(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتوشعردافراطیت اغېزې

هارون رشید، بی بی سی اردو.کام

ژباړه: نسیم پسرلی

"چا چې د خدای ثنا کوله د تسبو په دانو

نن هغه خلک د سرونو کاروبار کوي"

د پښتو ژبې د مشهور شاعر او د سولې د داعي اکبر سیال دغه شعر په اسلام اباد کې پر پښتني فرهنګ په تېره یوه لسیزه کې د افراطیت په منفي اغېزو یوې جوړې شوې غونډې کې چې د فاټا ریسرچ سنټر لخوا جوړه شوې وه د یوه بحث په جریان کې واورول شو.

د قائد اعظم پوهنتون پروفیسر حنیف خلیل د پښتو شعر په ځانګړي صنف 'لنډۍ' باندې د افراطیت پر اغېزو مقاله واوروله. ده وویل چې په ماضي کې پښتو شعر د مینې او ورورګلوۍ پیغام خپراوه، خو اوس په سندرو کې د ځانوژنې او بمي چاودنو خبرې کیږي.

د افراطیت خلاف شاعرۍ د یوې بلې نمونې په وړاندې کولو سره، نوموړي یو بل شعر واوراوه چې هدف یې امریکا او د ناټو هیوادونه دي.

هغه نه کوي په خپل وطن کې د جنگ وعظونه

هغه زما کور ته راوړی دی د ذلت تصور

د سوات د یو بل شاعر شباب رانزی یو شعر دی چې وایي:

یمه پښتون په ما څوک بهروسه نشي کوای

ماته زما د قتل بوی زما د وروره راځي

د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د افراطیت لړۍ دغه ټولنه په بده توګه اغېزمنه کړې ده چې ځینې پوهان یې وایي "دغه ټولنه اوس شتون نه لري".

د پښتو مشهور شاعر او لیکوال اکبر سیال وایي "تر راتلونکو پنځو سوو کلونو پورې موږ بل جنګ ته ضرورت نه لرو، موږ خپله برخه پخوا لا پوره کړې ده. په کوم ځای کې چې ټولنه ټوټه ټوټه شي او ختمه شي، هلته د ارزښتونو را ژوندي کول یو بل بحث دی. اوس بحث دا دی چې تېره ټولنه بیرته څنګه پر خپل حال کړو."

پر پښتني ارزښتونو د اغېزې په اړه اکبر سیال ویل چې که د پردې مثال راوړو نو ښځې به غرونو ته د لرګو د راټولولو لپاره تلې، رمې به یې پوولې، اوبه به یې راوړلې او په کروندو کې یې کار کولای شو.

'ما په قبایلي سیمو کې د ښځو پرده نه وه لیدلې. خو د دې مطلب دا نه دی چې هلته بې حیایي وه. پرده نه وه خو حیا وه.

د اکبر سیال په وینا په قبایلي سیمو کې د اعلی وسلې له جوړېدو سره سره د دغو سیمو امنیت له نورو سیمو ښه وو.

پېژندل شوی پښتو اداکار ارشد حسین چې نهه ورځې له ورکېدو وروسته د پیسو په بدل کې راخوشې شوی دا شکایت کوي چې په پښتني ټولنه کې هنر خوښیږي خو هنرمند نه. "هنرمندان د 'ډم' په څېر په مسخره الفاظو یادول کیږي."

نوموړي د یوې ویډیو په وسیله وویل چې په دې سیمه کې د تېرو یوولسو کلونو په جریان کې د هارون پاچا، ګلزار علم او عالم زیب په څېر هنرمندان وځورول شول چې اوس څوک امریکا او څوک مالیزیا ته تللي او یا یې هنر پرې ایښی او په تبلیغ لګیا دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امنیتي وضعې له خرابوالي سره سره د پېښور په نشتر آباد سیمه کې په ګڼ تعداد د پښتو غیر معیاري پښتو سندرې او ډرامې تیاریږي، دا معیاري ولې نه دي؟ په دې اړه ارشد حسین وویل چې معیاري هنرمند یا له هیواده وتلي دي یا د مادي ګټې د نشتوالي په وجه دې خوا ته نه راځي.

د ریسرچ سینټر مشر ډاکټر اشرف علي وویل چې پخوا به موږ د 'زبردست' لیلام فروشي نوم اورېده خو او 'دهماکه' لیلام فروشي یا 'خودکش' لیلام فروشي اورو. هغه وویل چې د دغې لړۍ د درولو ضرورت دی.

- بېرته شاته