(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان د ترور او وحشت هیواد

لیکوال : احمدالله رحمانی
30.08.2012

د پاکستان نوم په پښتوکی په (۷) حروفو او انګریزی کی په (۸) حروفو لیکل کیږی . د هر حرف شاته یوه ناخواله پرته ده . اتمی بم ، د فساد نه ډک نظامی ځواک ، رشوت خوړونکی حکومت ، بی باوره سیاست ، د اسلام تر نامه لاندی تروریزم ، نا امنی اود طالبانو ځاله . غربی نړی په خاصه توګه اروپا چی د پاکستان نوم اخلی ، بیره او وحشت ورسره ملګری کوی . کوم وخت چی په ۱۴د اګست ۱۹۴۷کی برطانوی هند آزادی تر لاسه کړه ، پاکستان پدی نامه جوړ شو چی د ټولو هندی مسلمانانو کور به وی . له همدی کبله دا هیواد په ۱۹۵۶کی د هیواد سیاسی نوم د پاکستان اسلامی جمهوریت په نامه تبدیل کړ . دا پدی خاطر چی له یوه پلوه د هندستان په مقابل کی یو لوی سد ودروی اوله بله پلوه و غربی نړی ته دا هیواد د یوه متحدی اسلامی اجتماع په شکل وړاندی کړی . خو نن ورځ دا هیواد په نړی کی د یوه ناکامه او بی باوره ملک نوم وړی دی ، په خاصه توګه په هغوانفجاری هیوادونو کښی چی د پاکستان چاپیریال پراته دی لکه افغانستان ، هندوستان ، چين او ایران . په دی ناکامه هیواد کښی څه د پاسه ۱۹۰میلیونه انسانان ژون کوی چی ټوله یی پدی ناخوالو کی را پورته شوی او د زمانی په جبر همداسی تربیه شوی دی . د پاکستان نه دباندی په نړی کی پاکستان د اسیا د سومالیا نوم وړی دی . دا ځکه چی سومالیا د ټوله نړی په مقابل کی چور ، چپاول او تروریزم اعلان کړی دی .

د پاکستان ۹۰سلمه اوسیدونکی غواړی چی دا هیواد په اسلام کی یو پیاوړی رول ولوبوی او د غیر اسلامی نړی په مخ کی ودریږی . له همدی کبله د اسلام د نامه نه په استفاده په تروریزم لاس پوری کوی . دوی په خپلو کړنو کښی پر هغو قوانینو تکیه کوی چی ودینی مقدساتو ته توهین منع کوی . همدا یی سبب دی چی په پاکستان کی دننه ددی تروریستی اعمالو په مقابل کی هیڅوک نه دریږی او د خپل وس سره یی لا پیاوړی کوی .

په پاکستان کښی دومره زیاتی ناخوالی موجودی دی چی په یوه لنډه شرح کی د هغوی یادونه امکان نلری . د مثال په توګه د پیښور ښار چه د پښتنو ځمکه او د نارینه وو دنیا ده ، د ښځو حقوق تر افغانستان زیات تر پښو لاندی دی . د پيښور او د هغه اطرافو اوسیدونکی که څه هم ځانونه میلمه پال بولی ، مګر د بهرنیانو لپاره له خطره ډ که منطقه ده چی دوی پخپله هم پدی خبره اعتراف کوی .د نړی ترورستان هلته راټولیږی ، خپل تروریستی اعمال پیاوړی کوی او بهرنیان ددی لپاره تښتوی چی پر سر یی زیاتی پیسی تر لاسه کړی . د هغه ځای اوسیدونکی په خوله ناری وهی چی زموږ د اوسنی وضعی سبب د افغانستان جنګ دی . خو دوی دا خبره هیروی چی اوس هر څه چی په افغانستان پیښیږی علت یی پاکستان دی . افغانان چی په خپلو اخلاقو کښی کومی نا اهلی ښکاره کوی ، له پاکستان نه یی اخیستی دی . د لاهور ښارچی اته میلیونه اوسیدونکی لری ، په ظاهری بڼه ډیر شین او پاک معلومیږی ، خو دشپی له خوا په کوڅو او بازارونو کښی ځوانان نارینه د فحشا لپاره تبلیغات کوی او مشتریان د زیاتو پیسو په بدل کی هغه ناروا ځایونو ته ورولی چی په اسلام کښی قطعاً منع دی . همداغه کسان بیا دورځی له خوا په مسجدونو کښی سپینی خولی پر سر کړی او د اسلام لپاره تبلیغات کوی . د کراچی ښار ۲۰میلیونه اوسیدونکی لری ، ګوناګون قومونه هلته ژوند کوی او دنړی په سترګو کی د پاکستان د اقتصاد محور دی . خو په باطن کی د جنایتونو لوی ترین مرکز بلل کيږی . هلته اجتماعی او سیاسی جنایتونه په عامه توګه تر سره کیږی . یواځی د جاری عیسوی کال په اولو شپږو میاشتو کی په کراچی کی ۱۱۵۰تنه وژل شوی دی . دا احصايه په نړی کی ساری نلری . نه شیکاګو ، نه لاس انجلس اونه ټوکیو پسی رسیدای شی .

