(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پرسولې هم خرچه په کارده

د جنګ پر مفکورې کار شوی، پر سولې هم خرچه په کار ده

د پښتنو په سیمه له اوږدې جنګ جګړې او نا کرارۍ سره څنګ په څنګ د امن او سولې له پاره یوه فعاله او څرګنده مبارزه هم دوام لري. خو دې تحریک په میډیا او د پاکستان او افغانستان په سیاسي او سماجي منظر هغه توجه نه ده ترلاسه کړې چې پکار وه.
د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه خادم حسین وايي، د پښتنو د امن تحریک له درو غټو ننګونو سره مخامخ دی.
وړومبی دا چې د امن جرګو او ټولنو غړي د وسله والو او ریاستي ادارو دواړو له خوا د ژوند له خطر سره مخامخ دي، بل دا چې د جنګ د مفکورې د ودې له پاره په کالونو د خلکو په ذهنونو کار شوې دی او درېیم دا چې د امن د ودې له پاره د امن د انفراسټرکچر یا ډانچې پر جوړولو خرڅ په کار دی چې نه کېږي:
((هغه په بنیادي توګه هم هغه دی چې موږ وايو، چې دومره ډېر وسایل چې په مختلفو شکلونو کې استعمال کړل شي او انفراسټرکچر جوړ کړل شي لکه څنګه چې د جنګ د مفکورې له پاره انفراسټرکچر جوړ کړل شوی دی؛ او پر هغې په اربونه ډالره، اربونه پاونډونه او اربونه ریالونه لګېدلي دي، همدا شان که دغه اربونه ریالونه نه وي، اربونه ډالره نه وي، اربونه پاونډونه نه وي، نو هم د امن د انفراسټرکچر جوړولو له پاره دومره وسایل په کار دي چې ورباندې هغه انفراسټرکچر وچلېدای شي چې د بجلۍ بل خلک ورکولای شي، یو اخبار ایستلای شي، یو سیمینار جوړولای شي، یوه مشاعره کولای شي، یو کنسرټ جوړولای شي.))
په کال ۲۰۰۹م کې په پیښور کې امن خوښو خلکو د امن تحریک په نوم یوه مبارزه پیل کړه. په دې مبارزه کې د سیاسي ګوندونو غړو، د پوهنتونونو استاذانو او ازده کونکو ، وکیلانو او لیکوالانو برخه واخسته. دوي د امن، پرمختیا او ډیموکراسۍ د ودې له پاره په ریاستي پالیسو کې د بدلون غوښتنه کوله.
ددې تحریک مشر ادریس کمال وايي، په دغه لاره کې يي د ډیرو ملګرو قرباني ورکړې ده:
((له کومو قوتونو سره چې زموږ مقابله ده، هغه په هر لحاظ مضبوط دي. هغه له ټوپکه تر تومانچې پورې [هر څه لري.] بیا میډیا [رسنۍ] هم د هغوی په کنټرول کې دي. یانې موږ ته په کې ډېر کم وخت راکول کېږي چې خپلې خبرې وکړو. په پښتنو کې خپله هم یو والی نه شته. دا کمزوري هم شته. له دې پرته نورې ننګونې هم شته لکه دړکې وغیره شته. زموږ ملګري لکه زرتیف اپریدی، بیا فریده، بیا اوس ملالۍ د هغو کانو ښکار شول چې ښکاره خبرې به یې کولې.))
کارپوهان وايي د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ له تحریکه واخله تر اوسه ګڼ شمېر پښتنو امن خوښو په سیمه کې د امن، پرمختیا، ډیموکراسۍ او سماجي بدلون آواز اوچت کړی دی خو د دغه آواز د پیاوړي کولو له پاره په قامي او نړیوال کچ پوره کار نه دی شوی.

- بېرته شاته