(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکټرعنایت باید د سیاسي معاملو ښکار نه شي

وروسته له ډېرو ناهیلیو او ستونزو د لوړو زده کړو وزارت معیاري کېدو خواته روان دی. کله چې په لومړي ځل ډاکټرعبیدالله عبید د لوړو زده کړو وزارت لپاره وپيژندل شو، د زړه له تله په خواشینی شوم او د ملګرو په ګډون مو خپلې هلې ځلې وکړې تر څو د نوموړي مخه ونیسو. موږ په دې اند وو چې د ده په راتګ سره به د لوړو زده کړو وزارت نور هم په په تعصبي کړیو کې ښکېل شي. خو تر دې دمه د توقع خلاف په لوړو زده کړو وزارت کې ځینې په ځای تبدیلۍ شوي، او ځینې داسې کسان یې له دندو لرې کړي چې زموږ تمه وه باید لري شي. ډېرو پښتنو دا تمه درلوده چې د لوړو زده کړو په وزارت کې هغه په نامه پښتانه باید له دندو لري شي چې د پښتنو په نامه یې ځای نیولی اما نه د پښتنو او نه هم د افغانان لپاره د محافظه کارۍ له امله کار کړي. دوی یو په بل پسې دغه ډول پښتانه لري کړل او په ځای یې تر اوسه تکړه او په ځای خلک راوستلي دي.
د بهرنیو اړیکې د ریاست لپاره یې هم پښتون ګمارلی، د اداري چارو رئیس یې هم په اغلب ګمان پښتون ټاکلی او اداري مرستیال یې ښاغلی ګل حسن ولي زی ټاکلی چې تر ډېره خلک د خوست په پوهنتون کې ترې خوښ دي او تمه ده چې دی به په خپله نوې دنده کې هم ښه وځلیږي. استاد مکمل الکوزی یې د بلخ پوهنتون د رئیس په توګه ټاکلی او د ده په شان یې نور هم ډېر تکړه کسان په دندو ګمارلي. سره له دې چې وزارت په خپل وروستي اقدام کې د لوړو زده کړو وزارت ۳۲تنه کسان تقاعد ته سوق کړي، دا کار ځینې ستونزې لري خو په دې ډله کې د کابل پوهنتون پخوانی رئیس پوهاند حمیدالله امین هم شامل دی. په ظاهر ښاغلي کرزي دوی ته ډاډ ورکړی چې ستاسې له ډلې به ځینې خلک بېرته خپلې دندې پیل کړي.
خو یوې باوري سرچینې ویلي چې وزیر کلک دی چې د کابل پوهنتون رئیس د تقاعد په پلمه له دې ځایه لري او د خپل خوښې وړ کس دلته وګماري. د سرچینې په حواله چې ډاکټر طاهر عنایت د وزیر له خوا جمهوري ریاست ته پيژندل شوی خو لا تر اوسه له هغه ځایه کوم غبرګون مالوم نه دی.
ډاکټرعنایت مخکې تر دې د ننګرهار پوهنتون د سلاکار په توګه دنده درلوده چې د خپلې مافوق دوکتورا لپاره ایټالیا ته ولاړ او هلته یې خپل علمي او تحقیقاتي کارونه کول. د ننګرهار تر دندې مخکې یې د کابل د تعلیم او تربیه پوهنتون د ریاست چارې ور په غاړه وې. د کابل پوهنتون پنځه کلن منتخب رئیس هم پاتې شوی. نوموړي د کابل د تعلیم او تربیې په پوهنتون کې په خپله لنډه موده کار کې د پوهنتون په هر ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او د یوه فعال کس په توګه د افغان اداري چارواکو تر منځ پيژندل شوی وو. نو ځکه ځینې سیاسي او متعصبو کړیو د داسې یوه مناسب، وړ او پاک سړي شتون په دې پوهنتون کې ونشو زغملای او د دسیسو ښکار شو. تر دې چې د لوړو زده کړو وزارت د وخت متعصبه چارواکو له دندې ګوښه او ننګرهار پوهنتون ته یې واستولو.
دا چې ډاکټرعنایت ولې له تعلیم او تربیه څخه لرې شو په دې اړه مې ډېرې مفصلې لیکنې کړي او ډېری دوستان د هغه سره د دغه ناوړه چلند په علتونه خبر دي. خو په ټوله کې عمده علتونه د غیرپښتنو نهائي تعصبو او د پښتنو محافظه کاري د دې باعث شوه چې ډاکټرعنایت له خپلو فعالیتونو لرې وساتل شي.
دا چې اوسني وزیر بیا د یوه فعال کس د راستنېدو هوډ کړئ، زما په اند یو ښه زیری دی او تمه ده چې وزیر به په خپل هوډ کلک پاتې شي. خو ستونزه به بیا همغه پورته دوه ډلې جوړوي. نو زه تمه لرم چې دا ځل ډاکټر عنایت د دغه سیاسي توطئو او معاملو ښکار نه شي او پښتانه چارواکي لاسونه سره ورکړي تر څو دغه کس کابل پوهنتون ته راستون کړي.
