(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان ، پاکستان او د برتانیا مشرانو غونډه

ډیوه: دنن زيارت (پنجشنبی) په ورځ  د ۲۰۱۲ع کال د جولای د میاشتی په ۱۹ مه نیټه دافغانستان پايتخت کابل کې ددرې فريقي مذاکراتو په مهال  افغاني  برتانوي او پاکستاني مشرانو په دې خبره ټينگار کړى چې  طالبانو سره دخبرو اترو لپاره  دافغان حکومت هڅو بريالي کيدو لپاره  داسلام اباد دمرستې اړتيا ده.
 برتانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون او دافغانستان صدر حامد کرزي  دپاکستان نوي وزيراعظم راجه پرويز اشرف سره  په لمړي ځل  کابل کې ليدنه کړې.
دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې  ټاکل شوې ده په راتلونکو 18ؤ مياشتو کې به  افغانستان څخه دنيټو ټول عسکر اوځي.
 صدر حامد کرزي څو څو ځله  په افغاني طالبانو  دوسلې غورځولو او دافغانستان سياسي عمل کې دشامليدو غږ کړى  خو دغه ډله  افغان حکومت  دخبرو اترو څخه انکار کوي او څيړونکي وائي  دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ  خبرو اترو کولو کې  پاکستان مهم کردار لوبولى شي.
سږ کال  طالبانو   په قطر کې امريکائي چارواکو سره  دتماسونو ختمولو اعلان هم کړى ؤ.
 دزيارت په ورځ دخبرو اترو په مهال صدر حامد کرزي  افغانستان کې په سياسي هواري ټينگار کړى.
دهغه  ددفتر څخه جاري شوې گډه  اعلاميه کې وئيل شوي دي چې  وزيراعظم اشرف او کيمرون   دداسې  عمل لپاره دملاتړ باور ورکړى چې مشري يې  افغانان کوي  او دپاکستان او سيمه ييزو هيوادونو مرسته ورته ترلاسه وي.
 داعلاميې ترمخه  دريواړو مشرانو  دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره   مضبوطه ژمنه تکرار کړې، ترهه گري  دسميې  او نړۍ دامنيت لپاره تر ټولو ستر خطر دى.
 دريواړو مشرانو دپاکستان  امن  افغانستان کې  دامن په عمل ټينگار وکړو.
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف  افغان صدر حامد کرزي سره کابل کې  په يوه ليدنه کې هغه ته  دافغانانو په مشرۍ  دامن عمل کې دپاکستان دمکملې مرستې باور ورکړى.
 دپاکستاني وزيراعظم او افغان صدر ترمينځ  دغه ليدنه  کابل په صدارتي ماڼۍ کې ترسره شوې او پکې پام  دافغانستان  دستونزې سياسي هواري او دکال 2014م  کې دبهرنو پوځيانو دوتلو وروستو ددغه هيواد راتلونکي ته گرځول شوى ؤ.
 پاکستاني وزيراعظم وويل  اوسني حالات دافغانانو په مشرۍ  دامن او جوړجاړي دعمل  يوې  عملي او حقيقي ستراتيژۍ ته اړتيا ري.
ښاغلي اشرف وويل  دخپلو اولسونو دروښانه  مستقبل  دژمنې  باوري کولو لپاره  دواړو هيوادونو ته  په شريکه دکار کولو او دبرطانيې پشان  دملگرو  دمرستې اړتيا ده.
 هغه په ياده کړه چې  پاکستان  ددريوؤ ملينو څخه دزياتو افغان کډوالو ميلمستيا کوي.
هغه  دغيرقانوني  مخدره موادو دپيداوار  او مخدره موادو دقاچاق په لوري گوتنيونه وکړه او ددې دقابو کولو لپاره  په يوه جامع ستراتيژۍ ټينگار وکړو.
 برطانوي وزيراعظم  کيمرون منټر  د2014م څخه وروستو افغانستان  دپرمختيائي او امنيتي  مرستې ددوامداره ساتلو ژمنه تکرار کړې ده.
ښاغلي منټر دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دقربانو او کردار ستائينه کړې.
 همدغه شان افغان صدر حامد کرزي هم  په سيمه کې  داوږدمهاله امنيت دټينگښت لپاره  دپاکستاني هڅو په منلو کې  دبرطانوي  وزيراعظم ملاتړ وکړو.
 صدر کرزي وويل اوس مهال افغانستان او پاکستان بې مثاله اړيکې لري.
ښاغلي کرزي وويل په افغانستان کې امن دپاکستان او افغانستان دواړو په گډه دى.
 په دغه موقع دپاکستان خارجه وزيره حنا رباني کهر، دوزيراعظم داخله مشاور رحمان ملک، دتجارت لپاره دمملکت وزير عباس  احمد افريدي او  داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي مشر جنرال ظهيرالاسلام هم موجود وؤ.
 له دې وړاندې ښاغلي اشرف وئيلي   په افغانستان کې اوږدمهاله امن  يواځې دافغانانو په مشرۍ ديو داسې سياسي هواري له لارې ممکن دى  چې پکې ټول افغان شراکت داران شامل وي.
په کابل کې دپاکستان په سفارت خانه کې  دافغانستان دائتلافي حزب اختلاف( اى اين ايف) مشرانو سره  دخبرو په مهال  راجه پرويز اشرف وويل  پاکستان دا ى اين ايف  دمشرتابۀ سره دوستانه اړيکې لري.
داى اين ايف  په مشرانو کې احمد ضياء مسعود، استاد محمد محقق او فيض الله ذکي شامل وؤ.
وزيراعظم اشرف وويل  پاکستان دټولو افغان ډلو او مشرانو سره خپلو دوستانه اړيکو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې دغه مضبوطې اړيکې نورې هم ښې شي.
هغه وويل غواړو چې تاجک، هزاره او ازبک مشرانو سره  په گډه کار وکړو ، ترڅو  په افغانستان کې دثبات لپاره اړيکې مضبوطې شي.
 تيره مياشت دپاکستان دوزيراعظم جوړيدو راپديخوا دپرويز اشرف کابل ته دا لمړى سفر دى.
 دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف به  دکابل په سفر راغلي  برطانوي وزيراعظم  ډيوډ کيمرون سره هم ليدنه کوي او په دغه موقع ه درې فريقي مذاکرات هم ترسره کيږي.
کابل ته دروانيدو څخه وړاندې ميډيا سره خبرو کې راجه پرويز اشرف وويل  دخپل دغه سفر په مهال به  طالبانو سره دامن مذاکراتو او دافغانستان څخه  دپاکستان په خاوره  دتندلارو دبريدونو په اړه خبرې اترې کوي.
 هغه وويل دترهه گرۍ په ضد هڅو کې دپاکستان کردار دچا څخه پټ دى او بايد نړيواله ورورولي  دغه خبره ومني.
 دهغه وينا وه څومره قربانۍ چې پاکستان ورکړي کوم بل هيواد نۀ دي ورکړي، دا جگړه نۀ يواځې دا پاکستان جگړه ده  بلکې دسيمې  جنگ هم دى  او مونږ گڼو چې پاکستان هاغه  مسؤليت  ترسره کوي چې دنړيوالې  ورورولۍ له لوري پرې پريوځي

Source: Deewa Radio

- بېرته شاته