(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مزار: ایراني واټ د ملي شخړې په موخه

د اګست په ۲۸ مه د ولسې جرګې د کلتوري چارو جرګه ګۍ،  په مزار کې د ایراني جاسوسانو په نوم د ابو مسلم خراساني واټ د نوم اړونې په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهیند پوښتنو ګروېګنو لپاره ورغوښتی وو .

خو په ځواب کې ښاغلي رهين وويل، « له دې نه دی خبر چې گواکې په مزار شريف کې د ابو مسلم خراساني سړک د ايراني دېپلوماتانو په نوم نومول شوى. BBC»

په کابل د ایران سفارت په خبرپاڼه کېلا مخکېویل شوي وو« د مزار ولایتي شورا د ايران د ۹ديپلوماتانو او يوه خبريال د تلين او د ايرانيو شهيدانو د ياد د درناوي لپاره د حضرت علي کرم الله وجهه زيارت ته تللی واټ، د ايراني شهيدانو واټ نومولى دى »

پوښتنه دا ده ، ایا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ریښتیا هم په دې تړاو په کابل د ایران سفارت له خبرپاڼې مالومات نه درلودل ؟ ایا له داسې مهم خبر څخه خبریدل د اطلاعاتو او کلتور وزیر په دندو کې نه شمېرل کیږي ؟

بلخوا د مزارچارواکو د ولسي جرګې د زمري میاشتې د ۲۳ مې او د مشرانو جرګې د زمري میاشتې د ۲۲ مې نيټې د پریکړو په تړاو( چې هغو کې دواړو جرګو د مزارد چارواکو نوموړی اقدام غندلی او هغه يي افغانستان کې د ایران فرهنګي نفوذ بللی ) ویلي وو چې دوی ( د مزارچارواکي ) یوازې وړاندیز کړی او د روستۍ پریکړې لپاره يي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته استولي دی .

همدرنګه کله چې د بلخ ولايتي شوار رييس ډاكټر افضل حديد دملي شورا ددواړو جرګو څرګندونې بې مسووليته وګڼلې او نیوکه کوونکي يي له موضوع څخه په ناخبرۍ تورن كړل، ایا بیا هم ښاغلی رهین خبر نه شو ؟

د ناګارۍ په کوڅه ځان سمول او ځان په کڼو او ړندو نیول، رهین ددې لپاره کوي چې د مزار چارواکو ته وخت په لاس ورکړي چې هغوی خپله ملي ضد پریکړه پلې کړي . د رهین د داسې ملي ضد څرګندونو سره په یوه وخت «د ولسي جرگې د کلتوري کميسون تر غونډې وروسته د بلخ ولايت يو ه اعلاميه خپره کړه او ويي ويل دا چې ايران په تهران کې يو سړک د پخواني جنګي قومندان احمد شاه مسعود په نامه نومولى نو دوى هم ورته گام پورته کړ او مزار ياد شوى سړک يې د ايراني ديپلوماتانو په نوم ونوموۀ. همغه سرچینه »

د مزارچارواکو د دلایلو او داسې ګړندې اعلان لپاره ، د ولسې جرګې په کلتوري جرګګۍ کې، سړی د رهین دریځ او د مزارچارواکو سره د نوموړي ګډه چلوټه، له ورایه ویني . په جرګګۍ کې رهین وايی « ځینې وخت کېدای شي چې د معاوضې په توګه دا کار وشي، لکه دلته چې د اتاترک په نامه موږ یو سړک لرو، د شاه امان الله په نامه یو سړک لرو او د اندرا ګاندهي په نامه هم څه لرو.»

د معاوضې کلمې څخه د رهین موخه په ایران کې د احمدشا مسعود په نوم د کومې پس کوڅې نومونه ده چې د رهین په نیت يي باید معاوضه په مزار کې د ۱۰ جاسوسانو په نوم د واټ په نومونې سره پریکړی شي .

له دې سربېره که د ولسې جرګې په کلتوري کمیسیون کې د رهین دا تازه څرګندونې ښه را وسپړل شي ډېرې نورې ناویلې هم لري . رهین د ایران ۱۰ ګوني جاسوسان د نوي ترکې د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال ( اتاتورک ) او د انقلابي میرمن اندراګاندهي سره پرتله کوي او وايی کله چې په کابل کې د اندراګاندهي په نوم ( ښايي د نوموړي موخه د اندراګاندهي د ماشومانو روغتون وي ) ځای لرو، نو بیا ولي د ایراني جاسوسانو په نوم یو واټ ونه نوموو ؟ همدارنګه رهین په دې سپین سترګۍ بسیا نه کوي، وړاندې ځي او وايي « د شا امان الله په نوم سړک لرو »

البته دلته رهین غواړي ناویلي ووايی چې که کابل کې افغانان د خپلواکۍ د ګټونکي شا امان الله په نوم سړک لري نو بیا په افغانستان کې د ایران پلویان ، نوي صفویان او د ګورګین پاتیشونی ولې د ایران د خوشحالۍ لپاره په مزار کې معاوضه اقدام ونه کړي او د جاسوسانو په نوم واټ او سبا د هغوي په نوم څلی ونه لري ؟

که حالات همداسې وي ، لری نه ده چې سبا ته به د غلو د سرخېل بچه سقاو په نوم هم هلته دلته واټ او یا کوم څلی دریدلی ووینو !

کله چې د هیواد د فرهنګ وزیرد شاه امان الله ، اتاتورک او میرمن اندراګاندې پشان ویاړلي نومونه د ایران د ۱۰ جاسوسانو سره په یوه وخت او یوه مناسبت یادوي او ټول سره په یوه تله کې تلي، د داسې دولت او داسې هیواد راتلونکی فرهنګ او برخلیک به څه وي ؟

داسې ښکاري چې مزار کې دایراني جاسوسانو واټ ملي شخړې ته د لمن وهلو د لويي سناریو یوه برخه وي .

بلخوا دا لمسونونه په داسې مهال کیږي چې پنجاب، د ډیورند په بره غاړه پراته ولسونه هره ورځ په لسګونو او سلګونو توغندیو ولي !

 ۲۰۱۲  اګست

سرلوڅ مرادزی

- بېرته شاته