(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په كوم كوم پرهار دي ملهم كښيږدم ځما جانانه.؟

محمد نعيم كاكړ

و كوئټه ته نزدې د عوامي نيشنل ګوند د كچلاغ په ولسى غونډه كښې د جمعه په ورځ وران كارو چاودنه وكړه چي درې ځوان لوستونكې په كښې شهيدا شول او ۲۰ نور د دهغه ګوند او ددي ګوند سره د تړلو لوستونكو د سازمان غړۍ ژوبل شول شهيد محمد قاسم خان مهترزي كاكړ شهيد محبت خان كاكړ او شهيد جمعه خان كاكړ (جمعه خان درې ورځى وروسته سا په روغتون كښې وركړه) چي د خپلې خاوري او ټاټوبى د خپلواكى او خپل ولس د سوكالى په خاطر و داسې ځائى ته ورغلي وو چي الته كه په سلو كښې سل د چاودني ويره نه وه خو سم په نيمى ويره خو وه كچلاغ هم د دهغه دروشهيدانو پلارنى ټاټوبى دي نو ځكه چى دوي د دهغه ولسى غونډه يو ډول كور به وو خو ځوانه وينه كله و داسې پيښو ته پاملرنه كوي خو د مرګ او ژوند بشپړه واك او اختيار د لوئى څښتن په لاس كښې وي نو ځكه چې په دي اړه څه نه شو ويلي بيله ددي چى خدائى پاك دي و دوي ته په جنت الغردوس كښې ځائى وركړى او پاته كورني ته دي لوئى څښتن صبر ور په برخه كړي او هغه ځوانان چي لږ او ډېر د خپلې خاوري د خپلې خپلواكى او د خپل ولس د ښه سباون يو څړك هم په زړه كښې لري دومره سوچ وكړي چي شهيد محمد قاسم محبت خان او جمعه خان او د دوي په ګډون په زراو زراو ځوانان ولې د شهيدانو لاره واخسته..؟

     موږ په دي غم كښې راګير وو چي د رسنېو د لارې خبره وشو چې عبدالهادي همدرد او دهغه ملګري د لښكرګاه په شاوخوا كښې هغه وخت شهيدان شول چي د دوي موټر د څړك د غاړي په ښخ شوي مائن وخاتي عبدالهادي همدرد چي اوس شهيد دي ځما يو ډول اړيكه او پيژندګلوي دده سره نه شته خو كله چي دي ځوان په هند كښې زده كړي كولي دوي به د امريكا ږغ راډيو ته ټيلى فون كاوي او خپل ښكلي او د مسافري تر اغيږو لاندي شعر به د يو څو خبرو سره واوريدونكو ته اواراوي چي په رښتيا هم ځما وارو يو غير شاعر ته به هم خوند وركاوي او داسې اټكل كيدي چي عبدالهادي په ټولو اواريدونكو باندي ډېر ګران هم وو خو چي كله عبدالهادي ږغ به ما اوريدي نو ځما زړه به را پورته شو چي ټاټوبى تر پخوا هم باتوره پوه او د ښه سباون دپاره بچان ږيژولي دي چي هيواد به د دهغه ناخوالو څخه راوباسى خو كله هم په دي نه وو خبر چي د نورو زراو پښتنو ځوانانو سره چي څه وشو هغه به د عبدالهادي همدرد سره هم كيږى خو بيرته هم هغه دعا لرو چي لوئى څښتن(ج) دي عبدالهادي همدرد شهيد او د ده ملګرو ته په فردوس جنت كښې ځائى وركړي او د دوي و كورنيو ته دي صبر جميل وركړي او په داسې پيښو باندى ددي په چپه بل څه ويل كيدي هم نه شې.

