(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرزی څنګه يو اتل جوړيداﺉ شي

په نيو يارک ټايمز ورځپاڼه کې ليکوال جيم مارشل ((کرزی څنګه  يو اتل جوړيداﺉ شي)) تر عنوان لاندي مقاله ليکلې ده. دی ليکي امريکایانو ته هر څلور کاله پس دا ورپه یادول کېږي، چېد ولسمشرۍ  سياست خام، اوم، زيږ او تمبلی دی. موږ په دې  تلوسه یو چې وخت ژر تېر شي، خلک خپلې رایې واچوي، دغه مزۍ غوڅ شي،  ژوند بيرته معمول ته راوګرځي. خو د افغانانو لپاره حالات ستغ او په خپه کوونکې توګه جلا دي.
ليکوال وايي، څو اونۍ وړاندې یې  افغانستان ته خپل سفر کې له چارواکو، قبايلي مشرانو، دانشورانو او عام ولس سره خبره کړي دي. په هغوی کې ډېرو یې ویره لرله چې د ۲۰۱۴م کال په سپرلي کې د ولسمشرۍ مناسبه کېدونکو ټاکنو ته د تیاریو لپاره  وخت لنډ دی.او دوی ویره لري که ټاکنې ناسمې وګرځول شوې نو دا به په هيواد کې کورنۍ جګړه وزېږوي. د ليکوال په وينا د خلکو اندېښنې  تاريخي جرړې لري، او له اوسنيو حالاتو سره سمون هم خوري. افغانستان لا هم یو موټۍ نه دی، په څلور توکمو ډلو   ويشلی دی. په ښاري  او کليوالې ګټو تقسیم، د جدیدپالو او دودودپالو  ترمينځ  ويشل شوی، او د ګڼو سیاسي ډلو ترمینځ راګیر دی چې دغه اختلافاتو ته هوا ورکوي.
ليکوال ليکي ولسمشر حامد کرزی د ۲۰۰۹م کال په نیمګړو ټاکنو کې بيا وټاکل شو.  د اوسني افغان ولسمشر لپاره دا  له ۱۹۷۳م کاله بیا تر ۱۹۹۲م کال پورې په لومړي ځل پرامنه جمهوري انتخاب دی چې له ده وړاندې پنځه هغه یې وژل شوي دي
ليکوال ليکي که د ټاکنو لپاره تیارانې  له اوسه چټکې شي نو د ښو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره هیلې خامخا شته. سره له دې چې په مخکینیو انتخاباتو کې څرګندې درغلۍ شوې وې خو د افغانستان خپلواک انتخابي کمیشن تجربه تر لاسه کوي او لا زیاته پیاوړتیا  ښيي.
د ليکوال په وينا یک یو سياستوال په رښتيا  ازاد انتخابي کميشن قایمولای  او کاميابی ټاکنې ترسره کولای  شي: حامد کرزی دی.
ليکوال د نوموړي په اړه زياتوي چې يو زړور کس دی، هغه بيا ټاکل کيدو ته نه ګوري، او پر يو ډير ښه مقام ناست دی چې د شفافه او غير جانبداراه ټاکنو په ترسره کولو سره په افغان تاريخ کې په ښه نامه یاد شي.
ليکوال ليکي د ولسمشر کرزي اوسنۍ فيصلې چې د نوي انتخابي کمشنرانو ټاکنه او د  کميشن له کار سره کار نه لرل به د یو رښتوني ولسمشر په توګه د رښتونۍ ازموېښت وي. نوموړي د يو سياستوال او عام کس په توګه دا حق لری چې د خپلې خوښي کانديد لپاره کمپاين وکړي خو د هيواد مشر په توګه د هغوی لومړۍ ذمه واري رڼې او  شفافه ټاکني يقيني کول دي چې ټولو ګوندونو ته د منلو وي.
د ليکوال په وينا ولسمشر کرزی دې  د انتخابي کميشن غړو ټاکلو په لړ کې له مخالفو ګوندونو سره سلا مشوره وکړي.
ليکوال ليکي،ترڅو چې د افغان ټاکنو په باب امريکايي تګلاره ده نو د ده په خبره په سمه روانه ده، چې د رڼو ټاکنو په انعقاد ټینګار کوي او د خپلې خوښې هیڅ امېدوار یا کانديد حمايت نه کوي. خو د دې موخې ترلاسه کولو لپاره زر تر زره کار پکار دی. نيويارک ټايمز کې ليکوال جيم مارشل وايي چې زياتره افغانان په ټاکنو کې د امريکا مداخلت په کلکه ردوي خو ځيني بيا جلا نظر لري.

- بېرته شاته