(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمزه بابا ښه شاعر که ښه ليکوال

حمزه پښتو ادب کښې ديو سړى يا ديو ليکوال نوم نۀ دی. داخو ديو روغ دور او زمانې نوم دی هغه تش يو اديب او يو شاعر يا ليکوال نۀ ؤ هغه د يو داسې بارانى چينې نوم ؤ چې دپښتو ادب للمه ئې په نظم او نثر، فلسفه او ګڼو نورو دادب په اصنافو خيرازه کړله. هغه دادب يوه ځانله مدرسه او سکول اف تهاټس ؤ هغه يو داسې رنګينه دبوډۍ ټال ؤ چې هر چا ترې تر خپله وسه رنګ اخستی دی ګنې هغه خو دلواړګى په سوراړۀ غرونو کښې زيږيدلی او لوئې شوی ؤ خو هغه دغه اوچ غرونه او للمه زمکه دادب په سيلاب داسې خيرازه او تانده کړله چې دادب په دنيا کښې ئې لکه دنمر وځلقوله. چې نن هم ورته سترګې بريښى او ګڼ دادب ستورى ئې دادب په اسمان وځلول. هغه دپښتو ادب دتاريخ يو داسې پل دی چې په يو سرکه ئې زوړ، کلاسيکى ادب ختميږى نو بل سر ته ئې جديدادب شروع کيږى او کۀ دکلاسيکى زوړ ادب او دجديد نوى ادب په مينځ کښې کۀ حمزه بابا دغه پل نۀ وی جوړ کړی نو دادب ددغې لوئې او تاترين خندق نه به چا دانګل؟ هغه نۀ يوازې دا چې دغزل پلار دی بلکې نظم کښې هم هغه خپله ثانى نۀ لرى . بابا دپښتو ادبپه تت تت ماحول کښې داسې مشالونه بل کړل چې راتلونکى نسلونه به دهغې په رڼا خپل منزل په اسانه ومومى دې کښې شک نشته چې هغه دشاعرۍ دميدان يو داسې شاهسوار دی چې هغه په دغه څومره هم وياړ او لوئى وکړى بې ځايه به نۀ وى خو هغه دنثر په ميدان کښې هم داسې نيلې زغلولى دى چې دهغه دنيلى دپښو دوړې او خاپونه دپښتو ادب په هره څانګه ښه ښکاره دى هغه طنز دی کۀ مزاح ، تنقيد دی کۀ تبصره، افسانه ده او کۀ ډرامه! خو کۀ مانه څوک تپوس وکړى چې حمزه صيب يو ښه شاعر دی کۀ يو ښۀ ډرامه نګار او ليکوال نو زما جواب به سمدستى داوى چې هغه يو ښه ډرامه نګار دی کيدی شى چې ډير ليکونکى او لوستونکى پوهان او تنقيد نګاران زما دې وينا سره اتفاق ونۀ کړى او پکار هم ده چې کومه خبره چې بې دليله او بې ثبوته وى نو هغه خبره سپکه او بې وزنه وى او څوک هم دهغې منلو ته تيار نۀ وى خو زما ددغې دعوې په دليل او ثبوت کښې دغه هومره وئيل کافى دى چې پښتو ادب کښې دښه شاعرانو کمی نۀ مخکښې ؤ او نۀ اوس دی خو ښه نثر ليکونکی کۀ نيشت نۀ دى نو دشمير ضرور دى. او بيا ښه ډرامه ليکونکی بيخى په ګُتو دشمير دى. او په دغه دشمير څو ليکوالو کښې هغه وخت او دډرامې په تاريخ کښې خصوصاً د حمزه صيب مقام کۀ وټاکلی شى نو معلومه به شى چې دهغوى نه مخکښې دپښتو ډرامې حالت څه ډير ښه نۀ ؤ او کۀ دا ووئيلی شى چې ډرامه دنيشت برابر وه نو غلطه به نۀ وى خو چې کله په قوم او ملک کښې سياسى بيدارى او علمى شعور رابيدار شو او دانګريزى تعليم دکبلې په پښتو ادب او دهغې اثر په خوريدو شو او بل اړخ ته دخدائى خدمتګار تحريک او داتمانزو دازاد اسلاميه سکول دکبلې په پښتو ادب کښې غزونې هم شروع کړلې چونکې ډرامه دابلاغ يوه موثره ذريعه وه نو ددې تحريک تعليم يافته زلمو ليکوال په اولس کښې دسياسى بيدارۍ دپاره په وړمبى ځل عبدالاکبر خان اکبر دپښتو اوله ډرامه درې يتيمان ١٩٢٤ نۀ يوازې وليکله بلکې سټيج کړله چې ناست خلق ئې وژل ددې نه پس قاضى رحيم الله، امير نواز خان جليا، عبدالخالق خليق، فضل الرحيم ساقى، او ګڼو نورو ليکوالو ډرامې وليکلې، او ښې کاميابې او دقوم په بيدارۍ کښې ئې لوئې لاس وکړه خو چې کله په ١٩٣٥ کښې په پيښور کښې ريډيو سټيشن قائم کړی شو. نو پښتو ډرامې ته ډيره وده ورکړی شوه. په دغه زمانه کښې دريډيو دپاره يوه مکمله