(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څه بدلون راغلې؟

فرانسس برنئر يو فرانسوي ډاکتړ /طبيب وو،څوک چې په 1658 کې هند ته راغلې وو، او تر 1670کال عيسوي تقريبا دولس کاله د مغل بادشاه شاه جهان په وخت په هند کې ميشت وو. دا د شاه جهان باچا د دور اخيري ورځي وې .چونکه فرانسس ماهر طبيب وو نو د مختلفو امراو او صاځب منصب خلکو سره د تعلق په خاطر اخير د هند د مغل باچاهانو تر کورنئ /خاندان ئې هم رسائي وشوه.
هغه د باچاهانو دربار،د شاهي خاندان او کورنئ افرادو ،حرم سرا،مغل شهزادګان او شهزادګئ د ډير نزدې نه ليدلي او د هغوئي حالات ئې ّمحسوس کړي وو او دا هر څه ئې قلمبند کړي دي.
برنئير شاهجان باچا په خپل سترګو د تخت او تاجه بےاختياره کول ،د خپل ځوئي اورنګ زيب عالمګير د لاس معزوليدل او بيا په زندان کي بندي کول ليدلي وو.
هغه د عالمګير باچا د خپل درې واړو وروڼو دارا شکوه،سلطان شجاع او مراد بخش سره په جنګ او بيا د هغوئي د نيولو اوقتلديدلو منظرونه هم ليدلي وو.
برنئير د دارا شکوه نيول او بيا د اورنګ زيب په دربار کې دهغه پيش کول هم وليدل.
برنئير د عالمګير باچا سره د لاهور بهمبر او کشمير سياحت هم کړې وو .
برنئر چې کله واپس فرانس ته ستون شو نو خپله سفرنامه ئې وليکله او په 1671 کې ئې په پيرس کې چاپ او خپره کړه.
بيا وروستو د دغه سفرنامې په انګريزئ کې ترجمه هم وشوه او په برطانيه کې چاپ شوه
د دې سفرنامې احوال چې څوک ولولي نو حک حيران شي چې برنئير په 1660 کې کوم هندوستان ليدلې وو او د هغ ۀ وخت حالات ئې قلمبند کړي وو نن په 1212 کې هم د دې ځائي حالت هم په هغه ان شان او دود دستور سره قائيم دائيم دي.
د دې سفرنامې په ليدلو سره سړې ډير په تاسف سره دا وئيلې شي چې په دغه درې نيم سوه کاله کې د يوې ذرې برابر بدلون هم زمونږ په کلتور کې نه دې راغلې او مونږ د دې اوږد درې سوه کاله دور نه هيڅ نوې سبق نه دې اخيستي .
فرانسس برنئير د هغه وخت متحده هندوستان په حالاتو د خپل تعجب اظهار په هغه وخت په دې ډول کړې دے..
په هند کې منځينئ طبقه بيخي وجود نه لري.
يا خو په دې ملک کې امرآ دي او يا بيخې مفلوک الحال مسکين غريبانان بد حاله خلک!
امرا او مالداره خلک په محلونو کې د عيش ژوند کوي
په کورونو کې باغونه دي،فوارےدي ،سوارلئ ،او د خدمت د پاره په درځنو نوکران دي .
په مقابل کې غريبانان په جونګړو او چونپړو کې اوسيږي.
او د هغوئي په کورونو کې د يو وخت دوډئ هم نه وي.
برنئير په هند کې د هغه وخت دور ته خوشامديانو او چاپلوسانو دور وئيلې دے.
بادشاه سلامت ،وزيران،ګورنران او سرکاري اهلکاران دوه دوه ساعته د خپلو نوکرانو او ماتحتانو نه خوشامد کوي،او داسې کول خپل حق ګڼي.
په دربار کې ئې روزانه د سلام سلسله بې له څه ناغې روانه وي.
خلک په خوشامد دومره اموخت شوي دي چې څوک به هم ما ته د علاج د پاره راشي نو اول د القابوتو نه د خپلو خبرو ابتدا وکړي او ما ته د وخت سقراط،بقراط او ارسطو د زمانےاو د نن بوعلي سينا اوائي او بيا نبض راوړاندې کړي،چې بيماري مې تشخيص که.
که بادشاه د سرکار که په دربار کې تشه خله هم وازه کړي نو د کرامات کرامات ورد پئيل کړي.
خلک په خپلو جيبونو کې درخواستونه ليکلي ګرځوي او چې کله هم څوک صاحب حثيت منصب دار اويني نو دوئي ورته خپل درخواست او عرضي ور وړاندې کړي او تر کومه ئې چې په د صاحب نه ليکل او د په هغه عرځي د اجراتو حکم نه وي اخيستې تر هغې صاحب منصب د مخې نه نه اخوا کيږي.
بازارونه ئې بےترتيبه او ګنده دي.تا ته به د يو دوکان نه پشمينه،کمخواب،ريشم او د زرې کپړه ترلاسه کيږي ورسره بل خوا کې دوکان ...
او ورسره په خوا کې دوکان کې به تيل غواړي اوړه او شکره خرسيږې.
