(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خلكو زور د خداى زور!

د لوى څښتن په سپېڅلي نامه؛
پښتانه وايي چې؛ د خلكو زور د خداى زور!
نن سهار په نهو بجو د ميرويس ميدان څخه د ښار په لور مې د تګ تكل كړى و چې د يوه ټكسي ګاډي چلوونكي راباندي غږ وكړ چې ښار ته ښار ته۰زه هم ګاډي ته وروختم او ټكسي د ښار په لور روان شو۰د مامورينو د كارتې په سيمه كې دوه كسان له ګاډي څخه كوز شول ۰ګاډى روان و او زه هم د خپل كتاب په لوستلو بوخت وم۰چې د پراون د كارتې په پېچومي په كورزېدو وو چې ګاډى ورو شو۰د كتاب د لوستلو په وخت كې مې داسې وانګېرله چې لكه چې ګڼه ګوڼه ( كانجسشن) دى ۰خو چې چلوونكي ته مې وكتل هغه داسې سر د سړك ښي خواته تاو كړى و چې لكه چې كوم څه ته په ځير ګوري۰ماهم په هغې خواته وروكتل۰
د سړك ښي خواته مې يوه لارۍ د ټيرونو ډكه په سترګو ولګېدله چې د همدې لارۍ مخې ته د لارۍ چلوونكى ، يو ټرافيك څارندوى (پوليس)  او د هغه موټر سكېل ولاړ وو۰اوچې ګورم د  څارندوى او د چلوونكي تر مينځ شخړه ښكارېده۰د څارندوى په لاس كې كتابچه غوندى څه راته ښكاره شول او د چلوونكى په لاس كې څلور پينځه د سلګونو نوټونه۰د سترګو په رپ كې څارندوى په چلوونكى باندې ګزارونه پيل كړل او په دې مخ مخ يې وهلو او هغه هم په خپلو لاسونو په كمزوره او په بې وسۍ سره د څارندوى څپېړې او سوكان شړل چې څارندوى په چلوونكي د لغتو (لتو) او ګونډو ګوزارونه هم پيل كړل۰نو موږ دا ټول د ګاډي سپرلي او چلوونكي دا څلور كسانو ورته رټ رټ كتل۰زموږ ګاډى به يره يولس شل ګزه وړاندې تللى و چې زموږ په ګاډي كې يوه ملګري چې زما په ګومان كوم وردګ  ښوونكى و ،  هسې غږ وكړ چې دا څارندوى خو د وهلي حق نه لري۰اودې بل ملګري چې نوم يې غفور جاهد و ( چې بيا وروسته مو سره وپېژندل ) هغه ووېيل چې څارندوى دې دا چلوونكى جريمه كړي او د پور پاڼه (د جريمې پارچه ) وركړي نو وهي يې ولې؟
نو ما هم دوى سره همغږي وكړه او په چلوونكي مې غږ وكر چې؛
اې وروره!
ما ګومان كولو چې ته به اوس دا خپل ورو كړى ګاډى ودروې او موږ او تاسو ټول به دې پېښې ته وركوز شوو او دا سړى به ددې بې عزۍ او وهلو څخه وژغوروو!
نو ته خو راروان شوې۰
دې زموږ د ګاډي چلوونكي چې نوم يې همايون و نو ماته ووېيل چې اوس هم ناوخته نه ده دا ځكه چې نېژدې يو سل ګزه وړاندې راغلي يوو ۰نوپرې ورځو؟
ما ورته ووېيل چې هوبلكل پرې ورځوو!
