(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلی عبدالغفورلېوال سره مرکه 2برخه

داوسني مخکښ شعروادب ټولپېژندلی استازی ښاغلی اومنلی عبدالغفورلېوال

مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود

پوښتنه: استادپوهاند زيا ر شعري ځانگړتياوې په دووټوليويامقولوکې رانغاړي، چې يوه((ژب- ښکلا ييزه)) بولي او بله((ژب- انديزه)) او کله نا کله يې پرځای ((ټولنيز او هنري ارمان)) نومونې  هم کاروي، تاسې پکې څه وياست؟

ځواب: پخوا ؛ ژبه ، په ادبیاتو کې دهغو توکیو ټولګه ګڼل کېده ، چې فکر لیږدوي، په دې وروستیو کې دا نظر بدل شوی دی، لومړی په شعر کې بیا وروسته په نورو هنري ادبیاتو( لکه داستان ، نندارلیکونو ، طنزاونورو) کې پخپله ژبه دیوې هنري ښکارندې په توګه وپيژندل شوه . همداچې تاسو دیوه مفهوم لپاره دکلیماتودکارولو دټاکنې وس لرئ ، په دې مانا ده ،چې ژبه یوازې وسیله نه بلکې پخپله هنري هدف دی . زما په نظر دشعر ژب ـ اندیزه ځانګړتیا همدا ده ،چې ژبه دشاعر دفکر دلېږد بار پرغاړه اخلي او یا په بله وینا دفکردوړاندې کولو لپاره په کارګومارل کیږي ( استخدامیږي ) . خو ژب ـ ښکلاییزه ځانګړتیا یې دا ده ، چې ژبه دفکري لېږد ترڅنګ پخپله دیوه هنري ـ ښکلاییزپسول په توګه وکارول شي. دا ګام دشاعر کاریوه پوړۍ نورهم پیچلی کوي اوهغه دکلیماتو دسمې ، دقیقې اوله ستیتیکي پلوه د په زړه پورې ټاکنې ربړه ده ، چې باید ویې ګالي. ما پخپله یوځل له خپل قدرمن استاد زیار سره په دې اړه خبرې کړي دي، چې په شعر کې څنګه د سېمبولیکې ژبې کارول تر دې بریده پرمخ ځي ، چې ویلی شو یوه نوې ژبه رامنځته کیږي ، هلته چې هره کلیمه ترخپل مخامخ مفهوم ورهاخوا دیوه بشپړې ذهني ټولګې استازیتوب هم کوي ، نو دهمدې لپاره په شعر کې دژبې دهنري کارونې هڅه خورا مهمه ده ، په پښتو اوسمهالې شاعرۍ کې داسې هڅه ارواښاد ننګیال راپیل کړه او درویش و کاروان وغځوله ، چې ځوان کول یې په نور دقت او نویو ځانګړنو لاپسې پالي.   

پوښتنه:نن سبا په شعر کې ترعیني انځورونو پر ذهني انځورونو ډېر ټينگارکېږي، که تاسې له دې ليدتوگې سره همغږي ياست، نو دک و دليل يې راڅرگند کړئ!

ځواب: دذهني انځورونو ګڼه ګوڼه دشعرمخامخ درک ستونځمن کوي ،  ذهني انځورونه کله کله هغو کړیو ته ورته وي ، چې په اوبو کې دکاڼي له غورځولو څخه راپیدا کیږي او هرکله یې چې تاسو دیوه انځور دپرانیستلو هڅه وکړئ ، بل راځي او بیا پسې بل ، نو دهمدې لپاره یوازې پر ذهني انځورونو تکیه کول دشاعر په تاوان دی، همدا رازیوازې  دعیني انځورونو کارونه هم شعر دعکاسۍ په یوه نندارتون بدلوي ، په زړه پورې به داوي ، چې عیني او ذهني تصویرونه په یوه بشپړ هارمونیک بافت سره وکارول شي ، البته دلته به دا یادونه نه هیروو ، چې دڅومره والي او څرنګوالي له نظره دهرراز شعري انځورونو ( که ذهني وي یاعیني ، حسي او یا رواني ) کارونه په دې پورې اړه لري ، چې شعر څه ډول منځپانګه لري ؟ یا شعر څه غواړي ووایي ، دشعري پیښو بستر يا ترشا فضا څه ډول ده ؟ دې ټولو ته په کتلو سره ، دا به سخته وي ، چې شاعرانو ته لیکلې نسخه ورکړو ، چې څومره عیني اوڅومره ذهني انځورونه دې وکاروي ، مګربیاهم په شعر کې دعیني انځورپنځوونې اوذهني انځورونو تر منځ یوخوځند او متناوب خوځښت شعر په زړه پورې کوي .

پوښتنه:ارسطو وایي: (دشاعر وظیفه د اسطورې جوړول دي). ستاسې پرآند شعر له اسطورې سره څه اړیکې لري، او په پخوانیواواوسنيو پښتوشاعرانوکې د کوموښاغلو او اغلو په شعرونو کې د اسطورې ونډه زياته ده ؟

ځواب:

اسطوره له (اسطار، اسطاره، اسطیر، اسطیره، اسطور، اسطوره) څخه جوړه شوې ده   «سیوطی» فکر کوي چې اسطورې داسې یو جمع نوم دی، چې مفرد نه لري خو ابوعبیده وايي چې اساطیر د اسطاره جمع ده. په هر صورت ،ادبي دایرة المعارف اسطورې هغه خرافي یا نیمه خرافي افسانې او کیسې بولي چې د مافوق الطبیعیه ځواکونو په اړه نسل په نسل را پاتې وي.

دا په دې مانا چې اسطورې د پخوانیو انسانانو له عقایدو سره اړه لري.  

په یوناني ژبه اساطیرو ته (Mythos)ویل کېدل Mythosد خلکو ترمنځ د افسانو هغو منظومو بڼو ته ویل کېدې، چې د مذهبي او دیني مراسمو په لړ کې به د خلکو په منځ کې ویل کېدې.

دا کټ مټ د (Logos)په مخامخ ټکي کې چې د عقل او پوهې مانا یې لرله کارېده، چې تر ډېره بریده یې له وهم او خیال څخه را پنځېدلې ګڼلې.

هم تراژیدۍ لکه (پاچا اودیپ او پرومته)، هم حماسې لکه( ایلیاډ او اډیسې) او آن غنايي منظومې لکه آشیل او اولیس هغه مشهورې اسطورې دي، چې هم په خپل جوړښت کې ګڼ سېمبولونه لري او هم وروسته پخپله په سېمبولونو بدلې شوې دي. د بېلګې په توګه پاچا ادیپ لا تر اوسه په ادبیاتو او راواپوهنه کې د هغې عقدې سېمبول دی ،چې اولادونه یې د والدینو په وړاندې لري. په دې توګه وینو چې په شعرونو کې د سېمبولونو اسطوره يي ونډه له پخوا څخه مهمه او د پام وړ وه.

اسطورې دخلکو له عقیدو او باورونو سره اړیکي لري ، هرکله چې خلک پر یوه شخص ، پېښه یا روایت باندې باوروکړي او دهغوی په وړاندې داتلولۍ ( منفي یامثبت) کچې ته پورته شي نو اسطوره کیږي . په شعر کې اسطورې دوه ډوله کاریږي ، یوداچې شاعر غواړي دخپلې مدعا دزباتولو لپاره له اسطورو څخه مرسته وغواړي ، خوشال بابا فرمايي :

شور او شر به د (رانجا) په جهان نه و

که د (هېر) صورت پیدا نه وای په شور کې

که خبر د (درخانۍ) له مخه نه وای

(آدم خان) به ځنې څه غوښتل په کور کې

دا داسطورو شهادتي کارونه هم بللی شو. په شعر کې داسطورو بل تبلور دادی ، چې یو شاعر په خپل اثر کې اسطوره رامنځته کړي ، یایې داسطوره کېدو دریځ ته ورلوړه کړي ، میوندۍ ملالې په خپله لنډۍ کې دمیوند له وچې دښتې څخه اسطوره جوړه کړه :

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

فردوسي له رستم څخه اسطوره جوړه کړه او داسې نور .  په پښتنو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو کې ګڼو شاعرانو دخپلو مدعاوو دزباتولو لپاره له اسطوروڅخه مرسته غوښتې ده یا ؛ داسطورو دشهادتي کارونې ډیرې بېلګې لرو، خو په لږو بېلګو کې داسطوره پنځولو هڅې شوې دي ،  پوهاند بهاالدین مجروح په ځانځاني ښامارکې دنفس ښاماري هویت اسطوره یي کړی دی . او زما حقیر په درېګونو منظومو کې داسطوره پنځولو هڅې دیادولو وړ دي .

پوښتنه:په اوسنیو کړکیچن او تراژیک اکر بکرکې د پښتو شاعرانو له خوا د اسطورو د پنځولواو جوړولو په تړاو څه لید لرئ؟

ځواب: ولې نه ؟ موږ په خپل تاریخ ، ملي هویت ، ګډو ارزښتونو اواړتیاوو کې ډېر څه لرو ، چې اسطوره یی هویت موندلی شي ، هر هغه اتل چې دافغانستان دجوړولو او دافغان انسان دهوسایینې لپاره یې هڅه کړې وي ، ښايي اتلواله یې تر اسطوره يي بریده ولمانځل شي. دا خلک دي ،چې خپل ریښتینې اتلان اسطوره کوي او شاعران ورته تلپاتې هویت بښي ، داکارموږ هم کولای شو. غازي امان الله شاه دخپلواکۍ او پرمختګ اتل ، ډاکتر عبدالوکیل د کرنې اتل  ،باچاخان دیوې مدني معقولې مبارزې اتل او هغه ناهیده چې ځان یې دمکروریانو له بلاکه راوغورځاوه ،خو دځناورو ټوپکوالو غوښتنې ته تسلیم نشوه ، ټول داسطوره کېدلو وړتیا لري .

پوښتنه:اوسني نوښتگر شاعران چې تاسې پکې هم راځئ، پراسطورو او بيا سېمبولونو ډېر زوراچوي، ايا دا د سېمبولېزم د ښوونځي څرگندويي نه کوي چې تر مودرنېزم را وروسته د تېرې پېړۍ په شلمو کلونو کې لويديځوالو رادود کړی دی؟

ځواب:

پخوانیو یونانیانو به د خټو یا ګچو یوه لیکلې لوحه ټوټې ټوټې کړه او پخپلو منځونو کې به یې وویشله چې بیا وروسته له یو بل سره د همدغو ټوټو د بېرته سره  یو ځای کولو له لارې وپېژندلای شي او یا هم د خپل ګډون د نښې په توګه به یې له ځانه سره ساتله. یونانیانو همدغې لوحی ته سوم بولون (Sumbolon)ویل. او د سېمبول ( Symbol)اوسمهالې نوم هم له همدغې یوناني ریښې څخه اخېستل شوی دی.  په ادبیاتو کې د سېمبول ځانګړی اهمیت هغه وخت ډېر د پام وړ شو، چې په نولسمه میلادي پېړۍ کې د سېمبولیزم ادبي مکتب رامنځته شو.

