(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په اوبو کې د خدای د مخلوق څرک

ډاکټر لمر

په سړو، تيارو او مالګينو اوبو کې د خدای د مخلوق څرک

ملايانو به موږ ته ويل، چې د خدای په لکهاو قسمه مخلوق په آسمانو کې الوزي، همدومره پر ځمکه ګرځي او نور په لکهاو قسمه په اوبو کې لامبي، خو دا يې نه و راته ويلي، چې مخلوق تر ګنګل لاندې هم په پټو، سړو او تيارو مالګينو اوبو کې غوټې وهي. د انترکتيکا د وېدا (Vida) په سيمه کې د (Desert Research Institute-DRI) يو شمېر پوهانو له ۳ تر ۴ کيلومټره پېرړ او په زرهاوو کيلومټره پلن کنګل لاندې په منفي ۱۳ درجو کې داسي ژوندي ميکروبونه موندلي دي، چې د نړۍ ساينسپوهان ورته ګوته په خوله او لاس تر زنې ناست دي او په رډو رډو سترګو ورته ګوري.

تاسو به وایی، چې اوبه له (صفر درجې) ښکته کنګلېږي او له (سلو درجو) پورته خوټېږي او بيا پسې تبخيرېږي، خو په منفي ۱۳ درجو کې د اوبو د رڼې بهېدنې په اړه به په دغه ليکنه کې د دغه معجزې ميکانيزم  ولولی او په دغو سړو اوبو او تپه تياره کې د ميکروبونو ژوند او يا له کنګله هغه له ساړه منجمد او بيا راژوندي کړيو ميکروبونو ناندرې وګوری او د ژوند د معجزاتو او د طبيعت د پټو کراماتو اثرونه ووينی.

بايد ياده شي، چې د انترکتيکا د وېدا د سيمې کنګل د ۲۸۰۰ کلونو په اوږدو کې د انسان له ګشتو ګذار او لاسوهنو نه ژغورل شوی او له ناوړه اغېزو يې پټ ساتلی شوی دی. د دغه کنګليز سمندر لاندې مالګينې اوبه ليا تر يو ميليونه ډېرې زړې دي او تر کنګل لاندې د خدای مخلوقات د ځمکې د سر د موجوداتو د تيريو او اغېز نه په امن کې پاتې دي، ځکه د نړۍ په ساينسپوهنه کې يوه نوې پاڼه ده او د څښتن تعالی له عجايبو او غرايبو يوه ډکه ولوله! چې موږ ته د کاينات په نورو ستورو کې د ژوند څرک راپه ګوته کوي.   

پوهنيزو هڅو دا جوته کړې ده، چې د سلول او يا هجرې په کچه د فعالو يا انرژيک تغذيوي ميکانيزمونو تر څنګ د آسموس پېښه هم غوره ګڼل کېږي. د انسان په بدن کې هم د سلولونو تر منځ مايعات موجود دي او د رګونو او نسجونو تر منځ هم د تغذيوي موادو ترانسپورټ (لېږد) د يو شمېر فعاله میکروسيلولار (هجروي) پمپونو په توګه د هجروي انرژي په استفادې سره تر سره کېږي، خو په ډېرو برخو کې د اليکتورليتونو، يعني کيمياوي عناصرو (Na, K, Ca, Cl, Ph, H, ...) په تعادل کې د آسموس پروسه غوره ګڼل کېږي، چې په مالګين چاپېر کې د هجرې اوبه جذبېږي، په نيمه مالګينه يا بلمنګې چاپېر کې اوبه سلول يا هجرې ته ننوځي، خو که په هجره او هجروي چاپېر کې د اوبو د الکتروليتونو توازن مساوي وي بيا ورته (ايزوتونيک يا ایزوالکتروليت) حالت وايي، نو په دغه حالت کې د مايعاتو آسموس د هجرې او چاپېر په منځ کې نه تر سره کېږي، مګر چې د يوې او يا بلې برخې الکتروليتي انډول توپېر ومومي، يعنې د (هايپرتونيک) او يا (هايپوتونيک) چاپېر رامنځ ته شي، نو په دې حالت کې د هجرې او چاپېر تر منځ د پردې يوې او بلې خوا ته د آسموس پېښه تر سره کېږي.

