(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کی تعويذ ونه او کوډی

په افغانستان کی تر ډاکتری تعويذ ونه او کوډی ښه چليږي

لیک : احمدالله رحمانی

په ننی افغانستان کی د تعويذ ليکنی څخه لويه تجارتی څانګه جوړه شويده . په کابل او ولاياتو کی هغه کسان چه د ورځنی له مشکلاتو سره لاس په کريوان دی او له نورو خواوو نه يی اوميد پری شوی وی نو بيا پر تعويذ ګرو مخ ونيسی . تعويذونه دژوند د مشکلاتو له ليری کولو ، د ناروغیو د درملنی لپاره ، په عشق کی د ناکامی په وخت کی اويا د معشوق د توجه لپاره ليکل کيږی . تعويذ ليکنی ته هغه کسان ور ځی چه په ژوند کی د تعليم نه بي برخی پا ته شوی وی او بی سواده وی . په پخواوختو کی به تعويذ ليکونکی يا په خپلو کورو کی ناست وه او يا چه په يی دکان درلود نو به په خپل دکان کی ناست وو او ددکان هنداره لرونکی دروازی به پسی بندی وی . ددکان دباندی به هغه کسان چه تعويذ ليکنی ته نه تله ، نه پو هيدل چه ددکان د هندارو شاته څه کارونه کیږی . ولی نن ورځ تعويذ ليکونکی پر خپلو دکانونو ستری لوحی بندی کړی دی او د خپل مهارت په باب علنی اعلانونه کوی .

د مثال په توګه د کابل په هغه بازارونو او کوڅو کی چه د تعويذ ليکونکو دکانونه پکښی وی داسی لوحی ليدل کيږی :

د ملا تسبیح تعويذ ليکنه

د پیريانانو ليری کول ، د ناروغانو درملنه ، سحر او جادو باطلول ، د محبت او عاشقی کار سمول.

په دغو ځايو کښی د مراجعيونو زياتی ګڼی ګوڼی ليدل کيږی . و هر تعويذ ليکونکی ته ډیر مشتريان په لين کی ناست وی او انتظا ر باسی چه نوبت ورته ورسيږی . تعويذ ليکونکی وايی چه موږ تعويذونه د قرآن عظم الشان او حد يث له رويه ليکو . دا يو ټګماری او ياخطا ايستل ندی بلکه يو علم دی چه هر څو ک يی نشی کولای . د تعويذ ليکونکو مشتريا ن اکثراً ښځی دی چه د ميړه په کور کی مشکلات لری او يا هغه ځوان هلکان يا نجونی دی چه محبت کول غواړی او يايی محبت کړی وی او په هغه کي خنډونه ور ته پيښ وی .

هغه کسان چه تعويذونو ته عقيده لری وايی چه تعويذونو ډ يری ګټی ورته رسولی دی او زيات مشکلات يی ور اسانه کی دی . يوه ښځه وايی چه دخواښی نه زيات په تکليف وم ، ډیر بد به يی را ته ويل او چه و به يی کولای سوای حتی وهل به يی را کول . زه ډیره په تنګ شوم او بله چاره می ونه ليده غير له تعويذ نه . د هغی ورځی نه چه تعويذ می کورته وړيدی دی ، خواښی می راسره ښه شويده او دومره زيات بد ويل نه راته کوی لکه د پخوا په شان .

بله ښځه وايی چه زه د ميړه نه زیات په تکلیف يم . هرو ورځ ښکنځل او پد ويل راته کوی . داسی ورځ نه راځی چه ماته دی زما خاوند بد ويل ونه کړی . او دا ټوله پی له کومی وجی . نه زه کوم بدکار کوم او نه می دده په خدمت غفلت کړيدی . زما ژوند ډ یر په تنګ دی ، نو ځکه اوس غواړم چه تعويذ ليکونکۍ ماته داسی تعويذ راکړی چه زما دخاوند خوله پر ما بنده شی .

نور کسان بيا چه په دغه پازار کی تګ او راتګ کوی وايی چه دا کار فقط د ناپوه خلکو له جيبو نه پیسی ايستل دی . دغه خلک چه تعويذونه غواړی هر یو په خپلو کور کی قرآن عظيم الشان په پوره ډول لری . تعويذ ليکونکی چه تعويذ له همدی مقدس کتاب نه ليکی نو ولی دا خلک په هغه قرآن غظيم الشان باور نه کوی او ددی تعويذ ليکونکی په يوه ټوته کاغذ عقيده لری .

د دين علم پوهان او عالمان وايی چه هر هغه کاراو عمل چه د خلکو په مابين کی تفرقه ، نفرت او کينه دلی پيدا کوی ، هغه حرام دی که څه هم تعويذ وی . خو هغه کسان چه و تعويذ ته عقيده لری وايی چه دا کسان وهابيان دی او پر اصلی دين عقيده نلری .

په دی ځای کی يو د پښتو متل را په زړه شو چه وايی : » کلي پر ليونی خاندی او ليونۍ پر کلی «

احمدالله رحمانی - المان 25.09.2012 

- بېرته شاته