(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علم زانګواو بې ((اخباره)) قلموال

محب الله الله يار

دغه سيمه چې د علم د زانګو په نوم يادېږي، څو کاله وړاندې يې په سينه کې لسګونه مجلې، اونيزې، مهالنۍ او... خپرېدونکې ګڼې د هېواد لرو- بر کې د لوستونکيو ګوتو ته ورتلې؛ خو دادى اوس له يو کال څه له پاسه کېږي، چې د ډېرو هغو عمر يې لنډ شوى او مينه وال يې د راتلونکو ګڼو په تمه سترګې غړوي. ددغو چاپي رسنيو ګڼه ملتيا چې اوس رنګړۍ او پاتې مزل يې په تيندکونو او ټکرو سره ړنګ ړنګ لنډېږي، د ډېر زړه سوي او لاس نيوي مهتاجه ده او د ګڼو هغو له منځه يې اوس د يوې يوې مياشتنۍ، يوې اونيزې او څو مهالنيو نيم ژواندى عمر له ډېر کړاو سره مخ په وړاندې ځي. که څه هم په دې سيمه کې بې شمېره ليکوال، اديبان، ژورنالېستان، شاعران او د پياوړي قلم خاوندان پخپلو ادبي چارو بوخت ښکاري؛ خو بيا هم هره ورځ سهار وختي پر تورخم ښارګوټي د پېښور چاپ ورځپاڼو ته ددغې سيمې ډېر لوستي انتظار وي چې په لوستنه يې د ورځنيو پېښو، حالاتو او نورو په اړه د خپلو معلوماتو زېرمه پياوړې کړي.
دغه لوستوال له اړې ورځ د يوې ناکره پښتو ورځپاڼې‌ پر لوستلو خپل سرونه په داسې حال کې په بې مفهومه او ملي ضد موضوعګانو پړسوي، چې په سيمه کې يې د بې شمېره ټولنو او قلم خاوندانو د شتون سربېره نه پرلپسې ورځپاڼه او نه داسې کومه اونيزه د مبارزې ډګر ته راغله، چې دوى دې پرې ووياړي او له خپلې زانګو لرې سيمو چاپېدونکي هغه څه چې ددوى ادبي مينه نه شي خړوبولاى نور په بيه وا نه خلي!.
دلته که له کوم فرهنګي يا بل هغه وپوښتې چې ولې مو چاپ کېدونکې مجله، ورځپاڼه يا ... ودرېد؟ ځواب به يې د مالي امکاناتو نشتوالى وي. د دوى د فکر نيلې ډېرې ژورې او د قلم نوکه له تېرې تورې هم ډېره تېره ده؛ ځکه خو هېڅکله درته د چاپي موادو په اړه کمښت نه پلمه کوي. ددغې علمي زانګو په قلموالو کې څو پياوړې ډلې شته چې نومونه يې په کندو کې هم نه ځايېږي، هره يوه يې خپلمنځي ناستې او اړيکې د بلې هغې په ضد په خورا مينه ناکې او پام اړونکې بڼه پالي.
ددغو ډلو ډېرى غړي هره ورځ هڅه کوي چې د پېښور چاپ راتلونکې ورځپاڼې ترلاسه او ولولي؛ خو کله چې بيا سره خپلو کې کيني؛ نو له ګرامر(پښويه) څخه يې نيولې آن د اخبار د کاغذ تر کېفېت پورې ټول اړخونه به يې پټ په پټ له ناسمو ټکو سره تلي او د لوستنې وړ يې نه ګڼي. اوس دادى له څه مودې راهيسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا دپېښور چاپ ورځپاڼو په راتګ بنديز لګېدلى؛ خو د علم په زانګو کې زنګېدلي لا د پخوا په شان تشلاسي ناست دي، دوى تراوسه لا دهغو هټيوالو او نورو لوستوالو د مطالعې تندې ته د خړوبولو کوم بديل وړاندې نه کړ، چې هره ورځ به د وحدت، اج، فرنټيرپوست، جرګه او نورو ورځپاڼو راتلو ته انتظار وو؟!
