(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو؛ اووم ټولګی، دوهمه ژبه

پښتو، اووم ټولګی، دوهمه ژبه" د هغو ماشومانو له پاره د پوهنې وزارت درسي کتاب دی چې پښتو يې مورنۍ ژبه نه ده. دا کتاب په ۱۳۸۹کال کې چاپ شوی. مؤلفان يې ښاغلی قاسم هيله من او د مؤلف مرستيال محمد قدوس زکوخېل او اډيټوران  ښاغلی محمد زرين انځور او پوهنمل بريالی باجوړی دي. کتاب د تدقيق، تصيح او څارنې يوه باصلاحيته کميسيون هم کتلی چې ښاغلی ډاکټر عبدالغفور غزنوي يې رئيس او د سرمؤلف مرستيال عبدالظاهر ګلستانی او سيد محمود خليق يې غړي دي.
د اووم ټولګي کوم زده کوونکي چې دا کتاب لولي، دا يې د دې لړۍ څلورم کتاب دی. ځکه چې د دوهمې ژبې تدريس زموږ ښوونځيو کې څلورمو ټولګيو کې شروع کېږي. او له دې کبله چې د دې زده کوونکيو مورنۍ ژبه نه ده نو د هغو زده کوونکيو له درسي کتاب سره به يې کچه برابره وي چې دوهم ټولګي کې دي او خپله مورنۍ ژبه لولي.
د دې کتاب د لومړي لوست په باره کې مې ځينې خبرې دلته له ښاغليو لوستونکيو سره شريکوم.
لومړی لوست
د خدای جل جلاله ستاينه
د لوست له عنوان څخه څرګنده ده چې متن د الله تعالی ثنا او صفت بيانوي. له دې امله چې مضمون کاملا ذهني او مجرد دی نو په کار وو چې جملې يې تر وسه وسه ساده او آسانه واي. مرکبې او مختلطې جملې يې نه لرلای. پر دې سربېره، له متن سره راغليو تصويرونو کې قرآن کريم او کعبه شريفه  تر نور هر څه جوت ښکاري او د تلاوت تصور هم راکوي. ‌که په متن کې هم دغه مفاهيم راغلي وای، نو د تصويرونو تړاو به  ورسره لا پسې مزبوت شوای وای.
د درسي کتاب لومړی مخ:
لومړۍ جمله:
"هر نېک کار د خدای جل جلاله په نامه پيلېږي."
تبصره:
جمله پيسيف فارم کې ده. د متن له نفسياتو سره اړخ نه لګوي. په کار وه چې اکټيف فارم کې وای؛ مثلا:
هر نېک کار بايد د خدای جل جلاله په نامه پيل کړو.
د "نېک" د کلمې پر ځای که "ښه" ليکلای شوای وای، يو خو به پښتو وای؛ بل به يې وروستي غږ (ک) د موصوف (کار) له لومړي غږ (ک) سره لوستلو کې نه غوټه کېده؛ جمله دې برخه کې تعقيد لري. .
دوهمه جمله:
"هر کار چې د خدای جل جلاله په نامه پيل شي، پای يې نېکمرغه وي.
تبصره:
په لومړۍ جمله کې د "نېک" صفت خپل موصوف (کار) خاص کړی؛ ټول نېک کارونه يې ښودلي دي. مګر، په دوهمه جمله کې موصوف له خصوصيته وتی، عام شوی، هر کار يې ښودلی دی؛ په هر کار کې ښه او بد دواړه راځي.
د جملې خبر (پای يې نېکمرغه وي) ډېر مجرد دی.که د دې پر ځای مو ليکلای وای چې "پای يې ګټور وي"، د جملې خبر به نسبتا مشخص او په آسانه د درک وړ وای.البته،  په همدې بڼه هم د "نېکمرغه" پر ځای "نېکمرغي" په کار وو. نېکمرغه خو به هغه څوک وي چې دغه کار کوي. يعنې د کار نتيجه بايد نېکمرغي وای، نه دا چې پخپله د کار نتيجه نېکمرغه وبولو.
