(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کوه طور سیل

د (کوه طور)د نوم سره د نړۍ د هر مذهب خلک اشنا دي او دا هغه غر دی چرته چې موسي علیه االسلام د خداي پاک سره خبرې کړې وې-د مصر د سینا په صحرا کې مو اوږد سفر وکړ چرته چې کوم شین بوټی مې تر سترګو نه شو-او سینټ کیتهرین درې ته ورسیدم-په دې اوږد مزل کې ماته داسې محسوسه شوه چې لکه زه یواځې کس یم چې دلته راغلی یم او نور هیڅوک نشته-د سینټ کیتهرین درې د پیل کیدو سره د تورو او سرو غرونو یوه لړۍ پیل شوه-دغلته خپل مصري ملګري فاروق سره مې لیدنه وشوه او د رسیدو سره سم هغه زما له مزاجه خبر وه نو یو کوهي اړخ ته يې ګوته ونیوه او ماته اويئل چې دا د هارون علیه السلام کوهی دی او بل اړخ ته يې غره کې راته په اشاره د هارون علیه السلام قبر وښودو په کوم چې یوه کوټه جوړه وه-زه نن بیخي هک پک وم چې د کوم پیغمبر په هکله چې ما قران پاک کې لوستي وه نن يې بیخي کلي ته رارسیدلی یم-ددې غرونو شاته مشهور تاریخي غر (کوه طور)(ماونټ سیناي)یا(ماونټ موسز)پروت دی-سفر ستړی کړی وم نو ویده شوم او سبا سحر وختي مې له فاروقه غوښتنه وکړه چې زه (کوه طور)ته نن ارومرو تګ غواړم-فاروق راته اويئل چې زه خو څو کرته دغه غره ته ختلی یم بیا مې تګ ته اراده نشته البته په لار به درته زرګونه خلک نور هم ښکاره شي چې سیلګري به وي او دغه غره ته به خیژي او زه د پښو ناروغي هم لرم نو ته به یواځې لاړ شې-وړومبی خو لږ قار راغی خو بیا پوهه شوم چې په دې لاره کې کومه ستونزه نشته ځکه فاروق هم ماته یواځې د تګ وايي-او ماته يې تګلاره په نخښه کړه-او څو احتیاطي خبرې يې راته وکړې-زه وړمبي پړاو سینټ کیتهرین بازار ته ورغلم او ځان ته مې عربي لباس او د سر د پاره د تود نمره د ساتنې سپین او سور رومیال واخستو -لکه د نړۍ د نورو مسلمانانو دغلته هم په دغه وړوکي بازار کې د لوټ کولو دنده وه او د یوې روپۍ څیز به په سیلګرو په شل خرسولی کیدو-سینټ کیتهرین ته دا نوم په دې وايي چې د اسلامه اګاهو دغلته یوه فرانسوي یهودڼه ښځه سینټ کیتهرین زرګونه میلونه لار وهلې وه او رارسیدلې وه او دې سیمه کې يې د یوې (مونیسټري)وړمبۍ تیګه ایښې وه -مونسټري د یهودانو او عیسایانو ښوونځاي وي چرته چې مذهبي زدکړې کولی شي او (پادریان)او (نن)پکې تربیه کولی شي-ددې ځاي ځانګړتیا داده چې دلته (برننګ بوش)هغه ونه شتون لري چې د یوه جمات خواته ولاړه ده او ښاخونه يې له غنو ډک ول-او حضرت موسي علیه السلام ددې ونې په خوا کې رڼا لیدلې وه او هم دلته ورته د پیغمبرۍ زیری شوی وو-زه ددغې ونې نه چاپیره تاو شوم خو نزدې ورسره ګڼې غنې وې نو لاندې ورتګ نه کیده-یو ساعت دغلته وم او بیا له دغه ځایه جوپې جوپې خلک کوه طور ته تلل او هلته ولاړو بدوانو به اوښان په کرایه ورکول -ما پوښتنه وکړه چې له دې ځایه کوه طور ته څومره واټن دی نو هیچا د کوه طور نوم نه پيژندو ځکه هلته ګڼ شمیر یهودیان ول-نو بیا راته یو کس اویل چې ماونټ موسز ته تګ غواړې نو دوه ساعته پیدل لار ده او که په اوخ لاړ شې نو یو نیم ساعت کې به ورسیږې-دغلته ټول مالدار خلک ول او بدوانو به ترې سل ډالره د یوه اوخ اخستل او ما فکر وکړ چې د غره سړی يې نو غرونو کې مزل درته کوم ګران نه دی او پیا پیاده روان شوم-سخته ګرمي وه زما سره د اوبو بوتل کې اوبه هم خلاسې شوې او چاپیره تر لرې لرې کوم سیوری هم نه وو نو بیا ډیر خفه وم چې په اوخ راغلی وی ښه به وه دواړه پښې مې بوټانو کې دننه ستړې شوې او وچ کلک غر او سور نمر د پریوتو کړم-خو چې د کوه طور سر راته ښکاره شو نو بیا مې زړه ستر کړ او ګړندی شوم-د ډیر زیاره وروستو کوه طور ته وختلم-ما ولیدل چې دغلته یو مسلمان هم نه وو ټول یهودیان وو او خپلو عبادتونو کې بوخت وو-د کوه طور په سر یو چرچ وو او بل هغه تاریخي جمات وو چې په غولي کې يې هغه تاریخي غار وو په کوم کې چې موسي علیه السلام څلویښت ورځې چله کړې وه او دغلته يې هم دغه غار کې وخت تیر کړی وو--زه دغه غار کې کیناستم د سفر ستړیا هم هم اویستله او یوه چوپتیا مې محسوسه کړه چې دغلته سلګونه خلک وو خو هیچا هم خبرې نه کولې -او هغه غار کې مې دننه ځان یو خوشبخته انسان وګڼو چې په کومو ځایونو موسي علیه السلام ګرځیدلی وو شپې يې پکې تیرې کړې وې عبادتونه يې کړي وو نن په هغه ځاي کې زه ناست وم-او د کلي د مولانا استاد صیب هغه اوږدې کیسې به مې مخې مخې ته کیدې او د قران پاک ایتونه به مې لوستل په کومو کې چې د موسي علیه السلام یادونه شوې -مازیګر شو او ټولو خلکو نمرخاته اړخ ته مخونه کړل ما هم دغسې وکړل او بیا دغه جمات کې مې مازیګر مونځ وکړو او راستون شوم-د راتګ په وخت بیا هم د نړۍ ترټولو زوړ چرچ کتلو ته بیا ورغلم او ماسخوتن هم د فاروق خواته مې د پښو تڼاکې ماتې کړې

- بېرته شاته