(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اشخاصو پټه ځپنه يا د برېښنا پاڼو بربنډه شننه

 درنو هېوادوالو! دغه څو ورځې کېږي، چې په رسنيو کې د(BBC) تر نامه لاندې د(BBC) د افغانالاصله په يو شمېر ژورناليستانو يا چاروکو د ژبني يا برېښنايي ترور اخوډب روان دی، چې د دغه غوبل پايله به څه وي، نو يو پاک الله پوهېږي. په يو شمېر ليکنو کې حتی د يويې نامتو کورنۍ ټول غړي په يو او یا هم بل نامه په سپينو سترګو ځپل شوي دي. په بله ليکنه کې داسې تحليلونه ورکړل شوي دي، چې پلانکي د ژورناليزم څلی دی او بيستانکی  بيا د احماقت کلی!
ټوله خبره په (BBC) پښتو برېښناپاڼه راتاوېږي، چې ګرمه يې د يو شمېر لوڅو عکسونو خپرېدنه ده. ريښتيا هم په دې کې شک نشته، چې د پښتو په پاڼه کې د(BBC)  نورو ژبو (عربي، فارسي، اوردو او بي بي سي ناظر) د برېښنا پاڼو په پرتله په پښتو پاڼه کې يو څو لوڅ انځورونه د پاڼې په سکرين يا ښيښه سمدلاسه ښکارېدل، چې بيا ليرې شول يا دا چې د بلې ورځې د پېښو تر ورېځ لاندې شول او په برېښنا پاڼه نوې څپه خپره شوه. اما اندېښنه دا ده، چې آيا دغه پېښه د دې وړ وه يا ده، چې په اشخاصو تيری وشي او د يو چا ترڅنګ د هغه د ټولې کورنۍ نوم نېغ يا په غير مستقيم ډول په سپکه ياد شي، ښه ويل شوي چې کله خلک دومره سپک شي، چې خپله لمن پخپله پورته کړي. مګر نه مو دي آورېدلي، چې که سترګې مو په ګنګګار شي ولګېدې، نو سترګې مو واړوی، چې بيا پرې ونه لګېږي، مګر نه دا چې په ځېرتیا ورته ګونډې ووهی او لکه په لمڅي کې چې په سپږه پسې خې شې!  
په يو شمېر ليکنو کې داسې څرګندونې هم شوې دي، چې د نجونو د فجرونو سوړې د رېتاړو تر کت ښکاري او نورې ليکنې بيا داسې څرګندونې کوي، چې د ځان دا برخه يا هغه برخه يې پښې نه بلکې بل څه نومېږي! مګر زما اندېښنه دا ده، چې دوی د نجونو لمونو ته کتل، د نېکرونو کچه يې واخيستله او د غولانځو اندازه يې هم ځانته روښانه کړه، چې د خپلې ليکنې ذهني شاليد پرې جوړ کړي، مګر ګرم بيا هغه څوک دی، چې دغه انځورونه يې خپاره کړي دي او يا هم تصادفي له نورو پاڼو سره لينک شوي دي.
 تاسو ټولو ته څرګنده ده، چې په سلهاوو څه چې په زرهاوو پاڼې د افغانستان په اړه معلومات په پښتو، فارسي او ګڼشمېر نورو ژبو خپروي او يو شمېر برېښنا پاڼي ناپېيلې افغاني پاڼې هم دي، نو د انتخاب حق هر څوک لري، مګر دغه چشم چرانه قاريان او که ملايان څه اړ ول، چې معلومات حتمي په (BBC) کې وګوري او سترګې يې په لوڅو لمونو، د نجونو د پښو د کت په سوړو او يا د ريتاړو تر منځ په سپينو، تورو او يا سرو فجرونو ولګېږي. د دقيق معلومات لپاره په ډېرو برخو کې حتی (BBC) هم خپل اخبار له پژواکه اخلي، نو دا پلمه هم ماته يا بل ته کولی شي، مګر خپل وجدان او پاک الله ته به څه وايې!
ما يو ځل آورېدلي ول، چې دوه تنه دروېشان په مزل چېرې تلل، نو مخې ته يې يو لوی رود راغئ، چې يوه مېرمن يې په ساحل کې درېدلې وه او له وېرې له اوبو نه شوی تېرېدلی، نو له دغو دروېشانو يو ورنېژدې شو او دغه مېرمن يې په غېږ کې ونيوله او له راده يې تېره کړه، بيا يې هملته پر ځمکه کېنوله او دی ترې روان شوو. په لاره يې پخپل ملګري څو ځله غږ وکړ، مګر هغه د مزل تر پايه خبرې ورسره ونه کړې او له ځانه سره بوږنېدلو! کله چې دروېشان خپل مقصدګاه ته ورسېدل، دغه مهال دغه يو دروېش بيا ترې وپوښتل، چې هې د لارې مله! ولې راته کرجن يې او خبرې راسره نه کوې؟ نو لومړي دروېش ورغبرګه کړه، چې تا عظيمه ګناه وکړه، ځکه چې هغه نا محرمه ميرمن دې په غېږ کې ونيوله او له راده دې تېره کړه! لومړي دروېش ورته وويل، چې ما خو هغه يوازې له راده تېره کړه، مګر ستا ذهن خو تراوسه هم د هغه ښځې په اړه مشغول او مشکوک دی، نو لوی ګنګګار ته يې او که زه!