درېمه جمله:
"له خدای جل جلاله سره د مينې په پيدا کېدو د مسلمان په زړه کې د توحيد روحيه رامنځ ته او پياوړې کېږي."
تبصره:
مينه خو به له خدای جل جلاله سره هغه وګړي کوي چې د توحيد روحيه ولري؛ لومړی توحيد دی، ورپسې بيا دا نورې خبرې.
يو زړه هغه وخت د مسلمان دی چې د توحيد روحيه په کې وي؛ د توحيد روحيه چې نه وي په کې، مينه به په کې له کومه کېږي؟
د دې جملې سمه بڼه دا ده:
له خدای جل جلاله سره په مينه مسلمان کې د توحيد روحيه پياوړې کېږي.
څلورمه جمله:
"موږ د خدای جل جلاله بنده ګان يو."
تبصره:
ساده جمله ده. خو په آخر کې يې د ټکي (.) پر ځای د ټکي له پاسه کامه (؛) په کار وه. ځکه چې ورپسې جمله ورسره تړاو لري.
شپږمه جمله:
"دعا د عبادت ماغزه دي."
تبصره:
"دعا" مفرد دی. تعبير يې هم په مفرد مفهوم په کار وو. يعنې، د "ماغزه" پر ځای "مغز" يا د "دعا" پر ځای "دعاګانې" ليکل په کار وو.
اوومه جمله:
"بايد له هر عبادت وروسته خدای جل جلاله ته دعا وکړو او له هغه څخه خير او برکت وغواړو."
تبصره:
د "بايد" د کلمې موقعيت د جملې پيل نه دی. دا د تأکيد قيد دی او تر فعل مخکې راځي؛ مثلا: له هر عبادت څخه وروسته بايد.... او دعا ته خو موږ محتاج يو؛ دعا به ځان ته کوو؛ نه خدای جل جلاله ته!!!
د جملې سمه بڼه دا ده:
"له هر عبادت وروسته بايد ځان ته دعا وکړو او له خدای جل جلاله څخه خير او برکت وغواړو."
دمتن په ترڅ کې دوې پوښتنې:
لومړۍ پوښتنه:
موږ چا پيدا کړي يو؟
تبصره:
پوښتنه ساده او روښانه ده؟ مګر، تر دې ځايه لوستل شوي متن کې يې ځواب نشته.
دوهمه پوښتنه:
ځمکه، آسمان او کاينات د چا پيدايښت دی؟
تبصره:
د "کاينات" کلمه په متن کې نشته.
دا چې ځمکه او آسمان دواړه کايناتو کې شامل دي، نو له (کاينات) سره يې کتار کې ذکر ته  ضرورت نشته. او يا خو د "کاينات" پر ځای بل شی په کار وو؛ مثلا: ستوري، کهکشانونه او نور.
د لومړۍ پوښتنې په تتبع کې دلته هم په کار وو، پوښتل شوي وای چې "... چا پيدا کړي دي؟ 
د درسي کتاب دوهم مخ:
لومړۍ جمله:
موږ ټول لوی خدای جل جلاله پيدا کړي يو.
تبصره:
د "ټول" او "لوی" له لوستلو سره هم ژبه غوټه کېږي. د دې د مخنيوي له پاره مو کولی شول چې د "لوی" پر ځای "ستر" وليکو. مترادفې کلمې همدغه نقش لري چې مناسب انتخاب په کې وشي. له دې امله چې د "جل جلاله" مفهوم تر "لوی" او "ستر" دواړو لوړ او ژور دی، نو جمله کې نه "لوی" ته اړتيا ده او نه "ستر" ته.   
درېمه جمله:
"خدای جل جلاله ټولو مخلوقاتو ته روزي رسوي. که هغوی په ځمکې کې دي، تر ځمکې لاندې وي، په هوا کې وي، که په سيندونو کې وي او که په سمندرونو کې."