دغه شان به د کتابونو او څپلو دوکانونه څنګ تر څنګه په نظر رادرومي او د هر يو به خپل خپل نرخ وي کله کله د ګاهک او دوکاندار تر منځه په بيعه تاو تريخوالې هم راشي.
په ښاريو کې د حلوايانو د دوکانونو خو هډو شمير نشته ، په دوکانونو به ئې ګندګي،مچان ،ماشي ،پيشوګان او سپي هم يو ځائي اويني.
په ټول هندوستان کې به سمه غوښه چرته پيدا نکړې.
قصابان به بيمار يا مرګونې ځناور حلال کړي .او د سپو ،خرو غؤښه هم درباندې خوري.
د ريستورانونو خوارک ناقص وي او د بيمارو سبب جوړيږي،په دې خبره اکثر خلک پوه دي او په کورونو کې خوارک خوړل خوښوي
ميوا هم ګرانه ده ،په هندوستان کې خربوزه ډيره پيدا کيږي،خو په لسو کې چرته يو نيمه خواږه وي .سرده پکې ډيره ګرانه ده.زه پاو کم د څلور روپو سرده اخلم.
په ملک کې په شرابو پابندي ده ٰيکن په پټه ئې ټول خلک څښي.دلته شراب اکثر د شيراز نه په غله راوړلې کيږي او په ښاريو کې په عامه توګه په ګوتو درځي.
البته خکومت عيسايانو له د شرابو څښلو اجازت ورکړې دے
خو دوئي خپل شراب په مسلمانانو خرڅوي.په ټول هيواد کې د نجوميانو او پال کتونکو خلکو سمه ميله لګيدلې ده.دوئي به د لارې غاړي ته خپله دري خوره کړې وي .خلک به ترې ارتاؤ او د قسمت حالونه به ورته وائي.په دې وطن کې د څښلو صفا اوبه نشته.مالداره خلک په اوښانو ځان سره اوبه ليږدي او په سفر اوځي.
د هند زمکه ډيره زرخيزه ده .خو د زراعت طور طريقې ډيرې زړې او فرسوده دي،ځکه ئې دهقانان د زمکه څخه پوره فصل نه شي اخيستلې.
د هندوستان اکثر زمکې بنجر دي ،د نهرونو او نالو خلک صفائي نه کوي
وړوکي کسانان دا ګنې چې زه ئې ولې پاک کړم فائيده ئې لوئي زميندار ته راسي او دغه شان جاګيردار او زمين دار وائي چې دا زما کار نه دے
پيسےبه زه خرڅ کړم او فائيده به دهقان خوري.
په دې بې پراوائي کې کال د سره اوبه ترې ضائع کيږي.
د لاهور ښار په مضافاتو کې اکثر سيلاب رادرومي او په سونو خلکو کورونه فصلونه او مال مويشي يوسي.
دغه شان هر کال دغه لوبه روانه وي خو د چا سره ئې د مخ نيوي څه بندوبست نشته.
برنئر د هندوستان د خلکو په حکله ليکي چې د دې ځائےخلک ښه کاريګر دي خو کاريګرئ ته د صنعت درجه يا ترقي نه ورکوي.دغه وجه ده چې د دې خاورې کاريګر او فن کار د لوږې مري.
که چرې دوئي خپل فن او هنر ته د کارخانےشکل يا منظم انداز ورکولې نو ډير به خوشحال وې،او د نورو خلکو ضرورتونه به هم ورسره پوره کيدلے.د هندوستان خلک روپئ او پيسه په کاروبار کې نه لګوي.خپله پيسه پټه ساتي.عوام ئې د کالي پتري شوقين دي .پخپله به د لوږي مري خو ښځو له به کالي پتري جوړوي.د تعلم نظام ئې انتهائي ناقص دے. دوئي بپ خپلو اولادونو له فقط ژبي ورزده کوي،د دوئي نور علمي يا کار کسب ضرورت نه محسوسوي.
پخپله اورنګ زيب باچا مته وئيلي وو چې زما د وړوکوالي زيات وخت په عربئ ژبه زده کولو کې تير شوې دے.
دا خلک د بيمارئ په حال کې څه نه خوړل د بيمارئ علاج ګڼي.او په تبه کې هيڅ شې نه خوري او نه ئې څوک ورکوي.په دې وطن کې رشوت عام دےپه خپل کاغز چې سرکاري مهر لګوې يعني که د خپل دستاويز د تصديق په خاطر د سرکار مهر په وهې نو هم رشوت به ورکوې
د صوبيدارانو سره ئې بےکچه اختيارات وي.دا په يو وخت کې صوبےدار هم وي،خزانچي هم وکيل او قاضي هم وي،د شوري غړې به دا صوبےدار وي ،د جيل داروغه هم دې وي .
سرکاري اهلکاران په دواړه لاسه لوټ مار کې بوخت وي.
