(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له افغان تر پټانه

 

 له افغان تر پټانه۔۔۔۔ او د کې پي کې استعماري تورۍ  

ليک: عبدا لحئ ارين

په نړۍ کې هر قام خپل تاريخ، روايات، ثقافت اور تهزيب وتمدن تر نورو قامو لرغونئي، پياوړیاوسيال ګڼي۔ له دې کبله فاتح قامونه د مفتوح قامونو داعتماد ماتولو، هغه په ذهني توګه مفلوج ول، اوپه سياسي توګه ګمراه او بانج کولو لپاره ،د هغه قام هر ثه له منځ وړلو لپاره استعماري قوتونو د هغه قام په ثقافت او تاريخ باندي يرغل کړي دي۔  

که چيري موږ د پښتانه قام په تاريخ، جغرافيه، ژبه باندي پام وکړو، نو به دا خبره راته سرګنده سي ،چي لدې قام سره هم په سوونو کالو  ظلم او بربريت په يو نه بل رنګ کے نغشتئ راروان دي۔ که چيري موږ دا خبره وسپړو چي د پشتون قام پُر تاريخ او ثقافت له عرب راونسې بيا تر مغُل، انګريز او موجوده ايراني،عربي او پنجابي استعمار د لاسه ، نن هم په پښتون وطن کې سياسي او کلتوري يرغل روان دي۔

 عرب (تازي)  چي سه وخت دې خطې ته راغلو نو له نورو قامو سره سره د پښتون افغان ثقافت او تاريخ ئےغير شرعي او غير اسلامي وبللو۔ او بيا د پښتانه ثقافت تباه کولو ته ئې ملا و تړله۔ او دا وو سي عربو  خپل عربي کلتور د مذهيب په کاليو کے په موږ وتپي۔ ولور سي نن يو زموږ په ټولنه کې يو ناسور ګرځيدلي دي دا په اصل کي عربو دلته راوړي۔ عربي کالي او حُليه ته ې د اسلامي لباس نوم ورکي او دلته په موږ کې رائج کو۔ د حضرت عمر (رض) امپراتوري سي سه وخت تر خراسان را وغزيده او په اول ځل عربي فوځونه خراسان ته راغلو نو په بلخ کي ې تاريخي ظلمونه وکو، د بلخ پشتانه سي د زيړ اوښ (زرتشت نبي چي په خټه پشتون وو)د مزهب پيروکاران وو، په دي مزهب عربو ثټ بنديز ولګولو۔ حالنکې په اسلام کې هر مذهب ته او د اغه پيروکارانو ته مکمل مزهبي ازادي ښته دي۔ او دا وو سي عربي فوج د هغو وهاري (عبادت خانه) وړنګولې، مذبي کتابونه وروسيزل، په زرګونه پشتانه ځوانان، شځې، سړي ئې مړه کؤ۔ دا وؤ سي د بلخ په زرګونو پشتنو لدې ځې والشتل۔ هم داسي ظلم په پشتونخوا سوات او نور وطن کے اباد پشتنو باندي هم دغه فوځ داسي ظلمونه واکؤ۔ پشتو ږبه ئې دا دوزخ ږبه واګرځواله او په پشتو رسم خط باندي بنديځ ولګوو۔ د پښتو ږبې هغه علما چي د يرغلګرو دغه حکمونه ئې نا منو، او د پشتو ږبې چوپړ جاري واستو، دا هغوعلما ګوتي عربو ورپري کي۔ او داسي دا پشتو رسم لخط ئے له ميانځ يوړو او عربي رسم خط ئې دلته رائج کوو۔ او داسي پشتانه علمي او فکري توګه بانج واساتل۔

دغه ظلم هلاکو خان او چنګيز خان او د هغو وحشي فوځ په اغوانستان کي واکوو، د پښتنو له نسل کشي سره سره اغو په زرګونوو تاريخي کتابونه وسيزل او لائبريريانې تباه کړې۔