ډرامه اسلم خټک يا عبدالکريم مظلوم او يا بهادر شاه ظفر کاکاخيل وليکله (دغه درېواړه ليکوال او ددغې ډرامې ((دوينو جام)) دتخليق دعويدار دى) ددغې ډرامې په ګڼو ژبو کښې بيا ترجمې وشوې هم په دغه زمانه کښې حمزه بابا په اول ځل وړومبۍ ډرامه ((زميندار) دريډيو دپاره وليکله ددې نه علاوه ئې دپښتو دوړومبى فلم ((ليلى مجنون)) قيصه مکالمې منظرنامې او سندرې هم وليکلې چې موسيقى ئې رفيق غزنوى تياره کړې وه کۀ مونږ داوخت دغه ډرامې دتنقيد په تله وتلو او دهغې جاج واخلو نو معلومه به شى چې په دغې کښې به ډيرې کمې ډرامې په دغه تول پارسنګ پوره وخيژى دې کښې زۀ دلته دحمزه صيب ديو ډرامې مختصر جاج اخلم. دښې ډرامې دپاره لازمىڅيزونه داوى. ١: مضبوط او کوټلی پلاټ. ٢: دکردارونو چوڼ. ٣: لنډې او موثرې مکالمې ٤: انتها تجسس او خاتمه ضرورى وى. حمزه صيب خو ګڼې ډرامې ليکلې دى خو دلته زۀ دهغوى ديوې ډرامې ((ژرنده ګړى)) مختصر ذکر کوم. د ژرنده ګرى پلاټ کوټلی او زمونږ دمعاشرې دتيرو پنځوسو څلويښتو کالو دحالاتو پوره عکاسى کوى. دپښتون ضد او کينه دزور اور په کمزورى ظلم او زياتی. دخان ظلم او دغريب صبر، قيصه د ژرندې نه شروع کيږى ژرنده چې څه موده مخکښې زمونږ دمعاشرې يو ضرورى جز او حصه وه شير ګل چې ژرندې ته ئې دانې راوړې وې ژرنده کښې ئې شپه ده ژرنده ګړى ورته قيصه کوى دقاسم کلى خان دخپل همسايه حکيم کاکا لور جميلې سره دويم وادۀ کول غواړى هغه جميله دخپل دترۀ زوې نعمت خان ته وئيلې ده دکلى خان ددغې دپاره په حکيم خان کاکا هر قسم زور زياتی ظلم ناروا او لالچ په کار راولى خو حکيم خان کاکا دغه هر څه مجبور نۀ کړی شى او اخر دکلى نه په کډه کولو مجبور شى په لاره کښې دخان سړى په حکيم خان کاکا ډزې وکړى چې حکيم خان اونعمت خان دواړه سخت زخميان شى دخان سړى دجميلې دتښتولو کوشش کوى چې دپاسه پرې يو بل خان جمال خان راشى دقاسم خان سړى وتښتى حکيم کاکا جمال خان خپل کلى ته بوځى او بيا يوه ورځ چې جميله دچينې نه اوبۀ راوړى قاسم خان ئې بيا دتښتولو کوشش کوى دجميلې دخبرو په قاسم داسې اثر وشى چې دتښتولو په ځاې هغې ته خور ووائى دپلاټ په لحاظ ژرنده ګړی يو کاميابه ډرامه ده او دډرامې دپاره ټول ضرور اړخونه پکښې موجود دى پلاټ دمکالمې تجسس انتها او خاتمه هر څه دتنقيد په تله پوره دى دشروع نه دژرنده ګړى خبرې قارى کښې تجسس پيدا کړى او دا کتل غواړى چې اوس به څه کيږى.؟ دښه ډرامې يوه خوبى داهم وى چې انتهائې په ابتدا کښې پټه وى په ډرامه کښې ځائې په ځآئې د ليکوال دعلم مطالعې قابليت دعقيدې او نظريې بڅرې ځليږى داسې ښکارى چې حمزه بابا د ژرنده ګړى په ژبه خپلې خبرې کوى ددغې نه علاوه هم حمزه بابا ډيرې ډرامې ليکلې دى پکار دى چې کۀ دهغوى دنثر دغه فنپارې راغونډې کړی شى نو معلومه به شى چې دنثر توله په ډيره درنه ده زما دا دعوه چې ګنې حمزه بابا يو ښه ډرامه نګار ؤ کۀ نن څوک نۀ منى نو سبا به ئې ضرور ومنى خو شرط دادی په دغه دور کښې ليکلی شوې دهغوى ټولې فنپارې راغونډې کړی شى او دهغې جاج واخستی شى خو وائې چې کله پيښور ريډيو سټيشن دزوړ بلډنګ نه نوې بلډنګ سفر کولو نو دهغې دريډيو واکمنو نۀ يوازې دحمزه بابا ، سمندر صيب، جان محمد زلمى، مفتون، ميجر رحمان او ګڼو نورو ليکوالو قلمى مسودې په اور وسوزولې چې کۀ واقعى دغسې شوى وى نو دغه يو قومى جرم او پښتو سره ښکاره دښمنى شوې ده پکار دى چې دهغې وخت ددغې واکمنو خلاف سخته کارروائى وکړی شى ولې چې دغه دپښتو ژبې او ادب ناوياته اثاثه وه Hamza Baba By: Moflis Durani - بېرته شاته