بادشاه د خپل ناستي د پاره په درې کروړه(1660)
تخت جوړ کړې دے.کله چې سرکاري صاحب منصب د کوره ووځي نو مکمل په اب تاب سره د نوکرانو او خدمتګارانو په ولقه کې راوځي.په هاتهيانو سور وي د ده د قافلې نه مخکې سپاهيان روان وي د ټولو مخکې ماشکي روان وي په لاره چړکاو کوي چې د صيب پوزې او خلې ته دوړه غبار لاړ نه شي.د ملازمانو پوره دسته ورسره لوئي لوئي مورجلونه(باد پکي( په لاس رئيس اعظم ته هوا وهي.دوه کسان ورسره د توکاڼو يا نور څه شيانو د خلې نه توکولو د پاره اګل دان وړي.
دا خلک خپل کورونه ډير بې ډوله جوړاوي .د دوئي په کورونو کې د اب و هوا او رڼا هيڅ انتظام نه وي.په اوړي ئې په کورونو کې حبس او سخته ګرمي وي او په يخنې کې سم د واورې غارونو په چان منظر وړاندې کوي.بادشاه او امرا ئې چې کله د سيل سپاټې د پاره يو ځائےبل ځائےته درومي،نو شپږ شپږ زره نوکرانو ورسره د دوئي د استعمال سامان راوچت کړي وي.
د دې ځائےاشرافيه د ډمامو او ډمو طوائيفو شوقيان دي.
د دې وطن په ټولو وړو لويو ښارونو کې د ډمو او رنډو خپلې اډې دي. د دې ځائےاميران په ډمو بےکچه پيسه شيندي.او دا خپل شان ګڼي.د دې ځائےډمې د شاهي خاندان په غونډو دستورو کي هم رادرومي
او رابللې کيږي او په دربار کې ناست ټول خلک ئې په مينه رقص ګوري
د دې وطن وزيران دوه ځل سحر ماښام د بادشاه په دربار کې حاضريږي.که څوک دربار ته رانشي نو هغه بيا د وزارت څخه لري کوي.
په هندوستان کې ګرد غبار ګندګي او بےترتيبي بےکچه زياته ده.په ښارونو او قصبو کې *ےشميره جرمونو او کيږي.اول خو مجرم څوک نيسي نه او که ونوې شي نو د امرا په سفارش يا په رشوت بيرته خوشې کړي شي.
د فرانسس برنئير د سفرنامےدا پو حقيقتونه تاسو ولوستل .د هغه وخت واقعات هم په فکر کې وساتئ او د نن حالات هم په نظر کې راولئ.نو انشاالله تاسو به په دې خبره مطمئين شئ چې زمونږ په کلتوري ،سماجي او رواياتي معاشرتي اقدارو کې هيڅ بدلون نه دې راغلې.مونږ 1660 عيسوي کال او 2012 عسوي کال ترمنځه هيڅ نوې سبق نه دې زده کړي.
د اورنګ زيب عالمګير په زمانه کې چې څنګه زمونږ دود دستور او سماجي روئې وې نن هم هغه دي
زمونږ په خوږ وطن کې نن هم د خر ګوښه خرڅيږي،رشوت خوشامد سفارش هم هغه شان دے
زمونږ مشران او ليډران هم هغه شان د شان او شوکت وږي دي هم هغه د هاتي د سوارلئ پروټو کول ،د هغې زمانےډندورچي او نقارچي د نن په سائيرن کې بدله ده .د هغه وخت د تخت او تاج د سينګار کروړونه خرچي د نن پارليمنټ هاوس او وزيرانو په فضول خرچي بدله ده..نن هم سيلابونه دي مچان ،ماشي ،سپي پيشوګان لوږي تندې نظام تعلم هر څه هم هغه شان دي
د خوشامديانو کمې نشته،مونږ به نور هم درې نيم سوه کاله هم دغه شان وو.ځکه چې په ملک ک نن هم هغه شان شاه جهانان حکومت کوي چې په جاتي عمره کې محل جوړوي کو په رائےوئينډ کې ميښې خلاصي ګرځي.او خلک ئې د فيکټريانو الوده ابه څښې
دوئي بلال هاوس ،بےنظر هاوس او زرداري هاوس نه جديد ترن کاټيج جوړوي ولې د کراچي ،لاړکانےاو نواب شاه کوڅو کې د سپو موج ميله لګيدلې وي
د دوئي په کورنو کې جشنونه کيږي او په کوڅو کې خلک د لوږو او فاقو د لاسه ري او بےبسه زنانه د خپلو تندو ماشومانو سره دريابو او کوهو ته دانګي خو د دوئي په عيش عشرت کې هيڅ فرق نه راځي
بيا چې د دوئي حکمرانان داسې وي نو په خلکو به څنګه ښه وخت راشي دوئي به نور هم داسې در په در ټوکري وهي او درې نيم سوه کاله به نور هم د مرادرې غوښه خوري او هم دغه شان به د زرداريانو او ميا صاحبانو قصيدې وائي تيرا اقبال بلند هو تاسو زمونږ مور پلار ئې مونږ په تاسو قربان !!
او دغه خوشامدي به کوي ځکه چې د دويئ په نن او پرون کې هيڅ فرق نه دې راغلې

- بېرته شاته