(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کاغذ اختراع

چینایان د کاغذ مخترعین ګڼل کيږي او دا تصادفي خبره نه ده . لومړی دا چې ، چين په ډېره لرغونې زمانه کې پر کتاب حکمت نامتو وو او بیروکراتیک پېچلي اداري غونډال له مامورینو څخه تل ليکني رپوټونه غوښتل . ځکه خو دلته تل د لیک لپاره ارزانه توکي ته اړتیا وه . د کاغذ له اختراع نه مخکې په چين کې د باڼس پر تختو یا هم ورېښمو باندې ليکنه کېده ، خو ورېښم تل ډېر قیمت وو ؛ باڼس ډېر حجم درلود او ډېر دروند هم وو . ( پر یوه تخته ګۍ باندې په منځني شمېر ۳۰ایروګليفونه ځايېدل . کېدای شي تصور شي ، چې د باڼس د تختو یو کتاب څومره ځای نيوه . تاریخ ليکي ، چې د ځينو کتابونو د لېږد لپاره ان بشپړه د اس ګاډۍ پکارېدله . ) دویم دا چې ، یوازې چینایان ډېره اوږده موده د ورېښمو د جوړولو او توليد پر راز خبر ول او د کاغذ جوړولو چارې هم د ورېښمو د پیلې له یوې تخنيکي عمليې څخه پیل او وده يې وکړه . دا عملیه په لاندې ډول وه : هغو ښځو ، چې د ورېښمو چينجيو روزنه يې کوله ، هغوی لومړی د ورېښمو د چینجيو پیلې اېشولې ، بیا به یې پر پوزي ( بوریا ) هوارې واچولې ، بیا به يې په اوبو کې واچولې او له هغه وروسته به يې تر هغو پورې موښلې ، چې پر یوې کتلې بدلې شي . کله چې به یې کتله له اوبو راوایسته او اوبه به يې ترې ونښتېځلې ، نو ورېښمین مالوچ به ترې جوړ شوي ول . له دې تخنيکي او تودوخيزې عمليې وروسته به پر پوزي باندې نری سپڼسی لرونکی قشر پاتې شو . دغه نری قشر به له وچولو وروسته د کاغذ پر نرۍ پاڼه بدل او د لیک لپاره وړ شو . وروسته د ورېښمو د تولید ښځمنو کارکوونکيو خرابې شوې یا په بله وینا نېمګړتیا لرونکې پیلې د کاغذ جوړولو لپاره پر کار واچولې . د دې کار لپاره دوی هغه پروسه تکراروله ، چې اوس نو دوی ته مالومه وه : لومړی يې پیلې اېشولې ، بیا يې مينځلې او وړولې تر څو چې کاغذي کتله یا ماده ترې جوړه شي . په پای کې به يې لاس ته راغلې پاڼې وچولې . د کاغذ دا ډول د مالوچي کاغذ په نامه یادېده ، چې ډېر قیمته وو ، ځکه چې پخپله اومه توکي يې قیمته ول
ښکاره خبره ده ، چې وروسته دا پوښتنه راپیدا شوه : ایا کاغذ یوازې له ورېښمو جوړېدای شي او که د کاغذي توکي لپاره هر سپڼسين اوم توکی پکارېدای شي ، له هغه شمېر څخه نباتي توکي هم ؟ پر ۱۰۵زېږدي کال د (( څای لون )) په نامه یوه سړي ، چې د امپراتور (( خان )) د دربار یو مهم جګپوړی مامور وو ، د کب نيولو له زړو جالونو څخه د کاغذ نوی ډول جوړ کړ . دا کاغذ د څرنګوالي ( کیفیت ) له پلوه تر ورېښمین کاغذ کم نه وو ، خو ډېر ارزان وو . دغې مهمې راایستنې او اختراع نه یوازې د چين ، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ارزښتناکې پایلې درلودې . خلکو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ، د ليک لپاره ډېر ښه او د لاسرسي وړ توکی تر لاسه کړ ، چې تر ننه پورې يې د دومره ارزښت لرونکی بل بدیل نشته . د (( څای لون )) نوم د بشریت په تاریخ کې د سترو مخترعينو په نوملړ کې شامل شو .
