(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلواکي انټرنټي رسنۍ اصلاحاتو ته اړتيا لري

عبدالله احسان - هالنډ
لومړنۍ خپلواکه پښتو ويبپاڼه په ۱۹۹۸کال کي رامنځته سوې ده ، هيواد ډاټ کام نوميږي چي په دې وروستيو کي له نظره غورځېدلې خو اوس هم فعاليت کوي ، تر هغه وروسته په پرله پسې توګه په انټرنټ کي پښتو ويبپاڼي رامنځته سوې چي اوس ښايي د پښتو ويبپاڼو او بلاګانونو شمېر تر پنځو سوو هم زيات وي خو د ګوتو په شمېر پښتو ويبپاڼي د ګوتو په شمېر يو څو ځوانانو په لګښت ، هاند او هڅو د کلونو راهيسي د خلکو په منځ کي شهرت لري او هره ورځ په پراخ شمېر لوستونکي او کتونکي لري.
موږ د افغانستان لپاره د ويبپاڼو چلوونکي په ځانګړې توګه د پښتو ويبپاڼو مسولين په پرله پسې توګه د خپلو لوستونکو ددې نيوکو سره مخامخ يو چي وايي ټوله ويبپاڼي د ليکنو له مخي يو بل ته ورته دي ، فقط د ويبپاڼي نوم او رنګ فرق لري د ويبپاڼي محتوا خصوصآ د ليکنو برخي ته په کتلو سره فکر کېږي چي دغه حالت نور د لوستونکو د پاره سرساموونکئ دی .
نه يوازي دا چي پر ځای نيوکه ده بلکي زما په نظر دغه حالت د پښتو ويبپاڼو ارزښت ته هم زيان رسولی دی خصوصآ هغه په خپلواکه توګه د خپل ولس او هيواد خدمت او د علمي ، فرهنګي او معلوماتي چارو د پرمختګ د پاره په وړيا توګه کار کوي .
موږ د وتليو او معتبره افغاني ويبپاڼو مسولينو په پرله پسې توګه په دې اړه فکر وکړ او د ستونزو د حل پر بېلابېلو لارو وږغېدو . موږ په لومړي ځل په مستعارو نومونو د هغو ليکنو مخه ونيوله چي زموږ د څېړنو له مخي ۹۰سلينه يې د شخصي ګټو يا بېلابېلو استخباراتي پلانونو پر اساس ليکل کېږي ، د اشخاصو د بلاک مايل کېدو ، شخصيتونو د ترور او يا دې ورته موخو پر اساس د انټرنټي سايټونو د امکاناتو څخه په سوءِ استفاده خپرېدلې.
د لراوبر ويبپاڼي د پاليسۍ له مخي د اړتيا پر مهال اوس هم ځينو موضوعاتو ته د خپراوي چانس ورکول کېږي خو په دې شرط چي ليکوال يې موږ ته ځان راوپېژني ، د مستعار نامه اړتيا روښانه کړي او موضوع د افغانستان او افغانانو په ګټه وي ، نه د يوه شخص ، ډلي يا ګروپ په ګټه يا پر خلاف .