     موږ څومره ځوانان لوستونكي استادان ډاكټران رڼ انده ښځى او ماشومان سپين ږيري په دهغه څو كلو كښې دلاسه وركړو د هغه شميرنه خو يواځى حكومتونه كوي شې خو دا يوه پوښتنه ارومرو كيدي شې چي دا ناورين ولي ځموږ ټاټوبى ته راغلي او دويمه دا چي موږ خپله پښتانه يو چي پخپله خپل سباون تياره كوو او خپل ولس د نورو غلام كوو د نور دا مرام دي او موږ پخپله دوي و دهغه مرام ته رسوو څوك چي د څو لسيځو څخه په ډېره سپين سترګي دهغه شوم مرام ته د اسلام په سپيڅلى نامه ځان رسول غواړي او دا كار د طالب په نامه كيږي او هر وراني چي ودي ټاټوبى او ولس ته رسيږى هغه د طالب په كهاته كښې ځائى په ځائى كيږى و لكه هغه طالب كوي يا يې بل څوك ددي په نامه كيږي ځكه چي يو شمير طالب مشران په دي پوه شو نو ځكه چي يا خو ووژل شو يا د تورو د يوالو وشاته وتړل شو چي كله شوروي روسي ځواكونه د افغانستان څخه واستل شول او د افغانستان د مجاهدينو حكومت اعلان شو په كار وو چي هغه وخت مجاهدين په هغه لوبه پوه شوي وي بيا چي كومي وراني وشوي بيا دوي ته په كار وو چي دوي په جوړه شوي لوبه پوه شوي وي او د دوني ورانيو وروسته اوس په لوبه پوه شوى وى.

     خو د بده مرغه اوس هم څوك نه پوه كوي كه بيا هم دوي ځان نه پوه كوي نو به هغه وخت بيداره كيږي چي هر څه پوه پناه شوي وي او هر څه د نورو و لاس ته لويدي وي..؟ يا به دا كيږي چي ولس به سوټى را راخلى هغه څوك چي خپل هيواد ورانوي هغه به تر هغه ځائى ځغلوي څوك چي دوي و دهغه وراني ته هڅه وي هغه څوك چي خپل ځوانان مخور سپين ږيري او مسلكي وګړى په چاوديدونكو توكو وژنى.

     كله چى څوك و انټرنټ ته ورشې نو نام خدا د پښتو ژبى ډېري ويب پاڼى وورتلونكي ته سترګى په لاري وي خو د بده مرغه چي كله ليكلى و ګوري نو د خواښني په چپه بل څه په سترګو نه ورځي يوه ډله داسې ليكني كوى چي د ناواكه سړى وارو يواځي ګيلي او ژړا په كښې ليدل كيږى چي دا ورسره كيږى هغه ورسره كيږي ژبه پښتو يې ټكول كيږي په ادارو كښې زياتوب ورسره كيږى يا د نورو لږكيو شمير په هر ځائى كښې تر ډېر كيوزيات دي وغيره وغيره د دوي داخبرى په ځائى دى خو كله دوي و ځان ته ګوته نيولى ده چي ځما په دهغه ناخوالو كښې څومره لاس دي...؟ او ماته اوس څه كول په كاردى...؟ بله ډله بيا داسې وي چي د ناهيلي خبرى كوى او د كونډو وو وار خاورى دوړوي دوي خبره به هم په ځائى وى خو دوي كله د ځان سره د سوچ كړي دي چي ځه هم څه كوي شم كه په هم دهغه ناهيلي خبرى كوم اولس به نور ناهيله كوم يو بله ډله ده چي هغه ټوله پسړه د كرزي صاحب په حكومت اچوى چي په خوله ورځى يا په قلم څه ليكلي شې هغه ليكى كيدى شې چي دهغه ډله هم تر ډېره رښتيا وائي خو داسي څوك دي ورمخ ته شې نو دي د ځان ملګرى كړى او په حكومت كښې دي سموالي او اصلاح راولي كه نن نه وي لس كاله وروسته به راشي ولي چي څوك په رښتيا و مبارزي ته ملاوتړي لوئى څښتن يې هم ملاتړ كوى په ښاغلي ولسمشر او دده په حكومت بشيميره نيوكى كيدى شې خو پښتانه وائي چي د جنګ خوږي خبري ساعت يې ګران دي يو بله لويه ډله باندنيو نيوكي كوي چي د ټولو ناخوالو مسئول دوي دي ولي چي دوي هغه څه نه كوى چي دهغه څخه په افغانستان كښې اور بل دي خو دوي كله دا سوچ كړي دي چي باندنيان او ګاونډيان ستا كور نه جوړه وي نه دوي ددي دپاره راغلي دي خو دلته پوښتنه داده چي دوي ولې افغانستان ته راغلو او حالات چا ورته برابر كړل چي دوى دلته راشې...؟ دهغه او ودي ته ورته ډېري پوښتني جواب غواړي خو جواب هم هغه وخت خوند كوي چي د چا سره دومره زور ورسره وي خو ددي د څنګه د پښتنو او افغانانو لوئى شمير په كارو بار بوخت دي دوي د وطن په غم كښې د سره نه دي او د نورو په لاښو كښې لوبى كوي ولي چي د هغه ګټه د څه وركولو په بدل كښې كيږى چي كيدي شې چي ځيني داسي هم وي چي د ځانى ګټو دپاره وطن وپلوري.

