(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو مور كه...؟

پښتو يا مورني ژبه د مور ارزښت لري مور څومره ددي اولاد ته تيره وي په دي باندي هر څوك ښهخبر دي چي دغبرګونو اړتيانه لري خو مورني ژبه په لويه كچه د مور ارزښت لري په دي باندي يواځي هغه څوك پوهيږي چي هغه د خپلي مور په ارزښت پوه وي يا يې د خپلې مور ډېر درناوي او قدر كړي وي ددي سره ناخوالي وړي وي هم دا ډول داسي څوك دخپلې مورنى ژبى سره كوخو موږ په يو داسي سيمه او ملك كښې ژوند كووچي په دي كښې د يوه شې او څهيز ارزښت پاته نه دي دلته هر څه د پيسو دپاره كيږي ځكه چي پنځه شپږ كاله د مخه امريكا په يوه عدالت كښې چې د يوه پاكستاني مقدمه يې اوريدله په يادنه راځي خو د عدالت قاضي ورته وويل چي تاسو د پيسې دپاره خپله مور هم پلوري او خرڅوي ياست كه څوك دهغه وخت پاكستاني ورځپاڼى و ګورونو د قاضى دهغه وينا به ارومرو په كښې وي بلې خواته ځموږ د ستر پيغمبر جناب حضرت محمد(ص) فرمودات واوري چي دي وائي چي عربى ژبه ماته څنګه راتېره او ګرانه ده چي دا ځما د مور ژبه ده نو اوس تاسو اټكل كوي شې چي مورنى ژبه د دواړ جهانو سردار ته څومره ارزښت لرلي.

     د تېرو څوكلو څخه چي د پښتون د مينځ څخه د وړلو نړۍ واله د سيسه او سازش روان دي هم دا ډول د پښتو د مينځ څخه د وړلو او د پښتو ګډوډ كولو هڅې هم رواني دي ددي د څنګه پښتون د دود او دستور او د كلتور د مينځ څخه د وړولو هڅي هم په ډېره بې شرمي سره رواني دي چي د خيبر ټى.وى هم ډېر لوئى لاس شته دا ډول د لاهور د فلمى صنعت تور لاس هم ځموږ د ژبى او كلتور د ګډوډول په چارو كښې هم لويه برخه لري چى د چا څخه پټ او وډرنه دي د هند فلماؤ څخه بدتره نقاوي اوډانسونه چي په پښتو فلمالو اوسي دي يو كښې ليدل كيږى هغه هم ځموږ و مخ ته دي چي اوس توران هم د پښتو فلمان اوسې ډيز ګوري چي د پښتنو په جامو كښې انجوني په لوڅ لغړ او بې شرمه حالت كښې وګوري او كوم پښتانه چي په دهغه ناوړه كار كښې برخه اخلې او د پيسو په خاطر دا كار كوي دهغو دپاره هم نه يواځي د شرم بلكى د مرګ خبره ده د پيسو د ګټلو دپاره نوري هم ډيرى لاري شته دي چي په يوه وار لويه ګټه ترلاسه كوي شې خو كوم پښتانه چي دهغه عمل كوي هغه د ځاني ګټي دپاره خپله مور (پښتو) او خپل ټول قامي كلتور په ډېره بى شرمي پلوري چي داعفي اوبخښني وړنه دي څوك چى دا كار كوي دهغه پښتانه نه شې كيدي دوي د نورو دپاره او د پښتو او پښتونوالي د ګډوډه كولو دپاره ځانونه پښتانه كړي دي او غواړي چي د پښتون او پښتو د دښمنانو دهغه ارمان ورپوره كړي ولي چي دهغه څوك خو خپل هر څه دلاسه وركړي دي او په هر اټن څرخي او دوي غواړي چي پښتانه او پښتو د دوي په بڼه شى.

     كوم پښتانه چي په دهغه ناوړه عمل كښې راګيردي دوي دي يووار د خپل كور ننداره وكړي او بيا دي دهغه فلمانو ويډيو او ټيلى ويژن پروګرامونو سره پرتله كړي چي د دوى په يوه نه يوه ډول په دي كښې برخه اخستې وي او بيا دي پخپل ګريوان كښې وګوري كه چيرى څوك پښتون نه وي او د دهغه ناوړه عمل تر سره كولو دپاره ځان پښتون كړي وي نو داسې څوك دي په دي پوه شې چي يو پښتون هم چاته دا اجازه نه وركوي چي يو بل څوك دي دده ژبه او دود دستور او كلتور ورګډوډ كړي او كه چيري يو پښتون دا كار كوي نو دي تر ټولو لوئى دښمن دي د پښتو او د پښتون سمه ده چي د وخت بشپړه پښتون د يوه لوئى ناورين او بحران څخه تيريږي او د ۳۲ كلو څخه مرګونه ځان وژونكى بريدونه د بم چاودنى ډراون بريد و هوائى بمبارونه باندي كيږي چي يو وخت به داسي راځي چي دا ناورين به ختم كيږي خو كوم پښتون يا بل څوك چي ځموږ  پښتو او ځموږ پښتون ولي سره ګډه وډه كوي دا د پښتون ازلي دښمن دي چي په يو ډول دعفي او بخښني وړنه دي ولي چى د پښتانه په ضد روان ناورين به يو وخت پائى ته ورسيږى خو دهغه دښمني چي د بل ژبه او كلتور سره ورګډوډ كړه ددي زهرجن بوټي مخ نوي بيا نه شې كيدي نه شوي دي داخبره په كاردي چي هر پښتون او غير پښتون چي ودهغه ناوړه عمل ته ملاتړلى ده چي يو پښتون رښتنى پښتون هر څه كولي شې خو په پښتو او پښتونوالى راكړه وركړه نه شې كوله ځكه چې ستر خوشحال بابا وائي......