که د علم په زانګو کې روزل شوي د قلم خاوندانو د زړه له کومې ددغې تشې د ډکولو هوډ کړى واى؛ نو نن به يې په جلال آباد کې کم تر کمه دوه ورځپاڼې تر چاپ راوتو وروسته لوستل کېدې!. دوى که په رښتينې توګه غوښتي واى او يايې وغوړاي نو په دغه ښار کې د سلګونه اديبانو له ډلې يې سل تنو ته چې د ژوند مالي حالت يې ښه وي، د علمي مينې په ډاډ د ورځې ٢٠ افغانيو د پس انداز يا د اسحاقزي مارکېټ په ځمکتلي کې د کوم کتابتون په ادرس  يو تعاوني صندوق ايښى واى؛ نو  څه فکر کوئ چې د سل تنو ٢٠ -٢٠ افغانۍ د ورځې ٢٠٠٠ کېږي چې په اونۍ کې تر ١٤٠٠٠ رسېږي؛ يوه پياوړې ورځپاڼه، دوه ورځنۍ، درې وځنۍ او يا اونيزه نه واى لرلاى؟!!
دغه راز يوه بله ستونزه د لوستوالو لخوا د خپلې سيمې له توليد(چاپي رسنيو) سره د ملي احساس نه پالنه ده. متل دى چې وايي ((د خپل کور نجلۍ سړي ته ګړنګنه ښکاري)) زموږ ډېرى ښاريان يا لوستوال د بل اخبار يا مجله تر خپل هغه غوره بولي او ګمان کوي چې زموږ د ليکوالو ليکنې به تر نورو هغو ډېر کمزورې او بېخوندې وي؛ خو اره خبره د هېوادنۍ مينې د نه درک تشه ده. لکه څنګه چې زموږ ډېرى هېواد وال په اقتصادي اړخ کې د خپل هېواد بوټ، څپلۍ او نور د پرديو تر هغو ټيټ بولي دغه راز په علمي برخه کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ يو؛ خو دا پړه يوازې پر لوستونکو نه؛ بلکې قلموالو باندې هم اچول کېږي؛ ځکه چې دوى هم په تېرو لسو کلونو کې د چاپي رسنيو لپاره ځانګړي شوي چوکاټ (بڼه) کې کوم بدلون رانه ووست او نه يې د خپل تخليق په برخه کې نوښتونو ته کار وکړ. زموږ د ډېرو ليکوالو ليکنې به په داسې مسايلو او تورو پيل شوي وي چې د نورو هغو لخوا به پرې له وړاندې شخوند وهل شوى وي، د ټولنې له روحيې او ورځنيو غوښتنو سره برابرې قانع کوونکو او مستدللو ليکونو باندې خپل مغز نه اوبه کوي او نه پرې د خپل ځان ستومانه کولو هڅه کوي!.
زموږ د ډېرى ليکوالو د ليکنو منځپانګه  د ملي مصالحو پرځاى شخصي عقدې جوړوي او ددې پرځاى چې ولس له ورپېښو ستونزو څخه وژغوري خپلې رواني ستونزې هم د ليکنو له لارې ور لېږدوي. دغه ډول رنځ اخيستي ښاغلي بيا د ځينو مصلحتونو له مخې خپل ورپسې ملګري د ځاني ګټو د ترلاسه کولو لپاره له نورو سره اړخنيوي ته اړباسي، چې بيا يې پايلې د ټولنې پروړاندې د ژورو ستونزو زېږوونکې وي.
که چېرې زموږ قلموال د يو ملي فکر له مخې د چاپي رسنيو ودې او له دې لارې د هېواد ملي ګټو ته د زړه له کومې ژمن او کار وکړي نو لرې نه ده چې توليد به يې د هغو رسنيو تر دفترونو هم ورتلونکې وي چې پخوا يې له راتلو موږ رنځېدو.

- بېرته شاته