(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګوره لاړه رانه نه شي

ته به يو واري بيا راپاڅې. بيا به د پښتون وطن د سردرو د ښکلاګانو خبرې کوې. بيا به د ايلم د غره په سر د علم د رڼا ټپه پورته کوې. بيا به د  آمو سیند پر غاړه له همځولو سره يو ځای د اتڼونو  خبرې کوې.
ملالي--------
ستا په تورو سترګو کې چې د امیدونو کومې ډیوې بلې دي ، هغه هیڅوک هم... حتا چې دتيرو علمبردار ، د ټوپک خاوندان ، دوه مخي سیاستوال، د اسلام په نوم د کاروباري ادارو سوداګران، هم نه شي مړې کولای.
ته به راپاڅې. ته به بيا لوپټه په سر د پښتون کلتور،  د انا ادې، د ميوند د ملالې، د شباني، د غزالې، د هسک خيبر د فريدې اپريدۍ،  د کاينات او شازيیي د زړه آواز جوړيږې.
ضياء لدینه ( د ملالې پلار ) د رسنيو له لاري خبر شوم چې تا ویلي دي چې نوري ؛ ملالي ؛ نه شي قربانولای.
ولي نه؟
د ايلم د غره په سر د ملالې ټپه به هيره کړې. د هغې د تورو سترګو د بلو ډيوو باتې به مړې کړې. د شباني، د غزالې، د فريدې اپریدۍ، د بخت زمینې، او د مينا ويني سره به بي وفایي ته تيار شي.  ګمان مې نه شي.
ضياء لدینه د ملالې دې چی په کومو ليکو او خبرو تر بيت کړی دی هغه به عام کوي، هغه به د پښتون وطن هرې کوڅې، هر ې درې، او هر ګودر ته رسوې.
غلط شومه..........
ګودرونه خو د تيارو علمبردارو ، او د ټوپک خاوندانو ويجاړ کړي دي، لارې او کوڅې یې هم نيولي دي.
بس څه و کړه نو..............
چې یو څو نورې ملالې له آمو نه تر اټکه او زيږیږې نو بيا به د ټوپک خاوندان تور مخي کېږی، بيا به د قرآن د غلطې تشريح په شا پټيږي، بيا به وضاحتونه کوي. بيا به ورته ځان ډير وړوکی ښکاریږی. بيا به د نړۍ والو طاقتونو د دوه مخې تګ لارې پلمه جوړوي.
ملالي راپاڅه، د کتابونو بسته دې په شا کړه، د علم رڼا خوره کړه ، او هر دوه مخي سياستوالو، څيړونکو او خبر يالانو ته وويايه چې ته اميد یې ته رڼا یې او ته د پښتون وطن د ښکالاګانو زيری يي،
د ملالې یوسفزۍ لپاره دکوین الیزبېت روغتون برمنګم پر خپل وېبسایټ د هغې لپاره  د بسپنې(عطییه) راټولو اشتهار هم خپور کړی چې که څوک غواړي ملالې ته بسپنه ورکړي نو پر د دې لاندیني  ویبسایټ یې ورکولای شي.
http://www.uhb.nhs.uk/news/cards-and-donations-for-malala-yousafzai.htm#omb
ددې تر څنګ پر دغه باندیني ویبسایټ په سلګونه خلکو د ملالې لپاره د خواخوږۍ پیغامونه وراستولي دي.
یوې نجل کیت لیکلي  ملالې ستا ننګ او مېړانه ستایو او ستا وجود مو دې ته هڅوي چې د زغم، زدکړې او مینه لاره ونیسو.
اسماعیل ورته لیکلي، چې ملالې ته د پاکستان او افغانستان د پښتنو ویاړ یې.
حمنا علي ورته لیکلي، چې ته د سوات او پاکستان ټولو جینکو ته یو نمونه او مثال یې.
امارا انور لیکلي، چې ملالې ته د پاکستان یو مثبته څهره یې او نړۍ ته زموږ د ملک ښه بڼه ورښيې.
اعجاز له هنده ورته لیکلي، چې ملالې ته د ټولو ښځو لپاره یو مثالي شخصیت یې.
نوید جعفري ورته لیکلي، چې نړۍ ستا غوندې بې ساري شخصیتونو ته ضرورت لري.
امین جواد ورته لیکلي، پاڅېږه ملالې نړۍ درته ضرورت لري.
فرنکایز بیدوس ورته لیکي زه د فرانس یوه زړه ښځه یم خو په دې ویاړم چې په نړۍ کې ستا غوندې خلک ژوند کوي. او ملالې خپله لاره پرې نه ږدې.
کانډا ساره ورته لیکلي چې ملالې ته د خپل ملک د انجونو د تعلیم لپاره  زړور ږغ یې، لوی څښتن دې ژر جوړه کړه
 مشال راډيو

- بېرته شاته