رابه شم د دغو ليکنو د افغانانو ذهنيت ته. لومړی بايد دا په ګوته شي، چې په يوه څانګه کې چې يو څوک ديپلوم يا ډېګري واخلي، نو د هغه څانګې کدر ګڼل کېږي او د لسانس، ماسټري او يا هم د ډاکټر تر کچې تحصيل کوي، خو دا بيا حتمي نه ده، چې يو ډاکټر دې هرومرو يو ښه منيجر يا اداره چي هم وي! او یا دا چې ښه منيجر دي هرومرو يو ښه څېړونکی او يا مسلکي څانګپوه ډاکټر هم شي، نو همغه خبره، چې کار به اهل کار!
يو شمېر افغانان تل په يوه پلمه پسې ګرځي، چې په څه ډول خپله د زړه غوټه پر بل خلاصه کړي، نو په هر چا چې پېښ شول، نو د سرو او شنو ټاپه پرې کېږدي او يا يې له ذهني چيلواصافه وباسي. په دغو ليکنو کې دا سې ياده شوې، چې افغانان مسلمانان دي او اسلامي کولتور لري، ځکه نو بايد په برېښنا پاڼو کې د فحشا انځورونه او يا معلومات خپاره نه شي. بل ځای بيا دا ليکل شوي، چې يو چا ويلي، چې زه په انګلستان کې ژوند کوم، نو د انګرېزانو ارزښتونو ته درنښت کوم او دلته يې څښم، دلته يې خورم او همدلته يې پالم! د يو شمېر خلکو نومونه يې هم کتار کړي، چې ګواکې د (BBC) د پښتو له څانګې يا تللي دي او يا يې هم له پوهې سره سم کار نه دی ورکړل شوی!
درنو دوستانو! غربي، څه چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې اصول شته او خلک اصولو ته ژمن دي، مګر په افغانستان کې څه روان دي، نو ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ګوري، ځکه نه يې سر معلوم دی او نه يې هم بر! دا زه منم، چې په افغانستان کې يو څوک د اړيکو، ډلې، ټپلې، اشخاصو، زورواکو او يا لوړپوړو چارواکو په خوښه، يا په غوړه مالي او يا هم د کوم بهرني ملک د استخباراتي سازمان په نغوته يا مقررېږي، يا رټل کېږي او يا هم تری تام کېږي! نو دغه ډول کار به په نورو ملکونو کې وي، خو د ټولو څېړنو پر بنسټ افغانستان د اداري او اخلاقي فساد په سر کې درېدلی.
په هېواد کې له ماښامه او که ښه ووايم ټوله ورځ ګڼشمېر کورنۍ هندوستاني ډرامو ته، چې د اخلافي فساد ځالې دي، په ځير ناستې وي، چې د افغان اسلامي ذهنيت سره سم بيا د ښځينوو يا نجونو په لوڅو غړيو، غولانځو، بربنډو لمونو او يا هم پرانيستي چاټونو پرده ورواچوي، نو دغه بې اسلامه مسلمانان فکر کوي، چې کله د ښځو پر دغو برخو پرده ورواچوي، نو د انسانانو پر ذهنونو يې هم پرده خپره کړه، خو خدای پاک هرچاته خپل ځانګړی شعور ورکړی، چې نه د ملا، نه د شيطان او نه هم د بلا وسه پرې رسېږي، ځکه هر انسان په ذات کې خپل خالق ته ځواب ګو دی، نه لکه هغه عالم الدين، چې وايي «د نا محرمې ښځې د بوټونو د غږ اورېدل حرام دي»، ځکه د دغه عالم الدين ذهن په اسلامي ارزښتونو سمبال نه دی، مګر د شيطان په جال کې نا آرامه دی، که نه نو د پښو ټکاری صرف ټکاری دی!