د آسموس د پروسې لپاره کېدلی شي له ترؤ يا شړومبو نه د چکې جوړولو پېښې ته پام وکړو. وروسته له دې چې تروې او يا شړومبې د سان يا کتان په کڅوړه کې واچول شي او بيا کټوه کې کېښودل شي، نو د شړومبو اوبه په کټو کې تر هغه مودې نينېږي، چې د کڅوړې د منځ اوبه او د کټو اوبه د غلظت پر بنسټ سره برابرې شي، کله چې دغه انډول رامنځ ته شو، نو عجيبه پېښه ده، که په همدا ډول يې پرېږدې، نو اوبه تر يو حده تبخيرېږي او له کڅوړې نورې اوبه هم کټوې ته نينېږي او که په کټو کې رڼې اوبه ورواچوی، نو د کټو اوبه نرۍ کېږي او د کڅوړې منځ ته چې غلظت يې ډېر دی د کټوې اوبه ورننوځي، چې دغه وروستي حالت ته د آسموس پروسه ويل کېږي، نو ځکه په کليو کې چې د ترؤ د کڅوړې اوبه ونينېږي، نو بيا کڅوړه برسېره بندوي، چې اوبه د ځمکې د جازبې قوې په مرسته ترې ونينوي، خو کله کله کڅوړه د څاه نه راايستل شويو رڼو اوبو کې کېږدي، ځکه بيا دغه رڼې اوبه کڅوړې ته ورننوځي او له اوبړنې چکې سره ګډېږي او بيا بيرته ترې نينېږې، چې په دې ډول له چکې مالګينه او نسبي ترخه برخه نينول کېږي او خوندوره نسبي خوږه  چکه بيا تر لاسه کېږي.

انسانان له ډوډۍ خوړلو خپله اړينه انرژي تر لاسه کوي او د تغذيې په ميکانيزمونو کې يې په کولمو کې ميکروبونه خپلې اړينې کاروايۍ هم کوي، خو ميکروبونه د اينزايمي فعالې تغذيې تر څنګ، لکه نباتات د خپل ژوندون لپاره د لمر وړانګې د انرژي په توګه کاروي، چې دغه پروسې ته فوتوسېنټېز وايي، ځکه نو لمر ګلی هغه پلو ته سر اړوي کوم پلو ته چې لمر سترګه غړوي. ميکروبي او نباتي ژوي (هجرې) له لمره تودېږي او خپل تغذيوي پروسيجر پرې تر سره کوي، نو خلک وايی، چې لمر نه وي هلته ژوند نه وي او چې وړانګه نه وي هلته څه شی شين نه وي! خو عجيبه دا ده، چې نن سبا داسې مخلوقات موندل شوي، چې پرته د لمر له رڼا او د وړانګې له تودوښې ژوند کوي او داسې ميکروبونه موندل شوي، چې پرته د لمر له وړانګو، په منفي ۱۳ درجو سړو او مالګينو اوبو کې لامبي.

د ميکروبونو سلولونه يا هجرې هم خپل د بېلتانه ژوند کوي، چې د خپلې تغذيې يوه برخه د آسموس په مرسته تر سره کوی، بله برخه لکه ناپېيلې هجره د انرژي په استفادې په اينزايمي ميکانيزمونو تر سره کوي او زياتره باکټرياوې د لمر له وړانګو د فوتوسينټېز په توګه د خپل ژوند پوره انرژي تر لاسه کوي. مګر په کريو-ايکوسيستم کې يعنې له منفي درجې ښکته چاپېر کې د ژویو يا باکټريا موجوديت يا ژوند نا شونی ګڼل کېدلو، ځکه داسې ګومان کېدلو چې ژوي کنګلېږي او په مالګينو اوبو کې لکه د فرعونيانو جسدونو غوندې غونجېږي، ځکه د بدن اوبه يې مالګين چاپېريال کې جذبېږي او انساج يې وچېږي او اوبه له منفي درجې چاپېريال سره کنګلېږي، بس عجيبه دنيا ده او عجيبه يې کارونه.