دغه مکتب د نولسمې پېړۍ د پای په لسیزو کې د دریېو سترو شاعرانو هر یو ه شارل بودلر (Charles Baudelaire)( ۱۸۲۱ـ ۱۸۶۷)، آرتور رمبو (Arthur Rimbaud)(۱۸۵۴ـ ۱۸۹۱) او ستفان مالارمه (Stephan Mallarme)(۱۸۴۲ـ ۱۸۹۸) له خوا مطرح شو، دغو دریېو واړو شاعرانو د اروپا په معاصره شاعرۍ کې یو د پام وړ بدلون راوست. همدوی د ( نوي شعر) د پېلوونکو په توګه هم ګڼل کېږي،(۳) که څه هم تر دوی وړاندې نامتو امریکايي شاعر ادګار الن پو (Edgar Allan Poe)(۱۸۰۹ـ ۱۸۴۹) په شعر کې د نویو سېمبولونو کارونه لوړې څوکې ( اوج) ته ورسوله، تردې بریده ،چې د اروپايي سېمبولیزم پلار شارل بودلر د هغه (پو) له اثارو سره د بې کچې مینې له امله د هغه یو شمېر شعرونه او کیسې فرانسوي ته وژباړلې

په اوسمهالې پښتو شاعرۍ کې د سېمبولونو ( په تېره بیا د نویو سېمبولونو) د کارونې یوه نوې څپه هغه مهال له ورایه را څرګنده شوه چې پښتنو شاعرانو د نړۍ له نویو ادبیاتو سره مخامخ اړیکه ومونده.

ښايي همدلته یې څرګنده کړم، چې دا هڅه یوازې سېمبولونو ته د ځانګړي او آګاهانه پام اوښتلو تر بریده نه، بلکې په شعري زمکه کې له سېمبولونو څخه د ګټې اخیستلو د تاکتیکونو تر زده کړې پورې د پرمختګ څپه وه.

پښتو شعر ته د سېمبول له نوې زمانې څخه یې که را پېل کړو نو د افغانستان په ادبي حوزه کې استاد بېنوا، سلیمان لایق، استاد الفت، بهاالدین مجروح او نور نیو کلاسیکان یې پیلوونکي دي اوپه پښتونخواه کې بیا دا لومړیتوب د غني خان او امیر حمزه شینواري نومونو ته وررسېږي. یاد شویو شاعرانو د خپل مهال په داسې یوه هنري – سیاسي او ټولنیز پېر کې شاعري کوله، چې د ښکلا او هنر تر څنګ یې په شاعرۍ کې تعهد او ژمنتیا هم پاللـه، له غني خان پرته نورو یادو شاعرانو ډېر ځله سېمبولونو ته دنامخامخ ارائیې لپاره پناه وړله.

د نویو سېمبولونو په رامنځ ته کولو کې ښايي هڅه وشي مناسب چاپېریال ورته جوړ کړای شي د همداسې یوه چاپېریال په مرسته کولای شو سېمبول ته عمومیت او د قراردادي کېدو توان وروبښو. ارواښاد اسحق ننګیال داوسنۍ پښتو شاعرۍ هغه څېره ده چې دګڼو نویو سېمبولونو په رامنځته کولو کې یې بریالۍ بېلګې پریښي دي او تر ده راوروسته په ځوانو شاعرانو کې ډيربریالي شاعران شته ، چې ستاسو په ژبه دموډرن سېمبولیزم استازیتوب کولای شي.

پوښتنه:دا راته وویاست، چې لویدیز ادبي اوهنري ښوونځي پرکومو بنسټونو رامنځ ته شوي دي او د تاریخ په اوږدو کې يې پرلویدیزاو ختیز ادب څه اغیز ښندلای دی؟

ځواب: لویدیز ادبي ـ هنري ښوونځي د ټولنیزو ، اقتصادي ، سیاسي ، فکري ، فلسفي اورواني بدلونونو په پایله کې له هغو اوښتونونو ، نوښتونو او ګډو تجربو څخه رازیږیدلي دي چې دنوښت پلویانو به رامنځته کول او یوشمېر پلویانو به ورپسې پالل، دبېلګې په توګه رومانتیسیسم دفرانسې له انقلاب څخه الهام اخیسته ، ددې ښوونځي پلویانو، انسان داخلاقو ، قوانینو ، عقایدو او عواطفو په بوړبوکۍ کې سرګردانه لیده ،چې څنګه خپل رومانتیک ارمانونه دټولنیزو مصلحتونو په خاطر له لاسه ورکوي او په پایله کې ټولنیزقراردادونه او تپل شوي باورنه هیڅ هم نشي ورکولای. دفرانسې دانقلاب په پیر کې اروپا دقانون ماتوونې اوګډوډیو شاهده وه . ریالیزم تر ډیره بریده د چپو ایډیالیستانو له خوا پالل کېده ، هغوی ویل چې دعاج په ماڼۍ کې دتخیلي مدینه فاضله جوړول ناممکنه ده او موږ باید خپل چاپیریال ته ورووځو او خپل اتلان دکوڅو  له محروموانسانانو څخه وټاکو ، هغه کارلوښي ولمانځو چې دانسانانو په ورځني ژوند پورې اړه لري او له اوهامو څخه ځان خلاص کړو. سېمبولیستانو ، چې هرڅه ته بدبینه شوي وو، فکر کاوه چې حقایق ورڅخه ځان پټوي یا یې څوک ورڅخه غلاکوي ، دوی داشیاوو او ښکارندو په سیورو ( دوهمه او درېیمه تداعۍ ) پسې کرځېدل او دخپلو ایډیالونو دپېژندلو لپاره یې سېمبولونو ته پناه وړه . اګزیستنسیالیستانو فکر کاوه ،چې انسان پرخپلواکۍ محکوم دی او باید خپل ماهیت پخپله وټاکي ، دوی چې د دوو لویو ( نړیوالو ) جګړو ترمنځه له  وحشت لیدلي او ارادې بایللي اروپايي انسان سره مخامخ شول ، په دې هڅه کې شول ،چې انسان دخپل برخلیک پر ټاکلو یابدلولو باوري کړي ... په دې توګه ګورو ، چې لویدیز هنري ـ ادبي مکتبونه دتاریخي بدلونو په پایله کې رامنځته شوي دي او تر ډیره بریده یې لویدیز هنر او ادبیات بدل کړي ، وده یې ورکړې او رنګارنګي یې وربښلې ده مګر ددغو ښوونځیو اغیز ختیز اوپه تیره بیا افغاني ادب او هنر ته وروسته لاره کړې ده.  ویل کیږي ، چې تورکانو ختیځ ته دلویدیزو ادبي ـ هنري ښوونځیو ځانګړتیاوې راولېږدولې ، خو په نولسمه او شلمه پیړۍ کې چې دلویدیځ او ختیځ ترمنځ واټن لږ شو دهنري ـ ادبي تجربو لیږد هم نوي اړخونه وموندل. ښکاره ده چې پراوسمهالیو هنرونو او ادبیاتوباندې دغه دوه اړخیز اغیز ډیر پراخ دی او نوې تجربې ددواړو حوزو ترمنځ ګډې دي .  

پوښتنه:  پوهاند زيار په خپل بدلمېچ(۲۶۱- ۲۶۴مخ) کې هغه گرد تړنگونه(ترکيبونه) چې استاد غضنفريې  شعري تړنګونه(ترکیبونه) بولي، ژبني او بيا نحوي تړنگونه نوموي. پوهاند صاحب په نورو ليکنو کې هم پر دې رڼا اچولې چې د شاعرانو له خوا را منځته شوي يا رامنځته کېدونکي مجازي او استعاري تړنگونه تر هرڅه له مخه ژبني او بيا په نويزونو (نيولوجېزمونو) کې راځي. هرگوره د شعري يا هنري انځورونود رغنده ټوکونو(متشکله اجزاوو) په توگه د جملو دننه څېړل کېدای شي، تاسې پکې څه وياست، هسې خو د بلې هرې ژبې په څېر په گړنۍ پښتو کې هم ورته تړنگونه شته، لکه (د)کاروان ستوری، د سبا سترگه، د لمر سترگه، د بوډۍ ټال، سپېده چاود، سپين سبا يا گهيځ...؟

ځواب: لومړی ، خو داچې په شعر کې دژبې کارونه دنوې ادبي تیورۍ پربنسټ خورا مهمه ده ، مانا داچې نورنو ژبه دادبیاتو ، په تیره بیا شعر، لپاره یوازې دخامو موادو حیثیت نلري ، بلکې پخپله دیوې هنري ښکارندې په توګه پېژندل کیږي دشعر ژبه ځانګړې ده ، رضا براهني فکرکوي چې په شعر کې اشیا نوی هویت مومي ، ځکه خو یې تمثیل هم یوې ځانګړې ژبې ته اړتیا لري ، سارتر فکر کوي ، چې شاعرانه ژبه ځانګړې ده ، له همدې پلوه هم ده چې شعر تر ادبیاتو ډیر دهنرونو دکورنۍ غړی دی، ځکه په شعر کې ژبه وسیله نه بلکې هدف دی. دوهمه دا چې شعري تړنګونه بېشکه چې ژبني تړنګونه هم دي ، خو دژبنیو قوانینو په مرسته یوازې دشعرلپاره استخدامیږي او کیدای شي په  هماغه جوله او مانیز جوړښت سره په نثر ( او آن ناهنري منظوم کلام ) کې  دکاریدلو جواز ونلري. په شعر کې دژبنیو تړنګونو رغښت استعاري ، تشبیهي ، سېمبولیک او ګردسره انځوریز بستر لري او دکارولواو منلو منطق یې هم درغوونکي او مخاطب (مصرفوونکي) ترمنځ دیوه هنري قرارداد پربنسټ دمنلو وړدی. هېڅ شاعرانه ترکیب له خپلې هنري زمینې پرته منښت اوښکلا نشي درلودلای.