په افغانستان کې يو مهال موږ د اخلاق په نامه يو مضمون لوست، چې انسان ته يې کورني، ټولنيز او اسلامي اداب ورښودل، مګر نن ټولنه په بل ډول شوې ده، هر څه سرپه څڼۍ دي. په وروستيو څو لسيزو کې چا د روسيې د «حزب طراز نوين يا لېنن بزرګ» ببولالې بللې، نورو بيا د صيغه، پيغه او متعې کيسې رابينا کړې وې او نن سبا د ډېموکراسي پټې دسيسې او بربنډه کانې روانې دي. له دغو پېښو سره په ښوونځيو کې داسې کيسې رامنځ ته شوي، چې ذهني شاليد يې د روزنې او ښوونې توګې ته ښودنه کوي.
په ښوونځي کې يو استاد خپلو شاګردانو ته وايي، چې: در اسلام حجاب است. دختر ها بايد کالای چسپ نپوشند. برجستګي هایشان معلوم نشود، يعنې سينه، پالکون (دومبه) او ران های شان برجسته او اوريان نشود! نو يو شاګرد په ځواب کې ورته ويلي ول، چې: استاد شما درس اخلاق ميدهيد ويا شوق مارا مېخېزانېد! نو په دغو ليکنو کې هم دغه دريځ غوره شوی، چې د نورو پام هم ورته نور هم ځير کړي! مګر دغه ليکوال بايد پوه شي، چې انټرنېټ ته به سلهاوو يا زرهاوو خلک لاس رسي لري، مګر په ښوونځيو کې تر لسهاوو ميليونونو ماشومان روزل کېږي او افغاني تلويزيونونو ته په ميليونونو  وګړي ناست وي.  
په کابل کې په تلويزيونو کې په ويډيويي بڼه بربنډې څېرې له تورکيې نيولې بيا تر جاپانه ښودل کېږي. هندوې، ايرانۍ، پېښورۍ، سانه يۍ  او لوېديزوالې ښځې او نجونه خو د نڅا د محفلونو تلپاتې مېلمنې دي او په کورونو کې يې د تلويزيون له لارې د فحشا بټۍ توده ساتلې ده، مګر تر ننه چا ياده نه کړه! د ګڼشمېر نجونو تر څنګ د هلکانو نڅا ګانې هم هلته او دلته روانې دې او په افغاني تلويزيونو کې ښودل کېږي هم، مګر ټول پټه خوله دي! د مژده جانې، سيتا جانې، فرزانه جانې سندرو ته خو ټول غومبر وهي او د نورو د لمونو رېږدېدنه او د ورنونو ښورېدنه يې خوښېږي، مګر بيا يوه بهرنۍ برېښنا پاڼه د دې سبب ګرځي، چې په افغانستان کې اخلاقو ته صدمه ورسوي، عجيبه د يک بام دو هوا سلسله روانه ده!
تاسو به زما خبرې نه منی، مګر يو ځل د نړيوالو څېړنيزو مرکزونو څېړنې ولولی او يا يې پاڼو ته سره ورښکاره کړی، نو بيا به د خپلو يو شمېر افغانانو په اړه تاسو ته هم پته ولګېږي، چې تر کومه په اخلاقي، بشري او اداري فساد کې نغښتي دي. د اسلام په اړه خو په ټولنه کې د «هر کاره باش با خدا باش!» او د خپلې ټولنيزې ادارې يا د دولت په اړه بيا وايي «زېر دېوار سرکار شاش کن که چپه شود!» او د ټولنيز ژوند په اړه بيا وايي، چې «شرې بخېزد که خير ما باشد»، نو نن سبا يو شمېر ليکوالو يا ماجراجويانو هم دا ډنډوره پيل کړې، چې د (BBC) په برېښنا پاڼه کې څه تېرېږي، مګر په خپل ملک کې يې د اخلاقي، اداري او ټولنيز فساد سرچينو ته بيا پام هم نه دی، ښه ويل شوي، چې خپل عيب د ولي منځ دی.
په يوه برېښنا پاڼه کې دوې مترادفې ليکنې شوې دي، چې په يوه کې د څلورو ښځو ببولاله په يو ډول او په بله کې په بل ډول ياده شوې ده. يو ليکوال ورته شهوتراني ويلي او بل بيا ورته د شريعت پوړنی وراغوستی دی او په هر پراګراف کې يادوي، چې دغه د يو نر شرعي حق دی او يوه ښځه يې ارضا نه شي پوره کولی، نو هرومرو بايد شريعت پلی کړي يعنې څلور ښځې وکړي. مګر زما اندېښنه دا ده، چې ژوند يوازې «خېټه او خوټه ده» او که اشرف المخلوقات له دې پرته په ژوند کې نور مسؤليتونه هم لري!