ورسته مغول امپرلسټو په دي وطن کې دا بربادي او تباهي کار په خپل دوره کي پيل کوو۔ مغولو چي چيري مذهب دا پشتنو په زد استعمال کو هم داسي هغو دا ادب په ډګر کې هم د پشتونو د تاريخ په تباهي کي لووي کردار لوبولي دي۔ مغلو په خپل تالئي سټو لکوالانو دا پشتنو خلاف داسي کتابونه واليکو چي  هغوپه دې د پښتنو نسل ګمراه کولو او دا هغو د يووالي د کمزور ګرزولو د پاره  پشتان قام  له  اسرائيلي نسل سرا منسوب کوو۔ پښتانه يئ په زئي خيلي کي وويشل۔ او بعض پشتني قبيلې ئې د عربو نسل و ګرزولې۔ او داسي مغلو د پښتنو د نسل په زد ګمراه کن تاريخي نظريه "پشتانه د اسريلو نسل" دي منځ ته راوړه۔ خو بيا په نونسم پيړي کې د پښتو ږبې عاليمانو لکه استاد عبدا لحي حبيبي صاحب، شکور رشاد صاحب او داسي نورو علمانو دا اسرايلو دا نظريه پا سائنسي، علمي، تاريخي او کلتوري بنيادو ردا که او په خپل سيړنو او تاريخي حوالو بيرته دا ثابته که سي پښتانه له اريائي نسله دي۔ مغلو د پشتنو په زد سي سومره جنګونو کړي دي هم دومره کلتوري، سياسي او مذهبي  دښمني کي هم پشتنو تا مات ورکولو هسې واکې لکه دا پير روشان سي يو پوه پښتون سياسي مبارز وو، او اغه د مغل دا استعماريت په زد سي سا واخت راپورته سو نو مغلو که له يواخوا له اغا سره دو توري جنګ راوان کړي وو نو بلې خوا تې د اخواند درويزه غوندي پشتون دشمن کس هم وا موندي۔ چي اغه دا بايزد روشان او د پشتنو په زد د مغلو په خُله کار پيل کوو۔ او د مغل په خذمت کې خپل قام او تاريخ وښکنځو۔

 که يوه خوا ته د پشتانه ثقافت او تاريخ په خوندي ساتلو کي انګريز ډير کار کړي دئي۔ انګريز دا ټول پشتانه وطن په کلتور، قبيلو او رسم و رواج باندي بيشمار کتابونه لکلي دي سي نن هم موږ له هغو کتابو کار اخلو، خو بله خواته انګريز بيا د پشتانه له وطن او جغرافيه سرا هغه ظلم هم کړي دي سي د هغه اثرات نن هم زموږ په وطن کي ښتا۔ انګريز پشتون وطن له امو را واخلې بيا تر اباسينه، د پښتانه مسکن دا قبضه کولو دپاره زموږ وطن نا يوازي په بيله بيلو برخو کي واويشلئي بلکه دهغو تاريخي نمان هم له ميانځه يوړؤ او په استعماري نمونو و نړي ته و پژندولو۔ لکه سي سه سيمې انګريز قبضه کې او بيا هغو ته سرحد،فاټا، او نيمو پشتني علاقو ته د برټش بلوچستان استعماري نومونه ورکو او سه نورې وړې سيمو نمونه هم د خپلو افسرانو په نمو کوو لکه ايبټ اباد، فورټ سنډيمن۔ پکار خو دا وؤ چي کله انګريز دا نورو قامو مځکې ونيولې نود هغو تاريخي نمونه نه کو بدل صرف دا برټش توري ورسري ونيشلوي۔ لکه برټش برما، برټش انډيا او داسي نور زايونه۔ خو له بدا مرغه زموږ  د وطن سرا د برټش افغانيه، برټش پشتونخوا پر زئي ده استعماري نمونه وارکو۔ او د رنګه پښتانه له يو بل زه په جغرافيائي توګه بيل کولو سرا سرا، سياسي، کلتوري، معاشي، معاشرتي او نفسياتي طور هم لرې وساتو۔ او د پښتنو يوالي ور مات کوو۔ او هم داسي د پاکستان له جوړيدو پس هم د استعماري ويش تر نن ورځې پورې ساتل سوئي دي۔ بلکه نن خو يوا خوا د لته دښتون وطن مزيد ويش کولو سازشونه روان دي۔ او له دې سره سره په بلوچستان کي ويشل سوئي زياتره پشتني قبائل لخپلو پښتنو زا دا لرې ساتلو لا کبله ډيرې قبيلې لکه رئيساني، بنګلزئي، سيلاچي،زيرکزې (زيري) و ځان ته پښتانه نه وائي او بلوچي ږبه وائي، سوئي يا سبي چي د بلوچستان د پشتنو د براويانود وطن سرا اخري پوله ده، او د دې زائي زياتره  پښتاني قبائل لکه خجک (کوژک)، پني، خوږياڼي، باروزئي او سه لوڼي و زرکون قبائل که سه هم ځان ته پشتانه وائي خو پشتو نسي وائيلائي، او په سندهي ږبه خبرې کوئي۔   هم دا رنګه په صوبه پنجاب کې مقبوضه علاقے لکه اټک او ميانوالي پښتون افغان قبائل هم له پښتو ږبې او کلتور ځه لاس پرينځلي دي، او د دې سيمي دا پښتانه سرائيکي ږبه وائي او د پښتنو له خوئي خصلت او زيست دير لاري تللې دي۔۔۔۔۔