پوښتنه:ستاسېله انده د ادبي سبک اومکتب پېژند(تعریف) څه دی، او یو ادبي سبک او ښوونځی څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په وسمهال پېرکې دغه لېلې لارې نه رامنځته کېږي. که دا رښته ياحق څوک نه لري؟

ځواب: هیڅ داسې ملي یانړیواله محکمه نشته ،چې دسبکونو یا مکتبونو درښتې ورکولو وس وصلاحیت ولري. سبکونه او مکتبونه رامنځته کېدل ، رامنځته کیږي او رامنځته کیږي به . دادهنرمند په خلاقیت او زمانې پورې اړه لري اودا خلک دي ، چې دیوه سبک یا مکتب هرکلی کوي او په رسمیت یې پیژني ، ډیرځله ځینې مکتبونه دخپلو بنسټ ایښودونکو له زمانې څخه لسیزې بلکې پیړۍ وروسته پیژندل یامنل کیږي. دامشهوره ده ، چې لومړني سېمبولیستان لکه بودلر، مالارمه او رمبو هم خلکو لیوني بلل. هرکله چې دګڼو خلکو شعوري ـ رواني برید له هنرپنځوونکو سره هممهاله شي نو پلویان مومي . په پښتنوکې غني خان دځانګړي سبک خاوند و، دهغه دشعرونو مینه وال دهغه تر خپلې زمانې اوس ډیر دي. سبکونه په وړه محدوده کې دبیان یا ارائیې په ډول پورې اړونده نوموونه ده ، خو مکتب دمنځپانګې ، فکري یا رواني همرنګۍ یوه پراخه ټولګه ده ، چې څو نسلونه یې پالي او بشپړوي یې .

پوښتنه:نوی آزاد، سپين او ناپېيلی شعر له کلاسیک شعر سره څه توپیر لري؟ یو شمیر شاعران پر دې گروهه دي، چې سپین یا آزاد شعر په پښتو ادب کې له ډیر پخوا څخه شته وو. تاسېپه دې اړه څه ليد و اند لرۍ او دا راته وویاست، چې دآزاد او سپین شعر سوچ دچاله خوا چیرته او څرنګه را پیدا شو او همدا پوښتنه چې په پښتو او پارسۍ کې دغه نومونې له لويديځ هغو سره څه توپير لري؟

ځواب:

په فرانسه کې آزاد شعر د سېمبولیزم د مکتب همزولی ګڼل کېږي او پیل يې دنولسمې پیړۍ دپیل کلونه دي . د فرانسوي آزاد شعر ځانګړنه داوه چې د وزن لرونکو خو نابرابرو کلامي برخو یوه مجموعه به داسې لیکل کېده چې د کالب تر و حدته ډېر د فکر او انځورونو وحدت او جوړښت ته په کې پام کېده. په دې شعر کې کلېماتو پخپله سېمبولیکه مانا ښندله، سپین شعر په حقیقت کې هماغه هنري نثري لنډې لیکنې وې ،چې موږ یې دلته ادبي ټوټه بولو ، په اروپایی ژبو کې دغواهنګینونثرونو په تول پوره دشعر ځانګړتیا درلوده یوازې توپیر یې له آزاد شعر سره دا و ، چې کلامي واحد یې یوه بشپړه غونډله وه حال دا چې په شعر کې ډیر ځله نحوي جوړښت نه ،بلکې انځوریز جوړښت دکلام واحد ګڼل کیږي. په پاړسي کې نیما یوشیج دخپل وخت دود  وزني کالبونه مات کړل او نیمايي اوزان یې رامنځته کړل، دنیمايي اوزانو ځانګړتیا داوه چې دبحرونو دشمیر له مخې دبیتونو او مسروپه اوږدوالي او تناوب کې بدلون راته ، او ډیره ځله به قافیه دسره توپیر لرونکو وزني واحدونو تربېلابیلو شمیرونو وروسته تکراریده، نیمايي کالبونه ، چې دقافیې له تکرار او رعایته خلاص شول آزاد شعر وګڼل شو او کله یې چې ټاکلی وزن هم پریښود سپین شعر وګڼل شو، خو سپین شعر هم آهنګ ته اړتیا درلوده او په دې توګه یې خپل مترنم جوړښت وساته . په پښتو کې داسې کالب ماتوونه پوهاند عبدالحی حبیبي ته منسوبه ده ، یاد استاد پرکال ۱۳۱۵ لمریز، په  هندکې یو شعر لیکلی :

دکور قاصده 

راته ووایه

حال دیارانو 

دوطن خپل

وما پردیس ته حال راښکاره کړه

د دلدارانو

دوطن خپل ...

فاضل استاد پخپله هم لیکلي دي ،چې دا یو نوی ډول شعر دی. تر ده وروسته دآزادشعر پالونکي : استاد پژواک ( په تیره بیا په کلیمه داره روپۍ منظومه کې ) ، استاد بینوا ، استاد بهاالدین مجروح، سلیمان لایق، غني ، شپون ، الهام اوپوهاند زیار دي البته په نوې نسل کې دآزاد شعر دګڼو مانیزو او جولیزو تجربو پیاوړی نوښتګر ارواښاد ننګیال ، عارف خزان او یوشمیر نوردي . دسپین شعر یو شمېر لومړنۍ بېلګې هم دارواښاد ننګیال دي ،خو په دې توپیرچې دهغه پرذهن حاکم وزني تمرین شعر مترنم ساتلی دی او ښايي دادپښتو شعر څپیز ـ خجیز جوړښت وي چې د بشپړ سپین شعرپه لوی لاس لیکل پکې کار تصنع او تکلف ته رسوي . په دې توګه ګورو، پښتو شعر دخپل بدلمېچ پربنسټ آزاد شعر ډ یر طبیعي او له خپلو ځانګړنو سره سم منلی او په هیڅ ډول ورته له کومې بلې ژبې څخه راغلی یې نشوګڼلای. یومهال ښاغلی صادق ژړک داسې کاکړۍ غاړې راته ولوستلې چې دازادشعر په توګه یې وزني بېدودي درلوده ، داسې ښکاري ، چې پخوانیو پښتو بدلو ، غاړو او نارو دیوډول لنډو آزادو ټوټو کالب درلوده ، ځکه خو  په پښتو کې ددې ډول شعر لرغونتوب نه شو ردولای ، خو زما په نظر دا مسئله نورو څېړنو ته اړتیا لري .

پوښتنه: زموږ یوشمیرانديال او فرهنګيال پر دې گروهه دي، چې په پښتوکې دشعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي. ستاسې پرآند دولسونوپه راویښولواو د ملي ولولوپه راپارولو کې شعر زیات اغیز لري او که نثر؟

ځواب: هر ځېل خپل ارزښت لري ، شعر لیکل ، نثرلیکل، کره کتنه کول ، څېړنه او بله فرهنګي هڅه نجاري یا خټګري نده ، چې تاسو یې چاته دکولو یانه کولو سپارښتنه وکړئ ، ځکه داډیر په ذوق ، مینه او توان پورې اړه لري ، موږ هم ښه شعر ته اړتیا لرو او هم ښه نثر ته ــ هر څومره چې وي ــ خو چې ښه وي ، خلک یې خوښ کړي او هغه ټولنیزاغیزولري ، چې له ادبیاتو او هنر څخه یې تمه کیږي . په افغاني ټولنه کې شعر اومنظوم کلام له پخوازمانې څخه ډیره مینه وال او اغیزدرلوده ،ځکه دلته تمثیلي او تجسمي هنرونو ته په ښه سترګه نه کتل کېدل ؛ تیاتر ، مجسمه جوړونه ، انځورجوړونه او آن موسیقي په ممنوعاتو کې ګڼل کېدل اوشعرومنظوم کلام ددې ټولو ځای ډکاوه ، حماسې ، ویرنې، مینې ، مذهبي متون ، اخلاق، او نور متون په نظم کې خوندي کېدل ، دهمدې لپاره شعر او نظم دلته ژورې ریښې لري ، نثر تر شعره ځوان دی خو پاللو ته یې اړتیا شته ، نن سبا چې ذهنیتونه نوي شوي دي ،موږ نویو نثري ځېلونو ته اړتیالرو  کیسې ، نندارلیک،طنز، فلمنامې، پورترې ، ژوندلیکونه ، یونلیکونه  او نور ځېلونه ښايي دود او پیاوړي شي ، خو دښې شعر لیکنې په قیمت نه، بلکې دښې شاعرۍ ترڅنګ .  

پوښتنه:یو شمیر ادب پوهان په سرکې بریتانيي لیکوال او شاعران نثر پرڅو ډولو ویشي، لکه: داستاني نثر، د ستاینې نثر، څیړنیزنثر، د بحث او استدلال نثر او ادبي نثر. مهرباني وکړی په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړی؟

ځواب: همداسې یو ویش زموږ په ادبپوهنه کې هم شته ، هنري نثر ، انشايي نثر، علمي ـ څېړنیز نثر ، ښوونیزـ روزنیز( پیداګوژیک) نثراو ښايي نور. هنري نثر په ټولیزه توګه هغو لیکنو ته وایي ، چې له تخیل او ادبي ارزښت سره تړاو لري ، په دې کې داستاني لیکنې، ډرامې ، فلملیکونه ،  او نورادبي ځېلونه ټول( له نظم وشعره پرته ) راځي. انشايي نثر هغه دی ، چې موخه یې دیوه پېښلید ، نظر، فکریاحالت بیان وي ، دا نثر تخیلي نه وي ، خو کیدای شي دنثر لیکنې له ښکلاییزو او ادبي خوږلنیو څخه تومنه واخلي لکه : یونلیکونه ، بیوګرافۍ ،فیچرونه او نور، له هنري نثر سره یې توپیر دا وي ، چې موخه یې په ادبي ژبه دواقعیتونو او حقایقوارائیه وي او تخييل پکې ډیر ځای نلري. علمي ـ څيړنیز نثر دساینسي او ټولنیزو پوهنو دزبات او ورپوهولو لپاره کاریږي. ښوونیز او روزنیز نثرونه دپیداګوژۍ او ورزده کولو دپوهې له ارونو سره سم یو ځانګړی نثر دی، چې دخپلو مخاطبانو دپوهې او عمرله کچې سره سم لیکل کیږي. هېره دې نه وي چې دغه هر یو ډول بیا په نورو څانګو هم ویشل کیږي، چې فکر کوم دلته به یې دټولو دیادولو ځای نه وي .  

پوښتنه:ویل کیږي، خوشحال خان خټک لکه څنګه چې پښتوشعراو نظم ښکلی او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم دیوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پرهنري او ادبي نوښتونو يوه څرکنده رڼا واچوئ!

ځواب: خوشال بابا نه یوازې دا چې ددستارنامې په څېرد یوه شهکار نثري کتاب په لیکلو  پښتو نثر د راونۍ ، ساده ګۍ او روڼوالي په خوا ورلوړکړ ، بلکې ترځان وروسته یې پر نورو نثرلیکونکیو هم ژور اغېز وکړ، چې یوه ښکاره بېلګه یې تاریخ مرصع ګڼلی شو، بابا له سجع ، ایطال او عربیت څخه دپښتو نثر تر تراشلو وروسته داوښوده ، چې یوڅه په هماغه ژبه چې ویل کیږي ، لیکل کیدای هم شي. البته دا لوی کار دڅه ډول نثرلیکنې په برخه کې و، خو د "هنري نثر"په اړه همدومره وایم ، چې د بابا کومه لویه او پاموړ هنري نثري بېلګه ما نده لیدلې ، ځکه موږ" په نثر کي هنري نوښت"داسې یوڅه ته ویلی شو لکه شکسپیر چې په انګریزي ادبیاتو کې رامنځته کړ.

