(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کرزی باندې د توکم پالنې تورونه

 

لیکنه: عبید الله حسام

په ځینې ویب پاڼو کې مطالب لیکل کیږي چې د افغانستان ولسمشر کرزی د پښتنو پلوي کوي او تبعیض ته لمنه وهي او پښتانه حمایه کوي. ماته ډیره د حیرانۍ خبره بریښي، په یوې ویب پاڼه کې یو مطلب خپور شوی او سرلیک یې دی : تبعیض قومی در هدایت رئیس جمهور کرزی به وزارت دفاع .

په دې خبر کې لیکل شوی چې د کرزي د حکومت یوه ځانګړتیا د غیر پشتون لوی اکثریت په خلاف د توکم پالنې چلند دی چې دا عمل ورځ په ورځ په ډیری وزارتونو او دولتي ارګانونو کې د ډیریدو په حال کې دی.

یکی از ویژه گی های حکومت کرزی، رفتار تبعیض آمیز برعلیه اکثریت بزرگ غیرپشتون افغانستان بشمار می رود. که این عمل ضد بشری، روز به روز در سایر وزارت و ارگان های دولتی محسوس تر می شود.”

اول خو دا چې دا غریبانان خپل ځان لوی اکثریت بولي په داسې حال کې چې څو موده وړاندې د افغانستان د علومو اکاډمي په خپله سرشمیرنه کې د پښتنو فیصدي په سلو کې دوشپیته فیصده د تاجکانو دولس سلنه، د هزاره توکم نهه سلنه او پاتي نور قومونه ۱۴ سلنه جوړوي.

په دغه کتاب کې راغلي چې پښتانه په بې ساري توګه په هیواد کې ډیر شوي او یو مهال دغه شمیره شاوخوا څه باندي ۵۰ وه.

کله چې دا تریخ حقیقت د مقاماتو او خلکو ترغوږو شو نو د پښتنو تش په نامه مشر د خونخور محقق(چې د زرګونه بیګناه پښتنو وینې یې څکلي او له ښځو یې سینې غوڅې کړي) په اشاره د علومو د اکاډمي رییس او درې نور غړي یې له خپلو دندو ګوښه کړل.

دا دولس او یا نهه فیصده خلک راپاڅیږي او ځان ته لوی اکثرت وایي. زه خو په رښتیا نه پوهیږم چې دا خلک ولې ځان غولوي، یا دا خلک ډیر هوښیار او یاهم ډیر بیعقله دي.

دا خلک لا اوس هم خشحاله ندي او په  کرزي د تعصب یا تبعیض تورونه لږوي خو کزری لالا په دې نپوهیږي چې له دوی سره چې څومره ښه کوي هغه ورته په بدو اوړي.

 هغه پنجشیریان چې د بلمنګې ډوډۍ له لاسه یې رنګونه تک ژیړ نیولي وه او  یو من مالګه به یې په اوه لکه افغانۍ اخیسته نن د ټول افغانستان بدمعاشان ځان بولي، د نړۍ تر ټولو لکس بلډنګونه د دوی دي، په دولتي اداروکې خو ان د کرزي تر لومړۍ مرستیالۍ رسیدلي، په خارجي ممالکو کې ترنورو جګ لوړپورې ودانۍ دوی جوړې کړي.

او هغه هزارګان چې جوالیتوب یې د ژوند روستۍ پړاو و نن په تورو لندکروزرنو کې کته پورته کیږي. په پوهنتون کې د نور ټولونه دوی زیات لیدل کیږي، خارج ته د تحصیل لپاره دوی ځي، ځیني د پارلمان وکیلان او د وزراتونو وزیران دوی دي.

همدوی راپاڅیږي او کرزی په دې تورني چې تعصب کوي او پښتنو ته د نورو پر وړاندې لومړیتوب ورکوي.

زه خو وایم چې لس کاله د کرزي لاسونو او پښې مچو کړۍ هم کمه ده. ځکه که هر بل حکومت راغلی وای په ولا که مو پکې دومره پرمختګ کړی وی.

مونږ پښتانه چې د هر سیاست قرباني یو، په هره مرمۍ مونږ مرو، د کفري زبرځواکونو هر عملیات ځمونږ په کورنو وي، د ولږې مونږ مرو، د تروریست نوم په مونږ ایښودل کیږي، ترهګر مونږ بلل کیږو او هر غم د پښتنو په کور دی که په لر دي که بر. د دې دومره کړاونو سره سره مونږ هیڅ نه وایو بیا دوی راپاڅیږي او د تعصب ګوته کرزي ته نیسي.

زه له دوی نه څو پوښتنې لرم

ایا تاتر اوسه اوریدلی چې د کوم هزاره یا تاجک په کور دې چاپه وهل شوی وي؟

ایا تر اوسه د کوم هزاره یا تاجک په کلي کې بم چاودلی؟

ایا تراوسه کوم هزاره یا تاجک د ګوانټانامو په زندان کې یوه شپه تیره کړې؟

خو نه هیڅ کله دا کار ندی شوی.

هغه یو متل دی وی په مرګ یې ونیسه چې په تبه خپله راځي شي.

دوی هم همداسې چل کوي تورنو لږوي چې ترڅو ورته د خلکو پام نشي چې ولې دا خلک دومره ارام او هوسا ژوند کوي.

پښتون قوم ته الله (ج) ډیره حوصله وکړې او په اسانۍ څه نه وايي او د هرڅه د الله د لورې بولي او په بدل کې یې د الله (ج) څخه د امن او اجر غوښتونکي دي.

په اخر کې د ټولو غاړو څخه چې د پښتنو په ځپلو کې ښکیل دي غوښتنه کوو چې په نازوانه بریدودنو، بمباریو، ځوانمرګو او چاودنو یې د ملکي وګړو وینې متویوۍ.

پریږدۍ چې دا ولس هم د نورو په څیر ارام ژوند، وده او پرمختګ وکړي، کنه نو!

خونه د پښتون چې پکښې پاکه خدایه ړنګه ده

دا دنیا دې اور واخلي، دا دنیا بدرنګه ده.

 

- بېرته شاته