                                 د افغان په ننګ مي وتړله توره

                           ننګيالى د زمانى خوشحال خټك يم

د بده مرغه ځيني دولت پالونكي د پښتو دودي دپاره دي كه يوه خواته دوي و ژبو ته د ستايني وړكار نه ښكاره كيږي خو بلې خواته زياتره دهغه خپرونو سره مرسته كوي چي هغه پښتو سره ګډه وډه كړي چي ددي څخه داسي ښكاره كيږي چي ځيني دولتي كړى هم شته چي نه يواځى پښتو بلكي په پاكستان كښې نوري ژبى سره ګډوډى كړي ځكه چي دوى دهغه خپرونو سره يو ډول مرسته نه كوي څوك چي په رښتيا و خپلې ژبى ته وده وركړي او نور رښتني معلومات ولس ته وړاندى كړى كه څه هم د پاكستان د ۱۹۷۳ء په آئين كښې دا راغلي دي چي حكومت به و هري ويونكي ژبى د پرمختيا خپله ډنډه تر سره كوي خو دلته يواځي سندهي ژبه ده چى د خپلو خلګو په موټو يې خپله مورني ژبه نه يواځي خوندي ساتلي ده بلكى ډېره وده يې هم وركړي ده نور نو پنجابى ژبه پښتو ژبه بلوڅى، سرائيكى ژبى يو ډول اسانتياوى په دي ملك كښې نه لري ځكه چي دهغه ټوله د خپلو ژبو سره بيګانه شوي دي.

     د بده مرغه په پښتو كښې كه هغه هر چرته دي دوي خپله ټوله پاملرنه و شعر او شاعري ته شوه ده دوي په هره ورځ او هره اونى او مياشته باندي مشاعري كوي ددي د څنګه په دواړو خواؤ كښې په كال كښې دوې درې نړۍ والي چيړن غونډي هم كيږى چي په هغه كښې د حكومت ملاتړ هم ورسره وي دوى څه ځانګړو ليكوالانو شاعرانو ته د مكالمو ليكولو بلنه هم وركړي خو پائى يې بيرته په مشاعره و دريږي داسې هم موږ د شاعر په اړه اوريدلي دي چي د هر شاعر دا هڅه وي چي خپل كلام په بل واوري او څه دا د ځيني واخلى ځكه چي هغه خبره رښتيا ده چي يو شاعر په يوه سړى پسي ځغاستى چي ځما كلام واوره خو هغه ناترسه ودي ته تيار نه وو داسې نه چي ځما مطلب د شاعري سپكاوى دي شاعرى د ژبى دپاره ډېر ارزښت لري خو په پښتو كښې تر حدوتلي شاعران دي نو ځكه چې انګريزان وائي چى د هر شې زياتوب ښه نه دي او په رښتيا هم د پښتو شاعري ترحده اوښتي ده خو ځما خبره داسي وه چي دا دومره ټولني چي په پښتون افغان وطن كښې جوړي دي او نړۍ والي غونډي هم كيږى په كاردي چي په دهغه مشاعرو كښې او نړۍ والو غونډى كښې د پښتو ژبى په روانو ناخوالو خبرى وشى او د دهغه ناخوالو د مينځ څخه نه يواځي پښتو وځغورل شې بلكې د پښتو و پرمختيا ته كاروشې موږ ټوله په دي خبر يو چي ټول پښتون افغان د يوه لوئى ناورين سره مخامخ دي چي نه يواځى ځموږ هر اړخيزه ورانى روانى دى بلكې ځموږ مورنى ژبه او پښتونوالي هم تر پوښتني لاندي راغلي دي ژوندى قامونه هم داسي ژوندي پاته كيږي چى دوى په ناورين كښې خپله خاوره خپل ولس او خپله ژبه خپل دود دستور او كلتور خوندي كړي آيا كله موږ په دي خبره غور كړى دى..؟ او بيا په داسې وخت كښې چي نه يواځى بشپړه پښتون بلكې پښتو او پښتونوالى تر پوښتنى لاندى ده او د هري خوا د خپل اوپردوي لخوا ګوځارونه په كيږى.           ليكونكى:محمد نعيم كاكړ 

- بېرته شاته