(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډيورنډکرښه:د امريکايي چارواکو څرګندونې وغندل شوې

له پژواک خبري اژانس څخه په مننه
کابل: پژواک خبري اژانس د خبر له مخې : د " افغانانو د يوالي کمېسيون "د ډيورنډ د کرښې په اړه د امريکايي چارواکيو څرګندونې وغندلې او ويې ويل، چې هېڅکله به افغانان دغه کرښه په رسميت ونه پېژني.د افغانانو د يوالي کمېسيون له يو شمېر سياسي ګوندونو او قومي شوراګانو تېره اونۍ جوړ شوى دى .حزب اسلامي،افغان ملت،حق اوعدالت،دسولې غورځنګ،ودان افغانستان،وېښ ځوانان او د افغانستان د ملي يوالي ګوندونه او دغه راز د افغانستان د ختيځو ولايتونو سراسري شورا ، د لويې پکتيا د کابل مېشتو قومونو شوراګانې او د هېواد په مرکزي سيمو کې د پرتو قومونو لکه غلجيو ، امرخېلو او سليمانخېلو قومونو شورا ګانې ددې کمېسيون غړيتوب لري.دې کمېسيون نن په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې د ډيورنډ د کرښې په اړه خپل دريځ څرګند کړ.دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې په لومړيو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن او ځينو نورو امريکايي چارواکيو ويلي و ، چې واشنګټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.خو وروسته بيا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل ، چې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته تاريخي ارزښت لري او د دې کرښې د مشروعيت په اړه هر ډول څرګندونې بېځايه دي.د ډيورنډ تحميلي کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د افغانستان په زړه کې راکش شوه او برتانويانو د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله.خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.په ١٩٤٧ ميلادي کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.د افغانانو د يوالي کمېسيون مشر عتيق الله امرخيل نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې که هرڅوک د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني ، خو افغانان به يې هېڅکله هم ومني.دده په وينا، که حکومت او يا نورې کړۍ د ډيورنډ د کرښې په اړه له امريکا سره پټې معاملې وکړي، نو افغان ولس به يې ونه مني او له خپل حق څخه د دفاع په لاره کې به ځانونه قربان کړي.د ډيورنډ د کرښې په اړه ياد شوي کمېسيون نن يوه اعلاميه هم خپره کړه .په اعلاميه کې هم د ډيورنډ په اړه د امريکايي چارواکيو څرګندونې د ملي او نړيوالو اصولو خلاف بلل شوي او په کې راغلي ، چې دا ډول څرګندونې د هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده .اعلاميه زياتوي ، چې د ډيورنډ د کرښې په اړه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترڅنګ د امريکا حکومت هم پرېکړه نه شي کولاى ، ځکه چې په دې اړه تصميم نيول يواځې د لر او بر واحد ملت حق دى .په اعلاميه کې داهم راغلي، چې امريکا دې جګړه په بېلابېلو پلمو نه اوږدوي او که چيرې جګړې ته نوى بعد ورکوي ،نو د وروستيو ناوړه پايلو مسووليت به يې پر غاړه وي .د ياد شوي کمېسيون په اعلاميه کې راغلي: ((موږ له دې تش په نامه کرښې پر دې خوا او هاخوا ټول افغان ملت غږ کوو ، چې اى افغان ملته ، ستا تاريخي موجوديت له نويو ننګونو او ګواښونو سره مخ دى او ستا د غلامۍ لپاره پټ او ښکاره توطيې اوپلانونه له پخوا جوړ شوي او دا دى ګام په ګام يې په بيلا بيلو پلمو د عمل ډګر ته را باسي، جګړه او ناورين نور هم اوږدوي، نو هوښيار او بيدار اوسه، پروني قومي او سياسي اختلافات يوي خواته پرېږده او يوه خوله اويو موټى شه .))سرچيني زياته کړې چې که بيا هم امريکا د ډيورنډ کرښې رسميت منلو ته دوام ورکوي، نو افغانان له امريکا سره شوي تړونونه لغوه او نوي تړونونه به نه لاسليک کوي .په ياده غونډه کې د حزب اسلامي وياند او د ياد شوي کمېسيون غړي فضل مولا لټون وويل ، چې د ګاونډيو هيوادونو ترڅنګ ځينو نورو هيوادنو هم د افغانستان د تجزيې او استعمار لپاره پلانونه جوړ کړي دي .ده پر افغانانو غږ وکړ ، چې له يادو ستونزو څخه دخلاصون يواځنۍ لار د افغان ولس يوالى دى.هغه له افغان ولس څخه غوښتنه وکړه ، چې د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته ډيره پاملرنه وکړي او د هيواد ارامۍ او ابادۍ لپاره سمتي ، ژبني او قومي تعصبونه پرىږدي .لټون وايي : ((زموږ خپلمنځي اختلافات نن هغه حد ته رسېدلي ، چې تاريخي قضاوت هم غلط کوو، پروني وطن پلورونکي ته نن قهرمان وايي او په ډير لوړ نوم يې ياديي .))هغه زياته کړه ، چې په ټولو ملي مسايلو کې حزب اسلامي د ملت تر شا ولاړ دى او هر ډول سرښندنې ته چمتو دى

فضل قادر انډیوال.

- بېرته شاته