(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لر او بر یو افغان

لیک: محمد فاروق خټک ریاض

د ایمان او عقیدي په کلک بنیاد د لر او بر افغان هسي هم یو ملت دي – خو د لر او بر یو افغان نعره عموماً د ژبي او نژاد په بنیاد وهلي کیږی – نو د لږ ساعت د پاره به اومنو چه لر او بر یو افغان خو ولي دا به څنګه کیږی؟

خان عبدالغفارباچا خان با با تل د افغان د یو والی خبره کوله او په هر روا ناروا او دین بي دینېي کښي به ېي د افغانستان د حکومتونو مرسته کوله که هغه حکومتونه به د هر چا په ډاډ ولاړ وو – او د بابا په قدم قدم  کیښونکو د اعلی حضرت نه واخلي تر نجیب الله پوري او نن د کرزېی لالا پوري د ټولو سره روولی لری –

د افغان د یووالی د پاره ېي جیلونه تیر کړل او د پښتون د آزادېي جنګ او ننګ ېي اوکړو ان دا چه وصیت ېي اوکړو چه هغه دي د افغانستان به خاوره ښخ کړي شی -

ولي ددي دومره قربانو با وجود نن کوم یو افغان چارواکي د هغه مزار ته لاړ دي او هلته ېي د ګلونو څادر غوړولي  ؟؟؟؟ یا ېي ورته دعا کړی  ؟؟ چا ېي مزار جارو کړي  ؟؟ کوم جشن او کلیزه ورباندي شوی ؟؟؟؟ که په افغان دولتی ادارو کښي د احمد شاه مسعود نوم کیښودلي کیدي شی نو د فخر افغان نوم ولي نیشته ؟؟

او دا ځکه چه هغه یو پښتون وو  - او نن تاجک ازبک په افغانستان کښي شهیدان دی او پښتانه مردار ګنړلي شی – د هزاره ګانو تر شا ایران کلک ولاړ دي مرسته ېي کوی – د تاجکو تر شا تاجکستان ښه کلک ولاړ دي او نن په مزار شریف کښي د پښتنو په زمکو چُور تالان جوړ دي او پښتانه په خپله خاوره او خپل افغانستان کښي

د خپل ځان پښتنه نه شی کولي – نو لر او بر به څنګه یو افغان شی ؟؟؟؟؟؟؟  ګلبدین حکمت یار یو منظم تنظیم لری دروسانو په ضدد افغانستان د آزادېي مبارزه ېي کړی – ولي د حکمت یار لویه ګناه داده چه پښتون دي نو هم ځکه چه وزیر اعظم نامزد شونو د هغه د کابل ته د ورننوتلو لاره اونیولي شوه – ټوله دنیا او امریکایان هم دا غواړی چه که حکمت یار تسلیم شی او د مسلمان افغان په خاوره امریکه او کرزېي لا لا اومنی نو د افغانستان داقتدار ناوی به د هغه شی – حکمت یار دا دریځ خپل کړي چه افغانستان د ټولو افغانانو دي اول دي امریکه له افغانستانه اوځی بیا دي په جمهوری طریقه ټول انتخاب اوشی او په جمهوری طریقه دي د افغانستان واګي تر لاسه کړي شی – ولي د هغه دغه جمهوری او په ټوله دنیا کښي معروف دریز هم څوک نه منی - تاجک ازبک ترکمن هزاره هیڅوک دي ته راضی نه دی ولي چه حکمت یار اګر که د هغه نظر یو آفاقی نظر دي ولي هغه یو پښتون دي  ؟؟؟؟

کله چه بر افغان په مهاجرت مجبور کړي شو نو لر افغان په ځاېي ددي چه د هغه د زخم مرهم کړي وي  په هغه د اشرار تور اولګوو او دغه بر افغان چه چا کړولي او دړدولي وو لر افغان خو د هغه تر څنګ ولاړ وو- نن هم بر افغان ته په پیښور کښي لر افغان ته د مهاجر نوم اخلی سپکاوي ېي کوی زندان ته ېي اچوی د ترهه ګر په سترګه ورته ګوری نو د بر افغان د زړه نه به څنګه دغه کرکه او نفرت لري شی او نتیجه ېي دا چه لر افغان خو بر افغانستان په زمکه قدم هم نه شی کیښودلي هلته قتل کولي شی تښتولي شی او په سر ېي ښي ډیري کالداري اخستلي شی نن هم دبر افغان په ولقه کښي ډیر لر افغانان شکنجه پراته دی –

اجمل خټک د افغان په ننګ ډیر سفرونه اوکړل د لر او بر د پاره ېي ډیره مباروزه اوکړه د لر او بر یو افغان د پاره ېي د سري ډولېي خوبونه هم اولیدل – په لر او بر کښي د لر او بر یو افغان د پاره کچکول په غاړه کلی په کلی او کوڅه په کوڅه اوګرځیدو ولي په لر او بر کښي چا ېي پښتنه اوکړه  ؟؟؟ ان دا چه ددي اشعارو سره ارمانی ارمانی او زړه چاودي ددي دنیا نه لاړو