نو دې نورو دواړو ملګرو ته مې مخ ورواړولو چې ملګرو ورځو؟
دې دواړو ملګرو جاهد سېب او اوستاز وردګ دواړو راسره هوكړه وكړه۰
نو همايون زموږ چلوونكي ملګري ګاډى په همدې يوه خوا سړك كې ګاډى ځاى پر ځاى راتاو كړ۰ما پرې غږ وكړ چې اوستازه دا څه كوې په دې يوې خوا لارې ورځې؟
موږ به يو سم كار كوو او د قانون يوه برخه به پلې كوو چې نور لس نور برخې د قانون ماتوو؟
هلته تر رسېدو مخكې به موږ نوروته ستونځې جوړې كړوو او څو ګاډي به زموږ د لاسه سره ټكر وكړي!نو همايون اوستاز راته ووېيل چې زه به دې خوا وړه كوڅه كې ورشم۰
نو په همدې شېبه كې مې ملګرو ته ووېيل چې ملګرو موږ او تاسو هلته ورځو يواځې او يواځې د دې لپاره چې دا د لارۍ چلوونكى د دې وهلو، ټكولو او بې عزتۍ څخه وژغوروو او بس۰موږ ټولو په همدې پرېكړه وكړه۰
په څو شېبو كې هغه لا روانې پېښې ته ورورسېدوو۰د ګاډي څخه راكورز شوو۰ما سملاسي ځان سره خپل د كمپيوټر ګوډى ځان سره راكوز كړ او څارندوى ته ور روان شوم۰
 او په همدې شېبه كې زموږ ملګري غفور جاهد خپل ګرځنده (موبايل) په لاس كې تاو راتاو كړ۰ما ګومان وكړ چې ياره لكه چې كوم غټ او زورور ته تېلېپون كوي او يا خپل ملګري او بل څو خبروي۰
زه څارندوى ته وروړاندې شوم او هغه ته مې ووېيل؛
چې وروره موږ دا ستا بې قانونه وهل ، ټكول او بې عزتي  ددې لارۍ چلوونكي وليدله او د همدې لپاره راغلي يوو او د خپلې لارې څخه بېرته راتاو شوو۰او كه دا  سړى كومه قانوني ستونځه لري او غلتي يې كړي وي نو ته هغه  جريمه كړه۰
نو ته  دوهلو، ټكولو او بې عزته كولو حق خو نه لرې۰
او مخ مې د لارۍ چلوونكي ته ورواړولو چې؛
وروره موږ د دې لپاره راغلو چې دې څارندوى ته وهلې او ټكولې او ستا بې عزتي يې كوله چې تا ترې وژغوروو، نو موږ د دې لپاره نه يو راغلي چې ستالپاره د قانون د منګولو د څخه د ژغورنې پرښتې جوړې شوو۰
ده موږ ته وويېل چې؛
ماته يې جريمه پاڼه راكړې ده او اوس مې وهي او ټكوي او بې عزته كوي مې۰
او دا د لارۍ چلوونكى په ډېر بد حالت كې وو۰او خپلې پيسې يې په جيب كې واچولې۰
نو څارندوى په كنځلو پيل وكړ؛ چې دې ته مې جريمه وركړې ده او اوس رانه تښتېدلى دى۰
نو ماورته ووېيل چې سمه ده نو يې يا جريمه كړه او يا نور څارندويان ورته راوله چې ځان سره يې بوځئ كه  د دې وړ وي۰نو ته  د وهلې او ټكولواو بې عزته كولو حق خو بلكل نه لرې۰اوموږ د همدې خبرې لپاره راغلي يوو۰
نو ده خپلې كنځلې كولې او ګرم ګرم كېدو، چې غفور سېب ګرځنده په لاس كې نيولى او څارندوى يې وننګولو؛
چې كه نر يې يو بل وار پرې وكړه!
نو څارندوى په غفور باندې هم لاس پورته كړ چې ګوزار پرې وكړي۰غفور هم ورته ووېيل چې زه ستا دا ټول كړه وړه په ګرځنده كې ريكارډوم ۰څارندوى نور هم ګرم شو او غفور ته يې ووېيل چې ؛
ځه د اسمان دې هم لاس خلاس!
نو چې ما وليدل چې د څارندوى سترګې خو ولا ډېر سپينې دي او په دې ځوان خامخا ګوزار كوي نو زه وروړاندې شوم او ما ورته ووېيل چې ؛
ته د قانون ساتونكى يې نو ته هم قانون ماتوې او هم زياتى كوې۰ته څوك يې ؟ كوم فرعون يې؟
ولا چې دا ټوله نړۍ خو درباندې خبره كړم!
ولا چې د افغانستان لا څه چې د نړۍ په دې ټولو مهكمو او تاڼو خو دې وګرځوم!
تا ځانته ته خيال كړى؟
زما خبرې لا خلاسې نه وې چې څارندوى خپل موټر سكېل ولګولو(چالان كړ) او پرې سپور شو۰زه ورپسې ور روان شوم ،نو ماپرې غږ وكړ چې ودرېږه چې ته د خپل ولس بې عزتي كوې او وهې او ټكوې يې چې تاسم حساب كتاب ته په لاس وركړوو!