پوښتنه:تاسې کال دوه مخکې خپل څو شعري دوترونه يا منظومې په یوه ټولګه (ته زما ټوله شاعري یې) کې خپاره کړې دي، که څه هم استاد زيار ورباندې پخپله کره کتنه کې  پوره رڼا اچولې او تاسې يې د تیرو هیرو او نويو حماسو شاعربللي ياست. بياهم زه غواړم، چې په اړه يې ستاسې خپل نظر هم وپوښتم او بياداچې تاسې په پښتو ادب په تېره بیا په شعر کې د دغو حماسو اغیز څه ډول ارزوئ ؟

ځواب: ماته تر ټولو سخت کار دابریښي چې دخپلو لیکنو په اړه څه ولیکم یا څه ووایم ؛ (( ته زما ټوله شاعري یې )) زما دتیرو چاپ شویو شعري ټولګو، پینځو منظومو او یو لوی شمیر ناچاپو شعرونو یوه غوښنه ټولګه ده ، چې زما دځوانو ملګرو په همت راټوله ، تدوین او چاپ شوې ده، لومړی چاپ يې دښاغلي حسام او دوهم دایې داسد جان دانش په همت ترسره شو. ددې کتاب دراغونډولو او چاپ لپاره زما د مشرانو او ځوانو ملګرو ټینګار دا و چې ګواکې زما پخوانۍ شعري ټولګې په تیره بیا درې لویې منظومې ورکې شوې وې او نورې نه پیدا کیدې ، دځینو پخوانیو کتابونو دچاپ کیفیت هم ښه نه وو او ځکه خو، ددوی په ژبه ، ګواکې زما بېچاره دشعرونو مینه والو ته باید ددې ټولو نوی چاپ وړاندې شي ، په هرصورت، دمنظوموپه اړه زما د پیاوړي استاد زیارلیکنه او شننه دهغوی ذره نوازي ده . زما منظومې دتاریخ ، ادبیاتو ، اسطورو او هنر ترمنځ په یوه تخیلي زمینه کې لیکل شوي دي ، دمنظومو پلاټ (خاکه) جوړه شوې ده ( ښايي دهمدې لپاره یې استاد هېوادمل دحماسو دجوړښتي ویش له اړخه مصنوعي یا تخلیقي حماسې بولي ) ځينې اتلان ، ځایونه او پیښې یې له تاریخي روایاتو رااخیستل شوي دي او په ټولیز ډول زموږ دتاریخ داساطیري دورو روایتونه دي. له ماسره دداسې څو نورو منظومو دلیکلو لپاره هم یادښتونه او طرحې شته ، که لوی خدای ژوند او وس راکړ انشاالله چې وبه یې لیکم. هغه مهال چې ما دمنظومو دلیکلو لومړنۍ هڅې کولې ، ګومان مې نه کاوه چې دومره مینه وال به ومومي او اوس یې چې پښتنو لوستونکیو او اوریدونکیو داسې هرکلی وکړ ، غواړم چې دا لړۍ پسې وغځوم. هېره دې نه وي ،چې

( ارشاک او اوشاس) منظومه دهېواد نومیالي ممثل ښاغلي ممنون مقصودي په ډیره هنري ژبه راډیويي کړې ده ، چې ښايي مننه ورڅخه وشي.

پوښتنه:لکه څنگه چې ټولو ته پته ده، په پښتو کې له څو کلو راهيسې د((هايکو)) او((ټپيزې)) په نومو دوه نوي شعري ځېلونه(ژانرونه) رادود شوي دي، تاسې يې څنگه بولئ؟

ځواب: ټول پوهیږو ، چې هایکو له اره جاپانی شعر دی او موږ یې یوازې جوله راپښتو کړې یا تقلید کړې ده ، مانا دا چې موږ په پښتو کې دهایکو پېښې کوو، لنډۍ دپښتو ژبې شتمني ده ،همداسې هایکو دجاپاني ژبې شتمني ده، دلنډۍ روح پښتني او دهایکو هغه جاپاني دی ، دواړه نورو ژبو ته ژباړل کیدای شي، خو په نورو ژبو کې به یې په هماغه کیفیت ( تخلیق) که ناشونی نه وي ډیر ستونځمن به خامخا وي. ماته پښتو هایکو ګانې دلنډو ازادو شعرونو په څېر خوند راکوي او بس ، تر دې ورهاخوا یې په اړه څه نشم ویلای. پاتې شوه دټپیزې کالب یافورم ( البته ژانر نشو ورته ویلای) دا په دې شرط چې دلنډیو اصالت او لرغونتوب زیانمن نه کړي ، یوه ښه فني زیاتونه ګڼم ، ډیر زیات به دشعري ارزښت خاوند کالب ورته ونه شم ویلای ، ځکه شعر هماغه دبڼې موندنې او فکري زیږد پر مهال پخپله دیوه هنري خپلواک تخلیق په توګه رامنځته کیږي ، خو ټپیزه دټاکل شوې لنډۍ په منځپانګې پورې تړلې زیاتونه ده ، چې تخلیقي اصالت او خپلواکي

 نه لري .

پوښتنه:پښتو غزل هغه ځېل يا ژانر دی، چې له مينې او مينه وړو ولولو سره تړاو لري. ايا پښتو غزل دنورو ژبو له غزل يا ورته رومانتيک شعر سره سیالي کولای شي او که نه؟ بلخوا څنگه چې تاسې له لږوډېرې غزليزې شاعرۍ سره سره د ازاد او نيم ازاد شعر له لارويانو هم ياست، نو ايا تاسې د لويديځوالواو بيا ايرانيانو په څېرپه پښتوکې د ازاد رومانتيک شعر، په نورو ټکو، غزل دودېدل شونی او وړنده بولئ؟

ځواب: دترلاسه شوي پښتو غزل بېلګې  له اکبر زمینداوري څخه پیل کیږي چې ګڼې لوړې ژورې یې لیدلي دي ، پښتو غزل په لومړي سر کې ډیرلیریک او عشقي و، او له خپلې لغوي مانا سره سم یې له ښکلو ښځو سره د مینې او تغزل ښکلاوې رانغاړلې ، تر روښاني دورې او رحمان بابا وروسته پر پښتو غزل د تصوف او عرفان منځپانګه هم ورزیاته شوه ، خوشال بابا غزل راژوندی کړ او د ورځنیوتجربو ، مینې ، تغزل ،  حماسي اند دود او فلسفي تفکر رنګونه یې ورزیات کړل ، حمید دهندي سبک ځانګړنې دتعادل په حد کې راپیل کړې او کاظم خان شیدا ، شمس الدین کاکړ ، او نورو لوړ حد ته ورسولې تر کلاسیکانو وروسته دپښتو غزل نیوکلاسیکان راغلل او په دوی کې امیرحمزه شینواري پښتو غزل ته یونوی روح وروباښه مانا داچې دمینې ، تصوف او ښکلا تر څنګ یې پښتنواله هم په شعوري توګه پرې ورزیاته کړه او له معاصرو شعري ځانګړتیاوو سره سم یې پښتو غزل ځوان کړ، نوي تشبیهات ، استعارې ، انځورونه او سېمبولونه له نویو اهنګونو او وزمي تجربو سره دپښتو غزل تنوع او رنګارنګي ډیره کړه ، ژبه پکې روڼه او پریوللې شوه ، له مانیز پلوه مېسره ییز  ، رکني او یا هم بیتیزوحدت دټول غزل تر وحدت پورې پرمختګ وکړ او په غزل کې دګډې ذهني زمینې تجربې پیاوړې شوې. دې ټولو پښتو غزل لوړې څوکې ته ورساوه . مګر مینه او عشقي تلوسه تل د پښتو غزل ترټولو لویه منځپانګه وه او ده . مینه په پښتو غزل کې داسې بریښي لکه دزرو په ګوتمۍ کې لوی دالماسو غمی  چې که له ګوتمۍ څخه یې لرې کړې هیڅ ارزښت نلري ، دازیری په خوشالۍ درکولی شم چې ځوانو اوزلمیو شاعرانو اوسمهالی پښتو غزل داسې یو پړاو ته رسولی دی ، چې دسیمې دنورو ژبو له غزلیزې شاعرۍ څخه که یوه غاړه لوړ نه وي نو کم خو ترې هیڅ ندی . دابه نه هیروو چې دنورو ژبو له غزل سره دپښتو هغه توپیر په وزني او ژبني جوړښت کې دی پښتو غزل څپیز خجیز رغښت لري او قوافي یې هم خپل او ځانګړي دي ، دنورو له پورشویو عروضي کالبونو سره نه شي تلل کیدای.

ما پخپله تر غزلیزې شاعرۍ ډیره آزاده شاعري کړې ده ،که څه هم غزل مې خوښیږي او دشاعرۍ پیل مې هم له غزل څخه دی ،خو وروسته مې فکر او خیال دغزل له تنګ کالب څخه راووت او دآزاد او( ستاسو په ژبه نیمه آزاد) شعر په پراخې غیږه کې یې غځوونې وکړې . دڅومره والي له پلوه کیدای شي په خپلو همزولو شاعرانو کې ترټولو ډیره رومانتیکه آزاده شاعري زما وي. درومانتیکوولولو ، عواطفو او تخیلاتو دلېږد لپاره ترټولوښه کالب ازاد شعردی ، نو که پوښتنه رامنځته شي چې غزل ولې ډیر شهرت لري ؟ ځواب به یې داوي چې یوخو غزل لرغونی دی او ډیره متني زیرمه یې خوندي ده او دوهم داچې له موسیقي سره داسې لازم او ملزوم ګرځیدلی دی چې دخپل شهرت او محبوبیت لویه برخه یې سندریز کیدو له قابلیت څخه ګټلې ده. وروستۍ مسئله یې هم دا چې پښتو ژبه درومانتیکو مضامینو دارائیې لپاره ګڼ مستعد فورمونه لري ، غزل ، چارپارې آزاد او نور او په دې توګه دې ته اړتیا نلري چې دایراني ، اروپایي یاکومې بلې ژبې پرپلونو پل کیږدي .

