(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه دعلم اوفن په ډګر کې ترهیچا شاته نه دي

د پښتني سيمي ځوانانو کې د صلاحيتونو کمی نشته که هغه د آی ټي ميدان دې که انجينيرینګ او که  ډاکتري ده،خپل نوم يې په کې ګټلی دی.په داسي ځوانانو کې يو عبدالغفار اپريدی  هم دی چې د هنر مندې کار سره تړلې دی.د نړيوال بينک له اړخه د جنوبي ايشيا د هنر مندانو په مقابله کې له پاکستانه پنځه هنرمندان منتخب کړل  شوي دي.په دوی کې يو عبدالغفار هم دی.
۲۹کلن عبدالغفار اپريدی چې د خيبر ايجنسۍ باړې تحصيل سره تعلق لري وايي، چې له  لاهور نيشنل ارټ کالجه يې د هنر مندې زده کړي ترلاسه کړي دي او اوس د مجسمه سازۍ سره سره انځور ګري کوي.
مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې د نړيوال بينک سيالي لپاره د جنوبي ايشيا اته ملکونو نه پنځويشت هنر مندان منتخب شوي دي
هغه د خپل غوره کړل شوي هنري کار په باب وویل.
(
زما کار په بنيادي توګه د جنګي هنر (وار ارټ) په اړه دی چې په هغه کې په لا علمی کار شوی وو.نو ما په کې اور ښودلی دی چې څنګه دا هر خوا ته خپور شي،چې له وجې يې مرګونه رامنځ ته کېږي، نو د دې د مخنیوي لپاره موږ له هلې ځلې کول  پکار دي .که موږ دا سوچ کوو چې موږ محفوظ يو او دا خلک په کې سوځيږي او زموږ ورسره څه کار نشته، نو که سباله دا اور زيات شي نو موږ به هم د دې اور حصه شو)
عبدالغفار اپريدی زياتوي چې دوي نه صرف په دي مقابله کې په منتحب کېدو خوشاله دي بلکه دوي مخکې هم په ملکې کچ داسي مقابلې هم ګټلې دي.
(
د ځوان هنر نندارتون لخوا مې هم ايوارډ ترلاسه کړی دی چې هر کال په پاکستان کې کېږې. او بيا په ۲۰۰۹م کال کې  قامي ځوان ايوارډ کې هم له ټول پاکستانه زه غوره کړل شوم.)
د هنري زده کړو کالج د هنر کدې مشر او فنکار جمال شاه وايي چې د پښتني سيمې ځوانان په هنري برخه کې زښت ډېر صلاحيتونه لري، خو د دې  لپاره د سر پرستۍ ضرورت دی.
(
صلاحيتونه خو په پښنتې سيمه کې بې حده زيات دي،د هنر په هره شعبه کې صلاحيتونه لري.خو بايد چې حکومتونه  د دې لپاره یو څه کار وکړي.چې دا هنرونه خلک زده کړي او د دې تشهير یې هر ځای وکړل شي)
نوموړی زياتوي چې په دي سلسله کې که له حکومتي اړخه مرسته وشي نو په پښتنو کې به ډېر ښه هنر مندان وغوړېږي    مشال راډيو  رابعه اکرم

- بېرته شاته