تبصره:
ليکوال برنۍ جمله د دوو جملو په بڼه ليکلې ده. مګر، په اصل کې يوه مرکبه جمله ده چې له يوې اصلي او پنځو فرعي جملو څخه رغېدلې ده. څه فکر کوئ چې د دې کچې د زده کوونکيو له پاره دغه شان مرکبې او مختلطې جملې د درک او احساس وړ دي؟ يا لږ تر لږه ستړې کوونکې نه دي؟
شپږمه او اتمه جمله:
تر خوړلو دمخه بسم الله ... وايو.
د کار له پيل څخه مخکې ان شاء الله (که خدای جل جلاله وغواړي) ويل ښه دي.
تبصره:
د "بسم الله..." او "ان شاء الله" ويلو ځايونه سره جلا دي. يو د کار په پيل کې ويل کېږي او بل په راتلونکي کې د يوه کار له پاره د ارادې د څرګندولو پر مهال. پر دې سربېره،"ان" او " شاء" يوځای (انشاء)  ليکل دومره فاحشه املائي اشتباه ده چې بېخي معنا بدلوي او له بدې سره يې بدلوي!
لسمه جمله:
په عبادت د سړي روح او بدن آرامېږي.
تبصره:
هره خبره چې کوو، يوه کليه ده. او کليه په خپل نفس کې د نفي وړ نه وي. برنۍ جملې ته د ټولنيز جنسيت له پلوه وګورئ؛ سمه دمه نيمه نړۍ يې نفي کړې ده. ولې، له عبادت سره د ښځو روح او بدن نه شي آرامېدلی؟! 
د متن لنډيز:
لومړۍ جمله:
"ځمکه او آسمان د خدای جل جلاله خلقت دی."
تبصره:
د متن مضمون د خدای جل جلاله ستاينه ده؛ نه د ځمکې او آسمان!! خو، که جمله په همدې بڼه هم ليکو نو د "خلقت" پر ځای "مخلوق" ليکل په کار دي؛ يعنې "ځمکه او آسمان د خدای جل جلاله مخلوق دی." مګر، د متن  د سياق او سباق تقاضا دا ده چې برنۍ جمله داسې وليکو:
خدای جل جلاله د ځمکې او آسمان خالق دی.
دوهمه جمله:
"انسانان، الوتونکي، څاروي او نور ټول موجودات خدای جل جلاله پيدا کړي دي."
تبصره:
"الوتونکي" د "طيور" ترجمه ده. په کار وو "مارغان" ليکلای شوي وای. مارغان د الوتونکي يا طيور د مفهوم  د ارائې له پاره تر ټولو کره او غوره کلمه ده.
درېمه جمله:
"خدای جل جلاله ج ډېر رحيم ذات دی، د خپلو بنده ګانو ګناهونه بخښي، خو شرط يې دا دی چې انسان له خپل خدای څخه بخښنه او مغفرت وغواړي."
تبصره:
"رحيم" پخپله د مبالغې صيغه ده. د کثرت له پاره يې د "ډېر" قيد ته ضرورت نشته.
دا اصلا درې جملې دي. خو د لومړۍاو دوهمې هغې په آخر کې د "ټکي" پر ځای" کامه" لګېدلې چې سمه نه ده.
"بښنه او مغفرت وغواړي" عبارت کې لومړی "مغفرت" او ورپسې "بښنه" ليکل په کار وو؛ مثلا: "مغفرت او بخښنه" د داسې کولو مطلب به دا وو چې موږ ماشوم ته "مغفرت" په "بښنه" معنا کړی دی. دواړه مترادفې کلمې دي او د تأکيد له پاره راوړل شوي دي.
په متن کې د ګناهونو يا د ګناهونو د مغفرت څه خبره نه ده شوې. مګر، د متن لنډيز کې راغلې ده. د متن لنډيز کې د زياتونې امکان نه وي.