پوښتنه:شعراو موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. تاسېپه دې اړه څه لید لری، او دا راته وویاست، چې ستاسېشعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلي دي؟

ځواب: شعر او موسیقي سره نږدې هنرونه دي او یو دبل بشپړوونکي هم . که څه هم هر یو په یوازې ځان خپلواک هنرونه ګڼلی شو مګر کله چې سره یوځای شي نو دبشپړ هنري اوج تمثیل کولای شي . شعر ډیرځله دموسیقي په مرسته تر خلکو وررسیږي او موسیقي دشعر په مرسته دانسانانو دپیغام ، فکر او خیال دلیږدولو توان مومي . شعر اوموسیقي دواړه دانسانانو دهنري ذوق لومړني همزولي دي او تر ټولو زاړه هنرونه ګڼل کیږي ، لکه سینما چې ترټولو ځوان هنر بلل کیږي.

زما یو شمېر شعرونه دوخت ښو سندرغاړو ویلي دي لکه فرهاد دریا ، حفیظ ګردش ، شهزاد عدیل او نور چې اوس یې نومونه رانه هیر دي .

پوښتنه: فلسفي، تصوفي يا عرفاني شاعرې څرنګه څیړئ؟ او کوموپښتو شاعرانوپکې خپل ذوق او استعداد زيات آزمویلی دی؟

ځواب: فلسفي شاعري بېله ، عرفاني بېله او تصوفي هغه بېله ده . فلسفي شاعري هغې ډول شاعرۍ ته وایو چې په هنري او موزونه ژبه یې کوم فلسفي فکر بیان کړی وي . خو فلسفه څه ده ؟ فلسفه دګڼو پوهنو هغه مجموعه ده چې په یوه ځانګړې سکالوکې دانسان بنسټیزو پوښتنو ته ځواب وویلای شي . فلسفي افکار له پخوا څخه په شعرونو کې بیان شوي دي ، له پخوا زمانو څخه چې ادبیات ، عقایدو ، عقلي تجربې او ساینس  ، فولکلور ، حماسې ، تاریخ او افسانې یو له بله سره ګډ وو او خپلې پولې یې نه وې بیلې کړې ددې ټولو مجموعي پوهې ته یې فلسفه ویل او په دې پورې اړوند ګڼ مسایل دشعر په ژبه بیان شوي دي ، دزاړه مصر د ( مړیو) کتاب داسې نظمونه لري چې دانسانانو خورا لرغوني ثبت شوي فلسفي افکار رانغاړي ، دزاړه عراق افسانې ( په تیره بیا دګېلګمیش منظومه ) ګڼ فلسفي اړخونه لري ، دیونان او روم اثار بې جوړې دي ، دآریانا ویدي سرودونه ، دزردښت او ستايي ګیتونه ( ګاڅونه ) دهند مهابهارت او دچین زاړه  مناجات ټول هغه  منظوم سرودونه دي چې  دفلسفي ارزښت خاوند ادبیات یې ګڼلی شو. تر دې راوروسته په اروپا کې هم یوه دوره فلسفي شاعري دود وه چې یوه لویه بېلګه یې د دانته ( الهي کومیډي ) او یا هم د الماني ګویته ( دفاوست تراژیدي ) ګڼلی شو . فلسفه په لویدیځ کې سیستماتیکه شوه ، ښوونځي یې وموندل او ورو ورو یې علمي بنسټ پیاوړی شو، خو په ختیځ کې همداسې د ادبیاتو ، پوهنې ، عقیدې او هنر تر منځ ویشلې پاتې شوه ، په دې توګه موږ ویلی شو چې په ختیځ کې فلسفې نه ، بلکې فلسفي افکارو ډیره وده وکړه چې لویه برخه یې په ادبیاتو په تیره بیا شعر او نظم کې خوندي ده. پښتو شاعرۍ ته هم فلسفي افکاروپه تیت پرک بڼه رخنه کړې ده چې په استازیتوب به یې له کلاسیکانو څخه خوشال بابا او روښاني غورځنګ او په نیو کلاسیکانو کې به د پوهاند سید بهاالدین مجروح او غني خان نومونه واخلم.

پاتې شوه دعرفاني او تصوفي شاعرۍ برخه ؛ لومړی خو دا دواړه مفاهیم چې ډیر ځله سره هممانا ګڼل کیږي یو څه توپیر لري . عرفان چې د پیژندلو له لغوي مادې څخه جوړ اصطلاحي مفهوم دی د خدای پیژندنې لپاره دانساني تجسس او پلټنې هغې هڅې ته ویل کیږي چې له بابا آدمه تر دې دمه یې درلودلې ده اودا مفهوم یو څه پراخ او کلي دی. حال داچې تصوف دټاکلو لارو او سلوک هغې عرفاني دورې ته ویل کیږي ، چې په اسلامي نړۍ پورې اړه لري . په اسلامي تصوف کې ځينې مشهورې طریقې او مکتبونه پیژنو لکه : مولویه ، نقشبندیه ، چشتیه ، قادریه او داسې نورې. په پښتو شاعرۍ کې عرفاني افکار پریمانه او ډیر پراخ دي همداراز تصوفي شاعري هم شته چې ډیر ځله دیوې ځانګړې طریقې پیروانو رامنځته کړې پاللې او بډایه کړې ده ، په پښتو ادبیاتو کې یې غوره بېلګه روښاني دوره ده . دعرفاني او تصوفي شاعرۍ په اړه دلته دخپلې  وروستۍ څيړنې یوه برخه رااخلم، که څه هم دغه بحث تر ډیره بریده په پښتو شاعرۍ کې دعرفاني سېمبولونو په اړه ده ،خو فکر کوم ستاسو دپوښتنې ځینې ځوابونه لري  :

که له تاریخي مخینې یې تېر شو د څومره والي له نظره د پښتو ادبیاتو د منځنۍ دورې په شاعرۍ کې تر ټولو ډېر له عرفاني سېمبولونو سره مخامخ کېږو.

عرفان د پېژندنې له ریښې څخه اخېستل شوی دی او په اصطلاح کې د خدای(ج) د پېژندنې لپاره د انسان معنوي او روحي هڅه ده.

تصوف د وړینو جامو د اغوستونکیو (صوفیانو) له نامه سر تړلی مسلک ګڼل شوی ، داچې صوفیانو ته د هغوی د وړینو جامو یا اهل الصفه ( اصحاب صفه یا پر صفه ناست) کسان یا د غارونو (صوفونو) اوسیدونکو له امله دغه نوم ورکړل شوی په دې ډېر نه تم کېږو، په اسلامي تاریخ کې صوفیان د عرفان، زهد او عبادت هغه لارویان وو، چې پر ادبیاتو یې د پام وړ اغېز درلودلای دی.

صوفیانو، چې له هستۍ، انسان، عاقبت او نفس څخه ځانګړي تعبیرونه درلودل د خپلو افکارو د دودولو او نورو ته د رسولو لپاره ادبیاتو او شعر ته مراجعه کوله.

صوفیانو ادعا کوله چې لوی خدای(ج) ته عبادت یوازې د دوزخ له ویرې یا جنت ته د وررسېدو لپاره نه کوي، بلکې له خدای(ج) سره د مینې لپاره او په آخرت کې د خپل خالق د دیدار لپاره سعي کوي. ددوی عادتونه، ویناوې، فکرونه او باورونه کله کله د عامو خلکو یا هم د وخت د علماوو له نظره متفاوت او په ځینو مواردو کې د زغم وړ نه وو، نو د همدې لپاره دوی په خپل کلام کې ابهام، سېمبول کارونې او استعاري ویناوو ته پناه وړله، دا چې په عرفاني ادبیاتو کې سېمبولونه ډېر، بېلا بېل، په زړه پورې او د پام وړ دي دلیل یې همدا دی چې صوفیانو به د خپلو زړونو ټولې خبرې مخامخ او څرګندې نه شوې ویلای، دوی به مجازي دنیا د حقیقي دنیا د تمثیل لپاره جوړوله، کله کله به یې مجازي معشوقه یادوله خو مراد به ورڅخه حقیقي محبوب و،  معشوقه، شراب، ساقي، زاهد، میخانه، وصال، هجران، های وهوی، قیل و قال او داسې نورو سېمبولونو به د رمز  په ژبه د دوی فکرونه او غوښتنې ښکارولې.

د روښاني مکتب پلوي شاعرانو د پښتو ادبیاتو لویه برخه عرفاني شاعري کړې ده، خو تر هغو پرته رحمن بابا او نور شاعران هم شته چې ګڼ عرفاني سېمبولونه یې په شعرونو کې موندلای شو.

په پښتو شاعرۍ کې د یو شمېر عرفاني سېمبولونو بېلګې به د بېلا بېلو شاعرانو له کلام سره وڅېړو.

د رحمن بابا په یوه غزل کې څو عرفاني سمېبولونه :

دجنت تر حورو تېر شه که یار غواړې

خدای دې نقده د چانهکاندي نسیا

د ساقي له لاسه هسې باده نوش کړه

چې دې غوڅ کړي له زړه خیرېدریا

چې یې کسب عاشقي شي د دلبرو

نظر نه کاندي په کسب د کیمیا

عشق هنر د مخلصانو دی رحمانه

نه حصلېږي مخلصي په روریا

یو ګفتار در لره بس کاندي رحمانه

څه په هر ساعت پوښتنه کړې بیا بیا

یار : حقیقي محبوب دی، شاعر غواړي ووايي چې د هغه مقصد حقیقي محبوب دی نه د جنت حورې هغه غواړي خپل حاضر و دایم و قدیم محبوب ته ورسېږي چې نقده حضور لري حال دا چې د جنت حورې نسیا وعده ده.

ساقي او د بادې نوش کول د طریقت سېمبول دی، چې د ریا په وړاندې د شاعر د عرفاني پروتست سېمبول یې هم ګڼلي شو، هغه څوک چې له حقیقي محبوب سره د عشق کارو بار کوي هغه د دنیا په کاروبار غرض نه لري او د (کیمیا) کار چې یو دنیوي کار دی نه خوښوي. رحمن بابا د عرفان او تصوف وجودي منطق او ټول هدف په همدې څو سېمبولونو کې بیانوي، چې نورو ګڼو عارفو شاعرانو هم تکرار کړی دی.

