(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د۷۵يمې کاليزې په پاسلنه کې

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار

                                   اکسفورډ، جولای۲۰۱۲

ما داپرېل له پېنځمې راهيسې په نږه درېگونې(پخوانۍ، اوسنۍ او رغنۍ) پښتو وييپانگه کې داسې ټکي ونه شو موندلای، د فرهنگيالو او فرهنگپالو دوستانو د هغو بېسارو مينو او لورېينو رښته پرځای کړم چې زما د پېنځه اويايمې زېږکا ليزې  او شپېته کلن فرهنگي خدمت د نمانځنې په موخه را په برخه کړې دي.

دا زماپه گرد ژوند او بيا شپاړس کلنه جلاوطنۍ کې ړومبی ځل وو چې د پوهې او فرهنگ خواخوږي استازي او مينه وال دومره لوړاوی او زړه غټاوی  رابښي. هغه هم  په پوره باور د دې لپاره چې تر هرڅه له مخه له ژبپوهنيز پلوه، پر هېوادني او جهاني کچ د وروسته پاتې پښتو د سيا لونې هاندوهڅې لا پسې توندې تېزې کړم او په ټول واک ووس ورته تر وروستۍ سلگۍ اوږه ورکړم. نو له دې کبله يې زه هم له منندويۍ او ژمندويۍ نه پرته نورڅه د ادا ينې لپاره نه لرم.

په لندن کې د هرې ياد غونډې او نمانځغونډې مخکښ سازمانوونکی د((انجمن هنر و فرهنگ افغانستان)) مشر لندن مېشتی افغان فوتوژورنالېست گران او هڅاندفقير ميونددی. مخکښ په دې چې دی  دخپل هېواد د پوهې او فرهنگ د مړو او ژوندو خدمتگارانو  ((کالښود))  تل په جېب کې گرځوي. همداچې  يې تلين يا زوکړه  له گردې شمېرې(صفر، ۵) سره سمون وخوري، له نورو ټولنو او بېلابېلومينه والو سره شريکوي. نو زما پېنځه شپېتمه، اويايمه او سږنۍ پېنځه اويايمه زېږکاليزه هم  دهمدې لړۍ له بېلگو څخه بلل کېږي.

هرگوره، له يوې تر بلې نمانځنې يې هم سيده او ناسيده ځان او نور شريکباڼي پردې باوري کړي چې ماد پوهې او فرهنگ په ډگر کې څه نوې نوې  زياتونې کړې دي!

سږ کال يې بيا چې څنگه د تېر په څېر تر ټاکلې نېټې مياشت دوې وړاندې  ټوليزه خبرتيا تر بهر مېشتو برېښنايي رسنيو ورسوله، دگڼو دوستانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. په دغه لړ کې يو سل و شلو فرهنگيالو او فرهنگپالو د لندن په نمانځغونډه کې برخه واخېسته او خپلې ليکنې، شعرونه، ويناوې يې پکې واورولې او  نورو، څه د رسنيو او څه د برېښليکو نو له لارې خپلې مينې او لورېينې را زبادې کړې. ما سم له لاسه همدومره وکړای شو چې د يوه نومليک په ترڅ کې د هغو گردو درنو سټو پر نومونو او سرليکونو بسنه وکړم.

 

لومړی- خپرې شوې ليکنې او رالېږلي پيغامونه

۱) پوهنمل حاجي محمدنوزادی: زيارونه او وياړونه(ډنمارک)

۲) پوهندوی محمد آصف بهاند: زيار، زغم او بری(ډنمارک)

۳) سمسور حبيبي(ډنمارک)

۴) دوکتور نصيراحمد: (هالېنډ)

۵) انجنير قادر مسعود(هالېنډ)

۶)صديق رهپو طرزی:  داکتر زيار و جايگاه دانشی اش(المان)

۷) حنيف بکتاش: (لندن)

۸) سيد حسين هاشمي پاچا: عمر مو ډېر شه (اکسفورډ)

۹) دوکتور محمد اعظم فاروق: زيار د همداسې پرتمينې نمانځغونډې وړتيا لري(کابل).