په راوروسته پېړیو کې د کاغذ جوړولو په پروسه کې څو ارزښتناکې بشپړېدنې شاملې شوې ، چې د هغوی له برکته د کاغذ توليد ډېر ګړندی پرمختګ وکړ . پر څلورمه زېږدي پېړۍ د کاغذ د ډېرې کارېدنې لامله د باڼس تختې له منځه ولاړې . نویو تجربو وښوده ، چې کېدای شي ، کاغذ له نورو نويو ارزانو نباتي اومو توکيو ، یانې د ونو له پوټکيو ، غوړګې او باڼس څخه جوړ شي . وروستنی توکی ، یانې باڼس ډېر مهم وو ، ځکه چې دغه بوټی په چين کې ډېر ښه او پرېمانه کيږي . باڼس پر کوشنیو نریو ټوټو ميده کېده ، له چونې سره په اوبو کې خيشتېده ، بیا د څو شواروزو په بهیر کې له بریده ډېر اېشول کېده او خوټول کېده . له لاس ته راغلي خټبېل څخه به اوبه وچڼل شوې ، خټبېل به په ځانګړيو کډیو ( کندو ) کې واچول شو او د څه مهال لپاره به هلته وو . هلته به د ځانګړيو وهونکيو په واسطه نور هم میده میده شو ، هممهال به يې اوبه هم تر هغو پورې وراچولې ، چې پر سرېښناکه ډوله او اوګرې ته ورته کتله باندې به بدله شوه . دا کتله به د ځانګړې جولې په واسطه ، چې د باڼس جالۍ به وه ، رااخیستل کېده ، او دغه جوله به له اوګرې ته ورته مادې سره تر پرېس ( فشار ) لاندې اچول کېده . وروسته له دې جوله ترې لرې کېده او د کاغذ نرۍ پاڼه به پاتې کېده . تر پرېس لاندې راغلې پاڼې به له جالۍ څخه راواخيستل شوې ، کوټه به کېښودل شوې ، وچې به شوې ، هوارې به شوې او پر ټاکلې اندازې سره به پرې کېدې .
د مهال پر تېرېدو سره چینایان د کاغذ په جوړولو کې ډېر لوړ هنر ته ورسېدل . دوی د څو پېړیو په بهیر کې د خپل عادي دود له مخې ، د کاغذ د توليد رازونه کره او پټ ساتلي ول . خو پر ۷۵۱ز کال ، په (( تیان شان )) کې له عربو سره د ټکر پر مهال څو چينايي ماهران یرغمل شول . عربو له دوی څخه د کاغذ جوړلو مهارت زده کړ ، د پېنځو پېړیو په اوږدو کې يې کاغذ پخپله جوړاوه او په ډېره ښه ګټه به يې په اروپا کې پلوره . اروپایان له متمدنو ولسونو څخه وروستني ولسونه ول ، چې د کاغذ جوړول یې زده کړل او پخپله به يې جوړاوه . دغه هنر له عربو څخه لومړی هسپانویانو زده کړ . پر ۱۱۵۴زېږدي کال په ایټالیا کې ، پر ۱۲۲۸زېږدي کال په جرمني کې او پر ۱۳۰۹زېږدي کال هم په انګلستان کې د کاغذ توليد پیل شو . د کاغذ جوړول او توليد په راوروستو پېړيو کې په ټوله نړۍ کې ډېره پراختیا ومونده او د کارېدنې نوې او نوې ساحې يې خپلې کړې . زموږ په ژوند کې د کاغذ ارزښت ( اهمیت ) دومره ستر دی ، چې هغه د فرانسوي پوه (( ا . سیما )) په وینا ، کېدای شي ، زموږ اوسنی پېر له بشپړې رښتې سره او په حقه د (( کاغذ پېر )) په نامه ونومول شي .
اخځ : سل سترې راایستنې .

 

- بېرته شاته