(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو ښځینه سندرغاړو د موسیقۍ...

پښتنو ښځینه سندرغاړو د موسیقۍ مارکیټ بیرته نیولی

هارون باچا  
په دې وروستيو کې د پنجاب ځينو مشهورو ښځينه سندرغاړو پښتو سندرو ويلو ته مخه کړه، چې له وجې يې د پښتو سي ډي ګانو او فلمونو مارکيټ وده بيا مونده. خو هم له دغه مارکيټ سره تړلي څو تنه پښتانه وګړي وايي چې اوس مهال پښتنې سندرغاړې ميدان ته راوتلي دي او دا چې د پنجابيو هغو ځای يې ورک کړی دی.  
په پېښور کې د ګلالي په نوم يو ځوان موسيقار وايي، هڅه کوي چې پښتنې سندرغاړې را مخ ته کړي.
((دغه ښځې راغلې او اوازونه يې خلکو واورېدل. غټه ستونزه د ژبې ده، چې دوئ پښتو نه شي ويلی. او بله دا چې موږ سره د پښتو ښې سندرغاړې شته. په اول نمبر کې نازيه اقبال ده. ورپسې بيا غزاله جاويد وه، خدای دې وبخښي. او په اوس وخت کې ګل پاڼه ده چې سندرې يې خلک خوښوي. د فلمونو لپاره مې هم ريکارډ کړې ده. او د پنجاب هغه سندرغاړې خو د هوا په څېر وې، راغلې او بيرته واپس لاړې))

د ګلالي دغه ادعا چې پنجابۍ سندرغاړې يې د پښتو موسيقۍ له مارکيټه ايستې دي، د پېښور په نشتر اباد کې د مسافر ويډيو په نوم د کيسټونو او سي ډي ګانو د دوکان مالک مسافر هم تاييدوي او وايي،  
((پروسږ کال دا سيسټم و. د پنجاب سندرغاړې خلکو خوښولې. خو له کله راهيسې چې ګل پاڼه راوتلې ده، نو هغه ټولې يې فارغه کړې دي. ګل پاڼه، صايمه ناز، ستاره يونس، همدغه دي چې اوس مهال په فلمونو کې سندرې وايي. د پنجابيانو دور، چې په ۲۰۱۱ م کال کې راغلی و. نور بس ختم دی. که وګورې، په ۲۰۱۲ کې د پنجاب يوه سندرغاړې  هم دلته د سندرو لپاره نه ده راغلې)) 
پېښور مېشته هندکو ژبې سندرغاړې ستاره يونس وايي، د پنجاب ښځينه سندرغاړو پښتو موسيقي لا غني کړې ده. نوموړه په عين وخت کې مني چې پښتو موسيقئ مارکيټ ته د نورو ژبو ویونکو سندرغاړو راتګ د نويو پښتنو ښځينه سندرغاړو لپاره، چې غواړي کار وکړي، ښايي ستونزې پيدا کړي.
((لکه چې تاسو ته پته ده، خلک اوس په نړيوال کچ پښتو موسيقي خوښوي. تر کومه پورې چې د کار تعلق دی نو دا ټولې د نصيب خبرې دي. ما د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ويلې دي. موسيقارانو به راته د پښتو سندرې زده کولې، د الفاظو ادايګي به يې راښوله.
که له پنجابه نورې جينکۍ دلته د سندرو لپاره راځي نو زما کار نه اغېزمنوي. خو د پېښور  هغه سندرغاړې چې په دې ميدان کې نوې دي او غواړي نوم وګټي، د هغوئ کار خرابېدای شي.
اوس مهال خو نوې ټيکنالوجۍ کار ډېر اسان کړی دی. که چيرې هغه پخوانی ميوزک او د ريکارډنګ هغه زړې طريقې وای، نو ښايي زه به د پښتو سندرغاړې نه وای جوړه شوې))     
ماس خان وصال يو بل پښتون موسيقار دی چې وايي پښتنې سندرغاړې د هنر له پلوه کمزورې دي. دی زیاتوي، په پښتو موسيقۍ کې د پنجاب ښځينه سندرغاړو کار ځکه کم شوی چې د خيبر پښتونخوا امنيتي حالات ښه نه دي او پښتو فلمونه جوړېدل کم شوي دي.  
((عاصمه لتا، نصيبو لال او حميره ارشد د سندرو ريکارډولو لپاره راتللې. پښتنې سندرغاړې هسې هم لږې دي، او که کومې دي هم نو دومره تکړه نه دي. اوس خو کمپيوټر کار اسان کړی دی،  يو يو ټکی ورته ښیيو او هغو يې وايي. اوس چونکې حالات خراب دي، فلمونه ډېر نه جوړېږي، نو د پنجاب دغه سندرغاړې هم ډېرې نه راځي))  
پښتانه هنرمندان او کتونکي وايي چې که حکومت د موسيقۍ د زده کړې ځايونه (اکيډميانې)   او د سندرو او ويډيوګانو د څار يوې ادارې جوړولو ته پام وکړي نو له پښتو موسيقۍ سره د تړليو يو شمېر مسلو حل موندل کېدای شي.    Source: Mashaal Radio

- بېرته شاته