دويم- د لندن بنډار( آريانا هوټل ۵اپرېل ۱۲)

 د گډونوالونومونه او ليکنې، ويناوې او شعرونه:

۱) محمد فقير ميوند: پرانېستونې وينا

۲) غلام محمد کامه وال: شعر.

۳) سادات: يو پارسي او بل پښتو شعر.

۴)دوکتور صلاح الدين سعيدي: د ډېورنډلاين جرگې مشر پيغام(لندن)

۵) افضل ټکور: د استاد زيار ښوونيز مېتود.

۶)  دوکتور قادر نبوي: شعر.

۷) دوکتور خسرو سنگروال: د ابن سينا ((غږيزوتارونه)) د استاد زيار يوه انگرېزي څېړنه.  

۸)آصف خرمی: انديشه و زنده گی پوهاند دکتور زيار.

۹) شاه بی بی شاه: شعر.

۱۰) شهباز ايرج: شعر((... روزی رسداگرچه مانيست شويم- گويند خلايق که هنوز است زيار)).

۱۱) محمد معصوم هوتک: گران استاد زيار ته د درناوي سر ټيټوم.

۱۲) رضا محمدی: شعر کمترين فضيلت استاد زيار.

۱۳) اکبر کرگر: ((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې)) د استاد زيار يو بېساری تاريخي اثر.

۱۴) شريف فولاد: له پوهاند زيار سره دېرش کلنه پېژندويي

۱۵) پوهنمل محمود نظري: د پوهاند استاد زيار په شعرکې طنز، هزل، هجو او...

۱۶) دستگير نايل:  ارزش کارهای آفرينشی و پژوهشي استاد زيار.

۱۷)  زرغونه رسا: په علمي، فرهنگي، سياسي او ټولنيزو ناستو غونډوکې د ښځمنو برخه.

۱۸) اسره زيار: د استاد زيار دوه لنډ شعرونه (د غږيز ليک له مخې)

 

پښتيانا زيار: د مننې وينا

زه مو په سلامونو نمانځم. د خپلې مور، ورور او نورو کورنيو غړو په استازۍ تاسې ټولو ښاغلو او اغلو فرهنگيانو او فرهنگپالو ته د زړه له تله خپلې پښتني- افغاني مننې او پېرزوينې وړاندې کوم او په دې لړکې د لندن مېشتو فرهنگي ټولنو له مخکښانو او په ځانگړي ډول وتلي رسنوال فقير ميوند، د افغاني مېرمنو د ټولنې مشرې زرغونه جانې رسا، پياوړو شاعرانو او ليکوالو او سازمانوونکيو غلام محمد کامه وال، افضل ټکور، کريم شيرين، سليم حيات، وکيل سوله مل شينواری، سيال شينواري، ماري شيرزاد، قدوس لمر، فداجان نظري، نعيم عسکريار، انجنير نثاراحمد او د غونډې گردو ښاغلو او اغلو ويناوالو او گډونوالو، د پيغامونو را لېږونکو او بسپڼو ورکوونکو او په ځانگړې ډول له نوښتگر شاعر نظيف تکل څخه چې د غونډې وياندي  يې په خورا ښه توگه پرمخ يوړه او بيا له خوږ غږو سندربولوکريم جان لمر، ميوند جان او يوسف جان محمود څخه چې په خپلو جادويي نغمو او ساز اواز يې زموږ بنډار لاپسې رنگين او پرتمين کړ، د زړه له کومي منندويي څرگندوم.

زه د پلار پر پلارولۍ ترهرڅه مخکې پر دې وياړم چې هېڅکله يې ټولنيز او انساني ژوند له ځانگړي او کورني ژونده ځارکړی نه دی او بيا په هغو کمپېښو پوهانو او فرهنگيانو کې راځي چې خپلې ټولې علمي- فرهنگي هلې ځلې يې  د انسان او انسانيت چوپړ ته ځانگړې کړې دي.  نوله همدې گوټپېره يې  د افغان هېواد د سولې مخکښ نوښتگر ډاکتر صاحب فا روق اعظم د لومړي رالېږلي پيغام پخلی کوم چې زما پلار يې د يوې همداسې سترې او پر تمينې نماځغونډې جوگه بللی دی.

په ټوله افغاني- انساني مينه او مننه

- بېرته شاته