د کابل پوهنتون یو له هغه مهمو پوهنتونونو څخه دی چې نور ټول پوهنتونونه یې تر اغیز لاندې دي. په دې پوهنتون د کرزي صاحب د حکومت تر جوړښت وروسته تر دې دمه په خټه ټول پښتانه رئیسان په دنده ګمارل شوي. د ډاکټر صاحب اشرف غني پرته نورو ټولو یوازې دا چوکۍ اشغال کړې وه نه یې د پښتنو لپاره څه کړي او نه هم د پوهنتون په پرمختګ او معیارې کېدو کې کومه لاسته راوړنه لري. دوی یوازې د خپلو مقامونو د پاتې کېدو لپاره هڅه کړې او هیڅکله یې هم له خپلې بیځایه محافظه کارۍ لاس نه دی اخیستی. د دوی په ډله کې خو په ځینې ویل: «من در اصل پشتون هستم خو شرم میکنم که پشتو یاد ندارم.»
د ډاکټر اشرف غني شپږ میاشتني ریاست د پوهنتون جوړښت بدل کړ او په ریښتیا هم کې یو څه وخت نور پاتې وی موږ به شاهد وی چې کابل پوهنتون به یې د سیمې په یوه معیارې پوهنتون اړولی وی. زه چې د کابل د تعلیم او تربیې په پوهنتون کې د ډاکټر عنایت د دری میاشتنۍ دورې شاهد یم، نو تمه لرم چې دی به هم د ډاکټر غني په شان په کابل پوهنتون کې مثبت او اړین بدلونونه راولي. ویل کېږي چې وزیر هم کلک هوډ لري تر څو تکړه کسان په دندو وګماري او کرزي صاحب د وزیر سره کلکه وعده کړې وه چې په دې کار کې به یې پوره ملاتړی وي نو ځکه یې ډاکټر عنایت د دغه پوست لپاره وړاندیز کړی دی.
زما هیله دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري د خپل اوسني پلان سره سم، دغه په نامه پښتانه یو څه نور هم چې په وزارت کې پاتې هغوی هم له دندو لرې کړي او په ځای یې متعهد او وطن او قوم ته ریښتیني کسان په دندو وګماري. سره له دې چې په هیڅ دولتي اداره کې د قوم پر بنسټ د ټاکنې پلوی نه یم، خو د بده مرغه په افغانستان کې اوس معیار همدا قوم دی، نو ځکه زه او زما ډېری ملګري همدا هیله لري چې باید په قومي جوړښت کې داسې کسان په دندو وګمارل شي چې لږترلږه ځان خو د هغه قوم په غم او ښادۍ کې شریک وګڼي.
دا چې ما د لوړو زده کړو په وزارت کې له نژدې کار کړو، نو هرکله به مې په بحثونو کې د ملګرو هغه ادعا ته ځواب ویلو چې په وزارت کې پښتانه نشته، ما به ورته ویل چې پښتانه شته خو د کار نه دي. یوه ورځ یوه ملګري راته ویل چې د وزارت رهبري دومره دقیقه ده چې د پښتنو تر منځ تر ټولو بې کفایته، خاین او پردي پاله پیدا کوي او بیا د خپلو چارو لپاره يې په دنده ګماري، په دې توګه د ملي یووالي تمثیل هم کوي او پښتانه هم پرې خوښوي چې هغه دی پلانکی او بیستانکی پښتون دی. زه ورسره موافق وم، خو هیله ده چې دغه نوي رهبري خپل دغه دقت مثبت اړخ ته راواړوي ترڅو هم سم کار وشي او هم په ريښتني توګه ملي یووالی تمثیل شي. زما په اند تر اوسه چې کومې ګمارنې په دې وزارت کې شوي تر ډېره حده مثبتې دي او تمه ده چې مثبتې پایلې به هم ولري.
په پای کې هیله لرم چې د جمهوري ریاست په شاوخوا کې زموږ پښتانه چارواکي له محافظه کارۍ او شخصي اړیکو لاس واخلي او د ډاکټر عنایت په هکله د وزیر د وړاندیز ملاتړ وکړي. دا سمه ده چې ځینې متعصبې او خاینې کړۍ به خپل نهائي هڅه وکړي چې د ډاکټر عنایت مخه ونیسي مګر زموږ پښتانه چارواکي باید د تېر په شان بې غوره پاتې نه شي او د ډاکټر عنایت د تقرر په وړاندې د خنډونو مخه دې ونیسي. د سوکاله، پرمختللي او خپلواک افغانستان په هیله.
په درنښت

- بېرته شاته