د میرزا خان انصاري دا سېمبولیک غزل ولولئ:

زه څرګند د محبت په ښه بنیاد یم

له نیستۍ هم په دا هستۍ آباد یم

په ازل مې د اقرار په ژبه ووې

تر ابده وفادار په خپل میعاد یم

امانت چې اسمان ځمکې وړای نه شو

اوس یې زه په دا عاجز صورت عماد یم

په اختیار مې هسې ظلم په ځان وکړ

له دې قصده د جهول په نامه یاد یم

که د جهل بار مې لرې شي له سره

بې ګومانه د صفي آدم اولاد یم

انصاري د څو سېمبولونو په مرسته دعهدالست ټوله کیسه تمثیلوي دا له خالق ذات سره د بنده (انسان) د عشق او مینې جوهر او صفت و ، چې د هستۍ باعث شو، خدای پاک انسان ددې لپاره هست کړ چې خپل خالق یکتا و پېژني او عبادت یې وکړي. ( څرګند د محبت په ښه بنیاد) او له نیستۍ څخه هستۍ ته راتلل. انسان په ازل کې له خپل رب سره تعهد کوي چې دخپلې هستۍ تر پایه به د بنده ګۍ سعي کوي، او د لوی الله(ج) حکمت، د هغه کلام او د هغه احکام چې زمکې او اسمان، غرونو او دښتو یې د ساتلو او زغملو وس نه درلوده انسان ( د حضرت آدم اولادې) د هغه د منلو ژمنه وکړه او دا ژمنه یې په خپل اختیار وکړه، ګواکې نه پوهېده چې دومره ستر مسؤلیت پر غاړه اخلي دلته د جبر او اختیار پېچلې فلسفې ته اشاره کوي.

زموږ متصوف شاعر میرزا خان انصاري وايي چې د صفي الله ( حضرت آدم ع) اولاد کله دومره جهول شي چې خپل ازلي عهد او پیمان هیروې. هغه عهد، چې په خپل اختیار یې کړی او د خدای(ج) د بنده ګۍ لوی مسؤلیت  یې پر ځان منلی دی. د انصاري (زه) د ټول بشریت سېمبول دی دا (زه) یوازې میرزاخان نه دی، بلکې له بابا آدمه تردې دمه له ټول بشریت څخه استازیتوب کوي دا د هماغه ګډ بشري ناخودآګاه ضمیر غږ دی چې په سېمبولیکه بڼه د میرزاخان انصاري په شعر کې ځان څرګندوي.

د عهدالست کیسه اوږده ده خو زموږ عارف شاعر یې د یو شمېر روښانه سېمبولونو او سېمبولیکو شاعرانه اشارو په مرسته ټوله او بشپړه را تداعي کوي.

پر همدې زمکه د خوشال بابا دا درې سېمبولیک بیتونه وګورﺉ؛خان هم هستي د محبت او عشق له برکته بولي :

د مجاز عاشقي عین حقیقت ده

و معنو ته زینه ایښې د صورت ده

تر ثرا تر ثریا که فهم وکړې

په څلور کونجه غوغا د محبت ده

په جهان به هېڅوک نه و که عشق نه وای

د بدبه د عشق قایمه تر قیامت ده

شیرازي خواجه حافظ په خپل یو مشهور غزل کې کټ مټ د عهدالست او عشق کیسه په همداسې سېمبولونو ارائیه کوي :

در ازل پرتو حسنت زتجلی دم زد

عشق پیدا شد و آتش بر همه عالم زد

جلوه ای کرد رخت دید ملک عشق نداشت

عین آتش شد از این عزت و بر آدم زد

عقل میخواست کزاین شعله چراغ افروزد

برق غیرت بدرخشید و جهان بر هم زد

مدعي خواست که آید بتما شاګه راز

دست غیب آمد و بر سینه نامحرم زد

دیګران قرعه قسمت همه بر عیش زدند

دل غمدیده ما بود که هم بر غم زد

جان علوی هوس چاه زنخدان توداشت

دست در حلقه آن زلف خم اندرخم زد

حافظ آن روز طرب نامه عشق تونوشت

که قلم بر سر اسباب دل خرم زد

د شیخ عیسي مشواڼي لاندنیو دریو بیتونو د درېیو بېلا بېلو حالتونو د بشپړ تمثیل لپاره عجیب عرفاني سېمبولونه رانغاړلي دي، د جبر او اختیار په اړه د انسان ډیالیکتیکي وسوسه، د هګل له تیزسونو سره سم د (بادارو غلام دیالیکتیک) ،چې انسان یا بادار دی یا غلام ، یا حاکم دی یامحکوم او د همدې تنازع څخه د یوې ناپېژندل شوې خپلواکۍ په خوا ورڅکېږي، هېڅکله هم نه ور رسېږي ځکه مرګ تر ایډیالې خپلواکۍ لنډ دی او بل انسان بیا په همدې آزمویل شوې لاره مزل کوي.

انسان که له نفس سره مبارزه وکړي (نور) ته (الله نور السموات والارض) ور نږدي کېږي او که د نفس ومني، نو شیطان الرجیم ته چې له اور (نار) څخه جوړ شوی دی، میلان مومي، خاورین (خاکي) انسان د خپل ایمان، علم او اعمالو د څرنګوالي او څومره والي له نظره د نور او نار ترمنځ په نوسان کې دی.

 حقیقي محبوب ته نږدېوالی یا لرېوالی د انسان په خپلو اعمالو پورې تړلی دی، دا ټول څه چې که وغواړﺉ مدلل یې کړﺉ کتابونه پرې کښلای شئخو زموږ شاعر شیخ یې د  څو عرفاني سېمبولونو په مرسته داسې بیانوي :

په خپله کار کړې په خپل انکار کړې

کله بادار یم، کله مې خوار کړې

ته خو قادر یې په صفتونو

کله مې نور کړې، کله مې نار کړې

عیسې حیران دی په دې شیونو

کله مې یار کړې، کله اغیار کړې

عرفاني سېمبولونه هومره رنګین، بېلا بېل او په زړه پورې دي، چې د ټولو څېړل او سپړل یوه ځانګړې څېړنه غواړي، ځکه زما په فکر عارفو او صوفي شاعرانو تر ټولو ډېره سېمبولیکه وینا کړې ده او ددې لپاره، چې د درباري مفتیانو، زهادو، واکمنو او عامو وګړیو له ګواښ څخه په امان پاتې شي ، خپله مدعا یې په ښکلیو، شاعرانه سېمبولونو کې نغاړلې ده، د همدې لپاره د شعري سېمبولونو ډېرې غوره بېلګې عرفاني سېمبولونه ګڼلای شو.

پوښتنه:په یوه ټولنه کې چې د گروهو(عقایدو) او فرهنګ سانسور وي، ستاسې پرآند پر شاعر او لیکوال څه نقش واغیز درلودای شي،څه ډول مبارزه ورته په کار ده ؟

ځواب: سانسور تل موجود و، شته او وي به . دسانسور شکل او عمل بدلیږي ، دسانسورچیانو مهارتونه زیاتیږي او له سانسور څخه دتښتیدونکیو هنرمندانو کمالات هم بدلیږي او ډیریږي ، دا یوه نه تمامیدونکې مبارزه ده . هرڅوک دخپلو ګټو ، وټو او پټو رازونو دساتلو هڅه کوي ، شاعر او هنرمند چې دټولنې دوجدان اواز پورته کوي له سانسورچیانو سره تل په ټکر کې وي ، خو شعر دشعار په څېر مخامخ بیان نه دی ، ځکه یې زیان او ګواښ هم کم وي شاعران او لیکوال خپلواک خلک دي ، دوی هغه څه وايي ، چې غواړي یې او که هغه څه یې وویل چې نوریې فرمایش ورکوي  یا پرې تپل کیږي بیا خو دهنر او ادبي ژمنې له دایرې وځي او کار یې ارزښت نلري. په دې توګه ګورو چې دشعر او ادب یوکمال دخپلواکه روح له چینو څخه خړوبېدل دي. سارتر به ویل هر زور ته ( نه ) ووایئ ، یوه شرافتمندانه ( نه ) له زرو ذلیلو ( هو ) ګانو څخه غوره ده . هنري مبارزه یو راز لري او هغه دا چې دڅومره خلکو دشعور استازیتوب کولای شئ او دڅومره خلکو پر شعور اغیز کولای شئ ، دڅومره خلکو شعور راویښولای شئ ؟ او دڅومره خلکو انساني عواطف سیقلولای شئ ، څومره خلک دژوند ، مینې او انسانیت پر ارزښتونو باوري کولای شئ ... دادمبارزې موخې دي او وررسېدل دهنري بیان په مرسته د ګټورې اغیزې زیاتیدل دي. لویه مبارزه دا ده چې موږ په خپلو خلکو کې دا پوښتنه په جوش راولو چې زموږ خلک ولې تر ټولو ډير وژل کیږي او وژل کوي ؟ موږ څنګه کولای شو دهنر او ادبیاتو په مرسته دافغان انسان د ژوند اهمیت او ارزښت وځلوو او ددغه انسان له ذهن و زړه او ضمیر څخه کرکه و خشونت او له لاسه یې ټوپک او توره واخیستلای شو ؟ په ریښتیاچې دنړۍ تر هر بل ملته زموږ رسالت او مسئولیت دروند او لوی دی او مبارزه مو جدي او اړینه ده .  

پوښتنه: یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالوآثاراوشعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیزښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه؟

ځواب: ژباړه دبیلابیلو ادبي حوزو او ان فرهنګونواو مدنیتونو تر منځ دپوهاوي او لیږد پول دی، ژباړه داړیکې هغه وسیله ده چې انسانان له فکري پلوه سره نږدې کوي او دبشریت دګډې پوهنې ، فرهنګ او فکر په وده کې مرسته کوي . زموږ دادبیاتو یوه لویه نیمګړتیا او تشه داده چې نړۍ ته نه دی ورژباړل شوی او نړۍ نه ده ورته را ژباړل شوې ، له هغو خورو ورو هڅو سره سره چې په وروستیو لسیزو کې شوي دي ، ځینې اثار راپښتو شوي او ډیره کم پښتو اثار نورو ژبوته ژباړل شوي دي ، بیا هم دې برخې ته کلکه او جدي پاملرنه پکار ده. تر هغو چې دنورو اثار ونه لولو پرمختګ نه شو کولای او ترڅو خپل اثار ورونه ژباړو څوک مو نه پیژني. مګر ژباړه یو مسلکي اوحرفوي کار دی ، چې زما پر اند ښايي یوازې یې هغه څوک ترسره کړي ، چې صلاحیت یې لري . دهمدې منطق پر بنسټ ما ډیرې ژباړې نه دي کړې ، یوازې یوشمیر متون مې داړتیا پرمهال له پاړسي او انګریزۍ څخه راژباړلي او کله کله مې انګریزي ته ماته ګوډه ژباړه کړې او پاړسي ته هم.

دژباړې یوازینی اثر مې له ارواښاد استاد اسد اسمايي سره ګډ کتاب ( دټرای ښځې ) دی ، چې د یورو پیدس شهکار ډرامه ده او ما په پښتو شعر اړولې ده .  