د پشتنو د يو والي او په چلورو برخوکې د ويش خلاف پشتون قام او دهغو سپيسلو مشرانو ډيره اږده مبارذه واکه، جيلونه ووړو، خپل خوږ ژوند دا قام دا يوالي دپاره وارکو، خوبيا هم" دير ايد ،درست ايد"،  د مشرانو د ډيرو لوئيو اږدو مبارزو پائ دا راووتو سي د پاکستان حکمرانانو په مات زړه د پشتون وطن يو سو ضلو ته د خيبر پښتونخوا نوم ورکوو۔  خو له بدمرغه نن هم استعماري سوچ لرونکو خلګ او د پاکستان د پرنټ او اليکټرونک ميډيا دا نوم نادي خواښ،  او دا خلګ د خيبر پښتونخوا پي زئي "کے پي کے" توري پکاروي۔ دا استعماري نوم د ملک واقدارانو په ډير مهارت سرا مينځ ته راوړوو، سي هغه به له واخت سرا يو وار بيا خيبر پښتونخوا نوم له منځ يووسي۔

 او بيا به يواربيا د"کې پي کې"  دا استعماري نوم لا ځانه د لرې کولو دپاره پشتانه ښپيته کالا مبارزه کوئي۔ بلکه وس خو په بے علمي کې سه پشتانه هم د خيبر پښتونخوا په ځائي "کے پي کے" وائي۔

داسي دا پاکستان ميډيا او سياسي خلګ اوس د پاکستان پشتنوو ته د افغان او يا دا پښتانه په زئي پټان وائي۔ حالانکه د پټان توري دا پشتانه د وطن او تاريخ برخه سټ نه دئ ۔  دا توري خو په هند کې د پټنا په علاقه کي ميشته پښتنو ته هندي خلګو پکار وئي او دهغو هندي خلګو و دغو پښتنو ته پټانان ويل،ياني دا پټنا واله۔۔۔۔۔ خو له بده مرغه دا توري اوس دا استعماري مقاصدو تر لاس کولو دپارا او د پښتانه له افغان او پشتونه ځه تړون ختمولو د پارا استعمارګران  په کار وي او پښتون په دي نامه لولي۔ او اورسره ورسره دا پاکستان ميډيا، ټيلي ويژن، ډرامه، سټيج شوز او داسي نورو پروګرامو کي پټان د ټوکو،مسخرو او پسخن يو ايټم ګرزيدلئي دي۔

 او نو بس د کار  په پښتنو پورې اړه لري چي دوئي و ځان ته د پښتون افغان نوم خوشه وئي او که د پټان۔

 

- بېرته شاته