(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن خرڅوحیأ وکـړئ

تاسواوستاسو پلرونوله دې پاکې خاورې خوړلي،څښلي اوددې پاکې خاورې اکسېجن  مو تنفس کړی دی.

 تاسې نه انګرېزان یاســت نه روسان  نه امریکایان نه  دسکندرمقدوني اولاده  او نه کوم بل څوک تاسو زموږ هغه ګمراه اوکبرجن وروڼه یاست چې دیوڅوډالروپه لمس سره مودمغزوپه فضأ تورې پردې دراوښتې دي بس یوازې خپل ځان مو تر پام درځي.

دپردیوبنګودومره مست کړي یاست، چې نه پوهېږئ دکورپه حریـم اوملي ناموس موپه رڼا ورځ تېری کیږي هو! تېری بل څه نه ځکه چې تاسو پخپله دتېریو وسیله ګرزېدلي یاست.

دکابل دګوډاګۍ ادارې په وړاندې چې کوم وسلوال جنګیږي هغه به اخواپرېږدوهیله ده چې هغوی خپله  پوځـــي اوسیاسي  مبارزه یوازې دملي ګټوپه محور راوڅرخوي.

خبره به ډېره نه اوږدوم راځم دې ته چې ولې اودچاله لاسه دګورګین بچوڼي دومره  زړه ورشول چې دابدالي سینې  ته راننوزي؟

همداشېبه چې یوڅو کسه درانه مېلمانه راسره ناست اوډوډۍ لانه ده تیاره له انترنیت څخه مې دتاند یونوی خبر په لاندې ډول ولوست :

ایران له افغانستان سره خپلې سرحدي نښې له منځه وړي

تاند- د افغانستان د سرحدي ځواکونو یوه قومندان وویل چې ایراني سرحدي ځواکونه له افغانستان سره خپلې سرحدي نښې له منځه وړي او تر اوسه پوري یې یو شمېر نښې یو مخ ویجاړې کړي دي.

په هلمند کې د سرحدي ځواکونو قومندان سمونوال سلطان محمود محمود نن/ دوشنبه/ په لشکرګاه کې خبریالانو ته وویل: د افغانستان او ایران ترمنخ پوله په خاصو نښو، نښاني شوې ده خو د ایران سرحدي پولیسو د دغو نښو د ورانولو هڅې پیل کړي دي.

د ده په وینا ایران د دې لپاره چې خپله پوله د افغانستان خوا ته راوړاندې کړي سرحدي نښې له منځه وړي.

تر دې مخکې پاکستاني پوځیانو له خوسته رانیولې تر کونړ او نورستان پوري په ټولو هغو سیمو کې خپلې پوستې د افغانستان خوا ته راوړاندې کړي چې نښې پکې نشته.

د افغانستان د ملي اردو یوه سرحدي قومندان، چې اوس یې کار پرې ایښی، تاند ته وویل:« د ننګرهار په ګوشته او ځینو نورو سیمو کې پاکستاني پوځیان د افغانستان ډېرو سیمو ته راوړاندې شوي او پوستې یې جوړې کړي دي. دوی افغان ملکانو (قومي مشرانو) ته معاشونه ټاکلي، خلکو ته یې شناختي کارډونه ورکړي، سړک او برېښنا یې ورکړې یا یې د ورکولو وعدې ورسره کړي دي.»

په لشکرګاه کې سمونوال محمود وویل چې ایران د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ترمنځ سرحدي نښې ورکې کړي دي.

ده د ایران د دې کار د هدف په اړه وویل:«ایراني چارواکي سرحدي نښې د دې لپاره له منځه وړي چې له یوې خوا ځان د هلمند سین د اوبو پر لا زیاته برخه مسلط کړي او له بلې خوا د پولي کرښه له اصلي ځایه د افغانستان خاورې ته دننه راوړي.»

د سیاسي چارو د ځینو افغان کارپوهانو په نظر ایران غواړي چې په دې ډول افغانستان د اوبو د وېش پر سر په هرراز نوې معامله کې تر فشار لاندې راوړي.

تر څو چې په افغانستان کې خپل منځي جګړه روانه وي تر هغو به ګاونډیان د افغانستان له دې ضعفه د خان په ګټه کار اخلي.

درنولوستونکو!

تاسوښه  پوهېږئ  چې زه د شمالي ټلوالې له جنایتکارومشرانواوکابل له پردۍ پالې ادارې سره مخالفت لرم  خو دامخالفت  په کوم شخصي بنیاداصلأ نه دی ولاړ دادهېوادلوړې ګټې دي چې له غمه یې موږ د جرمني په یوارام اوهوسا هېوادکې په ځان شپه اوورځ یوه کړې  آن تر دې حده چې مېلمانه راته ناست اوزه دالیکنه کوم دلته دکوم باج  اخیستنې اوشخصیت لوړونې خبره نه ده مطرح خوددغه ډول حالت زغمل راته ځکه ګران برېښي چې له هرې خواپه موږ تېری  روان دی اوس تاسوپخپله ووایاست  چې دپورتني خبرلوستل به په کوم  رښتــیني افغان اثرونه کړي؟

زه چې دخپل مظلوم افغـان ولس په وینودهېوادپه دننه اوبهرکې  روزل شوی یم داراته نمک حرامي ښکاري چې  ددې  ډول تېریوپه وړاندې خاموشي اختیارکړم ځـکه مې ددې لیکنې په وســــیله لمړی په نننیووطن فروشانوغږ وکړ چې لږ داخپل ګرېوان ته سرټیټ کړي اولږ څـه حیأورته ودریږي چې دنړۍ دزوروروله حضوراوملګرتیــا سره سره زموږ په پاکه خاوره پرله پسې تېري کیږي اودوی لاځانونه دحاکمیت مشران بولي یایې په مصنوعي ډول په اپوزیسیون کې خپل ځانونه وهلي دي .

اوس که څوک دحاکمیت اواســـــتقلالیت دعوه کوي نودایراني تېري ځواب  دې ووایي اوکه څوک داپوزیسیون دعوه ګر وي د حاکمیت په وړاندې دې اعطراض وکړي .

موږپه دې پوره باوري یوچې په افغــان ولس تپل شوې  اداره اومصنوعي اپوزیسیون دعیاشي اووطنفروشي په مارکیټ کې د افغان ولس او هېوادله هر ډول پلورنې صرفه نه کوي.

دافغانستان دخپلواکي اووطنفروشانودمحاکمې په هیله

- بېرته شاته