د انترکتيکا د وېدا سيمې د کنګل سمندر څېړنه په ستېريل يا له ميکروبونو پاک چاپېريال کې تر سره شوې ده. د کنګل لاندې مالګينې اوبه د ۳ کيلومتره لاندې سيمې يا ځمکې له ګوګله رااخيستل شوې دي او په دغو مالګينو اوبو کې ميکروبونه موندل شوي دي. دغه څېړنې داسې نوې نظريې رامنځ ته کړې دي، چې پرته زموږ له ځمکې د کاينات په نورو ستورو کې هم د ژوند امکانات شته دي، ځکه مخکې يوې بلې څېړنې ښودلې وه، چې داسې ميکروبونه شته دي، چې په مثبت ۱۵۰۰ درجو حرارت کې هم ژوند کوي، چې دغه بيا د طبيعت بله معجزه ده، ځکه د ژوي د پروتينونو دېناتورېشن يا له منځه تلل په ۷۰-۶۵ درجو سانتي ګرېد کې رامنځ ته کېږي او ژوې (هجره) له منځه ځي، چې د شودو د پاستورېزېشن يا له ميکروبي زرياتو پاکولو لپاره هم تر ۷۰ درجې د سانتي ګرېد حرارت کافي ګڼل کېږي.

ولې اوبه په منفي ۱۳ درجو د سانتي ګرېد کې بهېږي، ځکه د اوبو مالګېنېدل د دې سبب کېږي، چې اوبه د منفي سړوښې په چاپېر کې هم وبهېږي، چې ښه بېلګه يې شيريخ فروشان دي، چې د شيريخ پزي د دېګ چاپېر واوره کې مالګه اچوي، چې واروه مالګينه شي، ځکه نو مالګينه واوره نه کنګلېږي او نه هم ژر وېلې کېږي، مګر د چاپېر سړوښه يې متداومه وي، چې د دېګ په دېواله شودې موښل کېږي او سړوپۍ (شيريخ) ترې جوړېږي. په ژمي کې د موټر د ماشين په اوبو کې (انتي فريز) او د موټر د کړکيو د مينځلو په اوبو کې د الکولو تر څنګ ځينې مالګين مواد هم کارول کېږي، چې په منفي ۴۰ درجو د سانتي ګرېد کې هم نه کنګلېږي.

په دغو مالګينو او د لمر له وړانګو پټو اوبو کې دغه ميکروبونه څه ډول خپله تغذيه تر سره کوي! پوهانو داسې نظر ورکړی، چې د مالګينو اوبو او ځمکې د کومې له پوښ سره کيمياوي تعامل تر سره کېږي، ځکه د ځمکې په ډبرينه کومه کې وسپنه او نور کيمياوي عناصر شته دي او د دغه تعامل په ترڅ کې نايتروجن-اوکسايد او آزاد هايدروجن رامنځ ته کېږي، چې دغه مادې بيا ميکروبونه لکه انرژي د خپل موجوديت لپاره کاروي. بله خبره دا ده چې ولې دغه ميکروبونه په مالګينو اوبو کې نه غونجېږي، نو کېدی شي چې د ميکروب په جوړښت کې هم مالګينه برخه برجسته وي او له چاپېر سره په انډول کې وي، ځکه يې له چاپېر سره جسمي سازش کړی، خو د مالګينو اوبو ميکروبونه د انرژي د کمښت له کبله ژر تکثير نه کوي، ځکه نو شمېر يې کم دی.

پايله

ژوند هغه محرکه قوه ده، چې د چاپېر له خوالو او ناخوالو سره سازش کوي او په اور او اوبو کې خپل څرک ښيي، خو د چاپېر په له برېده ډېره تودوښه او له حده زياته سړوښه کې د ژوندي موجوداتو موندل موږ ته دا په ګوته کوي، چې د کاينات په لمبو تودو او کنګل سړو ستوريو کې هم د ژوند څرک موندل کېدلی شي، ځکه پوهان وايي، چې چېرې کيمياوي تعامل وي! هلته ماليکول وي او د پروتين رامنځ ته کېدل وي؛ او چېرې چې پروتين وي هلته د بيولوژيکي موجوداتو رامنځ کېدل وي، نو زه به ووايم، چېرې چې ماغزه وي هلته شعور وي او چېرې چې شعور وي هلته انسانيت او انساني ټولنه وي. په درنښت    

1. Antarctic lakes clue to alien life, By Paul Rincon, Science editor, BBC News website, 27 November 2012

- بېرته شاته