډول كه ښ په خ بدل شې ږ په ګ بدله شې ځ په ز بدله شې څ په س بدله شې او ڼ لكه ځيني ليكوالان چي اوس نه ګاروي نو بيا د اردو او فارسي سره به پښتو كوم توپير ولري....؟ هم دهغه د دښمنانو هڅه ده چي دوي پښتو د مينځ څخه د وړلو دپاره د كلو كلو څخه كار كوي او ځموږ پښتانه چي هم دهغه كار كوي و دوي ته به موږ كوم نوم وركوو..؟ رښتيا خبره ده چي كله په افغانستان كښې مركزى حكومت د مينځ څخه ولاړي او په كابل باندي چورګډشو په زياته بيا د آثارو د مينځ څخه د وړلو جنايت وشو همپه هغه شپو او ورځو كښې په پښتو كلك ګوځارو شو او دا هڅه په لويه كچه وشوه چي د پښتو ځانګړي ټكي د پښتو څخه واستل شي پاته شو هغه ليكوالان چي دوي د پښتو د خپلو تورو په ځائى د نورو ژبو توري راوړي هغه هم نه شې بري كيدلي كه دوي كار په ناپوهي كوي يا يې په كسته كوي خو دا هر څه د پښتو ته د ګټي ورسولو په ځائى و پښتو ته زيان رسوي چي يو هغه پښتون چي هغه د پښتو او د خپل ټاټوبى خوا خوږي ددي اجازت كله هم نه شې وركولي

   دلته د ارواښادخان عبدالولى خان د رښتيا رښتيا كتاب څخه يوه بيلګه د ليك وړاندي كوم پرنګي په دي پوه وي پښتون دوه مشران لري يو ديني او بل دينوي تراوسه پوري پيړنګى په دنياوي مشرانو ملاتړله هغه د ډېر تكل او كوشش نه پس په دي نتيجه رسيدلي وو چي پښتون ډېر خو د داره اوتورزن قام دي ولې ده كښې دهغه وخت دمعاشرې قبائيلي ژوندون د سردار ې نظام دلاندي داجتماعيت تصورنه شته ځان ځانې او انفراديت لري.

     وګورى چي څوني سوچه خواپاكى او روانې پښتو يې ليكل ده كه د بلې ژبې يو توري نيم اوچت كړي دي خو د څنګه يې پښتو تورو د پوهني دپاره راوړي دى

- بېرته شاته