     خو څه اوس بيرته د خپلى خبري و خواته راځم خو داخبره به اورمرو كوم چي نه د هغه باندنيان او نه دهغه جنګيالنانه دهغه ګاونډيان د پښتانه او د اسلام نه د افغانستان په ګټه دي او دا مرګ او ژوبله چي د كلو كلو څخه را روانه ده داسې نه ده چي دا يوه پيښه وشوه او د هغه حالت رامخ ته شو بلكې د يو تراشل شوي او سنجول شوي پلان واودي چي ليري پرتوجوړ كړي او د دوي لاس پوځي ې پلې كوي خو ځينى ځما وارو په سادګي كښې خپل ځوانان خپل مشران خپل پوهان وژني او وطن ورانوي چيموږ او تاسي ټول وينو كه هر څو چغاري ووهو د اوريدلو څوك نه لرو...؟

     نو په داسې حالاتو كښې بيا څه كول په كاردي كه چيري موږ په ګډه يوه لاره تراشونو كيدي شې ددي ناورين څخه خپل ولس او خپل ټاټوبى وځغورو لومړۍ دا چېپه خپلو ماشومانو او زده كونكو د ښوونځيو ليسو او پوهنتونونو دروازي ايله وساتو او په هره بيه چي وي هغه لاسونه غوڅ كړو چي د زده كړو لاره تړي او هغه د بشپړه قام او ټاټوبى دښمن وګرځووو لكه هغه ځموږ خپل وروروي دويمه ډېره اړينه خبره داده چي موږ ټول كه هغه ليكوالان دي كه شاعران دي كه په ويب پاڼه ليكنى كوى يا د رسېنو او ميډيا سره اړه لري دوى دى خپل دريځ يو كړي و قام ته دي د زده كړو سولي جوړ جاړي پيغام و خپل قام ته وړاندي كړو د ايله خبرو په ځائى په ځان كښې د سيالي او مقابلې جوهر پيدا كړو د خبرواترو په ځائى كه وړوكى عمل وشى هغه به لويه لاس ته راوړنه وي او بله دا چې روان وخت د سيالي دي خبرى او سياسي بحثونه هيڅ ارزښت نه لري يواځي علم عمل نن ارزښت لري او اسلام هم د پوهى علم او عمل نوم دي او بې عمله ملا او مولوي خپله اسلام نه خوښوي خو يوه خبره وهغه طالبانو ته ارومرو كوم چي څوك د نورو په لومه كښې راګيردي چي ډېر وګړي له دواړو خوا ووژل شول ژوبل شول چي هغه ځموږ سباو وي نور نو خپل سباون مه ويجاړه وي دا ټوله سره يودي خو يو د اسلام د دښمن په جامه كښې دي او بل د اسلام د دوست په جامه كښې دي چي دواړه ځموږ وراني او بربادي ته ملاتړلى ده او د افغانستان په اړه چي كومه د سيسه جوړه شوي ده هغه د سپږو او وو لسيځو څخه را روانه ده خو دا بيله خبره ده چي پښتانه افغانان د فيل په غوږ كښې ويده وو يواځي باچاخان خان عبدالغفارخان په دي پوه وو خو دهغه حشر موږ ټولو وليدي خو دا هر څه هغه وخت هم د اسلام په سپيڅلي نامه كيدل نن هم كيږي په اسلام ته د ګټى پهځائى زيان رسولي دي او دا زيان هغه چاته ورسيدي چي دوي سوچه او سپيڅلى مسلمانان ويادي هم دهغه لوبه ده چي تراوسه روانه ده ځكه د شوروي روس د ړنګيدو وروسته اسلامدوي په نخښه كړي داخبره د چا څخه پټه نه ده دا د قرآن شريف لارښودنه ده چي كوم قوم يواځي خبرى كوي هغه مخ په وړاندي نه شې تلي په دي اوسنې وخت او زمان كښې خو  سره څخه بې عملي سړى او قوم ژوند نه شې كوى .

[email protected]

 

- بېرته شاته