همدا زما اخرينې خبرې وې چې دى بيا په همدې غلته لاره د مامورينو كارتې خواته په موټر سكېل ولاړ او تېښته يې وكړه۰
نو د لارۍ چلوونكي موږ ته خپله هغه د جريمې پاڼه ښكاره كړه او ووېيل چې؛
ولاچې  ډېر يې بې عزته كړم۰نو موږ ورته ووېيل چې كه يې مهاكمې ته كش كول غواړې موږ ستا شاهدان يوو او كنه د نور رشوت څخه خو خلاس شوې او كه دا جريمه سمه وي نو بيا يې وركړه۰
د لارۍ چلوونكي په سترګو كې چې اوښكې نيمې وچې شوې وې زموږ څخه يې مننه وكړه او موږ هم ترې راروان شوو۰
په لاره كې مې د همايون ، غفور جاهد او وردګ اوستاز سره په دې پېښه كره كتنه كوله۰
ما له دوى څخه وپوښتل چې دا څنګه تېره شوه اوستاسو د وجدان په كچه څه خيال دى؟
دوى درې واړه ډېر خوښ او وياړلي ښكارېدل او د دې زموږ د ټولنيز غبرګون په اړه يې ښې او نېكې څرګندونې كولې۰
بيا مې ترې وپوښتل چې كه موږ او تاسو ګوښي ، ګوښي واى نو دا كار مو په بريالۍ توګه تر سره كولاى شول؟
نو د دوى ځواب دا و چې نه موږ په ګوښي ، ګوښي توګه نه مو زړه ورته كېدله، نه هم كول او نه هم بريالي كېدلو۰
نو بيا ما له دوى څخه وپوښتل چې كه د دې څارندوى او ده ته ورته كسانو سره داسې درې څلور پېښې وشي نو دوى به كله بيا داسې وكړي؟
درې واړو ووېيل چې نه دوى به هېڅ كله هم داسې ونكړي۰
نو ما ورته ووېيل چې ملګرو دې ته وايي ټولنيز او ګډه مبارزه او دا يې هم پايله او هغه يې هم مسرپ۰  نو چې دوى سره په هر ځاى كې داسې وشي نو دوى ته به بيا ټوله ټولنه داسې ښكاري چې هر سړى او ښځه زما د غلت كار مخ نيوى كوي۰
دوى هر يو مې د دوى دې ښه ګام اخيستلو او زړه ور كار لپاره وستايه، چې يو قانون ماتوونكى څارندوى مو يو څه سم كړ او د ده يو نادوده او ناروا مو ودراوه او هغه كړېدلى اوځورېدلى د لارۍ چلوونكى مو وژغوره ۰او دا خبره مې هم ورته وكړه چې ګورئ دا كار په يواځې توګه هم نه تر سره كېده۰
همايون ته مې مخ ورواړوه او ورته مې ووېيل چې ګرانه وروره پر تادې بركت وي او خداى دې خير دركړي او زه پر تا وياړم چې ته په موږ كې يواځينى كس يې ستا د ګاډي د تېلو مسرپ وشو۰او دوه نور ځوانان مې د دوى په غږ اوچتولو او نوښت وستايل او تر اوسه د دوى ټولو دا مېړانه مې په ماغزو كې په ښايسته انځور پرته ده۰
ما له دوى څخه وپوښتل چې تاسې به دا كار بيا هم په همدې ډول له دې وروسته وكړئ؟
دوى درې واړو ژمنه وكړه چې بلكل به يې كوي۰او له دوى څخه مې دا غوښتنه وكړه چې هر يو يې دا كېسه خپلو ټولو ملګرو ته وكړي او په ډله ايزه رسنيو كې يې دې وليكې او خپاره يې دې كړي۰او غفور سېب ته مې ووېيل؛
 چې ګرانه وروره دا وېډيو په فېس بوك يا يو ټيوب كې خپره او يا يې هم كوم افغان يا بهرني هېواد تلوېزيون ته وركړه چې خپره يو كړي۰هم بل ولس په خپل زور پوهه شي او هم به د جنايت كه وړوكى وي او كه غټ مخ نيوى لپاره كوټلي ګامونه اوچت كړي تر څو زموږ د ژغورلو لپاره يوه بېلګه جوړه شي۰
بيا مې دوى ته ووېيل چې؛
دې ته وايي چې ؛ د خلكو زور د خداى زور!
 او دوى مې هم د افغان ولسي غورځنګ جوړولو ته په دې راوبلل چې موږ غواړوو چې خپل ولس او هېواد په ګډه او په دې ډول له ننني جنايت او جنايت كوونكو څخه وژغوروو، عدالت  او سوله ورته راولوو او د يوې ټولنپالې ولسواكۍ په مټو ټينګ پر مختګ راولوو۰
موږ خو ژمن او چمتو يوو!
تاسو څه كوئ؟
په درنښت
انجينير فهيم پښتون وردګ
كابل، ١٣-٠٨-٢٠١٢

- بېرته شاته