(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمود خزان

 

ليک: احسان الله ځلاند

محمودخزان د ملادين محمد زوى د لغمان ولايت مرکز د نوري په کلي کې په ١٣٥٣لمريزکال کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.زده کړه ېې تر لېسې دورې پورې کړې د ځينو اقتصادي ستونزو له کبله ېې ونشوکولاى چې لوړې  زده کړې هم وکړي.خو اوس اراده لري چې د لوړو زده کړو خاوند شي.که زده کړې ېې لوړې ندي خو لوى ذات ورته په ادبي برخه پوره لوړ استعداد ورکړى دى.همدا لامل دى چې د ختيځ ادبي بهير د مرستيال دنده پرغاړه لري.محمود خزان لکه د تخلص نه ېې چې معلوميږي تر ډېره ورته رښتيا هم ستونزو او مشکلاتو غاړه ورکړې،خو د پښتو مينې او خدمت ته ېې په هر حالات کې اوږه ورکړې.ډېرو مشاعرو او غونډو کې ېې ګډون کړى.همد لامل دى چې د يو فعال فرهنګي په توګه پېژندل کېږي.په هر صورت که زه د خزان هر څومره ستاينه وکړم بيا هم کمه ده.خزان شاوخوا له پنځلس،شپاړس کلونو راپدېخوا په د پښتو ادب ته مخه کړې.خزان له هغه وخته چې شاعري پيل کړې نو ډيرى مهلي سندرغاړو ېې غزلې،لوبې،داستانونه او داسې نورو په خپلو غږونو کې خلکو ته وړاندې کړي.له څو کلونو راهيسې په جلالکوټ ادبي خوځښت په غونډو کې د يو فعال غړي په صفت برخه اخلي.ډيرى وخت ادبي درسونه،ذهني ازمايښت په غاړه لري.د خوځښت په راتګ سره ېې د شعرونو ښکلا او هنريت ترمخکې زيات شوى.محمود خزان تر اوسه د وګوره اشنا په نوم يوه شعري ټولګه لري.او په نږدې وخت کې به ېې دوهمه ټولګه هم له چاپ شي. وګوره اشنا په ١١٣مخونو کې چاپ شوې،چې ډيرى برخه ېې غزلونو او لوبو ته ځانګړې شوې.د خپل هېواد کلي انځور داسې را اخلي.

جوړ دى وير ماتم زمونږ په کلي کې

هر طرف ته غم زموږ په کلي کې

نه هغه ګودر او نه مېلې شته دى

نه ستار چيلم په کلي کې

خزان که په پورته بيتونو کې د ټولنې ستونزې ذکر کړي،خوبيا د خپل ځان يادونه خپل جانان ته داسې کوي.

 که په ما باندې ستا غم دى خير دى وي دې

که مې زړه قلم،قلم دى خير دى وي دې

ياره ته چې ېې خوشحاله زه پرې خوښ يم

که په ما باندې ماتم دى خير دى وي دې

او يا داچې:

تا خو مې د زړه خونه ويجاړه کړه

وران ويجاړ کنډور کې نور څه غواړې

وايي چې په يوه ټولنه کې ځوانان د ملا د تير حيثت لري.د  ځوانانو مغز،انرژي او توان تر نورو ځواکمن وي.خو دغه ځواکمنتيا هغه وخت په سمه مصرفيږي چې نظام ښه وي او د ګمراهانو له منګلو لرې وي.ځوانانو ته نيکه او سالمه مشوره ورکول ممکن ځوانان له ډېرو بدو لارو وژغوري.محمود خزان ځوانانو باندې داسې  غږ او ستاينه ېې کوي.

زلميانو ورکړئ د وحدت لاسونه

سم د اخلاص او صداقت لاسونه

محمود خزانه ملت څوک جوړوي

همدا زلميان دي د ملت لاسونه

زه يو ځل بيا هم يادونه کوم چې که زه هر څومره د خزان په شعرونو د قلم څوکه وګرځوم خو بيا هم دا زما له وس پوره نه ده،خپله ليکنه د خزان صيب په يوه غزل راټولوم چې وايي.

پيدا به نکړې بل داسې مُريد غوندې سړى

چې ژوند قربانوي درنه شهيد غوندې سړى

زما لکه حُسين معصوم ارمان پرې څله وژنې

په خوا کې ياره مه ساته يزېد غوندې سړى

بيلتونه ځوانيمرګه دادې څه کانې پرې وکړې

روان دى ميکدې ته د سعيد غوندې سړى

د وخت د بې ايمانه وحشتګر لښکر د پاره

پکار دى د خالد بن وليد غوندې سړى

دا ښکلي د ستايلو وي که نه خلک يې ستايي

يو څه بايد پرې وکوي تنقيد غوندې سړى

په ځينو ځينو رب څومره ښکلا وي لورولې

خزانه په کتو يې شي ترديد غوندې سړى

ليکوال: احسان الله ځلاند

 

 

 

- بېرته شاته