د خوشحال په ننګ مي اوکړل سفرونه

باچا خان سره مي اوخوړل جیلونه

د پارټېی په نوم مي کور اور ته ګزار کړو

په ملی فکر مي اووېیل شعرونه

اوس په مینځه لار کښي حق حیران ولاړ یم

په اوږو او سر درانه درانه بارونه

یاران ډیر ګړندی درومی په بل لوری

عوام ناست دي کری ریبی په بل لوری

قام په ځان دي د مرام نه خبر نه دي

نه د خاوري نه د ویني څه ننګونه

پښتون وران دي جرګه نیشته وسله پسه

د غماز سره پټ پټ مصلحتونه

چه له قامه سترګي پټی شی ځان یاد شی

د څاروو ځنی بتر شی اولسونه

د هیواد د ننګ دي خوار خټک ته ګوره

په شلیدلی کټ کښي ناست لیکی شعرونه

او یا د لر او بر یو افغان دغه ستر مبارز د لر او بر افغان نه داسي ګیله کوی -

چه د ژوندون ټول کیفیت مي پریشان دي

ورک دي شی که یو میدان او بل میدان دي

قربانی غیرت او پت مي پکار نه شو

اوس نو څه اوکړم چه بل رنګه میدان دي

ما د میني کر د ننګ پټی کښي اوکړو

د غرض په دي صحرا کښي مي تاوان دي

د وفا او اعتماد مال مي کوټه شو

د چل ول کاروبار ما لره ډیر ګران دي

چه ېي لاس او خپي زما په سجدو سپین دی

زه کافر شوم هغه بت نن مسلمان دي

دسراب په غرضیانو مي کار نیشته

غم مي سر کښي د منزل او د کاروان دي

قوم خو قوم په خپل کردار او په ناموس دي

که دا نه وی بیا اچهوت د هندوستان دي

چه وخت وو نو هر څه وو تجربه نه وا

چه وخت لاړو تجربه راغله ارمان دي

پرون غیرو او نن خپلو سزاوار کړم

زما لوېي جُرم زما پښتونستان دي

او نن ېي د لر او بر افغانانو مزار هم په بمونو والوزوو

لر او بر یو افغان خو ولي څنګه  ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

د لر او برافغان هره سندره د ملی وحد ت ده هر اتنړ ېي د یووالی دي هر یا قربان ېي د رورولېي غږ دي هرځلمي ېي د ننګ نه ډک دي او هره پیغله ېي د میوند ملاله ده د میر ویس نیکه نه واخلي تر اجمل با با پوري ټولو د لر او بر یو افغان درس ورکړو ولي د لر اوبر افغان یو نه شو-    

نن د لر افغان خو پخپله خاوره خپل اختیار دي – د پښتونخواه ارمان ېي هم پوره شوي – ولي په خپلووینو لمبیدلي ټوټي ټوتي پروت دي ، حجرو او جماتونو کښي د لر افغان ویني پرتي دی ، بازارونه ېي وران ویجاړ شول ، کورونه ېي په بمونو والوتل ، نن لر افغان په خپله خاوره د خپل اختیار سره در په در کډه په سر ګرځی ولي بیا هم د ځان پښتنه نه شی کولي چه آخر دا چا او ولي نو آخر لر او بر افغان به څنګه یو شی  ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

د لر او بر افغان ته  دنیا ډیر مړني اووي ، ډیر ملی اتڼړونه ېي واچول ، ډیري تراني ېي واورولي ،وطن پښتو او ننګ ېي ډیر اوستایلو شاعرانو ادیبانو ورته ډیري غزلي او قامی سندري اولیکلي خو په لر او بر افغان کښي یووالي مینه رورولی او یووالي پیدا نه شوه

 خوشحال خان خټک د لر او بر افغان ته د ننګ توره تر ملا کا ، حمزه با با د پښتون د قافلو سره حجاز ته بوتلل ، باچا خان د لر او بر د افغان د یووالی د پاره ډیر جیلونه او خوړل ، اجمل با با د ده پاره ډیر سفرونه او کړل ، احمد شاه با با ورته ددلی تخت ساز کړو

خو لر  او بر بیا هم یو افغان نه شو ؟؟؟؟؟

روس د خپلی ماتي په وخت د مومنانو او مجاهدینو په زمکه افغانستان کښي د قام پرستېي تخم اوکرلو ولي چه د روس د یرغل نه اګاهو چا ته هم پته نه وا چه په افغانستان کښي تاجک څوک دی ؟ ازبک څه ته واېی ؟ خو بس یو افغان او یوافغانستا ن وو –

د روس د سر خوړلو نه روسته امریکي ددغي اوبه خور اوکړو او نن په افغانستان کښي د قام پرستېي نژادی او مسلکی تعصب ازغی ټوکیدلی چه هدف ېي د افغانستان ملی وحد ت دي