فعاليتونه:
1)    له زده کوونکيو پوښتنه کېږي چې "حمد څه ته وايي؟" مګر، د "حمد" کلمه په متن کې نه ده راغلې. او چې نه ده راغلې نو نه ده تدريس شوې. او چې نه ده تدريس شوې نو ولې يې پوښتنه وکړو؟
2)    له زده کوونکيو پوښتنه شوې چې "د حمد په ويلو زموږ په کار کې څه آساني راځي؟" مګر، په متن کې دې باره کې معلومات نه دي ورکړل شوي. متن کې لولو: " هر کار چې د خدای جل جلاله په نامه پيل شي، نتيجه يې نېکمرغه وي.الحمد لله ويل يو مفهوم دی او بسم الله ويل بل.
3)    له زده کوونکيو غوښتنه شوې چې لاندې جملې معنا کړي: "خدای جل جلاله ډېر رحيم او مهربان دی. د خپلو پښېمانو بنده ګانو ګناهونه بښي."  برنۍ جملې په متن کې نه، خو د متن لنډيز کې راغلې دي او عبارت يې سره توپير لري. په کار دي چې ښوونکی له زده کوونکيو سره اصولا متن باندې کار وکړي.
4)    له زده کوونکيو غوښتل شوي چې حمد (متن) په لوړ آواز ولولي. مګر، د حمد کلمه چې مخکې مو هم ورته اشاره وکړه، متن کې نشته. د متن نوم "د خدای جل جلاله ستاينه" ده، نه حمد. دا سمه ده چې د دواړو معنا يوه ده. مګر، د نوم نقش همدغه وي چې شی دې ورباندې ورباندې وبلل شي.
5)    له زده کوونکيو غوښتل شوي چې په څو جملو کې د خدای جل جلاله په هکله د خپل احساس څرګندونه وکړي. د غوښتنې د جملې وروستۍ برخه (دخپل احساس څرګندونه وکړي) د فارسي  د دې عبارت ترجمه ده چې وايي: "احساس خود را اظهار نمايد". دا عبارت د پښتو قاعدې مطابق داسې ليکل کېږي: "خپل احساس څرګند کړي."
6)    له زده کوونکيو پوښتنه کېږي چې کله د خدای جل جلاله شکر کوي؟ د هغوی له لوري ځواب ورکول کېږي چې د خوراک او څښاک پر وخت د خدای شکر کوي. دا ځواب زموږ د عادت له مخې ورکړی شوی. د اصولو له مخې د خدای جل جلاله شکر مدام کاږل په کار دي؛ په تېره بيا، د نعمتونو په بدل کې. مګر، نعمتونه يوازې د خوراک او څښاک شيان نه دي.
7)    زده کوونکيو ته دنده ورکړی شوې چې د خدای جل جلاله د ستاينې په هکله يو څو ساده جملې وليکي او .... د دې خبرې معنا دا ده چې د درسي کتاب همدې متن (د خدای جل جلاله ستاينه) باندې دې تبصره وکړي چې دا د زده کوونکيو له وسه پورته چار ده. د کورنۍ دندې مقصد دلته دا دی او بايد دا وي چې  زده کوونکي په څو جملو کې د خدای جل جلاله حمد و ثنا وليکي.
لنډه خبره دا ده چې متن د تأليف له پلوه کمزوری دی. د متن دوهم مخ تر نيمايي زيات د لومړي مخ تکرار دی. ښايي استدلال وشي چې دغه تکراري برخه د متن نتيجه ده. مګر، تر متن لاندې چوکاټ کې چې د متن لنډيز راغلی، نو د متن آخر کې يې تکرار ته اړتيا نشته؛ د متن لنډيز او نتيجه يوه خبره ده.
د درسي متنونو د انکشاف توګه ټول کتاب کې يو ډول ده. په پوښتنه پوښتنه وړاندې ځي. ښه طريقه ده مګر يوېستوې ده. تنوع په کې نشته.  
که د دې يوه متن باره کې مې عرايض پر ځای وي، نو وګڼئ چې د دې درسي کتاب ټول متنونه دغه وړ ستونزې لري. هيله ده چې د پوهنې واکمنان د دغه وړ درسي کتابونو د تصحيح په برخه کې جدي اقدام وکړي او نژدې راتلونکي کې زده کوونکيو ته له هره حيثه کره درسي کتابونه وړاندې کړي.

- بېرته شاته