پوښتنه: پردې سر بیره، چې په لره او بره پښتونخوا کې یو شمیر شاعران وینو ، چې د تقلید پر پله روان دي. تاسېد یو شاعر او ادبي سټې په توګه دا نیمګړتیاوی څنګه څیړئ، او په اړه يې ځوانو شاعرانو ته څه وړاندیز او لارښوونه کولای شئ ؟

ځواب: تقلید په دوه پښو ولاړ دی؛ یوه یې زده کړه ، تجربه اخیستل او ذهن ته دنورو دتجربو سپارل بله یې کاپي اخیستل او بیایې په خپل نامه خپرول ، تکرار کول ، دبل پیښې کول او یا هم په لږ بدلون دبل دفکري زیرمې بیاځلې ارايه کول دي. لومړۍ پښه یې یوازې دنورو له تجربو څخه زده کړه کول او دشعوري زیرمې پیاوړي کول کوم عیب ندی ، مطالعه او دپوهې کسب هم یو ډول تقلید دی ، چې عیب نه بلکې حسن دی او ښايي ځوانان دنورو افکار ولولي او دخپلې پوهې پانګه پرې پیاوړې کړي.  خو ړوند تقلید ، کاپي اخیستل ، تکراري خبرې او دنورو دمعنوي شتمنیو غلا نه یوازې دا چې اخلاقي عیب او جرم دی ، بلکې له مخاطبینو سره هم جفا ده ځکه تکرار او هغه هم مبتذل او پریوتی تکرار دهغوی دستوماني لامل ګرځي. زما سپارښتنه ځوانانو ته داده چې په کلکه له داډول تقلید ، پیښو او غلا څخه ځانونه وساتي. دنورو اثار مطالعه کړئ ، تجربه واخلئ ، دنورو بریالیتوب دخپل ځان لپاره معیار وګرځوئ ، خو تقلید او غلا مه کوئ ، ځکه دا لاره مو هیڅ ځای ته نه رسوي، بلکې د خجالت او ملامتۍ کندې ته مو غورځوي.

پوښتنه: تاسېد یوه ادبي او فرهنګي ازمېښتکار په توګه، د هیواد دننه اود باندې پښتو رسنۍ، په تېره رادیويي اوتلویزوني خپرونې څنگه ارزوئ؟

ځواب: پښتو رسنۍ دشمېر له مخې بدې نه دی ، خو څرنګوالی یې لاهم له ډیرو (خو) ګانو او پوښتنو سره مخامخ دی. موږ لاهم یوښه ، ستنډرد ، معیاري او په تول پوره تلویزیون نلرو. راډیو ګانې مو تولیدي ګټور پروګرامونه لږ لري ، یوازې په موسیقي ( هغه هم لویه برخه مبتذلو سازونو ) چلیږي . ښه ستندرد ورځپاڼه لاهم نلرو ، چې هر سهار یې لږ تر لږه یو میلیون افغانان په ټول هېواد کې واخلي او ويې لولي ، مطبوعات لاهم دنورو په مرستو چلیږي او خودکفا نه دي. موږ ښې رسنۍ نلرو ځکه چې ښه او مسلکي رسنوال نلرو ، مسلکي رسنوال نلرو ځکه چې پیسې نلرو ، پیسې نلرو ځکه چې اخیستونکي او ګډونوال نه لرو او درسنیو مینه وال ځکه نلرو ،چې ښې رسنۍ نلرو موږ په همدې کړۍ کې تاویږو خو له دې ټولو سره سره تیره لسیزه د پښتني رسنیو یوه پرمختیایي لسیزه وه ، یو لوی ټولنیز بدلون دا و چې پښتوژبه درسنیو هرې څانګې ته ورسیده ، پښتو ورځپاڼې ،مجلې ، راډیوګانې ، ټلویزیونونه ، بریښنا پاڼې ، ویبلاګونه ، فیسبوک او نور... هرچیرته پښتو شته او نور نو دا په رسنیو کې یوازې دباختر آژانس دژباړې ژبه نه ده ، بلکې اوس په دې ژبه کې هم لیکل اوهم خپریدل کیدای شي . یو شمیر نړیوالو رسنیو هم دپښتني ژورنالیزم په وده کې دپام وړ مرسته وکړه او دپښتنو رسنوالو په روزنه کې یې دپام وړ ونډه درلوده .

موږ تر هغو پورې دپښتني رسنیو هر اړخیز پرمختګ نه شو لیدلای ، چې یو ملي ـ علمي او عملي سیاسي ځواک رامنځته شوی نه وي او پښتانه ، بلکې ټول مليګرا افغانان یې تر یوه چتر لاندې نه وي راټول کړي .   

پوښتنه:یوشمیرادبي او فرهنګي سټې په دې گروهه دي، چې له ((يوې- يوازېنۍ- کره ليکنۍ بڼې)) پرته پر هېوادني او جهانې کچ پښتو د سيالۍ جوگه کېدای نه شي،که په دې اړه خپل لید را څرګند کړئ؟

ځواب: هره ژبه دخپلو ویونکیو د ټولنیز ، اقتصادي ، فرهنګي ، سیاسي او علمي ژوند له شرایطو سره سمه وده کوي. دیوې ژبې د ودې ، پراختیا ، علمي پرمختګ ، او کره کېدو لپاره داسې ملي او اکاډمیکو بنسټونو ته اړتیا شته چې خپلو طرحو ته اجراییوي امکانات هم ولري او په منظمه بڼه ګام پر ګام د یوې ژبې کره ـ یوازینۍ او یوه لیکنۍ بڼه رامنځته کړای شي. پښتانه ښايي دخپلې ژبې دپرمختیا لپاره پرلپسې ،هراړخیزه اومنظم کار او هڅې وکړي ، دژبې په اړه کار باید موسسه یی(انستیتیوشنلایز)   او اکاډمیک شي او بیا دحکومت ، رسنیو ، فرهنګي بنسټونو ، پوهنیز نصاب ، او پوهنتوني ټولنې له خوا یې دسراسري کیدو او پراختیا لپاره ګډې هڅې وشي. لاتر اوسه ، پښتو ته ، په دې اړه هڅې فردي دي ، خو ښايي قدریې وشي . دبېلګې په توګه لاتر ننه زما قدرمن استاد پوهاند مجاوراحمدزیار په یوازې سر دیوې ژوندۍ اکاډمۍ په څېر کار کړی او دیوې ـ یوازینۍ کره پښتو لپاره یې ډیر څه کړي ، یوه برخه یې دخلکو، رسنیو او علمي بنسټونو له خوا منل شوي اودود شوي دي، دپاتې برخې لپاره یې  وخت ، کار او نورو هڅو ته اړتیا شته.  چې رالنډه یې کړم ، زه دیوې کره ، یوازینۍ او بډایې ژبې پلوي یم ،خو کار ورته ګډ، موسسه يي ،  له وخت او امکاناتوسره سم او په عتدال کې غواړم .   

پوښتنه:د لمريزې پېړۍ په لومړيو کې چې د پښتو ژبې د ژوندي کولو او دودولو ملي او رسمي غورځنگ راپيل شو، ستاسې پراند کوموپوهانواولیکوالويې د سرڅڼې لپاره له څرنګيزاو څومره ییز پلوه ځانګړې پاملرنه کړې ده؟

ځواب: داهڅه دسراج الاخبار تر خپراوي مخکې دشمس النهار دنهضت په زمانه کې راپیل شوه ، خو دروانې پیړۍ په پیل کې دسراج الاخبار نهضت وپالــله ، ښايي محمود طرزي ، مولوي صالح محمد خان کندهاری ،عبدالله افغاني نویس ، عبدالرحمان لودين ، مولوي غلام محی الدین افغان او نورګڼ درانه نومونه یې په سر کې راشي ، تردوی وروسته  دویښ ځلمیانو دوره ده.  تر دې پرته  وزیر محمدګل خان مومند ، علامه عبدالحی حبیبي ، محمد ګل نوري  او بیا نو د معاصرو ستوریو ریښتین، بینوا ، الفت ، خادم او پوهاند رشاد نومونه یادولای شو. ددوی تر څنګه دپښتو دمعاصرو هنري ادبیاتوشاعران او لیکوال، څېړونکي  اود ژبپوهنې ستوري دي:  شمس الدین  مجروح،   بهاالدین مجروح ، الهام ، پژواک ، لایق، تږی ، نورمحمد ترکی، شپون ، پسرلی ،   رفیع ، ژواک، نومیالی، روهي ، هېوادمل ، زیار ، دوست اونور داسې مشران چې دلته یې دټولو درایادونې مرسته زما دحافظې له وسه وتلې ده .

پوښتنه:څنگه چې ما او ډېرو نوروته څرگنده ده تاسې د افغانستان د پوهنواکادېمۍ په اډانه کې دسیمه يیزو څېړنو(مطالعاتو)د چارواک په توګه  دنده لرئ، که مهرباني وکړئ په دغه مرکز کې پرخپلو کارندوييو( فعالیتونو) يوه ځغلنده رڼا واچوئ!

ځواب: دافغانستان دسیمه ییزو مطالعاتو مرکز په ۱۳۸۵ لمریز کې دعلومو اکاډمۍ ترڅنګ دیوه علمي ـ څیړنیز مرکز په توګه پرانیستل شو ، دادی شپږ کاله کیږي ، چې زه یې دمسئول په توګه کار کوم، ترټولو لومړی کارمو داو، چې داسې یو مرکز جوړ کړو ، ځکه په نوره نړۍ کې داسې مرکزونه لسګونه بلکې ځينې یې سلګونه کاله عمر لري ، موږ هرڅه له صفره پیل کړل، تشکیلات، کاردود، سرچینې ، د څیړونکو روزنه، نړیوالې او ملي اړیکې ، په رسنیو کې یې پیژندګلوي ، دڅيړنیزو پروژو مدیریت ، دیوبریالي او منلي علمي درې میاشتني ژورنال خپراوی، دبریښنا پاڼې فعالول ، د ۱۷ سرلیکه علمي ـ څیرنیزو کتابونو خپرول ، د ۶ نړیوالو ، ۹ سیمه ییزو ، ۷ ملي سیمینارونو جوړول ، د۳۶ کنفرانسونو ، یوه سمپوزیم او ګڼو تحلیلي ناستو تدویرپه ۱۶ نړیوالو او سیمه ییزو کنفرانسونو ، سیمینارونو او سمپوزیمونوکې دافغانستان استازیتوب  له درییو هېوادنو سره دعلمي توامیت( ملګرتوب) ټینګښت . دنږدې شلو تنو ځوانو څېړونکو علمي کدرته پورته کول او نورې چارې یې یادولای شو. ددې ترڅنګ موږ وکولای شول په دې مرکز کې یو بډای معلوماتي ډیټابیس او یو ښه کتابتون جوړ کړو او دافغانستان دلسکلنو سیمه ییزو اړیکو کرونولوژي بشپړه کړو، تر ۴۰ پورې علمي پروژې خپریدو ته چمتو کړو او په بیلابیلو برخو کې اړوندو څانګوته مشورې ورکړو. خو له ټولو سره  سره لاهم له ډیرو ستونځو سره لاسو ګریوان یو، یوه ترټولو لویه ستونځه یې هغه بېخرته او خندوونکې  بېروکراسي ده چې موږ کارته نه پریږدي او کله کله خو مو دبیلابیلو سیاسي ـ سلیقوي لاملونو پربنسټ دپرمختګ په لاره کې ډبرې هم غورځول کیږي .