امریکه چه نن د افغانستان نه په تیښته ده غواړی چه که د طالبانو او یا حزب اسلامی سره جوړه را نغله نو د افغانستان په شمال کښي به خپلي اډي جوړي کړی او نور ټول افغانستان کښي به د ژبي ، مسلک او قومیت په بنیاد د کرکي اورونه بل کړی چه افغان به پکښی سوزی –په کا ۱۹۹۲کښي د بیلا بیلو لسانی ډلو تر مینځ د حکومت او چوکېي جنګ وو ولي دا ځل به د ژبي او نژاد کورنېي جهګړا وی او لویه تباهی او بربادی به د افغانستان او افغانانو په برخه شی –  پښتانه ، تاجک ، ازبک او هزاره ګان چه د سلونو سلونو کالو نه د یو بل سره په افغانستان کښي شریک ژوند تیروی ، به د یو بل دشمنان شی او امریکه به د شمالی افغانستان نه د طالبانو او پښتنو مخالفینو سره مرسته کوی ، هندوستان به د شمالی اتحاد سره مرسته کوی ولي چه د شمالی اتحاد د مشرانو د هندوستان سره نزدي اړیکي دی او هم ډیرو پکښي په هندوستان کښي سرمایه کاری کړی او روزګارونه لری – او هم د شمالی اتحاد د مشرانو اولاد په هندوستان کښي تعلیم حاصلوی –

د افغانانو پخپلو کښي په جنګ وروستلو کښي امریکه خپلي ډیري ګټي تر لاسه کول غواړی – یو دا چه طالبان د اقتدار نه لري اوساتل شی بله دا چه دلته د چین د وو اربو ډالرو نه زیاتي سرمایه کارېي ته زیان اورسوی چه د نن حالاتو کښي چین په افغانستان کښي کړی دا او که حالات ښه شول نو د چین دغه سرمایه کاری نوره هم زیاتیدي شی او د امریکي اقتصاد ته په افغانستان کښي غټ خنډ جوړیدي شی – د نمروز او هرات اولسوالېي چه د ایران سره لګیدلی دی ددي اولسوالیو خلق د ایران په وجه د امریکه مخالف دی نو هلته په یو خاص حکمت سره حالات خرابول د امریکه هدف دي بمی چاودني او داسي نور نژادی تاو تریخ والي را پیدا کول چه ددغي اولسوالو خلق د طالبانو مخالف شی او د امریکه او غربی قوتونو امداد ته غاړه کیدی – ددي نه وړاندي په غزنی کښي د طالبانو په ضد د یو قامی لشکر  تشکیل شوي دي او په لغمان کښي هم ددغسي لشکر هسي رواني دی ولي د لغمان  قامی مشران د امریکي دغه عمل  ته اماده نه دی او هغوېي دا دریز خپل کړي چه په افغانستان کشي د قامی لشکر جوړولو څه خپل تاریخی قواعد و ضوابط دی اور مونږ د کوُم یو فریق په ضد د قامی لشکر تشکیل نه شو کولي – که چري د مال و زر په زورد طالبانو په ضد ددي لشکر تشکیل اوشونو په لغمان کښي به یوه نه ختمیدونکی جهګړا پیل شی – او که امریکه په افغانستان کښي په کورنېي جهګړا شروع کولو کښي بریالېي شوه نو دغه اور به تر وسطی ایشیا ، ایران او پاکستانه خور شی ولي چه پښتون ، تاجک او هزاره قباېل

د پاکستان ، تاجکستان ، ازبکستان اور ایران په سیمو کښي میشته دی – امریکه په سیمه کښي د مسلک په بنیاد هم اور لګول غواړی

په بلوچستان کښي د هزاره ګانو مرګ ژوبله بمی چاودني او ددي پړه په طالبانو اچول ددغي څرکندي نخښي دی – امریکه په  افغانستان کښي د ننه هم دفرقو او مسلک په بنیاد د بعض عربی  او پاکستانی سخت دریزه مسلکی ډلوپه مدد افغانانو په تقسیم لګیا ده-

ان دا چه امریکه خو خپلي جوړي کړي شوی عسکری اډي او لشکر ګاه هم افغان عسکرو او ادارتی چارواکو ته روغي نه پریږدی په بمونو ېي الوزوی او تباه کوی ېي

نویو روغ جوړ افغانستان به څنګه پریږدی  ؟؟؟؟؟؟

نن د افغانستان د تجزیي او ټوټي ټوټي کولوپوره پوره منصوبه تیاره شوی او ددي ټولي لانجي یوازني حل دا دي چه نو اوس مونږ د لر او بر یو افغان په ځاېي د یو اُمت یو مسلمان او حی علی الجهاد چغه شو – روس هم ددغي نعري په بنیاد ماتي خوړلی وا – یواځي هم دغه نعره د هر نژادی مسلکی تفریق مخ نیوي کوی او د هر ظالم او جابر وربوُز ماتولي شی او نن یوازي هم دغه نعره د لر او برسره سره د ټولي نړېي د یومسلمان ، افغان او افغانستان د وحدت ضمانت جوړیدلي شی - 

Muhammad Farooq Khattak

- بېرته شاته