(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادب کښې نعت

ورځپاڼه وحدت
نعت دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم دشخصيت، کردار جدوجهد او نورو اوصافو ستائنې ته وئيلے شى داستائنه هم داسې پکار ده چې دحضور صلى الله عليه وسلم دشان مطابق وى داپه نثر کښې هم کيدے شى او په نظم کښې هم خو په ادب کښې عموماً دنعت دپاره منظومه پيرايه خوښه کړے شوې ده دغه وجه ده چې ددنيا په هر ادب کښې نعتونه په نظم کښې وئيلے شوى دى. البته داخبره واضحه ده چې نعت دپاره د نظم دکوم خاص صنف تعين نۀ دے شوے داپه هر منظوم صنف کښې وئيلے کيدے شى ځکه چې دنعت فنى جوړښت دصنف په هيئت نۀ دے بلکې په معنويت دے هر هغه منظوم ليک چې دحضور صلى الله عليه وسلم دصفاتو ستائنه پکښې شوى وى هغه نعت دے
ددنيا په ادبياتو کښې دنعت ليکلو ابتدا دحضور صلى الله عليه وسلم په ژوند شوې ده دهغوى په ژوند چې کوم نعتونه ليکلے شوى دى هغه دقصائدو رنګ لرى په عربى ادب کښې دحسان بن ثابت شاعرى دنعتونو دپاره مشهوره وه . دحضور صلى الله عليه وسلم دوصال نه پس هم تر دې دمه دنعت ليکلو لړۍ روانه ده چې په نتيجه کښې ئې په پښتو ادب کښې هم دنعت يوه غټه ذخيره تخليق شوه
دپښتنو په حقله وئيلے شى چې دوى من حيث القوم اسلام قبول کړے دے تاريخ نه ثابته ده چې پښتانۀ تل داسلام سره محبت کوونکى پاتې شوى دى او دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم سره دعقيدت جذبه ئې لرلې ده. دغه وجه ده چې دنعت جذبه هم ددوى په وينه کښې شامله وه. ځکه ئې په خپل ادب او شاعرۍ کښې دشروع نه نعتونه هم ليکلى دى
پټه خزانه دپښتنو شاعرانو يوه زړه تذکره ده په دې کتاب کښې دوحدانيت په موضوع په دعائيه رنګ کښې ګڼ شمير نظمونو سره سره دنعتيه شعرونو نمونې هم شته خو دپښتو وړومبے باقاعده نعت ګو شاعر به خوشحال خان خټک ګڼلے شى چې دهغه په کلياتو کښې په فنى محاسنو پوره نعت ليکلے شوے دے دنعت ابتدا په دې شعر کيږى
دخدائې عرفان مې وشو په عرفان دمحمد
پاک دے محمد پاک دے سبحان دمحمد
هم دغه دور کښې صوفى شاعر عبدالرحمان بابا يو داوچتې پائې نعت ليکلے دے چې شروع ئې داسې کيږى
کۀ صورت دمحمد نۀ وے پيدا
پيدا کړې به خدائې نۀ وه دادنيا
دې نه پس دپښتو ادب دکلاسيکى دور دشاعرانو دايو روايت وګرځيدو چې دخپل ديوان په سر کښې به ئې يو حمد او يو نعت ضرور شاملولو دې لړ کښې کۀ مونږ دکاظم خان شيدا،معزالله خان مومند، خواجه محمد بنګش، شمس الدين کاکړ، پير محمد کاکړ، حافظ الپورى، على خان او کامګار خټک ديوانونه وګورو نو پکښې به راته ډير دقدر وړ نعتونه مخې ته راشى خصوصاً دکاظم خان شيدا په ديوان کښې دحمد، منقبت او مناجات نه علاوه دنعت چې کومې نمونې دى هغه دډير اوچت معيار دى او بيا دکلاسيکى شاعر على خان په ديوان کښې موجود نعت خو دفارسۍ او عربۍ دمشهورو نعت خوانانو جان محمد قدسى او احمد جام ددې نعتيه شعرونو ياد تازه کوى دجان محمد قدسى نعتيه شعر دے
مرحبا سيد مکى مدنى العربى
دل وجان بادفدايت چه عجب خوش لقبى
او داحمد جام رح نعتيه شعر دے.
ياصاحب الجمال وياسيد البشر
من وجهک المنير ولقد نور القمر
دپښتو دکلاسيکى شاعرانو نه پس چې داولسى او عوامى شاعرۍ کوم دور چليدلے دے په هغې کښې پښتو نعت ډيره ترقى کړې ده او ډير وسعت ئې موندلے دے نعت دګرانې نه اسانې او روانې ژبې ته راغلے دے او اولسى شاعرانو ورته په ايړ مخه کړې ده په دغو شاعرانو کښې عبدالله استاد دنوښاد او حاجى محمد امين صاحب داسې نعت خوانان دى چې خپل ټول ژوند او شاعرى ئې نعت ليکلو ته وقف کړى دى په سوؤنو نعتونه،ليکلى دى دعبدالله استاذ او حاجى محمد امين نه علاوه دې دور کښې چې نورو کومو اولسى شاعرانو نعت ته مخه کړې ده په هغې کښې عبدالواحد ټيکيدار او ميا محمد زمان استاذ دذکر وړى دى
کله چې په شلمه صدۍ کښې دپښتو جديد ادب سرښکاره کړو نو دنعت رجحان ترډيره حده کم شو خو ځنې مذهبى او علمى شاعرانو بيا هم نعتونه وليکل چې پکښې دوه نامې زياتې ښکاره دى دادوه نامې دامير حمزه شينوارى او سمندر خان سمندر صاحب دى دې نه علاوه ميا بشير کاکاخيل ، طاهر کلاچوى، اثارى ګل اثار، نياز لواڼى، وغيره نعتونه وليکل. ځنې دجديد فکر ليکونکيو کښې ميجر يونس خليل مرحوم، عبدالرحيم مجذوب، منتظر بيټنى، صاحبزاده حميدالله، نواز طائر، داور خان داود، افضل رضا، مجبور سورانى، عرفان خټک، وغيره هم حضور صلى الله عليه وسلم سره خپل عقيدت دنعت په رنګ کښې ښکاره کړو
حمزه بابا خپله وړومبۍ مجموعه (( دزړۀ اواز)) کښې ګڼ شمير نعتونه هم شامل کړل سمندر خان سمندر دحضور صلى الله عليه وسلم په صورت مبارک تر دې چې دهغوى دبدنى اندامونو مبارکوذکر په خپلو نعتونو کښې په داسې رنګ وکړو چې دپنجابۍ ژبې دمعروف نعت ګو پير مهرعليشاه ګولړوى صاحب ددې شعرونو ياد ئې تازه کړو چې : مکهـ چند بدر شعشانى اے
متے چمکے لاټ نورانى اے
کالى زلف تے اکهـ مستانى اے
مخمور اکهين هن مد تهريان
غرض دا چې په پښتو ادب کښې دنعت هررنګ او هر انداز موجود دے او په ډير ښه طريقه پښتون شاعرانو په دې ميدان کښې دخپل فن او عقيدت مظاهره کړې ده

- بېرته شاته