 موږ ځکه غواړو چي دمستعار نوم کاروونکی همکار وپېژنو چي د اړتيا پر مهال دموضوع په اړه نور جزيات ، اسناد او شواهد ترې وغوښتلای سو او دداسي ليکوال هويت ساتل به زموږ له لومړيتوبونو څخه وي .
دغه چاره مو عملي کړه ، ستونزمنه وه خو ډېره ښه نتيجه يې ورکړه ، زموږ کتنپلاوي او تخنيکي همکارانو ته دداسي لسکونو د کتلو پر ځای اوس په هغومره وخت کي د مهمو موضوعګانو د څېړلو او بېلابېلو نورو اړينو چارو د پاره وخت و سپمېدئ، چي دې چاري هم مهاله زموږ د ويبپاڼي د لوستونکو شمېر نور هم ورځ په ورځ زيات کړ .
د يادو اصلاحاتو په لړ کي نن دادی خپل دوهم پلان هم اعلانوو :
موږ د خپلو قلمي همکارانو څخه په ډېر درناوي هيله کوو چي يوه موضوع ، ليکنه يا سياسي تحليل او تبصره د يوې رسنۍ لپاره وکړي او يوې رسنۍ ته يې وليږي ، ليکوال د رسنيو تر منځ په انتخاب کي په تمامه معنا ازادي لري چي هري يوې رسنۍ ته يې خوښه وي ، هلته دي خپله ليکنه وليږي . نوري رسنۍ به د موضوع ارزښت ، د ليکني کيفيت او د ليکوال شهرت ته په کتلو سره د لومړنۍ رسنۍ څخه د ليکني اخستلو او په خپله ويبپاڼه کي د خپرولو پريکړه کوي خو په دې شرط چي د لومړنۍ رسنۍ نوم به ورسره ليکي چي دا په ټوله نړۍ کي د رسنيو يو منل سوئ اصل هم دی .
هغه محترم ليکوال چي تر دې وروسته هم د خپلي ليکني لپاره يوه ويبپاڼه ونه ټاکي او پر يوه ځای يې ډېرو ويبپاڼو ته وليږي ، له موږ څخه دي د خپلي ليکني د خپراوي هيله نکوي ، ځکه د انټرنټي رسنيو توپير له نورو ټولو رسنيو څخه دادی چي په انټرنټ کي يوه ليکنه تر هره وخته پوري پاته کيدای سي او په يوه لويه يا وړه ويبپاڼه کي خپره سوې ليکنه د ګوګل غوندي لټون سيسټمونو په مټ په اساني سره د نړۍ په هر ګوټ کي هر وخت پيدا کيدای سي چي په دې توګه په بېلابېلو ويبپاڼو کي د يوې موضوع خپرول بېله دې چي د ويبپاڼي د چلوونکو او لوستونکو وخت ونيسي نوره ګټه نلري .
ځينو کسان ښايي په دې نظر اوسي چي هره پښتو ويبپاڼه ځانګړي لوستونکي لري ، خو زموږ د پلټنو پر اساس موږ ډېر لږ داسي کسان په نښه کړل چي هره ورځ يوازي د يوې پښتو ويبپاڼي په کتلو بسنه وکړي . اکثريت لوستونکي انټرنټ ته د لاس رسي پر وخت لږ تر لږه درې څلور او په اوسط ډول پنځه بېلابېلي ويبپاڼي تر نظر تېروي ، په دې توګه هيڅ اړتيا نه ليدله کيږی چي يوه ليکنه دي په دې درو ، څلورو يا پنځو پښتو ويبپاڼو کي خپره سي .
زموږ د پلټنو پر اساس هغه ليکني تر نورو ډېري لوستل سوي ، ډاونلوډ او پرنټ سويدي چي په نورو ويبپاڼو کي نه وي خپرې سوي ، برعکس هغه ليکني چي لوستونکي يې د هري ويبپاڼي په پرانستلو سرليک ويني په هره ويبپاڼه کي تر ټولو لږ پرانستل سوي اولوستل سوي دي ، له دې امله موږ پر خپلو ټولو محترمو ليکوالو ږغ کوو چي تر دې وروسته د خپلي هري يوې ليکني لپاره د ټولو يا څو ويبپاڼو پر ځای يوه ويبپاڼه وټاکي ، هغه ليکوال چي د ښه نيت له امله د دوو درو ويبپاڼو سره همکاري کول غواړي کولای سي چي د اړوند ويبپاڼي د پاليسۍ او تګلاري په پام کي نيولو سره خپله هره ليکنه يوې بلي ويبپاڼي ته وليږي ، په دې توګه موږ نه يوازي له دغسي ليکوالو څخه خوا نه بدوو ، بلکي ترې خوشاله به يو چي د پښتو ژبي ، پښتو ليکوالۍ او پښتو ويبپاڼو د کيفيت په لوړولو کي يې هڅه کړې ده نه يوازي د خپل شهرت لپاره
دغه تګلاره به په لومړيو اوونيو کي ازمايښتي بڼه ولري خو، باور لرم که زموږ درانه قلمي همکاران په دې برخه کي همکاري وکړي دا به د افغانستان او افغانانو په ګټه او د پښتو رسنيو د پرمختګ په لاره کي ډېر اغېزناک ثابت سي .
زه د هغو ويبپاڼو له چلوونکو مننه کوم چي د ويبپاڼو ترمنځ د همږغۍ او اصلاحاتو په لړ کي يې دلومړني او دوهم ګام په پورته کولو کي د همږغۍ ځيګر وټکاوه او عملي ملاتړ يې وکړ .
په افغانستان کي د خپلواکو رسنيو د لا اغېزمنتوب او پرمختګ په هيله
په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي چلوونکئ
عبدالله احسان

Abdullah Ehsan

Larawbar.com

- بېرته شاته