که څه هم افغانستان دیرش کاله جنګ ، بی عزتی او زیات جنایات لیدلی او زغملی دی ، د پاکستان د نا خوالو په پرتله افغانستان داسی ورته معلومیږی لکه په سعودی عربستان د مکی معظمی ښار. په افغانستان کی چی دا څو جنګسالاران او جنګی جنایتکاران له منځه ولاړ شی ، دا ملک به خپل عادی حالت ته را ستون شی . اما د پاکستان بنسټ محمد علی جناح په خیانت ايښی دی چی هیڅکله به عادی او شرافتمندانه حالت ونه وینی . فقط هغه وخت امکان لری چی دډیورنډ کرښه له منځه ولاړه شی ، پښتونخوا په افغانستان پوری او پنجاب په هندوستان پوری وتړل شی او د پاکستان نوم د نړی په نقشه کښی محوه شی.

پاکستانی سیاست مداران ، د قضأ خاوندان ، عسکری او پولیسی ځواکونه ټوله د پیسو په مقابل کښی و هر غیر انسانی ناخوالو ته تیار دی او تر سره کوی یی . هر واکدار یی د خپل موقف نه په استفاده ځان بډای کول غواړی . بینظیر بوټو د پاکستان په پاکو او بی الایشه سیاست مدارانو کښی راتله . اوس معلومه شوه چی هغی په خپله واداکداری کښی څه دپاسه یو ملیارد ډالره په سویس کښی خپلو بانکی حسابونو ته استولی دی . آصف علی زرداری د بینظری خاوند ته اوس اخطار ورکړه شوی دی چی دا پیسی بیرته پاکستان ته راوړی که نه قانونی کړنه به ورسره وشی ، اما په کوم قانون ؟ د پاکستان پخوانی د کرکیت ستوری عمران خان چی په خپل هیواد کښی زیاد محبوبیت لری ، د پاکستان پر سیاست مدارانو باندی انتقاد کوی او هغوی نا اهله بولی . اما عمران خان پخپله هم د ښځو د حقوقو لوی دښمن دی او غواړی چی ښځی د هراجتماعی ښیګڼو نه بی برخی وی . د پاکستان په هر ګوټ کښی ویل کیږی چی عمران خان د طالبانو ملګری دی او فقط هغوی پیاوړی کوی . خلک وایی طالبان ږیری پر مخ لری او عمران خان خپله ږيره په نس کی لری .مانا یی داده چی عمران خان هم یو لوی طالب دی .

پاکستان همیشه هندوستان خپل لوی ترین دښمن باله . اوس افغانستان هم خپل دښمن بولی . د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف په یو بیانیه ویلی وه چی پاکستان د افغانستان نظامی ځواکونه په هغه اندازه ټوته ټوټه کړه چی په دا راتلونکو پنځوسو کلو کی موږ د افغانستان له پلوه کوم خطر نه شو احساس کولای . اوس چی افغانستان و داسی حالت ته رسیدلی دی چی ډیر ژر به پر خپلو پښو ودریږی او د امریکا میلیاردونه ډالره افغانستان ور بهیږی ، پاکستان وارخطا دی چی دوی به د امریکا له نظره ولویږی . نو ځکه اوس اوبه خړوی او پر کنړو راکټونه اوروی . افغانستان ته په کار ده چی د امریکا او ناټو بی سلا و خاین پاکستان خپل دريځ ور وښیی او د خپلی خاوری دفاع وکړی .

 احمدالله رحمانی - المانAhmadullah Rahmani

- بېرته شاته