له بله پوله په يوه بله پاڼه کې د افغانستان نفوس ۲۶۵۰۰۰۰۰يعنې شپږويشت ميليونه او پنځوس زره ښودلی شوی دی، له ايتنيکي لانجو به يې تېر شم، مګر  د افغان نرينوو شمېر يې ۱۳۶۰۰۰۰۰او د ښځينوو ۱۲۹۰۰۰۰۰ښودلی دی، چې له دغه احصايې داسې ښکاري، چې په افغانستان کې حتی د يو نر لپاره يوه مېرمن هم پوره نه رسېږي، نو کله چې هر يو نر څلور ښځې وکړي، نو بيا به د افغانستان د وګړو ديموګرافي څه ډول وي، يعنې ۲۵٪ به ۴ښځې کوي او پاتې ۷۵٪ به په غشو وختونه تېروي! او يا  دا چې له دغو څلورو به  کومه پرې ورحمېږي او د خدای په جت به يې يو وار تنده ورماتوي او يا کله کله! ما دلته د کنيزو شمېر نه دی ورکړی، نو هغه خو هسې هم د بادار شرعي حق دی، نو زما وړانديز تش په نامه شريعت پالو ته دا دی، چې خپلې خوېندې په بنو ورکړي او که شتمن نه وي، نو د کوم شتمن په کنيزي دې بسنه وکړي او که نه اوس خو صيغه او متعه هم رواج شوې ده. ريښتيا بايد دا هم ياده کړم، چې زه شريعت حق ګڼم، چې حدود يې بايد له الهي حکم سره د ټولنې د اصلاح لپاره جاري شي، مګر نه دا چې شتمن، زورواکان او د دين دوښمنان د څلورو ښځو په پلمه د خپلو هوسونو پېلامه جوړه کړي.   
ټولو ته څرګنده ده، چې د روژې مقدسه مياشت په دوراني بڼه د کال په بېلابېلو مودو کې راځي او تېرېږي. مګر يو شمېر مسلمانان بيا وايي، چې يوازې د روژې مياشت بايد عبادت ته غوره شي او له هر ډول ګناه ډډه وشي، خو خدای پاک په ټولو اسلام د ټولې مودې لپاره نازل کړی دی، نو د اخلاقو ټولې بڼې بايد د ژوند په اوږردو کې په پام کې ونيول شي، نه دا چې روژه مو تېره کړه بيا نو بيرته په اخلاقي فساد کې ښکېل شو، خو د معلومات لپاره بايد هر شي ته وکتل شي، معلومات ولوستل شي، چې  يو څه ترې زده شي، ځکه يې له لقمان حکيمه وپوښتل، چې ادب دې له چا زده کړ، نو لقمان حکيم ورته وويل له بې ادبانو! په دې هيله، چې له دغو څو کرښو، يو شمېر زړه بوږنونکو انځورونو او دغه له فساده ډک او له اخلاقه ليرې فلمونو نه يو څه زده کړی.
پايله
درنو لوستونکو! د ستوغو الفاظو د کارولو په اړه معذرت غواړم، مګر د دا ډول ليکنو ځواب په بل ډول نشي تر سره کېدلی، نو ځکه مې په دغه الفاظو مسايل وسپړل او تاسو ته مې وړاندې کړل. دغه د (BBC) پېښه بيا دې ته ښودنه کوي، چې يو شمېر ليکوال د ماجراجويي په موخه له دا ډول ناڅاپو پېښو نه نا مشروع ګټه پورته کوي، پر نورو نيوکې کوي او په دې پلمه يو او يابل ځپي، چې په  ټولنه کې يې سيمه ييز خنډونه او په افغانانو کې د بېلنتوب ډنډونه رامنځ ته کړي دي. مګر افغاني برېښنا پاڼې هم بايد خپل انساني، وجداني او مسلکي مسؤليت پر ځای کړي، نه دا چې له برېښنا پاڼو د انيو د غيبت کوډله جوړه کړي!  
یادونه: درنو هېوادوالو  په دغه لیکنه کې یو شمېر داسې فلمونه ځانګړي شوي دي، چې په هغوی کې داسې پېښې ښودل شوې دي چې د هېڅ پاک نفسه انسان د زغملو وړ نه دي، مګر له بده مرغه دغه ډول فلمونه چې په سیمه کې د ډېرو بدو پېښو څرګندونه کوي، جوړېږي او په نړیوال کچه په ټولیزو رسنیو کې خپریږي. نو په دغه لیکنه کې هم د دغه فلمونو ټاکنه ځکه شوې چې په سیمه کې د اخلاقي فساد جرړو ته ښودنه کوي. د روژې میاشتې په احترام که نه غواړئ دغه فلمونه مه ګورئ اما د هغوی په اړه تاسې ته مالومات اړین دي.
http://www.youtube.com/watch?v=dnvoBxXDus4
http://www.youtube.com/watch?v=nRz3Z_kTuTk
http://www.youtube.com/watch?v=oZu4fPdpxXo&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=wHCJPmG0o0A&feature=related
وسلام

 

 

- بېرته شاته