(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیران مریدان

لیک-عندلیب
لکه د نورو دا مخلوق هم د پښتنو او نورو قامونو سره ژوند کوي-په پنجاب او سیند کې خو ددوي رول دومره مهم دی چې حکومتونه جوړوي او ورانوي-او پښتنو په قبایلي سیمو کې هم ددوي زور شته بیا چې کومو سیمو کې شیعه ګان دي لکه هنګو او پاړه چنار دغلته هم دا پیري مریدي ښه په جوبن کې ده-پنجاب او سیند خو به پریږدو چې دوي په دغه ډول او سورني د زمانو نه ميئن دي -او ددوي پير ته دوي سجدې کوي او قبرونو نه يې په شا رااوځي -او د بابا په مالګه څټلو د زړو زړو مرضونو علاجونه کوي-او هم دا پيران ددوي واکداران هم وي-لکه ګیلاني -پیر پګاړه-او نور په زرګونو ستر سیاسي نومونه پيژنو-خو راځو خپلې خاورې ته چې پخوا به دا پیرپرستي ډیره وه-د ټوخي یو بابا د برګي بل بابا د دانو ځانله او د بې اولاده خلکو د بابا په خوا کې به وړه غوندې ځانګو وه چې خلک به ورتلل او منخښتې او نذرانې به يې پکې ایښودلې-ماته یاد شي چې نیا به مې پښه وټکیده نو ویل به يې(پیره بابا راورسیږې)چې زلزله به شوه نو ابۍ به ویل (لویه ځوانه راورسیږې)او کله چې به درمند کې دانې ویشلی کیدې نو د لوي ځوان او پیربابا به پکې خپله دړۍ وه-او په کلي کې د بابا د جوړ شوي قبر څادر په هره میاشت نوی کیدو-او د هرې جمعې په شپه به میله جوړیده او خلک به د بابا نه حاجتونو غوښتو له راتلل-
لنډه دا چې باباګان نه وو د شرک اډې وې-پیر بابا په خپل کتاب (حجته البالغه)کې د منښتې په هکله لیکلي
(د غیرالله په نوم که چا د مچ د وزر هومره څیز ورکړو یا واخستلو نو ښځه پرې طلاقه ده)خو د پیر بابا په مزار به څه نه کیدل او څه نه کیږي؟د قراني پوهې سره د شرکیات کوم چې نه عقل مني نه يې مذهب مني ورو ورو په ختمیدو دي او د مذهبي خبرې نه پرته دا پیران یوه استحصال کونکې ډله هم ده-چې نیکه يې مړشوی ښځ کړی يې دی او دی يې منجور دی او خلک ورته ګډان چیلي راولي او د قبر په سینه د سلو شلو زرو او لسو نوټونه پراته دي-او بیا د بابا اولادونه ګڼیږي نو د اوونۍ اووه ورځې ویشلی کیږي-یوه ورځ د یو ورور بله د بل ورور او بله د تره او تره د ځامنو---
او په دغه ولسي حرام مال سترې بنګلې ښکلي ګاړي او دوترونه اخلي-او اولادونه يې لوړې زدکړې کوي-
په مذهبي سیاست کونکو ډلو کې دا خلک ښکاره لیدی شو چې د صاحبزاده -او پیر- سید یا میا ټکي يې د نومونو وړمبنو یا اخرنو سرونو ته لیکلي وي-مخدوم -سجاده نشین او نور نومونه پنجاب سیمو کې ډیر لیدی شو-چې د واک خاوندان دي -
نو دا پیران او مریدان هم هغه سرمایه داره ډله ده چې د سیاست د لارې د اسلام په نوم د غریب ولس څرمنې وباسي-او پیړۍ وشوې چې تراوسه هم دا خلک په واک کې دي-د ووټونو ورځې چې راشي نو عام ولس د ثواب په نیت دوي له راي ورکوي--او دوي د خپلو نیکونو او ورنیکونو نومونه کیش کوي او جیبونه ډکوي-
د ډنګ سرود محفلونه کوي چې زمونږ د څو لوړ پوړو لیکوالانو لکه رحمان بابا خوشال خټک حافظ الپورئ او نورو نه يې پښتنو ته خالصه د دووې ملنګان جوړ کړي--ډوکړۍ له کړنګ ورکوي او د رحمان بابا شعرونه يې څو په زده وي د قوالۍ په شکل يې وايي او چاپیره ناست چرسیان ورته شنه لوګي پورته کوي او د پیر څو بالکي د ډولکو غرب ته په ځانونو وجد راولي-او راولیږي--دغه ټولګی د ماښامه تر سحره یو مونځ ونکړي--او محفل سماع کې ناست وي ثوابونه ګټي-او د خداي په عشق کې ورک ملنګان د خداي کور ته په میاشتو میاشتو نه ورښکاره کیږي--سپیره مخونه يې نیولي وي چرسو ورله ښاغونه زیړ کړي وي-او د خلکو د لاسو راوړي دولت باندې مفت لنګرونه چلیږي او دوي ورته پاخه پراته وي-
د رسول او خداي عاشقان بیخي نور خلک دي چې ددې نمایشي کارونو په خوا هم نه ورځي-او هر کار يې په دلیل او قران او سنتو سره برابر وي-خو دغه سوچه صوفیان دې خلکو دومره بدنام کړي او بدناموي يې چې اوس په هیچا باور نه شو کولی چې ګنې دې زمانه کې لا هم چرته په خداي ميئن صوفي هم شته--
رب دې وکړي چې مونږ نور هم هوښیار شو-او دا تش د نوم ملنګان پیران او مریدان يې ولس ته ښکاره کړو-او خپل کلیو کې د شرک دا اډې ختمې کړو-او قران او حدیث په هره ژبه کې ژباړه شوي شته-باید پخپله يې ولولو-او د چا په اوږه پورې سپوږمۍ ونه ګورو-او خپل لوټ شوی مال ددې پیرانو مریدانو نه واخلو--او یو پیر یا بابا هم په اسلام کې د سیدنا محمد صلي الله علیه وسلم نه لوړه رتبه نه لري-په مدینه کې مې د هفوي مبارکه روضه څو څو ځله لیدلې ده-چې ډیره په سادګۍ جوړه شویده--او خواته ورسره د خلفاي راشدینو او بهر هدیرو کې د صحابه کرامو قبرونه بیخي د زمکې سره هوار دي-نه پرې چا ګنبدونه جوړ کړي نه پرې څوک شالونه غوړوي--
نو دا پیران کوم حق لري چې مونږ ورله شالونه جوړوو او د زمکې یوه لویه برخه چې د څو غریبانو کورونه پرې جوړیدی شي ددوي قبرونو ته سپارلې ده؟
د خداي د پاره پښتنو کله به کتاب ته ورښکاره کیږئ؟
- بېرته شاته