پوښتنه:تاسېد یو لیکوال او شاعر په توګه د اوسني کړکیچنواوتراژیکوحالاتو اغیز پر ادبي او فرهنګي فعالیتونوڅه ډول څیړئ، لیکوالواوشاعرانوته په دې تړاو څه پيغام لرئ؟

ځواب: زه یوازې دې ته نه یم خوشاله چې ګواکې ، که کور اور واخیست نو دیوالونه یې پاخه شول ، نه داسې نه ده . سمه ده چې کړکیچ ، ناخوالو ، ولږې او جګړې زموږ پرادبي بهیر ژور اغیزو کړ او دجګړې او اختناق ددوران ادبیات یې وزیږول ، خو موږ ډیر څه له لاسه ورکړل. جګړې که له یوې خوا په ادبیاتو کې دسولې اومینې تنده راوپاروله ، خو له بلې خوایې دسیاستونو، ایډیولوژیو ، شعارونو ،مرده باد وزنده باد داسې انډوخر جوړ کړ ، چې ددوړو اوبوړبوکیو په تاو کې یې هنر، عاطفه او مینه ووژل شول ،د شعر ،کیسې   او هنر پر ګېډو تورې ورننه ویستل شوې ، کاغذي اتلان یې وزیږول  ، کرکه ورننوته، اور او وژنې ورننوتې ، دجګړې دواړو لوریو په دې ویاړ کاوه چې خپل هېوادوال وژني ، څوک دکافروکمونیست په نامه څوک دارتجاعي او اشرار په نامه ،څوک دیوې سلیقې لپاره او څوک د بلې مفکورې لپاره ... داغندنې او وهنې ادبیاتو ته هم ورننه ایستل شوې اوهنر په سیاست او جګړه ککړ شو . جګړه د روس او امریکا وه ، دپاکستان او ایران وه او ککړ پکې زموږ ادبیات شول. دحماسو په نامه کنځلې پیل شوې او دویاړنو په نامه پر وحشتونو افتخار کول پیل شو. له رواني پلوه دجګړې نسل له ناهیلۍ سره مخامخ شو ، له ویرې سره رالوی شو ، له محرومیت سره یې ساه راو کاږله او له تعصب او کرکې سره ځوان شو .  ټوله ورځ یې په غوږ کې ټوپک او توپونه وګړزول شول او شپه يې ترغوږه ویر اوساندې زمزمه شوې. دجګړې نسل مینه هېره کړه ، ځکه مینه (ګناه) وبلل شوه ، دجګړې نسل دمینې او عاطفې پر ځای وژلو ته وهڅول شو او په دې توګه ، هنر چې دعاطفې او مینې بچی دی ، نیمګړی        ( ناقص ) وزیږید. دجګړې دکلونو شاعر او لیکوال ،چې دمحرومیت همزولی و، مخاطب نه درلوده ، هیچا یې شعر ته دخوند لپاره غوږ نه نیوه ، دشاعر مخاطب شاعر پاتې شو او دکیسه لیکونکي ستایونکی لیکوال و.

 وږیو ، غمځپلو او محرومو خلکو ، ولسونو او ټولنې له هنري ادبیاتو څخه د خوند اخیستلو وس ، توان او حوصله نه درلوده ... خو له دې ټولو سره سره شعر زیږیده ، کیسه لیکل کیده اومشاعرې روانې وې ، دلته او هلته ټولګې اومجلې خپریدې . همدې محروم شاعراو لیکوال ناڅاپه ټولو دروغجنو ویاړونو ته شا کړه ، پر کاغذي اتلانو یې تو کړل اودجګړې مخ ته یې دکرکې ایرې وشیندلې ، له جګړې څخه ستومانه افغان شاعر اولیکوال دخپل تاریخ په کنډوالو ورننوت او ترویجاړو شویو دیوالونو لاندې یې دمینې ، عاطفې او ښکلا ماتې شوې پژې ( مجسمې) راوویستې او دزړونو په دالان کې یې کیښودې ، له جګړې څخه  سوزیدلیو زړونومینه پیل کړه ، ساندې یې یاکوربان کړې او په وروستیو کلونو کې یې   وینې څښونکي جګړه ماران سنګسار کړل ، ویې وژل ، ویې شرمول، دومره دمینې او عاطفې یاکوربان او یره ځار یې سر کړل ، چې وژونکیو او لوټونکیو ته ځانونه ځناور ښکاره شول. دا وه دجګړې دنسل دادبیاتو برخلیک ، لوړې ژورې او بدې و ښې ورځې. خو ستا دپوښتنې بله برخه ( لیکوالو او شاعرانو ته زما پیغام) ، په زغرده یې وایم ، چې دوی باید په ادبیاتو او هنر کې دمینې او عاطفې ساه بېرته پوکړي ، دوی باید ددې هېواد دولسونو وژل شوې عاطفه بېرته راژوندۍ کړي ، دوی باید افغان انسان ته پیغور ورکړای شي ، چې ولې وږی دی ، ولې پلورل کیږي، ولې یې ښوونځی سیزل کیږي او ولې لاهم ناولی ټوپک ناموس ګڼي ؟؟؟ شاعر باید دبورې مور کړیکه داسې لوړه کړي ، چې دهغې دزوی وژونکی له ډیره شرمه او دګناه له ویرې ځانوژنه وکړي ، شاعر باید دومره مینه وکړي چې دکرکې استازي خپلې چړې په خپلو ګېډو ننباسي او جګړه ماران دتاریخ په ډیران کې خښ کړي ، زموږ احساسات او عواطف باید وتوږل شي ، له خیرو پاک شي  موږ ته باید شاعر او هنرمند مینه کول رازده کړي او دجګړې او وژنو په وړاندې مو ودروي ، دا زموږ برخلیک دی او داویاړ به زموږ دشاعر او هنرمند ، لیکوال او فرهنګي په برخه وي. موږ دناولیوسیاسیونو او جګړه مارانو دکرکې په زمانې محکوم کړي یو شاعر او هنرمند به مو دمینې ، عاطفې او پوهې زمانې ته بیايي ، دی مجبوره دی او زه یې وینم چې زموږ لاس نیسي او له دې دوزخ څخه مو باسي.    

پوښتنه:په پای کې مهرباني وکړی د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې راسره شريکې کړئ؟

ځواب: مین وم ، مینه مې زلمۍ وه ، نه !  ماشومه وه ، معصومه وه او خبرې مې ماشومې سندرې وې ، وزن به یې مات و، قافیه به یې ورانه وه خو دیوه زلمکي دمینې شعرونه وو... لومړني شعرونه مې په ۱۳۶۵ کلونو کې زلمیانولپاره په خپریدونکیو مجلو کې خپریدل،  له شعرونو وروسته مې لومړني طنزونه په ۱۳۶۹ لمریز کې چاپ شول ، په وړو وړو مشاعرو کې مې ګډون کاوه ،خو ( دې لیونۍ دنیا ته هغه ورځ راغلم ) چې ارواښاد اسحاق ننګیال مې دشعرونو په توررنګي دفتر ولیکل : دې لیونۍ دنیا ته دې قدم مبارک شه ! ودا د۱۳۷۳ کال دپسرلي یوه سوې ورځ وه ، داسې ورځ چې کله مې د ننګیال په نیمه ورانه شوې جونګړه کې دهغه په وړاندې ګونډه وهلې وه ، څو توغندي شاو خوا ولګېدل او د وران چت خاورې یې پرموږ دوه شاعرانو راوشیندلې ، دلیکوالودټولنې له انګړه بهر شور ماشور و ، څو ماشومان یو دوه ښځې او ځوانان په خاور وینو کې شټېدل او ماوننګیال دشعر په اړه خبرې کولې ، ورځې تیریدې او توغندي او مړي ډیریدل او زما شاعري هم مخ په لوړه تلله ،یو مهال مې دفلسفې ، ارواپوهنې او نړۍ ادبیاتو زدکړه له ارواښاد استاداسد اسمایی څخه پیل کړه، پینځه کاله مې ورته ګونډه وهلې وه سمه شاګردي مې کوله ،نه دپوهې یوه ښکلې غلا مې کوله. استاد ته خو په دې هم ګران وم ، چې په خبرو یې پوهېدم دهغه استاد خواشیني دا وه چې څوک یې په خبرو نه پوهېدل یا یې نه اوریدې یا لیونتوب ورته ښکاریدې ، هغه په فلسفي اسد او ان په لیوني اسد هم مشهور شوی و، او ده به ورته خندل ...خو استاداسد هم پاتې نه شو ، له هېواده ووت او بیا پسې له نړۍ هم وکوچېده .  یو مهال مې د ادبي فنونو، زړو ‌ژبو او تاریخ زده کړه له اکاډمیسن پوهاند عبدالشکوررشاد څخه  کوله ، فیض مې ترې اخیسته خو داځل زه ترې مساپرشوم او چې راتلم نو فاضل استاد مې له مخه ښې پرته تللی و.   په دې کلونو کې مې شعرونه چاپ شول ،وروسته مې  کتابونه  خپاره شول ، ونازول شوم ،غونډې یې راته ونیولې ، دادبیاتو په نړیوالو فیستیوالونوکې مې ګډون وکړ، په لندن ، ویرجینیا ، نیویارک، ډهلي او دوبۍ کې مې هرکلی وشو .... همداسې په بره تلم ، خو ملنګ ننګیال نه و، استاد اسد او استاد  رشاد تللي وو،  چې داهرڅه یې لیدلي وای، ډیرهېوادوال وژل شوي وو، ډیر ژوبل وو، ډیر له هېواده وتلي وو، هېڅ پرمختګ خوند نه راکاوه.

... یوه ورځ بیا مین شوم ، پر یوچا ډیرګران وم، ماهم ډیره لیونۍ شاعري ورته وکړه ، هرڅه مې وویل ، هېڅ مې پټ نه کړل ،دهغې او پرخپل ژوند مې اوربل کړ...  مات شوم ، هېره مې کړه ، هېر شوم ، سوز او ګداز مې اسمان ته پورته شو ... شعر مې هم وسوزید ... نوروته یې خوند ورکړ خو زه .... همدا مې دشاعرۍ خاطرې دي .... ته یې په ډیر څه ومنه .

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود


- بېرته شاته