(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمنیان دبرلین دېوال نړول لمانځي خوموږ؟

۰۳ـ۱۰ـ۲۰۱۲       نن داکتوبردرېمه نېټه دآلمان  په مرکزي  اولویوښارونوکې سیاسي محافل دختیځ اولوېدیځ آلمان د بیا یووالي  او بشپړتیاپه لمانځنه بوخت دي موږ هم ورته  دزړه له تله ددې مهمې تاریخي ورځې مباره کي وایو.

دلته نن رخصتي ده په سړکونوترافیک کم  اودخلګوګڼه ګوڼه نشته کلي اوبانډې ارامي خوزماپه شان  ګڼ شمېر افغانان دخپل ګران هېواددخاورې تمامیت  ته اندېښمن  اوله دې پوښتنې سره مخ  دي، چې ولې په نړۍ کې لا تر اوسه یو بام اودوه هواوې چلیږي؟

عجیبه ده، چې دلته په اروپا کې دیوې ژبې، یوفرهنګ اویوې وینې لرونکی بېل شوی جرمن سره یوځای کېدای شي خوهلته داسیا په زړه کې بیا د یوې ژبې، یو فرهنګ  او یوې وینې لرونکی افغان(پښتون)نه یوازې څوک یو ځای کېدلوته نه پرېږدي، بلکې یوشمېر بې ایمانه په موږ تپل شوي تش په نامه پښتانه زموږ دمېړني او تاریخي قام د وجود په لا تباهي اوسرغوڅولولګیا دي.

دتېرې اونۍ په اخېرو کې مې یو بدخبرپه لاندې ډول ولوست :

حامدکرزی دډیورند کرښې لاسلیکولوته تیاری ښودلی دی

نوي معلومات څرګندوي چې کرزي بالاخره دپاکستان فشارونو ته غاړه ایښې ده او ډیر ژر به د ستراتیژیک تړون ترنامه لاندې د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني د روهي ویبپاڼې په حواله یوه روسي کارپوه چې دافغانستان په چاروکې ماهر دی وايي چې دکرزي دفتر د ډیورند د کرښې اسناد یو کال مخکې چمتو کړي او ژر به یې له لاسلیک وروسته پاکستان ته وسپاري د وېبپاڼې په حواله یوه حکومتي چارواکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ویلي چې تیره اونۍ دپښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له کرزي سره په یوه ناسته کې کرزي ته وویل چې ته کولای شې افغانستان جوړ یا یې وران کړې خو زما په سرمعامله نه شې کولایله دې ښکاري چې محمود خان اڅکزی هم له دې معاملې خبر دی . کرزی فکر کوي چې که د ډیورند کرښه ومني نو پاکستان به دطالبانو له ملاتړه لاس واخلي او دده واکمني به وژغورل شي خو داسې ښکاري چې دکرزي داپرېکړه به دافغانستان لوی اکثر یت ونه مني او کیدای شي چې له ډیورنډ هاخواهم د ملتپالو ګوندونو له غبرګون سره مخاخ شي.

دپورتني  دردوونکي خبر له لوستلووروسته مې یوه لیکنه  لر اوبر ته ولېږله کور یې آباد بې له  ځنډه یې په لاندې لینک کې خپره کړه :   http://www.larawbar.net/33934.html

- بېرته شاته